د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالب حکومت باید داځل څرنګه اوسي ؟؟؟

پتوال
17.04.2012

سلام او درناوی !

درنو لوستونکو،
د لوی خدای په فضل له هیواد څخه د اشغالګرو د وتلو نېټه ورځ په ورځ رانږدې کیږي او انشا الله
له ۲۰۱۴ کال نه مخکې به ټول ککړمخي اشغالګر له هیواد څخه په مړو سترګو ووځي !
له بلې خوا د هیواد دآزادۍ وسله وال طالب ځواکونه هم پخپله له نږدې څخه او هم د وطندوستو ملی اسلامی لیکوالانو
او رسنوالو له خوا د ISI په چټلو سیاسی مرامونو باندې
په بشپړ ډول پوه شوي او پوهول شوي دي
او د لوی خدای له دربار څخه دا هیله شته چې د اشغالګرو له وتلو سره سم به دوی هم ځانونه د پنجابیانو
له پټ او ښکاره پوځی او سیاسی چالونو ، پړکو، دامونو او جالونو څخه آزاد کاندي !
له بلې خوا دا هم ښکاره حقیقت دی چې د وطن د آزادۍ له ګټلو څخه د آزادۍ ساتل خورا مهم او اړین دي !
دا حقیقت لومړی د تنظیمی مجاهدینو او بیا د طالبانو د واک په راپرځولو بالکل روښانه شو!
خو وطن د آزادۍ د ساتلو له پاره د وطڼ آبادول تر هرڅه اړین دي چې له رزیم څخه هم پاکوالی او هم پوهه غواړي .
ولې د طالبانو غوندې پاک او په هېڅ پوه خلک هم نور نشته، نو فرضاً که د بري په دغسې امکاناتو اوشرایطو کې طالبان
قدرت ته ورسیږي تاسو به د یوّ ملی حکومت د جوړولو او غلطیو
د مخنیوي له پاره څه مشوره ورکړئ ؟؟؟؟
هیله ده خپل اند او مشوره په مفصله توګه دلته وړاندې کړئ !


khoshalkhan
17.04.2012

طالبان چې يو سياسي نظام نيسي نو طبعي دی چې دپالنې او اوروزنې پلان به يې
هم لري،غيرې لدې ځخه به لېونتوب په طاقت دڅلورو وي ٠
که غرب وهلي ښابيان ،پرچميان اوافغان ملتيان مشورې ورکړي اوياورداخل شي
نوټول جهاداوخواري به يې عبس شي اوبستره به يې ټوله شي!
ټولوخپلې دورې په چړچوکې تېرېکړې ،پرېږده چې طالب هم له پاکوملي اواسلامي
احساتوډکه دوره په لاس کې ونيسي !
هوکه طالبان وروڼه له پاکواوفني افغانانوڅخه دمرستي غوښتنه وکړي ټول به
په اتڼ ورودانګي!


پتوال
17.04.2012

کله چې په یوه موضوع کې د لوستونکو نظر غوښتل کیږي نو هغه په دې معنی نه وي چې په دې کې د سیاسی ډلو نظر
څه دی، د خلقي ، پرچمي، اخواني، افغان ملتي یا آن خپله د طالب نظر څشی دی، بلکې ددې ډلو نظرونه او د هغوی پولې او ارزښتونه هرچاته مملوم دي او څوک یې د پوښتلو وړ هم نه بولي ،
ولې بې پرې او ناپییلي، لږ و ډیر علمي، منطقي او مسلکی انځورونه په هره سکالو کې د سیاسی او ټولنیزو اندوالو او شنونکو له خوا وړاندې کیدای شي چې د ټولنې له باره ګټور اوسي ! په تیره بیا سیاسی واکمنۍ څه ژرندې وار نه دی چې هره ډله یې د تیرولو حق ولري او کیف و کم یې نه مطرح کیږي او یا د بل هېڅ چا پورې اړه نه لري چې وارګړی ځان ته میده وړه کوی او که خوشې دل غواړي . له دې کبله د حکومتونو په هر څه او هر پلان د افغان ولس خپل حق او آن دنده هم ده چې مطرح يې کړي ، خبرې پرې وکړي افکار پرې سره تبادله کړي ، وړاند وینې پرې وکړي او ارزښت او نه ارزښټ یې ځان ته معلوم کړي، څو خپل حکم او قضاوت پرې صادر کړای شی ! نو ډل آزادې او بیطرفه اند توګې ، نظرونه ، مشورې ، سیاسی اټکلونه، وړاند وینې
شننې او نتیجه ګیرۍ ټولې آرزښتمنې او دلته د استقبال وړدي
! من الله التوفیق !


larghonay laraway
18.04.2012

السلام عليکم!
دا لس پنځلس ورځې ډېر بوخت وم ځکه مې بحث فورم ته سر نه دی ښکاره کړی!
پتوال صيب ليکلي دي:
[quote:5cdce64dbd]د لوی خدای له دربار څخه دا هیله شته چې د اشغالګرو له وتلو سره سم به دوی هم ځانونه د پنجابیانوله پټ او ښکاره پوځی او سیاسی چالونو ، پړکو، دامونو او جالونو څخه آزاد کاندي![/quote:5cdce64dbd]
پتوال صيب ځان تېرايستنه به نه کوو! اشغالګر د طالبانو پر مټ افغانستان ته راغلي او د دوی د بې عقلو او وحشي کړنو په برکت دلته پايي!
په دې بايد پوه شو چې که اشغالګر لاړ نو طالب هم نشته! ځکه چې د ملاعمر ډلګۍ نه خپل فکر لري، نه متفکر لري او نه هم د حکومت کولو په چل پوهېږي. دوی ته بايد د ISI له خوا کمانډ ورکړل شي چې ښوونځي وسوځوئ، کلينيکونه وران کړئ، پول، پولګوټی او سړک ړنګ کړئ، پوه او عالم ووژنئ او که په لنډه توګه يې ووايم ورته ويل کېږي چې وحشت او دهشت خپور کړئ چې طالبان همدغسې کوي او ښه کامياب دي! هيڅوک نه شي راښودلی چې حتی د طالب واکمنۍ پر مهال پاکستان ، سعودي عربستان او نورو هيوادونو چې طالبان يې منل د لوړو زده کړو کوم بورس ورکړی وي نو بايد پوه شو چې طالب يا د ملاعمر ډلګۍ د حکومت جوړونې لپاره نه ده جوړه شوې بلکې د تخريب، وراني ، د افغانستان د ځمکې او فضا د خړې پړې کولو لپاره جوړوه شوې ده څو بهرنيانو ته دا لاره هواره او بهانه جوړه شي چې افغانستان ته راشي او دلته پاتې شي!
زما لنډه خبره دا ده چې څو طالب وي اشغالګر به وي او کله چې طالب ډلګۍ نه وي نو اشغالګر خپلو متحدينو ته هيڅ بهانه نه لري چې پيسې ترې واخلي او په افغانستان کې پاتې کيدو ته دوام ورکړئ. تاسو ته معلومه ده چې امريکايان او اروپايان تر هرڅه مادياتو ته ډېر ژمن دي او د هغوی ژوند هم اقتصادي دی. هغوی به يو ايرو او ډالر هم ونه لګوي چې ګټه يې نه وي او څو چنده تر لاسه نه کړي!
دا له هيچا هم پټه نه ده چې پاکستان په ډاګه طالبان روزي او په سرحدونو يې کتار کتار په موټرسايکلونو را اړوي چې په افغانستان کې مېشت امريکايان يې ښه ويني ځکه چې دوی په ټولو سرحدونو کې کامره لرونکي بالونونه لګوي خو ځانونه تېرباسي نو مونږ او تاسو خو په ليکنو کې بايد ځان تېر نه باسو!
خوشحال خان صيب ليکلي:
[quote:5cdce64dbd]هوکه طالبان وروڼه له پاکواوفني افغانانوڅخه دمرستي غوښتنه وکړي ټول به
په اتڼ ورودانګي![/quote:5cdce64dbd]
لومړی خو د خدای په خاطر راځئ چې په پښتنو کې د غيرت روحيه پياوړې کړو او له ګډا او ډانس نه يې خلاص کړو. د همدې کرزي حکومت ته چې پښتنو کوم اتڼونه کړي او څڼې يې غورځوي او ما ژړلي نو يو خدای ليدلي دي. څوکۍ، امتيازات او بدمعاشي به د شماليانو وه او اتڼونه به ورته پښتنو کول.
باور وکړه لالا د طالبانوپه لومړۍ دوره کې ډېرو پښتنو په اتڼونو د ملاعمر د ډلې هر کلی وکړ خو له وحشت او بې عقلۍ نه يې بل څه ورنه کړل!
هغه د پېښوريانو خبره په ايمان که ملاعمر د حکومت خو پرېږده چې د يوې کورنۍ د مشرتابه پوهه، درک، حيثيت او اخلاق لري نو هغه به څنګه دا لړلی او بې سواده هيواد جوړ او اداره کړي!
[color=red:5cdce64dbd]نتيجه:
طالبان بيا د حکومت په شکل کې نه راځي همدا راز امريکايان هم په خپله خوښه لکه چې وايي له افغانستانه نه وځي. دا د وتلو خبرې يوازې د خلکو د بوخت ساتلو لپاره کاروي . امريکايان غواړي د کرزي او ملاعمر په مټ خپلو غټو اهدافو ته ځان ورسوي.
هو! اشغالګر غواړي چې په دوه زره څوارلس کې هم خپل لګښتونه کم کړي نو دوی به په خپلو هډو پورې محدود شي.
دا زمونږ لپاره کوم ښه زيری نه دی ځکه چې مونږ به همداسې اشغال پاتې وو!
څو چې پښتنو ځانونه نه وي پېژندلي، شعور يې نه وي موندلی او د يو والي هڅه يې نه وي کړي نو د مېږو غوندې به رمه وي چې کله به ګلبدين او شابدين ورباندې ډانګ ايښی وي، کله ړوند ملا او ګوډ ملا او کله هم پرديو اشغالګرو!
د شعوري، زيرکو او سياسي پښتنو په هيله
ستاسو لاروی[/color:5cdce64dbd]


