د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

تاريخ بايد له نصابه حذب شي!

larghonay laraway
13.02.2012

السلام عليکم!
د معارف وزارت په نصاب کې د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاريخ غورځولی دی!
زما په نظر خو يو مهم ګام دی ځکه چې د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاريخ کې خو ثابته شوې چې سياف، ګلبدين، رباني او نور امريکا جوړ کړي وو همدا راز تره کی، امين، نجيب، کارمل شوروي اتحاد جوړ کړي وو چې دا خبرې د (ارواحو جګړه) کتاب کې او نورو ګڼو ماخذونو کې ښې روښانه شوې دي. د افغانانو غټه ستونزه دا ده چې د خپل ښه او بد تاريخ ستاينه کوي او په همغه کې ژوند کوي بله دا چې افغان تاريخ ليکونکي او واکمنان تاريخي واقعيتونه پټوي!
په همدې ترتيب اوس په افغانستان کې يو ګوډاګی حکومت دی نو که څلوېښت کلن تاريخ ليکل کېږي هيڅوک به هم جر‌أت ونه کړي چې احمدشاه مسعود هم د روس ګوډاګی وبولي، هم د امريکا او هم د زمرودو سوداګر.
د دې په مقابل کې په ډاګه ويلی شم چې ملاعمر ته به په پوره جرأت سره د ISI ګوډاګی وليکي چې دا يو اړخيز قضاوت شو!
نو ښه دا ده چې په دې غير عادي شرايطو او بې کفايته حکومت کې له څلوېښت کلن جنجالي تاريخه تېر شو!

که زما يې منلی نو زمونږ هغه تېر تاريخ هم کوم وياړ نه دی. ټول له خپلمنځي دښمنيو او له نورو سره له دښمنيو ډک دی چې زمونږ ماشومانو ته څه نه شي ورکولی!

زما په نظر د افغانستان د معارف وزارت بايد له نصاب څخه اوسنی او پخوانی ټول تاريخ اوباسي او د لوړو زده کړو په وزارت کې د افغانستان پېژندنې په نامه يو مضمون ځای کړي چې د افغانستان ټول تاريخ په کې خوندي وي او ځوانان ترې خبر شي!
خو د دې ترڅنګ بايد يو بل کار هم وکړي او هغه دا دی چې :
د افغانستان په تاريخ کې ډېرې ستونزې دي او تاريخ ليکونکو داسې ليکلی لکه دوی چې د همغې زمانې وي او يا ورته وحې شوې وي!
يا خو هيڅ ماخذ نه لري او يا د څپرکي په اخر کې همداسې اټکلي د څوکتابونو نومونونه ليکل شوې دي او ښيي چې ګويا دوی ترې اخيستنه کړې ده!
نو د افغانستان تاريخ بايد دقيق شي او هره پېښه که مؤثق ماخذ ونه لري هغه دې ترې حذف شي دا به زمونږ تاريخ يقيني او د منلو وړ کړي!
د ريښتونولۍ په تمه
لرغونی لاروی


khoshalkhan
13.02.2012

چرسي به راشي ما به مړه کړي [color=brown:b4c9837226] ... [/color:b4c9837226] مايې دبنګو کټوري مات کړي دينه !

تر څو چې امريکايان وي غوا مو لنګه د چرسو پيسې شته !
ته د افغانستان په تاريخ څه خبر يې ! کيفي بولۍ مه وله !!!


larghonay laraway
13.02.2012

پتنګ خانه ما خو تر اوسه چرس څه چې نسوار هم نه دي خولې ته کړي او تاته ځکه څه نه وايم چې اوريدلي مې دي چې (سين د سپي په خوله نه مردارېږي) خو يوه خبره درته کوم او هغه دا چې که همدا د ISI دال وي او ته وې نو دومره به وټرېږې چې ښکنځلې به دې هم خلاصې شي!
ښه دا ده چې په موضوع وغږېږې او په نصاب کې د تاريخ د شتون قانع کوونکي دلايل وليکې!
که څه هم ISI تاته د ښکنځلو دنده درکړې خو کله کله شوقي انسانيت هم کوه!


