د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

د ګټې پر ځاي زیان

تيمور
16.04.2012

افغان ډاكټران وايي، چې كه درمل بې ضرورته او يا د رنځ خلاف نور درمل وخوړل شي، نو د ګټې پر ځاى زيان لري او جانبي عوارض يعنې نورې ناروغۍ پيدا كوي .
د هيواد په كچه په روغتيايي برخه كې يوه ستونزه او شكايت دادى، چې ناروغانو ته داسې درمل وركول كيږي، چې د ټيټ كيفيت له امله پر ناروغۍ مثبت اغېز نه لري.
د پكتيا ولايت اوسيدونكي همدا خبره كوي او وايي، چې ډېر كله يې ډاكټران د ناروغۍ تشخيص كولى شي، خو د درملو د ټيټ كيفيت له امله دوى ته ګټه نه رسوي.


ډاکتر څپاند
18.04.2012

دې ګرانو افغانو ډاکترانو هيله کېږي چې ملت راويښ کړي!

ډاکترصيب بايد خلک پدې وپوهوي چې ددې بې کيفيته دواګانو د واردولو مسؤل
څوک دی؟

(ددرنو دوستانو نه په معذرت) بايد وليکم چې تاجر وجدان نلري٠
کله چې تاجر د خارج نه دارو درمل خريداري کوي نو هغه يواځې او يواځې
دخپلې ګټې په فکر کې وي٠
هند،پاکستان،چين او ايران په نړۍ کې د تقلبي دواګانو دجوړلو مخکښان دي٠
کله چې تاجر هلته ورشي،دلالان ورته په ميدان کې ولاړ وي او کپسولون اود
بوری شربتونه ورته په ډيره ټيټه بيه ورکوي٠

تاجر دعامېروغتيا وزير،معينان،د ابنسينا درملځي رئس او نور او نورو ته رشوت ورکوي او دهمدې تقلبي دوا د خرڅلاو اجازه ورته ورکوي٠

کله چې خلک پدې وپوهيدل،په ولسي جرګه کې دخپلې سيمي وکيل دې له ګرېوانه راونيسي چه ولې؟
وکيل بايد داموضوع په شورای کې مطرح کړي،په ناڅاپي ډول دې دڅو درملځيو نه د دواګانو نمونې را ټولې او دتجزې لپاره لابراتور ته وليږي(په
کابل کې داسې يو لابراتور د ٣٥ کلو راهيسي شتون لري)
او هله دې مسؤلين محاکمي ته را کش کړي٠

که وکيل دا کار نه کوي،نو خلک دې ور ته کور تالا او طالبانو ته په لاس ورکړي :?


خیریوسی
18.04.2012

ډاکتر صاحب جوړ اوروغ اوسی پر قلم دی برکت سه !
ستاسو تر لیکنی لږ شیبه وروسته په کور کي چا تورانی خوړلی په یوه موټ تورانو کي اتلس دانی کوچني توری شیګی وی.
دا داسی شیګی نه وی چي دوچولو دمیدان څخه ورسره ګډی سوی وی دا داسی شیګی وی چي په ډیر مهارت سره یی ورنګ بڼه او حجم ته فکر کړی و.
ډیر دافسوز ځای دی ،چي ودوروپو ته فکر کوی، او دنورو خلګو وهلاکت ته څه فکر نه کوی ، دا ظالمان په دې نه پوهیږی چي ددوی مالونه به بیا بل وار څوک ځنی اخلی ولی چي سوداګر یو وار په مال کي دوکه وکړی بل وار دهغه سوداګر مال څوک نه اخلی .
خپل نوم او دمال شهرت یي بر باد کړی .دا دوکه دبل سره نه بلکی ځان دوکه کوی .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more