سلامونه

tandar
18.04.2012

سلامونه
چه طالبان دشمال ټلوال ځاي ونيسي او ملا عمر دکرزي ځاي ونيسي او داشغالګرو نظامي هډي دتل لپاره ځاي پر ځاي شي؟
بيا خو افغانستان دتل لپاره اشغال پاتي شو نو داوژل او ټکول او حملي دڅه لپاره ددواړو خواو رواني دي ؟
افغانستان ازادي غواړي پس له ازادي نه کار بايد اهل کار ته وسپارل شي
دوطن ابادي په بي سوادو جنګسالارانو نه شي کيدلاي چه له هري ډډي څخه وي
داخاوره ازادي غواړي پس له ازادي نه عفوه عمومي په داخل دچوکاټ کي سره له حساب او تصفيي غواړي
ددسته جمعي قتلونو پوښتنه بايد وشي
دبي ګناه انسانانو چه بي سرنوشته په زندانو کي پراته دي ولي؟
هغه چاچه پرون ې خر نه لرلو نن قصرونه لري له کومه شوه؟
هغه چاچه له ډاره په ميليونو ډالر سره د خپلي کورني په بهر کي ځاي پر ځاي کړي
هغه افغانان چه چه له بهر نه دجيګو معاشونو په بدل کي اشغالګر ته جاسوسي کړي او کوي ې بايد تري پوښتنه وشي
او داسي نور سوالونه

او که ما قدرت لرلو ټول طالبان په شمالي سرحدو کي پوليس سرحدي مقرروم دايران تر سرحده پوري او دخميني نوکران په اټک کي دپنجاب په سرحد کي سرحدي پوليس مقرروم يعني سرحدونه پري ساتم،چه د isi مخه ونيسي
مننه


khoshalkhan
18.04.2012

ياره لرغونيه لويه بلا در څخه جوړه شوې ده ، هېوادمل،يون ،......او نور ټرت
او برت دې پښو ته ايښي دي ! زه پر دې ټينګه عقيده يم چې پنجيان به اوس
( لا لا شېرين) درته وايې٠


larghonay laraway
18.04.2012

ياره خوشحال خان لالا باور وکړه دغه ورستۍ ليکنه دې شهکار دی.
دا رښتيا هم وطن په بې سوادانو نه جوړېږي او دا دې هم يو عالي نظر دی چې طالبان په جنګ پوهېږي او د ايران سرحدونه بايد وساتي او د ايران تاليڅټي بايد د پاکستان له خوا سرحدونه وساتي يعنې دواړه خواوې يوازې او يوازې د عسکرۍ وړتيا لري او بس.


سلامونه

tandar
18.04.2012

سلامونه
دتماميت ارضي ساتنه له دشمن او اشغالګرو يو افتخار دي دا کار فقط او فقط طالبان ورونه کولاي شي ځکه امتحان ې ورکړي او ثابته کړي ده
چه دتاجکستانه نيولي ترايرانه او همدغسي په خير د اټک دپله په څنګ کي ورته سپيني خيمي ووهي ولاکه توپک ته هم ضرورت وي پنجابيان درته په ډانګ هم ساتي او ٢٠ کيلومتري کي به پنجابي تري ګرځيدلي هم نه شي
راغلو نور مسائلو ته ،نو کار اهل کار ته بايد وسپارل شي
دا که بيا ګلکار رئيس دشفاخاني شي او قصابان په کي دجراحي وظيفه اجرا کوي
نو بيا همغه ديګ او همغه کاسه شوه
نور بايد داملت په کافي اندازه عبرت اخيستي وي نور راتلونکي نسل او بچيان ددي خاوري له بدبختيو سره مخامخ نه کړي
مننه


پتوال
18.04.2012

لاروی صیب دانو ستاسو په اند
د آزادۍ په قیمت د پرمختګ او د آزادۍ په قیمت د پشاتګ تر منڅ جګړه ده . دواړه خواو ته اسارت
دی او آزادي نشته ، یعنې یو اړخ صرف ددې له پاره د آزادۍ نوم اخلي چې اسارت او پشاتګ پرې پټ کړي او خپل څان قدرت
ته ورسوي (؟) او بله خوا هم د پرمختګ نوم ددې له پاره اخلي
څو د وطن اشغال او خپل ګوډاګیتوب پرې پټ کړي
او څانونه په قدرت کې وساتي ؟؟؟؟
او ددې دپاسه یې دا جګړه د بادارانو تر منڅ په مشوره او موافقه روانه ده (!) نو ددواړو خواو بادارانو په خپلو منځو کې موافقه ګړې چې پښتون ولس د شمالی ټأوالې او ېالب ترمنځ جګړو کې
وځپي او په دې هېواد کې یې قدرت شنډ کاندي؟؟؟؟ څو ینکیز د بر - او پنجابیان د لر افغانستان په اشغال او هزمولو بریالي شي؟؟؟؟

خو د بحث موضوع یوه فرض شوې موضوع ده :
فرض کړئ چې طالبان یو ځل بیا قدرت ته ورسېدل، ستاسې په اند
باید څه څه وکړي او له کومو ټکو څخه ځانونه وژغوري. والسلام


khoshalkhan
18.04.2012

http://www.youtube.com/watch?v=S1QCabgq8gE&feature=related


طالب ISI
18.04.2012

خالص شاهي، خالص، کمونیستي، خالص خلقي، خالص پرچمي، خالص جهادي او خالص طالبي حکومتونه ټول ناکام شوي. چا ډیر خلک ووژل، چا ټول وطن سپیره او چور کړ، چا هم یوه با امنه بندي خانه ترې جوړه کړې وه، چې امن و، خو وهل، ټکول، لوږه، وچکالي، هم ورسره وه، ځکه خو خلکو ته د مجاهدینو ګډوډي هم یادیدله!