پتوال
13.02.2012

تاریخ د تیرو مهمو پېښو د لړۍ علمي انځور ته وایی او علم په مفاهیمو کې د واقعیت دقیق انعکاس دی :


khoshalkhan
13.02.2012

! [quote:e9ce708cff="larghonay laraway"]
(سين د سپي په خوله نه مردارېږي) ![/quote:e9ce708cff]
داخبره خو واقعت لري !
ستا اود ادفرسپنتا فرق خوماته نشته خوافسوس دادی چې ته کوربه اوهغه
يوبيګانه اوپردی اجنټ دی٠
دشرم ځای دی چې خپلې پښې دڅو دالرو لپاره غوڅوې!!


larghonay laraway
14.02.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب کور مو ودان خو په ادامه کې که لږ روښانه کړئ چې تاریخ د تیرو مهمو پېښو د لړۍ علمي انځور يعنې څه؟
بله دا چې ايا د افغانستان ليکل شوي تاريخونه ټول علمي انځور دی او که شخصي غوښتنې او تاوېلې ماوېلې هم په کې ځای شوې دي؟

پتنګ لالا زه لکه څومره چې په انپړ ملاعمر بد وايم همغومره په هوټلي کرزي هم بد وايم او دواړو ته مې لا پخوا د تور اباما دوه بوټونه ويلي دي!
زه د رښتياوو پلوی يم که په دې څوک خپه کېږي نو زړه دې يې وچوي!


م . ق
14.02.2012

[quote:e93b951faf="larghonay laraway"]
زه لکه څومره چې په انپړ ملاعمر بد وايم همغومره په هوټلي کرزي هم بد وايم او دواړو ته مې لا پخوا د تور اباما دوه بوټونه ويلي دي!
زه د رښتياوو پلوی يم که په دې څوک خپه کېږي نو زړه دې يې وچوي![/quote:e93b951faf]
سلامونه او احترامونه!
دوسته ښه خبره دې کړې، دا دواړه کندهاریان سره په خپل مینځ کې یو دي خو مونږ ته یې چل جوړ کړی دی چې د تل په څیر قدرت د همدوي په لاس کې پاتې شي، نو ددې لپاره چې مونږ وغولوي او د طالب او مطلوب (د کرزي چوکۍ او قدرت) دواړو د غلبې په صورت کې بیا هم واک دوي سره پاتې وي نو دغه د پټ پټوني لوبه یې روانه کړې ده. لکه شمالي ټلوالې او حزب اسلامي چې یوه ډله په دولت کې او بله په مخالفت کې ننویستې ترڅو د هریو د بریالیتوب په صورت کې بیاهم ګټه د دوي وي. دې ته وايي سیاست :lol:
په درنښت


پتوال
14.02.2012

دروند مبارز صاحب به قلم دې برکت شه ، سلامونه مې هم ومنه !
تاسو په دې لاندې جملې سره چې
[quote:33cec84fc8]لکه شمالي ټلوالې او [color=brown:33cec84fc8]حزب اسلامي چې یوه ډله په دولت کې او بله په مخالفت کې ننویستې ترڅو د هریو د بریالیتوب په صورت کې بیاهم ګټه د دوي وي.[/color:33cec84fc8] دې ته وايي سیاست [/quote:33cec84fc8]
وښودله چې بیطرفه یاست ، بیطرفي د حقیقت د موندلو ، ویلو او پلي کولو له پاره ارزښتمنه ګڼئ او د [color=blue:33cec84fc8]وتواصو بالحق [/color:33cec84fc8]
قراني څراغ مو د خپلې لارې مشعل ګرځولی دی ، الله سبحانه وتعالی دې په دې سپېڅلې لاره کې د [color=darkblue:33cec84fc8]وتواصو بالصبر[/color:33cec84fc8] له غوښتنې سره سم لا زیات الهی توفیق په برخه که !
امین ! له مونږ سره !


..Ahmadzai
15.02.2012

بي طرفه بي شرفه


م . ق
15.02.2012

طرفدار ګناهګار، د انصاف اوعدالت نه برکنار،په خپل خر باندې سوار.
نور به واورې وروسته وار په وار، اوس به شمه لږ قرار، ځکه دقرآن ده لارښوونه د پتوال صیب په ګفتار، رب دې ورکړي اجرونه بې شمار،هم اهل د خبرو دی هم لوړ یې دی کردار، تل روان د حق په لار، نور به څه ووایم یار، رب دې مونږ کړي انصافدار.
وصلی الله علی خیر الابرابر، وصحبه وآله الاخیار، برحمتک یاعزیز یا غفار.


