د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

د خوست د عامې روغتیا په اړه!

مساپر
23.04.2012

ټولو درنو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
خبري رسنیو ویلي دي چې په دې وروستیو کې بې پولې ډاکټرانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په خوست کې د مور او ماشوم د درملنې د ځانګړي روغتون فعالیت تر يو نامعلوم وخت پورې ځنډوي.
په اعلامیه کې د دې کار سبب امنیتي اندېښنې ښودل شوې دي، ځكه چې څو ورځې وړاندې په دغه روغتون کې بمي چاودنې څو ښځې او ماشومان سخت ټپیان کړل.
د خوست د عامې روغتیا ریيس ډاکټر امیر بادشاه رحمتزی وايي چې دغه روغتون نږدې یوه میاشت وړاندې فعال شوی وو او د سيمې خلكو ته یې د عامې روغتیا له پالیسۍ سره سم وړیا او معیاري خدمتونه وړاندې کول.
خو مونږ ګورو چې زمونږ د مظلوم ولس دښمنان هیڅ کله دا نه مني چې زمونږ عام خلک یو ښه او آرامه ژوند ولري.
په درنښت،


ډاکتر څپاند
26.04.2012

محترم مساپر

پدى كى شك نشته چى طالبان هر بهرنى په هر نامه چى وي او هر فعاليت چى كوي، اشغالگر بولي او
دهغه دنابودى لپاره تلاش كوي. خوپداسى حال كى چى زموژ بيچاره ولس دانواع اواقسام ناروغيو سره لاس گريوان دى ديوه كلنيك او يا روغتون ورانول او غيرفعالول
يو نادرسته عمل دى.
مگر د يوه واقعيت نه بايد بيخبره نه اوسو، او هغه داچى متاسفانه نن سبا جهانخور امپرياليزم د هرى وسيلي نه ،د بي سرحده داكترانو دموسسي په شمول دجاسوسي لپاره كار اخلي!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more