دغه ټول ډلو مثبت اړخونه هم درلودل، خو منفي یې تر مثبتو ډیر و.

نو ۲-۳ میلوینو شهیدانو، غربت، مهاجرت وروسته باید ددې هیله ونه کړو، چې بیا یو خالص حکومت منځ ته راشي. په څه کې چې طالبان ښه دي، هغه به هغه خوا را ونیسي ، څه کې چې دا نور ښه دي، دا به دا بله خوا را ونیسي ، چې پایله یې د وطن آبادي، او د خلکو سوکالي شي.

زمونږ خلک نه شي کولای چې بیا پنځه-لس کاله یواځې په رسمیت پیژندلو ته انتظار وي.

خو پدې ټولو یقین لرو چې د ابلیس ( پاکستاني پوځ او استخباراتو ) څخه د نیکې هیله هسې ځان خطا ایستل دي. او دغه ابلیس د الله د رضا لپاره د طالبانو سره مرسته نه کوي. چې وقت راشي بیا طالب د بانجانو په نرخ خرڅوي. که نور پند نه اخلي د مولوي صاحب ضعیف خاطرات ولو[color=red:73ccaecda5]ن[/color:73ccaecda5]ۍ.
ولو[color=blue:73ccaecda5]ل[/color:73ccaecda5]ئ


اکرم
19.04.2012

[quote:23e4579ca3]عنوان : دطالب حکومت باید داځل څرنګه اوسي ؟؟؟[/quote:23e4579ca3]
زه په دې اړه دښاغلی لرغوني لاروي ، د خبروسرپه تمامه موافق یم . د طالب مالب د حکومت قیصه نوره مفته ده ، نه یې په داخل کې څوک زغملی شي او نه په بهر کې ، پنجابیان یې هم د دولت په سطحه نه غواړي اونه یې ساتلی شي !!! هغوی هم د طالب دتیرې دورې څخه زدکړل چې ددې تورمغزې ایدیالوژۍ سرایت دوي هم نشي قابو کولای ، دا یو مرض ؤ چې اوس په ورکیدا دی .
د باسواد ه کسانو تر منځه دطالب د منلو اوراتګ موضوع باید اصلاً مطرح نوي ، که هدف په هیواد کې اصلاح اوآزادی وي نوهمدا موجوده فاسده سیستم او حکومت باید پاک او اصلاح شي ، کوم فاسد دولت چې د خوارو او ځپلو افغانانو په استازیتوب خو، اقلاً دنړیوالې ټولنې دعامو وګړو څناڅه همدردی له ځان سره لري ، ( حکومتونه یې په ځای پریږدئ !!! )
او برعکس د دغې همدردۍ څرک هم د طالب او ګلب الدین د ډلو سره، د سواد او سالم عقل خاوند انو په ذهن کې نه دهیواد دننه او نه هم دباندې ملموس دی !!! ددې دواړو ډلو حکومت ته رسیدل هسې یوه مایوسانه هڅه ده ، او عملی جنبه یې له منځه تللې ده. او دهغه چا (بالواسطه ) ګوډاګیتوب یې چې کوو ، هغوي اوس نور نژدې لاسپوڅي لري ، اودطالب او ګلبدین موډ اوس ورته زوړشوی !!!


م . ق
19.04.2012

سلامونه او احترامات!
د ښاغلي لاروي صیب لاندې نتیجه ګیري د سیاسي واقعیتونو او ځمکني حقایقو سره سمون خوري.
د موضوع په هکله دغه سوال به هله مطرح وو چې د طالب د حکومت د بیا راتګ امکان زیات واي، خو اصلا موضوع برعکس ده، سیاسي واقعیتونه او ځمکني حقایق نه د طالب د حکومت بیا راتګ ایجابوي او نه د یرغلګرو بشپړه او تمامه وتنه!
حقیقت دادی چې یرغلګر خپل مالي او ځاني تلفات کموي، د دایمي حضور لپاره په خپلو اډو کې خپل ځواک متمرکز او محکموي، د طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو چاپه مارې ګوریلايي ډلې به موجودې وي،د برید هدف به یې یواځې افغان امنیتي ځواکونه وي، دا ددې لپاره چې یرغلګر دوي په خپل مینځ کې یو پربل مصروف وساتي، د دواړو د شر څخه ځان وژغوري، افغان حکومت همداسې ګوډاګی او محتاج وي ترڅو مصارف یې یرغلګر ورکوي او مجبور وي د هغوي اطاعت وکړي او هرهغه څه ته غاړه کیږدي چې هغوي یې ترینه غواړي.
په کابل او نورو ولایتونو کې وروستي بریدونه د همدغې ستراتیژي ښکارندوي کوي، او دا د امریکایانو، ناټو او تورې شبکې ددغه ستراتیژۍ یوه برخه وه ځکه ددوي استخباراتو پدې اقرار کړی چې مونږ له دغو حملو مخکې له مخکې خبر وو.
راتلونکی وخت به ددغه قضیې نور اړخونه هم روښانه کړي.
د لاروي صیب په وینا چې پښتانه باید شعوري، سیاسي او زیرکه شي ګنې نو همداسې به لکه د شطرنج دګټکو په توګه استعمالیږي، قربانیاني او تلفات به د دوي وي خو ګټه به ترینه لوبغاړي اخلي.

مننه
[quote:c174ddc78c]نتيجه:
طالبان بيا د حکومت په شکل کې نه راځي همدا راز امريکايان هم په خپله خوښه لکه چې وايي له افغانستانه نه وځي. دا د وتلو خبرې يوازې د خلکو د بوخت ساتلو لپاره کاروي . امريکايان غواړي د کرزي او ملاعمر په مټ خپلو غټو اهدافو ته ځان ورسوي.
هو! اشغالګر غواړي چې په دوه زره څوارلس کې هم خپل لګښتونه کم کړي نو دوی به په خپلو هډو پورې محدود شي.
دا زمونږ لپاره کوم ښه زيری نه دی ځکه چې مونږ به همداسې اشغال پاتې وو!
څو چې پښتنو ځانونه نه وي پېژندلي، شعور يې نه وي موندلی او د يو والي هڅه يې نه وي کړي نو د مېږو غوندې به رمه وي چې کله به ګلبدين او شابدين ورباندې ډانګ ايښی وي، کله ړوند ملا او ګوډ ملا او کله هم پرديو اشغالګرو!
د شعوري، زيرکو او سياسي پښتنو په هيله [/quote:c174ddc78c]


khoshalkhan
19.04.2012

داخوب او خيال اوس دپالنګيانودي چې په دالري پالنګونو خوبونه کوي !
که څوک دعقيدوي اسلام په تاريخ خبر وي نو داسي خبرې نه ليکي ، مسلمانانو
له صليبي اس سپرو سره دوه سوه کاله جنګونه وکړه او ماتې يې ورکړه !
خبره يواځې دافغانستان نده، خبرې نورې دي ، له هرځايه به مسلمانان هلته راځي
غزا به کوي ، مځکه پرې اوروي ، په لارې به نشي تلی،صليبان او فاسده غلامان
به يې په بندي خانه کې ژوند کوي٠
اسلامي نړۍ ته دااولين ير غل ندی اونه يواځې په افغانستان پورې تړلې خبره ده ٠
اولس خپل دين ،ناموس ، دناموس ساتنه او ارامي غواړي ،داکار يواځې طالب کولی
شي او سابته کړې يې هم ده !
[color=brown:bc0ad6e77c] پاته شه بل خوځښت د روڼ انديو باسيوادو ?
دې خلقو خپل امتحان ورکړی دی، دالس کاله نارې وهي خو نه يې ترپ شته نه يې خرپ !!!
اپرتونسته ، بې ايمانه ، سست ، پيسه دوسته خلک دي چې جا يې راشي لکه ډار شوی
موږک خپل سوری ګوري او پرې ننوځي ! او که دپيسې ورته وښورولې خپل ځان هم
درباندې خرڅوي ! زه يې په سلګونو مسالونه لرم ![/color:bc0ad6e77c]