م . ق
15.02.2012

[quote:c3c1645276="پتوال"]دروند مبارز صاحب به قلم دې برکت شه ، سلامونه مې هم ومنه !
تاسو په دې لاندې جملې سره چې
[quote:c3c1645276]لکه شمالي ټلوالې او [color=brown:c3c1645276]حزب اسلامي چې یوه ډله په دولت کې او بله په مخالفت کې ننویستې ترڅو د هریو د بریالیتوب په صورت کې بیاهم ګټه د دوي وي.[/color:c3c1645276] دې ته وايي سیاست [/quote:c3c1645276]
وښودله چې بیطرفه یاست ، بیطرفي د حقیقت د موندلو ، ویلو او پلي کولو له پاره ارزښتمنه ګڼئ او د [color=blue:c3c1645276]وتواصو بالحق [/color:c3c1645276]
قراني څراغ مو د خپلې لارې مشعل ګرځولی دی ، الله سبحانه وتعالی دې په دې سپېڅلې لاره کې د [color=darkblue:c3c1645276]وتواصو بالصبر[/color:c3c1645276] له غوښتنې سره سم لا زیات الهی توفیق په برخه که !
امین ! له مونږ سره ![/quote:c3c1645276]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ډیره مننه جزاکم الله خیرا، د اجرونو او خیرونو تله مو تل دغسې درنه اوسه!
په تیارو او ګړنګونو کې د تواصوا بالحق وتواصوا بالصبر قرآني څراغ ترڅنګ به د تعاونو علی االبر والتقوي قرآني آمسا هم په لاس کې نیسو، لکه د فرعون په مقابل کې چې موسی علیه السلام د کوه طور په غرونو کې په تیاره شپه کې د الهي رڼا ترڅنګ اسماني امسا هم ترلاسه کړه.

په درنښت


khoshalkhan
15.02.2012

احمدزی صيب سلامونه !
دچاپلوسانو په مونډېيې کې به يو څو چاپلوسان اخلو !

[quote:9376907b58="J..Ahmadzai"]بي طرفه بي شرفه[/quote:9376907b58]


larghonay laraway
16.02.2012

سلامونه!
موضوع مو پرېښې ده له دې معلومېږي چې پر موضوع د پوهېدو او بحث درک کم دی!


