د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

د پکتیا ولایت د پوهنیز پرمختګ

مساپر
23.03.2012

د پکتیا په ولايت كې په ټولیزه توګه 298 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 273 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 15 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 12 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه) 8 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي.

د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 182,085 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,699 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 9,223 تنه د سواد د زده كړې په 384 بابه كورسونو كې د 280 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د پکتیا په ولايت كې د 11,839,507 امريكايي ډالرو په ارزښت 116 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 78 پروژې بشپړې شوې او 38 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د پکتیا ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,343 تنه وو او په 1389 کال کې له پکتیا څخه 659 تنه زده فارغان د هیواد د لوړو زده کړو موسساتو ته بریالي شول چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more