[color=green:bc0ad6e77c]برعکس طالب په شکېدليو څپلويو او وږي نس دا پنځلس کاله په يوو
ديسيپلين ديوو قومندان، مشرملا صيب مجاهد محمدعمر اخوند تر لار ښوونې او
ديوو هدف لپاره ځانونه قرباني کوي ٠ [/color:bc0ad6e77c]
دصليبانو استخراج ، شړل او دفاسد رژيم ړنګول به دغه طالبي خوځښت کوي ،
بلڅوک نه !!
هو دوښمن راز ، راز پروپاګندې او سيناريو ميدياته وړاندې کوي ترڅوچې طالب
بدنامه کړي، خو په درد يې نخوري !!!!
نور بيا

[quote:bc0ad6e77c="اکرم"][quote:bc0ad6e77c]عنوان : دطالب حکومت باید داځل څرنګه اوسي ؟؟؟[/quote:bc0ad6e77c]
زه په دې اړه دښاغلی لرغوني لاروي ، د خبروسرپه تمامه موافق یم . د طالب مالب د حکومت قیصه نوره مفته ده ، نه یې په داخل کې څوک زغملی شي او نه په بهر کې ، پنجابیان یې هم د دولت په سطحه نه غواړي اونه یې ساتلی شي !!! هغوی هم د طالب دتیرې دورې څخه زدکړل چې ددې تورمغزې ایدیالوژۍ سرایت دوي هم نشي قابو کولای ، دا یو مرض ؤ چې اوس په ورکیدا دی .
د باسواد ه کسانو تر منځه دطالب د منلو اوراتګ موضوع باید اصلاً مطرح نوي ، که هدف په هیواد کې اصلاح اوآزادی وي نوهمدا موجوده فاسده سیستم او حکومت باید پاک او اصلاح شي ، کوم فاسد دولت چې د خوارو او ځپلو افغانانو په استازیتوب خو، اقلاً دنړیوالې ټولنې دعامو وګړو څناڅه همدردی له ځان سره لري ، ( حکومتونه یې په ځای پریږدئ !!! )
او برعکس د دغې همدردۍ څرک هم د طالب او ګلب الدین د ډلو سره، د سواد او سالم عقل خاوند انو په ذهن کې نه دهیواد دننه او نه هم دباندې ملموس دی !!! ددې دواړو ډلو حکومت ته رسیدل هسې یوه مایوسانه هڅه ده ، او عملی جنبه یې له منځه تللې ده. او دهغه چا (بالواسطه ) ګوډاګیتوب یې چې کوو ، هغوي اوس نور نژدې لاسپوڅي لري ، اودطالب او ګلبدین موډ اوس ورته زوړشوی !!![/quote:bc0ad6e77c]


سلامونه

tandar
19.04.2012

سلامونه
دخوشالخان صيب ليکنه دافغانستان دبيرغ په رنګ ليکل شوي او په اخره کي ې بيا په تور رنګ ليکل شويدي
خو په شنه رنګ به ې ختمه کړيوه هههها
چه دا راتلونکي واکداران خداي ناخواسته بيا په ملت توري ورځي او شپي راولي که څنګه؟
لږ مي فکر خرابه شو
تربيا
[quote:0913266ab2="khoshalkhan"]داخوب او خيال اوس دپالنګيانودي چې په دالري پالنګونو خوبونه کوي !
که څوک دعقيدوي اسلام په تاريخ خبر وي نو داسي خبرې نه ليکي ، مسلمانانو
له صليبي اس سپرو سره دوه سوه کاله جنګونه وکړه او ماتې يې ورکړه !
خبره يواځې دافغانستان نده، خبرې نورې دي ، له هرځايه به مسلمانان هلته راځي
غزا به کوي ، مځکه پرې اوروي ، په لارې به نشي تلی،صليبان او فاسده غلامان
به يې په بندي خانه کې ژوند کوي٠
اسلامي نړۍ ته دااولين ير غل ندی اونه يواځې په افغانستان پورې تړلې خبره ده ٠
اولس خپل دين ،ناموس ، دناموس ساتنه او ارامي غواړي ،داکار يواځې طالب کولی
شي او سابته کړې يې هم ده !
[color=brown:0913266ab2] پاته شه بل خوځښت د روڼ انديو باسيوادو ?
دې خلقو خپل امتحان ورکړی دی، دالس کاله نارې وهي خو نه يې ترپ شته نه يې خرپ !!!
اپرتونسته ، بې ايمانه ، سست ، پيسه دوسته خلک دي چې جا يې راشي لکه ډار شوی
موږک خپل سوری ګوري او پرې ننوځي ! او که دپيسې ورته وښورولې خپل ځان هم
درباندې خرڅوي ! زه يې په سلګونو مسالونه لرم ![/color:0913266ab2]

[color=green:0913266ab2]برعکس طالب په شکېدليو څپلويو او وږي نس دا پنځلس کاله په يوو
ديسيپلين ديوو قومندان، مشرملا صيب مجاهد محمدعمر اخوند تر لار ښوونې او
ديوو هدف لپاره ځانونه قرباني کوي ٠ [/color:0913266ab2]
دصليبانو استخراج ، شړل او دفاسد رژيم ړنګول به دغه طالبي خوځښت کوي ،
بلڅوک نه !!
هو دوښمن راز ، راز پروپاګندې او سيناريو ميدياته وړاندې کوي ترڅوچې طالب
بدنامه کړي، خو په درد يې نخوري !!!!
نور بيا

[quote:0913266ab2="اکرم"][quote:0913266ab2]عنوان : دطالب حکومت باید داځل څرنګه اوسي ؟؟؟[/quote:0913266ab2]
زه په دې اړه دښاغلی لرغوني لاروي ، د خبروسرپه تمامه موافق یم . د طالب مالب د حکومت قیصه نوره مفته ده ، نه یې په داخل کې څوک زغملی شي او نه په بهر کې ، پنجابیان یې هم د دولت په سطحه نه غواړي اونه یې ساتلی شي !!! هغوی هم د طالب دتیرې دورې څخه زدکړل چې ددې تورمغزې ایدیالوژۍ سرایت دوي هم نشي قابو کولای ، دا یو مرض ؤ چې اوس په ورکیدا دی .
د باسواد ه کسانو تر منځه دطالب د منلو اوراتګ موضوع باید اصلاً مطرح نوي ، که هدف په هیواد کې اصلاح اوآزادی وي نوهمدا موجوده فاسده سیستم او حکومت باید پاک او اصلاح شي ، کوم فاسد دولت چې د خوارو او ځپلو افغانانو په استازیتوب خو، اقلاً دنړیوالې ټولنې دعامو وګړو څناڅه همدردی له ځان سره لري ، ( حکومتونه یې په ځای پریږدئ !!! )
او برعکس د دغې همدردۍ څرک هم د طالب او ګلب الدین د ډلو سره، د سواد او سالم عقل خاوند انو په ذهن کې نه دهیواد دننه او نه هم دباندې ملموس دی !!! ددې دواړو ډلو حکومت ته رسیدل هسې یوه مایوسانه هڅه ده ، او عملی جنبه یې له منځه تللې ده. او دهغه چا (بالواسطه ) ګوډاګیتوب یې چې کوو ، هغوي اوس نور نژدې لاسپوڅي لري ، اودطالب او ګلبدین موډ اوس ورته زوړشوی !!![/quote:0913266ab2][/quote:0913266ab2]