م . ق
16.02.2012

[quote:9e135661e1="larghonay laraway"]سلامونه!
موضوع مو پرېښې ده له دې معلومېږي چې پر موضوع د پوهېدو او بحث درک کم دی![/quote:9e135661e1]
محترم او منلي ورور لاروي صیب وعلیکم السلام
پدې کې شک نشته چې موضوع د خورا ارزښت وړ ده او په اړه یې بحث اړین دی، خو بعضې مضر عناصر د تل په څیر د پام وړ سکالوګانې اخلالوي او تخریبوي خو ستاسې په وینا سیند نشي چټلولاي.
په تعلیمي نصاب کې د تاریخ په اړه باید ووایم چې یو اساسي او علمي مضمون دی چې د تیرو واقعاتو په هکله پوهه او تجربه لاسته راوړي او د مفیدو او مضرو اړخونو څخه یې عبرت او تجربه اغیستل کیږي، او داهم حقیقت دی چې تاریخي پوهه د سیاسي پوهې لپاره اساسي اړتیاده.
د معارف وزارت پریکړه تر پینځم او شپږم ټولګي پورې ښه ده، خو پورته ټولګي باید د خپل هیواد په اړه لازمه پوهه ولري، ترڅو په اینده کې د ناپوهۍ له امله د خپل هیواد په ضرر کوم داسې کار ونه کړي چې کول یې نه وي په کار.
اوکه تاریخ حذفیږی نو صرف د داخلي خانه جنګۍ تاریخ دې حذف شي که هغه اوسنی وي او که مخکینی،خو د افغانستان سره د تړلو بهرنیو پيښو تاریخ حذفول به لویه جفا او خیانت وي، لکه د روسانو یرغل او څوارلس کلن جهاد، همدارنګه د امریکایانو او غربیانو یرغل او روان مقاومت، او د مقاومت په اړکې د پاکستان او ایران غوندې مضرو ګاونډیو لاسوهنې او تخریبونه، چې په اړه یې باید هر افغان بچی او زلمی اګاه او خبردار وي ترڅو په اسانه د هغوي د شومو لومو ښکار نه شي.
د تاریخ څخه غفلت د جهل او حماقت سبب ګرځي، ما په دیوبندي او اخوندي مدرسو کې د تاریخ او سیرت په اړه څه ندي لیدلي، همداوجه ده چې هغوي دخپل تاریخي دښمن د نه پیژندلو په سبب په غیر شعوري توګه د هغوي د لومو ښکار ګرځیدلي او دا یې هیر دي چې پنجابستان د هغه سکهانو اولاد او د هغه انګریزانو میراثخور دی چې زمونږ نیکونه ورسره په پیړیو جنګیدلي، پنجابي لاهوري سکهانو د انګریزانو په ملتیا درې ځله زمونږ په ټاټوبي یرغل کړی دی او په ظالمانه او غاصبانه توګه یې په مونږ باندې د ډیورنډ منحوسه لیکه تحمیل کړې چې زمونږ د ملت یوه ستره برخه یې له مونږ څخه جلا او غلام کړې ده.
هماغه د انګریز میراثخور او پاتېشونی پاکستان دی چې د انګریز په مستقیمه قومانده دخپلو تیرو ناکامیو د غچ اغیستلو لپاره د افغانانو د وینو تویونې او ځپلو له هیڅ وحشت څخه لاس نه اخلي او خپلو شیطاني دامونو باندې یې سلګونه افغانان یرغمال کړي دي.
دا ټولې تاریخي پيښې چې د اوسنیو حالاتو سره ژور تړاو لري مونږ څنګه هیرې او د خپل راتلونکي نسلونو څخه پټې کړو.
که ایران خپل پخوانی فارسي هویت هیر کړاي واي او یا ترکېې خپل پخوانۍ امپراطوري نو اوس به د عربانو او اروپایانو په کالونیو بدل شوي وو.
افغانان باید خپل پښتني نر او اسلامي هویت یاد او تلپاتی وساتي، په همدې کې یې د حیثیت، وقار او تشخص بقا ده او کنه نو د یوې ذلیلې او تلپاتې فنا سره به مخ شي.

مننه او درنښت


پتوال
19.02.2012

دروند لاروي صاحب لیکلی :

[quote:031b9e8169]سلامونه!
موضوع مو پرېښې ده له دې معلومېږي چې پر موضوع د پوهېدو او بحث درک کم دی!
[/quote:031b9e8169]
تاریخ د تیرو مهمو پېښو د لړۍ علمي انځور ته وایی او علم په مفاهیمو کې د واقعیت دقیق انعکاس دی :
خو علوم عام تیوریک خصلت لري ، حال داچې د یوه هیواد تاریخ مشخص وي او د مشخصو پېښو لړۍ انځوروي،
نو دغه انځورونه باید دقیقه وي، نه په دې معنی چې تر ټولو جزیاتو پورې هرڅه بیان کړي، بلکې یوه خاصه انځورونه وي چې دتاریخ
د عامو پېښو او یو ګړو پېښو ترمنځ د پُل مثال ولري څو
دیو ګړو او ټولګړو تاریخي پېښو ځانګړي تړاونه په کې منعکس او روښانه شی !

مثلاً جهاد او مجاهدین د وطن د آزادۍ په لړکې د سوپر قدرتینو د عام نړیوال سیاسی، پوځي، اقتصادي او معنوي(ایدیالوژیکي)
تقابل په منځ کې د یوې خاصي پېښې په توګه له افغانستان سره د ګاونډیانو د خاصو سیمه ییږو اړیکو په لمن کې او د پاکستان د مشخصو علایقو، لاسوهنو او بیلابیلو پوځي او استخباراتي کواندتیاو سره په تړاو کې په روښانه توګه انځور شي !
د خلق او پرچم لاسپوڅيتوب او له KGB سره یې تړاوونه له یوې خوا او د مجاهدینو د مشر تابه غلامي
او د ISI سره یې تړاوونه له بلې خوا په عامه لهجه بې له دې چې د اشخاصو نومونه په کې درج شی روښانه کړل شی !
د افغان ولس جهاد او د هېواد آزادي په کې په درنو تیږو دروند او له ملت سره د جهادي مشرتابو جفا او خیانتونه
په کې په سپکو کاڼو سپک وتلل شي !
د جهاد اتلان دې نه تراشل کیږي، پلکې بې له دې چې نوم یې واخیستل شی د KGB او ISI سره دې ددوی تړاوونه بیان شی !
په همدې مېتود دې د طالب غورځنګ
او د کرزیخیلو دوره هم له منفي او مثبتو اړخونو سره وارزوله شی !
د فکتونو اواجزاو په اړه مشخص معلومات باید له غیر
درسي کتابونو څخه د شخصي مطالاتو له لارې بشپړه شي ! اړونده څیړنیز اثار باید نشر ته وسپارل شي ، خو اړینه نه ده چې په
درسي نصاب کې دې هم واردمخه داخل شی ، مطلب داچې ناندریځ موضوعات د ناندریو په دوره کې نصا ب ته داخلول حتما د کمکیو او تنکیو څوانانو او شاګردانو له احساساتو سره لوبې کول او
د ملي وحدت پر ضد تعصبات راپاروي او داوږده وخت لپاره یې روزي ! والسلام


