د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ماردوفیا جمهوریت دمسلمانانو ټولنه

مساپر
30.03.2012

اوسکودار د ماردوفیا جمهوریت د پلازمېنۍ سارانسک ښار د نوي جومات نوم دی. دغه جومات لږه موده پخوا د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. په ماردوفیا جمهوریت کې، چې د روسیې په مرکزي برخه کې پروت دی، د ټولو جوماتونو شمېر څلوېښتو ته رسیږي (ماشأ الله). په دغه جمهوریت کې د مسلمانانو ټول شمېر نېږدې ۵۰ زره تنه دی.
مسلمانان د ماردوفیا جمهوریت د ټولو اوسیدونکو د شمېر په سلو کې یوازې ۶ برخې دي. که چېرې دا په پام کې ونېول شي، چې په روسیه کې داسې سیمې هم شته، چې د اوسیدونکو غوڅ اکثریت یې مسلمانان دي، نو دغه رقم، په ریښتیا هم ډېر ووړ ښکاري. له دغه اړخه د بېلګې په توګه د روسیې د شمالي قفقاز د داغستان جمهوریت یادولی شو.
خو، لکه چې څرګنده ده، په هرکار کې څرنګوالی تر څومره والي ډېر مهم دی. د ماردوفیا جمهوریت د مسلمانانو شرعی اداره هم په خپل کار کې څرنګوالي ته زیاته پلرنه کوي. دغه اداره ۱۰ کاله پخوا جوړه شوې ده. د ماردوفیا جمهوریت د شرعی ادارې مشر موفتي عبدالرشید – حضرت خالقیار په همدې اړه د غږېدو په ترڅ کې داسې وایي: کله چې موږ کوم یو کار پیل کوو، نو هڅه کوو، چې هغه دایمي وکړو. که دا ووړ کار هم وي، خو باید دایمي وي. موږ د خپلې شرعی ادارې د جوړېدو له شېبې راهیسې هر کال د اسلام د دین پر بنسټونو د پوهې سیالۍ جوړوو. په دغه سیالۍ کې هغه اسلامي ټولنې ګډون کوي، چې زموږ د دغې ادارې په اډانه کې دي. په ماردوفیا جمهوریت کې د دغو ټولنو شمېر ۳۰ دی. د یادولو وړ ده، چې د دغو سیالیو برخه وال نه امامان دي او نه محصلین. دا زموږ جوماتونو ته راتلونکي عادي مسلمانان دي.
په دې وروستیو کالونو کې له مصر، پاکستان، سوریې، هند، بنګله دېش او نورو هیوادونو څخه د هغو راغلو مسلمانو محصلینو لپاره هم، چې د ماردوفیا په دولتي پوهنتون کې زده کړې کوي، په دغو روژه ماتیو کې ګډون په دود بدل شوی دی. حتی د لیرې پرتې یامایکا مسلمان محصلین هم په ماردوفیا کې شته. د روژه ماتي یو برخه وال میلمه په همدې اړه د غږېدو په ترڅ کې داسې وایي: هو، دلته د روژې تېرول ډیر ښه دي، ځکه چې د دوی شرعی اداره په روژه ماتیو کې ټولو مسلمانانو ته زیاتې مرستې کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more