Musaferjan
19.04.2012

[size=24:0389b1fb61]
[color=blue:0389b1fb61]خوشحال خان صيب
په خوله او قلم مو برکت شه۰
دغه خلک چې تاسې ورته اشاره کړېده، په مادياتوايمان لري؛ معنويات ورته هيڅ
اهميت نه لري۰
په درناوی
[/color:0389b1fb61]
[/size:0389b1fb61]

[quote:0389b1fb61="khoshalkhan"]داخوب او خيال اوس دپالنګيانودي چې په دالري پالنګونو خوبونه کوي !
که څوک دعقيدوي اسلام په تاريخ خبر وي نو داسي خبرې نه ليکي ، مسلمانانو
له صليبي اس سپرو سره دوه سوه کاله جنګونه وکړه او ماتې يې ورکړه !
خبره يواځې دافغانستان نده، خبرې نورې دي ، له هرځايه به مسلمانان هلته راځي
غزا به کوي ، مځکه پرې اوروي ، په لارې به نشي تلی،صليبان او فاسده غلامان
به يې په بندي خانه کې ژوند کوي٠
اسلامي نړۍ ته دااولين ير غل ندی اونه يواځې په افغانستان پورې تړلې خبره ده ٠
اولس خپل دين ،ناموس ، دناموس ساتنه او ارامي غواړي ،داکار يواځې طالب کولی
شي او سابته کړې يې هم ده !
[color=brown:0389b1fb61] پاته شه بل خوځښت د روڼ انديو باسيوادو ?
دې خلقو خپل امتحان ورکړی دی، دالس کاله نارې وهي خو نه يې ترپ شته نه يې خرپ !!!
اپرتونسته ، بې ايمانه ، سست ، پيسه دوسته خلک دي چې جا يې راشي لکه ډار شوی
موږک خپل سوری ګوري او پرې ننوځي ! او که دپيسې ورته وښورولې خپل ځان هم
درباندې خرڅوي ! زه يې په سلګونو مسالونه لرم ![/color:0389b1fb61]

[color=green:0389b1fb61]برعکس طالب په شکېدليو څپلويو او وږي نس دا پنځلس کاله په يوو
ديسيپلين ديوو قومندان، مشرملا صيب مجاهد محمدعمر اخوند تر لار ښوونې او
ديوو هدف لپاره ځانونه قرباني کوي ٠ [/color:0389b1fb61]
دصليبانو استخراج ، شړل او دفاسد رژيم ړنګول به دغه طالبي خوځښت کوي ،
بلڅوک نه !!
هو دوښمن راز ، راز پروپاګندې او سيناريو ميدياته وړاندې کوي ترڅوچې طالب
بدنامه کړي، خو په درد يې نخوري !!!!
نور بيا

[quote:0389b1fb61="اکرم"][quote:0389b1fb61]عنوان : دطالب حکومت باید داځل څرنګه اوسي ؟؟؟[/quote:0389b1fb61]
زه په دې اړه دښاغلی لرغوني لاروي ، د خبروسرپه تمامه موافق یم . د طالب مالب د حکومت قیصه نوره مفته ده ، نه یې په داخل کې څوک زغملی شي او نه په بهر کې ، پنجابیان یې هم د دولت په سطحه نه غواړي اونه یې ساتلی شي !!! هغوی هم د طالب دتیرې دورې څخه زدکړل چې ددې تورمغزې ایدیالوژۍ سرایت دوي هم نشي قابو کولای ، دا یو مرض ؤ چې اوس په ورکیدا دی .
د باسواد ه کسانو تر منځه دطالب د منلو اوراتګ موضوع باید اصلاً مطرح نوي ، که هدف په هیواد کې اصلاح اوآزادی وي نوهمدا موجوده فاسده سیستم او حکومت باید پاک او اصلاح شي ، کوم فاسد دولت چې د خوارو او ځپلو افغانانو په استازیتوب خو، اقلاً دنړیوالې ټولنې دعامو وګړو څناڅه همدردی له ځان سره لري ، ( حکومتونه یې په ځای پریږدئ !!! )
او برعکس د دغې همدردۍ څرک هم د طالب او ګلب الدین د ډلو سره، د سواد او سالم عقل خاوند انو په ذهن کې نه دهیواد دننه او نه هم دباندې ملموس دی !!! ددې دواړو ډلو حکومت ته رسیدل هسې یوه مایوسانه هڅه ده ، او عملی جنبه یې له منځه تللې ده. او دهغه چا (بالواسطه ) ګوډاګیتوب یې چې کوو ، هغوي اوس نور نژدې لاسپوڅي لري ، اودطالب او ګلبدین موډ اوس ورته زوړشوی !!![/quote:0389b1fb61][/quote:0389b1fb61]


پتوال
19.04.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !

افغان ولس په سیمه کې تل په استعمار لومړی ګوزار کړی او ماته یې ورکړې ده او دا ځل به هم همدغسې کوي او :

[color=red:b779da723f]تر منزله پورې شرط د رسېدو دی .... که تمامه لار په وینو شی الوده[/color:b779da723f]!

مونږ د آزادۍ ښه پیاوړی پاڅون او ویاړلی غورځنګ لرو - لله الحمد !
صرف دغه پاڅون باید افغانشموله شي او ټول افغان ځلمي په
لمن کې راونغاړي !
دا کار څومره چې اړین او د بریالیتوب تضمین دی هومره سخت او مشکل هم دی !
خو تاسې راته ووایئ چې کوم غټ کار مشکل نه دی او ستونزې یې هم غټې نه وي؟؟؟؟
آیا د ستونزو غټوالي او سخت والي ته تسلیم شو ؟؟؟؟؟ ترې و تښتو او طالبان ورونه یواځې پرېږدو ؟؟؟؟؟
مونږ باید له طالب ورونو سره ستونزې مطرح کړو، په ګډه یې د حل لار ولټوو او ویې موندو!
دا د قطر دفتر دې په لومړۍ درجه کې ددې له پاره نه پرانیزي چې د اشغالګرو او یا ګوډاګیو سره خبرې اترې وکړي !!!!!
بلکې تش په پورتنۍ پلمه دې ددې له پاره پرانیزي چې نور ددوښمنانو (CIA او ISI ) پر ځای د خپل ملت له استازو سره په کې
دسرتاسری جهاد ي پاڅون مشورې تر سره کړي! قطر باید د جهاد د ملی شورا مقر وګرځي او له نړیوالو او داخلی رسنیو سره هم له دغه ځایه اړیکې ټینګې شي! نور باید هغه بندیزونه ختم شی چې له یوې خوا ISI او له بلې خوا اشغالګرو پرې د مقاومت مخه ډب کړې ده ! له ژورو اصلاحاتو وروسته به مقاومت انشا الله افغانشموله ، سرتاسري، منظم او سل چنده ځواکمن او پیاوړی شي !
په دې هیله چې طالب مشرتابه خپلې سترې سیاسي، کلتوری، پوځي او ټولنیزې نیمګړتیاوې د خپلو پوهو او روزل شویو افغانانو
په مرسته حل کاندي ، والسلام