larghonay laraway
21.02.2012

السلام عليکم!
قرآني او پتوال صيب کور مو ودان چې بحث مو بېرته لارې ته برابر کړ!
يوه پوښتنه بله: پتوال صيب ايا په اوسني وخت کې شونې ده چې د جهادي تاريخ پر کلياتو بحث وشي؟
ځکه تر دې دمه خو چې پنجشيريانو او ټلوالې څومره امتيازات اخيستي ټول يې د جهاد په نامه ترلاسه کړې دي نو کوم داسې نر شته چې هغه به د جهادي مشرانو او ISI يا نورو سره د دوی اړيکې لرل وليکي؟
بله دا چې ځينې خلک وايي د يونسکو په قانون کې بايد پر يو شي څلوېښت کاله تېر شي او بيا تاريخي وګڼل شي خو ماته نه ده معلومه چې دا يوازې لرغونې ودانۍ ښيي او که پېښې او اشخاص هم په کې شامل دي؟
بله پوښتنه: په افغانستان کې خو تر دې دمه خور وور هرې ډلې خپله درنه او د بل سپکه ليکلې ده خو متفق عليه تاريخ چا نه دی ليکلی نو څوک يې بايد وليکي؟
د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاريخ ټولنه خو دا وړتيا نه لري!
مننه
لرغونی لاروی


پتوال
23.02.2012

د یونسکو قانون هم ښايي ددې له پاره وي چې څلوېښت کاله مخکینی نسل نور په قدرت او دتاریخي کش مکش له ډګر څخه وتلی وي نو تاریخ لیکونکی په خپله بېطرفي تر اړین حده پورې وساتلی شی، سر بېره په دې به د پېښو تړاو له ۴۰ کاله وروسته حالت سره جوت شوی وي او له حقایقوڅخه به یې ګټه ډیره اخیستل کېدای شي !

زما د لیکنې موخه هم د هغو اشخاصو یو څه برېمزول وو چې د ښونځي له لارې نوی نسل د تیرو مظالمو او زور زیاتیو په وړاندې
د زغم پر ځای غچ اخیستلو ته هڅول غواړي!
که څوک بیا هم دیرشکلن تاریخ لیکی نو په نوموړي شکل دې په کلیاتو او له کلیاتو څخه ځنګړو بڼو ته عبور وکړي او بۍ ،
یوګړو بیښو ته دي نه ورتیریږي او اشخاصو ته دې هم ګوتې نه وروړي! ځکه که څه هم د کور شخړې تل د خبرو
له لارې په روغه جوړه حلیږي، ځینې ددې له پاره هم د پردیو لاسوهنو ته پناه وړي او
داخلي جنګونه پرې رامنځته کوي . خو نوی نسل بې له دې هم له جنګونو څخه ستړی دی او د زاړه نسل جنګونو ته
نور له استفراق سره وینی غورځوي !


khoshalkhan
23.02.2012

داخبرې خو ولاکه ياعلمي وي ياځيرکي هغه دسمندو بنجاره ماما د پيتاوي
خبري دي ! ديونسکويې د يوه هېوادپه تاريخ څه ?
خېټه ،خوټه خوفرق لري ، لکه دالر او روبل !
زاړه اسار چې هندسي ابعاد لري له بې بعده ابيکت او ياانستنځ سره نشي مقايسه
کېدی !