یادونه :
له مسافر جان سره یوه ټوکه :
[quote:b779da723f]دغه خلک چې تاسې ورته اشاره کړېده، په مادياتوايمان لري؛ معنويات ورته هيڅ اهميت نه لري۰ [/quote:b779da723f]
ایمان پخپله معنوي او د معنویاتو پورې اړه لري ، نو که ستاسې په جمله کې يې د اړونده توري په ځای وضع کړو :
[color=blue:b779da723f]دغه خلک چې تاسې ورته اشاره کړېده، په مادياتو معنویات لري خو معنويات ورته هيڅ اهميت نه لري۰ها ها ها سلامونه سلامونه!!!! [/color:b779da723f]


larghonay laraway
23.04.2012

السلام عليکم!
پرون يو چا راته وويل چې امريکا غواړي د افغانستان پښتني ولايتونه چې له ډيورنډ لين سره سرحد لري د پاکستان د ISI په خوښه طالبانو ته وسپاري. هغه وويل دا سپارنه به مستقيمه نه وي خو امريکايان دې نتيجې ته رسيدلي چې پښتانه د ISI تر سخت اغېز لاندې دي او په قطر کې به داسې يوې نتيجې ته ورسي چې طالبانو ته په افغانستان کې سياسي حق ورکړي نو په پښتني ولايتونو کې به ورسره مرسته وکړي چې هم قدرت ته ورسي او يې په پارلمان کې استازيتوب وکړي.
پتوال صيب او نورو درنو که خبره دا ډول وي نو طالبان راځي نه بلکې راوستل کېږي او تپل کېږي چې په دې صورت کې ورته زما وړانديزونه دا دي:
لومړی دې خپل مشريزه بدله کړي د عقل، زده کړې او منطق سره سم مشر دې وټاکي.
دويم: دا چې د امريکا لپاره يې لاره هواره کړې چې افغانستان ته يې راوسته نو دوی دې داسې معامله وکړي چې د پښتون ولس په ګټه وي نه د ISI او امريکا په ګټه!
درېم: له نړۍ سره دې د سيال کيدو هڅه وکړي نه د جلا کېدو!
ولې زه يې په هيڅ صورت پلوی نه يم او يوه تپل شوې ډله يې بولم چې فکر نه کوم له دې وړۍ شړۍ جوړه شي!
مننه
ستاسو لاروی


عادل عادل
23.04.2012

السلام علیکم

پتوال صاحب که مو وړاندیز په خامو فرضیاتو ولاړ وي،،، نو بیا مو ددې بحث تابیا د څه لپاره کوله؟؟،،، او که فرضیات مو خام نه بلکه په ځمکنیو حقایقو او تاریخي شالید مستحکم وي،،، نو بیا مو څرنګه پښې د ښاغلي لاروي صاحب نظر ته په دومره اسانی سره ور ښویېدلې دي؟؟؟

ښاغلی لاروی صاحب متاسفانه کټ مټ د کابل د فاسدې او غیرمتجانسې ادارې د موقف له مخې نظر ورکوي،،،، دی او هغوی یوازې او په مطلق ډول دا غواړي چې یرغلګر ونه وزي او بس!!!

ښاغلی اکرم صاحب بیا کټ مټ د جمعیت اصلاح د په کمین کې ناستو مرکزیانو موقف غږولی دی،،،، چې په حقیقت کې د ټلوالې بدیله او ظاهرا لطیفه څېره ده،،، هغوی حق لري چې د همدې حکومت اصلاح وکړي ځکه چې د حکومتداری په بنسټ کې تر ټولو ډېر جنایتکارې ټلوالې خپلې ریښې ځغلولې دي،،،

ښاغلی لاروی صاحب،،،

په تېرو لسو کلونو کې د تجزیې ټولې تیوري ګانې چې مخکې جوړې شوې وې، ټول عملي میکانیزمونه یې عیار شول،، سروې ګانې یې سرته ورسېدلې،، نقشې یې تطبیق او بودېجې یې په مصرف ورسېدې،،، په بل عبارت د یادو دسیسو ټولې پروژې سل په سلو کې د هېواد په شمال، جنوب او ګوټ ګوټ کې تطبیق شوې دي،،، کېدای شي تاسو به پکې کار هم کړی وي،،، خو دا چې کوم ځای ته نه رسي او نتیجه یې نه وینو،،، دا ټول د نر او مېړني ملاعمر د افغاني او اسلامي غیرت برکت دی چې تاسو یې حتی د حس کولو طرفیت هم متاسفانه نه لری،،، دا خو ډېره لرې ده چې فخر پرې وکړی.

راځی لومړی دا خبره پخه کړو چې ایا طالب افغان دی کنه، په دوهم قدم کې د افغانانو ملاتړي دي که دښمنان؟؟؟ که په رښتیا هم افغانان وي او د افغانانو د شعاریرو او خپلواکی ملاتړي او مدافعین وي،،، نو زر په سلو کې به زر یا وروسته واک ته رسي،،،

که واک ته رسي او دا خبره خامه فرضیه نه بلکه د عیني او محیطي شرایطو له مخې متوقع وي،،، نو بیا ممکنه ده ددې بحث په مټ خپل مثبت او رغوونکي وړاندیزونه پېش کړو،،، کنه ولې بې ځایه د کابل واجب الاحترام او غیر مسوولو مامورینو ته د ذهني اضطراب او تشویش سبب شو؟:)


larghonay laraway
24.04.2012

السلام عليکم!
د عادل صيب ځينې تورونه د ده پخوانی عادت دی چې بې ځايه ټاپې لګوي. دی حتی د دې ظرفيت هم نه لري چې د اوسني فاسد او غلام نظام په اړه زما ليکنې ولولي او مطلب ترې واخيستلی شي نو ځکه زه هم ورته څه نه وايم او راځم د ده لاندې خبرو ته چې ليکلي يې دي:

[quote:a02d50e062]دا ټول د نر او مېړني ملاعمر د افغاني او اسلامي غیرت برکت دی چې تاسو یې حتی د حس کولو طرفیت هم متاسفانه نه لری،،، دا خو ډېره لرې ده چې فخر پرې وکړی. [/quote:a02d50e062]

عادل صيب باور وکړه چې د ملاعمر کړنې ما درک کړي، پرې پوه شوی يم، د سر او زړه په سترګو مې ليدلي چې د افغانستان او افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو يو جاهل دښمن دی چې حتی کلمه طيبه او لمونځ يې هم تر دې دمه سم نه زده او کنه نر دې شي د ظواهري غوندې يو کليپ دې خپور کړي. دښمني يې دا ده چې د امريکا او پاکستان لپاره پښتانه بې سواده کوي، بې ډاکټره کوي، بې پول او پولچک کوي يې. نه ديني زده کړه ورته پرېږدي او نه عصري!
د امارت ظرفيت خو ليرې خبره ده حتی د خپل کور د مشرتابه حيثيت او ظرفيت هم نه لري!
ما دې خدای دومره بې شعوره نه کړي چې په يو جاهل فخر وکړم. ما خو څو څو واره ليکلي چې د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي او زه جاهل نه يم!
عادل ليکلي:
[quote:a02d50e062]راځی لومړی دا خبره پخه کړو چې ایا طالب افغان دی کنه، په دوهم قدم کې د افغانانو ملاتړي دي که دښمنان؟؟؟ که په رښتیا هم افغانان وي او د افغانانو د شعاریرو او خپلواکی ملاتړي او مدافعین وي،،، نو زر په سلو کې به زر یا وروسته واک ته رسي،،، [/quote:a02d50e062]
طالب افغان نه دی ځکه چې د افغان او افغانستان د تباهۍ لپاره يې د بهرنيو لنډغرانو او غلام کرزي راتګ ته لاره هواره کړه. له پښتنو يې وسلې ټولې کړې، مشران يې ورته سپک کړل او خپل کور يې د کوبايانو د اړتياوو سره سم جوړ کړ چې اوس په کې مېشت دي! دا چې يو څوک افغانانو ته نه زده کړه پرېږدي، نه کلينيک او نه پل او تارياک ورته پرېږدي نو افغان څه چې انسان هم نه دی. اوسمهال تارياک يوازې د طالبانو په ولقه کې سيمو کې کرل کېږي.

د افغانانو ملاتړ نه دي بلکې د پاکستان د آی ايس آی او امريکا جاسوسان او لاسپوڅي دي او د بهرنيانو د پاتې کيدو او د کرزي د حکومت د پايښت لپاره په افغانستان کې جګړې کوي. که دوی نن نه وي بهرنيان به هم نه وي! زه حيران يم چې د سالم عقل څښتن ملاعمر او د ده ډلګۍ او کرزي ته څنګه د افغانستان او افغانانو دوست، ملاتړ او خواخوږی ويلی شي. زه هغو لاسونو ته حيران يم چې دا خبرې پرې ليکي، هغو غوږونو ته حيران يم چې د دې چټلو خبرو د اوريدو زغم لري او هغو سترګو ته حيران يم چې خيرن، چرسيان او لنډغر طالبان او نرښځی کرزی پرې ګوري او له ډېرې غوسې څخه نه سرې کېږي.

زه بيا هم وايم چې د ړانده ملاډلګۍ د کرزي تر فاسدې ډلګۍ بد تره ده او دواړه د حکومت کولو جوګه نه دي!


Musaferjan
24.04.2012

کاش چې ته نر پښتون وی، د څه واګې دې لاس کې لرلی، د ښکېلاګ، ټلوالې او ايراني حکومت له غېږې دې ډزې نه کولې؛؛؛ بيا به دې خبرو ضرور څه وزن لرلی۰

[quote:c978bdfec5="larghonay laraway"]السلام عليکم!
د عادل صيب ځينې تورونه د ده پخوانی عادت دی چې بې ځايه ټاپې لګوي. دی حتی د دې ظرفيت هم نه لري چې د اوسني فاسد او غلام نظام په اړه زما ليکنې ولولي او مطلب ترې واخيستلی شي نو ځکه زه هم ورته څه نه وايم او راځم د ده لاندې خبرو ته چې ليکلي يې دي:

[quote:c978bdfec5]دا ټول د نر او مېړني ملاعمر د افغاني او اسلامي غیرت برکت دی چې تاسو یې حتی د حس کولو طرفیت هم متاسفانه نه لری،،، دا خو ډېره لرې ده چې فخر پرې وکړی. [/quote:c978bdfec5]

عادل صيب باور وکړه چې د ملاعمر کړنې ما درک کړي، پرې پوه شوی يم، د سر او زړه په سترګو مې ليدلي چې د افغانستان او افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو يو جاهل دښمن دی چې حتی کلمه طيبه او لمونځ يې هم تر دې دمه سم نه زده او کنه نر دې شي د ظواهري غوندې يو کليپ دې خپور کړي. دښمني يې دا ده چې د امريکا او پاکستان لپاره پښتانه بې سواده کوي، بې ډاکټره کوي، بې پول او پولچک کوي يې. نه ديني زده کړه ورته پرېږدي او نه عصري!
د امارت ظرفيت خو ليرې خبره ده حتی د خپل کور د مشرتابه حيثيت او ظرفيت هم نه لري!
ما دې خدای دومره بې شعوره نه کړي چې په يو جاهل فخر وکړم. ما خو څو څو واره ليکلي چې د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي او زه جاهل نه يم!
عادل ليکلي:
[quote:c978bdfec5]راځی لومړی دا خبره پخه کړو چې ایا طالب افغان دی کنه، په دوهم قدم کې د افغانانو ملاتړي دي که دښمنان؟؟؟ که په رښتیا هم افغانان وي او د افغانانو د شعاریرو او خپلواکی ملاتړي او مدافعین وي،،، نو زر په سلو کې به زر یا وروسته واک ته رسي،،، [/quote:c978bdfec5]
طالب افغان نه دی ځکه چې د افغان او افغانستان د تباهۍ لپاره يې د بهرنيو لنډغرانو او غلام کرزي راتګ ته لاره هواره کړه. له پښتنو يې وسلې ټولې کړې، مشران يې ورته سپک کړل او خپل کور يې د کوبايانو د اړتياوو سره سم جوړ کړ چې اوس په کې مېشت دي! دا چې يو څوک افغانانو ته نه زده کړه پرېږدي، نه کلينيک او نه پل او تارياک ورته پرېږدي نو افغان څه چې انسان هم نه دی. اوسمهال تارياک يوازې د طالبانو په ولقه کې سيمو کې کرل کېږي.

د افغانانو ملاتړ نه دي بلکې د پاکستان د آی ايس آی او امريکا جاسوسان او لاسپوڅي دي او د بهرنيانو د پاتې کيدو او د کرزي د حکومت د پايښت لپاره په افغانستان کې جګړې کوي. که دوی نن نه وي بهرنيان به هم نه وي! زه حيران يم چې د سالم عقل څښتن ملاعمر او د ده ډلګۍ او کرزي ته څنګه د افغانستان او افغانانو دوست، ملاتړ او خواخوږی ويلی شي. زه هغو لاسونو ته حيران يم چې دا خبرې پرې ليکي، هغو غوږونو ته حيران يم چې د دې چټلو خبرو د اوريدو زغم لري او هغو سترګو ته حيران يم چې خيرن، چرسيان او لنډغر طالبان او نرښځی کرزی پرې ګوري او له ډېرې غوسې څخه نه سرې کېږي.

زه بيا هم وايم چې د ړانده ملاډلګۍ د کرزي تر فاسدې ډلګۍ بد تره ده او دواړه د حکومت کولو جوګه نه دي![/quote:c978bdfec5]


م . ق
24.04.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د داسې کمپلکس موضوعاتو په هکله احساساتي غبرګون کول هیڅ فایده نه لري بلکه لا ډیر حساسیت راپاروي، نو دا موضوع باید په ساړه دماغو د دلایلو او حقایقو له نظره وڅیړل شي ترڅو یو متفق حقیقت ته ورسیږو او کنه نو دا اختلاف به د قیامت تر ورځې هم حل نشي.
راځئ چې سوچ وکړو چې اصلي مشکل په څه کې دی، د یرغلګرو، ښکیلاکګرو حمایت هیڅوک هم نه کوي، د جهاد او د جهاد د حقانیت څخه هم څوک انکار نشي کولاي او هرڅوک چې د صلیبیانو خلاف د جهاد مخالفت کوي هغه به مسلمان نه وي.
دلته اصلي مشکل دا دی چې د طالبانو امارت جهاد او اسلامي حکومت یواځې خپل میراث او خپل حق بولي او نورو ډلو ته دغه حق نه ورکوي بلکه د جهاد او مقاومت ټولې ډلې دې ته مجبوروي چې یواځې ددوي د امارت لاندې دې کار کوي . غواړي خپل امارت د زور له لارې په ټولو افغانانو تحمیل کړي او بې له کومې قانوني او اصولي لارې خپل مشر په ټولو افغانانو د همیش لپاره ومني همدارنګه خپله مذهبي فرقه، خپله اخوندي مفکوره او فلسفي ماتریدي عقاید د زور له لارې په هرچا ومني خو افغانان هغه څوک دي چې د زور د ټکي سره سخت حساسیت لري، همدا لامل دی چې نشي زغملاي چې د خپل مشروع زعیم ټاکنې مسلم حق د دوي څخه په زور واغیستل شي او هغه څوک پرې حکومت وکړي چې ددوي څخه په علمي او سیاسي کچه د کم ظرفیت او کم اهلیت خاوندان وي.
که دوي دا استدلال کوي چې چونکه مزاحمت او مقاومت مونږ کوو ځکه نو قدرت او واک هم زمونږ حق دی نو دا دعوه او استدلال چورلټ غلط دی ځکه چې د افغانستان هره سیمه شهیدان، زخمیان او مجاهدین لري،همدارنګه د مقاومت او مزاحمت نورې ډیرې قوي او مؤثرې ډلې هم شته چې فعالیتونه یې یواځې د خارجي صلیبیانو په خلا ف متمرکز دي، په همدې ډول د نورو مفکورو، عقایدو او فرقو پیروان هم په پراخه توګه د مقاومت په ډلو کې شمولیت لري نو ځکه دوی ځان ته دا حق نشي ورکولاي چې هرڅه یواځې خپل میراث او حق وبولي او نور ټول محروم کړي.
ددوي دغه عمل او نظر هغه څه دي چې نورو ته زور ورکوي او مخالفت ته یې مجبوروي، څومره چې دوي خپل دغه عمل او نظر ته شدت ورکوي هومره یې په ضد مخالفتونه او حساسیتونه زیاتیږي، دغه ضدونه او حساسیتونه لا دمخه وسلوالو ټکرونو ته رسیدلي دي او د جهاد د تمامیدو په صورت کې به خپل مینځي جهادونه اعلان شي او د یوبل به هومره وینې توي کړي چې صلیبانو هم نه وي توي کړي.
نو ښه خبره دا ده چې دوي سر د وخته د خپلې غټې دعوې څخه تیر شي او نورو ته هم حق ورکړي، میم زر ما ټوله زما ناکامه فارموله ده چې د ټولو په نابودۍ تمامیږي.

ډیره مننه او درنښت
مبارز قرآني


Musaferjan
24.04.2012

مبارز صيب:
ستونځې شته، څومره چې تاسو يادې کړې دي، ترې دې هم ډېرې دي... خو ټکر زمونږ
ټولو لپاره ديني او دنيوي تاوانونه لري۰
پر هغه چا چې پتوال صيب ملا تړي، نه ديني ارزښتونه پېژني او نه ملي۰
په درناوی

[quote:c361f31cb0="M-Quraani"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د داسې کمپلکس موضوعاتو په هکله احساساتي غبرګون کول هیڅ فایده نه لري بلکه لا ډیر حساسیت راپاروي، نو دا موضوع باید په ساړه دماغو د دلایلو او حقایقو له نظره وڅیړل شي ترڅو یو متفق حقیقت ته ورسیږو او کنه نو دا اختلاف به د قیامت تر ورځې هم حل نشي.
راځئ چې سوچ وکړو چې اصلي مشکل په څه کې دی، د یرغلګرو، ښکیلاکګرو حمایت هیڅوک هم نه کوي، د جهاد او د جهاد د حقانیت څخه هم څوک انکار نشي کولاي او هرڅوک چې د صلیبیانو خلاف د جهاد مخالفت کوي هغه به مسلمان نه وي.
دلته اصلي مشکل دا دی چې د طالبانو امارت جهاد او اسلامي حکومت یواځې خپل میراث او خپل حق بولي او نورو ډلو ته دغه حق نه ورکوي بلکه د جهاد او مقاومت ټولې ډلې دې ته مجبوروي چې یواځې ددوي د امارت لاندې دې کار کوي . غواړي خپل امارت د زور له لارې په ټولو افغانانو تحمیل کړي او بې له کومې قانوني او اصولي لارې خپل مشر په ټولو افغانانو د همیش لپاره ومني همدارنګه خپله مذهبي فرقه، خپله اخوندي مفکوره او فلسفي ماتریدي عقاید د زور له لارې په هرچا ومني خو افغانان هغه څوک دي چې د زور د ټکي سره سخت حساسیت لري، همدا لامل دی چې نشي زغملاي چې د خپل مشروع زعیم ټاکنې مسلم حق د دوي څخه په زور واغیستل شي او هغه څوک پرې حکومت وکړي چې ددوي څخه په علمي او سیاسي کچه د کم ظرفیت او کم اهلیت خاوندان وي.
که دوي دا استدلال کوي چې چونکه مزاحمت او مقاومت مونږ کوو ځکه نو قدرت او واک هم زمونږ حق دی نو دا دعوه او استدلال چورلټ غلط دی ځکه چې د افغانستان هره سیمه شهیدان، زخمیان او مجاهدین لري،همدارنګه د مقاومت او مزاحمت نورې ډیرې قوي او مؤثرې ډلې هم شته چې فعالیتونه یې یواځې د خارجي صلیبیانو په خلا ف متمرکز دي، په همدې ډول د نورو مفکورو، عقایدو او فرقو پیروان هم په پراخه توګه د مقاومت په ډلو کې شمولیت لري نو ځکه دوی ځان ته دا حق نشي ورکولاي چې هرڅه یواځې خپل میراث او حق وبولي او نور ټول محروم کړي.
ددوي دغه عمل او نظر هغه څه دي چې نورو ته زور ورکوي او مخالفت ته یې مجبوروي، څومره چې دوي خپل دغه عمل او نظر ته شدت ورکوي هومره یې په ضد مخالفتونه او حساسیتونه زیاتیږي، دغه ضدونه او حساسیتونه لا دمخه وسلوالو ټکرونو ته رسیدلي دي او د جهاد د تمامیدو په صورت کې به خپل مینځي جهادونه اعلان شي او د یوبل به هومره وینې توي کړي چې صلیبانو هم نه وي توي کړي.
نو ښه خبره دا ده چې دوي سر د وخته د خپلې غټې دعوې څخه تیر شي او نورو ته هم حق ورکړي، میم زر ما ټوله زما ناکامه فارموله ده چې د ټولو په نابودۍ تمامیږي.

ډیره مننه او درنښت
مبارز قرآني[/quote:c361f31cb0]


Musaferjan
24.04.2012

پتوال صيب:
که چېرې د تېرې ورځې متبادلې زيړې دې لا په زړه وي، او په فورم کې د مسافر جان
شتون نور نسې زغملی، نو خپل څادر به په أوږه کړم؛ او په تلو تلو کې به درته دومره
ووايم ، چې پتوال صيب: د لرغوني لاروي په شان تا هم خپله حوصله له لاسه
ورکړېده ، يو ځل بيا يې په ليکنه نظر تېر کړه، ته او خدای اصلاحي ليکنه دا ډول وي ؟؟؟


پتوال
24.04.2012

[quote:260316b13b="Musaferjan"]پتوال صيب:
که چېرې د تېرې ورځې متبادلې زيړې دې لا په زړه وي، او په فورم کې د مسافر جان
شتون نور نسې زغملی، نو خپل څادر به په أوږه کړم؛ او په تلو تلو کې به درته دومره
ووايم ، چې پتوال صيب: د لرغوني لاروي په شان تا هم خپله حوصله له لاسه
ورکړېده ، يو ځل بيا يې په ليکنه نظر تېر کړه، ته او خدای اصلاحي ليکنه دا ډول وي ؟؟؟[/quote:260316b13b]

[color=blue:260316b13b]مسافر جانه جانه خدای دې خفه مکړه !

ما خو له تاسره یوه ټوکه غوندې کړېده، توبه توبه بیا یې نه کوم !!!!

لا د ټول افغان مېلمه یې
..........................میلمه څه اوس یې کور به یې

یو مسول ددغه کور یې ،
....................... هم مو دوست یې هم مو ورور یې

غسه وکه که غسه شې ،
خو: ..................خدای دې نکړي چې خفه شې !

بس ځولۍ ځولۍ عذرونه
...............................سلامونه !سلامونه!!!!

[/color:260316b13b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more