larghonay laraway
26.02.2012

السلام عليکم!
خوشحال خانه ستا خبرې يو توت ارزښت هم نه لري ځکه چې په پوښتنه ځان نه پوهوې او هدف دې يوازې اقتصادي دی.
که څوک موضوع ادبي وي هم ته په کې ډالر ډالر يادوې او که سياسي او تاريخي وي هم. هسې يې نه دي ويلي چې (د وږي تر غوږ د ډوډۍ تپار وي) تا دې خدای موړ کړي، خو وارخطاکېږه مه ځکه چې د لوږې هديرې نه دي جوړې شوې . په همدې کلدارو ګوزاره کوه خدای به يې بيه لوړه کړي!

پتوال صيب زما پوښتنه اوس هم پوښتنه پاتې ده !
ما ليکلي وو:
[color=red:274aa331cc]بله دا چې ځينې خلک وايي د يونسکو په قانون کې بايد پر يو شي څلوېښت کاله تېر شي او بيا تاريخي وګڼل شي خو ماته نه ده معلومه چې دا يوازې لرغونې ودانۍ ښيي او که پېښې او اشخاص هم په کې شامل دي؟ [/color:274aa331cc]


khoshalkhan
26.02.2012

ارزشت خو لري خوته يې په مانا نه پوهېږې !
زه خو لګيايم کار ورته کوم داسې کور مغزه نيم چې په خبره نه پوهېږم
اوله باداره خوشې غلا کوم !
کور ګډيه په کوم شي ! دامسخره ګي دې له کوم لوده څخه اورېدلی ده !!!
د يونسکويې له تاريخ سره څه !!! تاريخي ودانۍ ،شکلی طبيعت هو !
نو دا ٤٠ کاله يې څه مانا! لکه چې پنجيانودااډردرکړی وي چې خپل تاريخي
جنايات ٤٠ کاله پټ کړي ! او ٤٠ کاله وروسته به دوی مړه وي نومحاکمه يې
بياهيڅ مانانلري !!!
بيدارشه !! يونسکو دې ارت ، طبېعت او صنايعو په يوو ټاکلي محدود ډول
کلتوري پالنه کوي ٠
خدای دې ژر, ژرلويه وه چې د ياري شې!

[quote:b74a9c6320="larghonay laraway"]السلام عليکم!
خوشحال خانه ستا خبرې يو توت ارزښت هم نه لري ځکه چې په پوښتنه ځان نه پوهوې او هدف دې يوازې اقتصادي دی.
که څوک موضوع ادبي وي هم ته په کې ډالر ډالر يادوې او که سياسي او تاريخي وي هم. هسې يې نه دي ويلي چې (د وږي تر غوږ د ډوډۍ تپار وي) تا دې خدای موړ کړي، خو وارخطاکېږه مه ځکه چې د لوږې هديرې نه دي جوړې شوې . په همدې کلدارو ګوزاره کوه خدای به يې بيه لوړه کړي!

پتوال صيب زما پوښتنه اوس هم پوښتنه پاتې ده !
ما ليکلي وو:
[color=red:b74a9c6320]بله دا چې ځينې خلک وايي د يونسکو په قانون کې بايد پر يو شي څلوېښت کاله تېر شي او بيا تاريخي وګڼل شي خو ماته نه ده معلومه چې دا يوازې لرغونې ودانۍ ښيي او که پېښې او اشخاص هم په کې شامل دي؟ [/color:b74a9c6320][/quote:b74a9c6320]


larghonay laraway
27.02.2012

السلام عليکم!
ياره خوشحالخان لالا دا خبره خو له سپکو سپورو پرته هم کيده چې يونسکو له تاريخ سره کار نه لري بلکې (د ارت ، طبېعت او صنايعو په يوو ټاکلي محدود ډول
کلتوري پالنه کوي )
ما خو نه دي ويلي چې يونسکو ښه ويلي او يا يې بد ويلي! ما خو پوښتنه کړې چې که چاته معلومه وي د يونسکو په قانون کې دا خبره شته او کنه؟
بله دا چې جنايت او محکمه خو له دې موضوع سره هيڅ تړاو نه لري زه خو وايم ملاعمر، کرزی، محقق، خليلي، دوستم، سياسف، مسعوديان، فهيم، ګلبدين، شابدين او نور ټول که تاريخي وي او کنه چې جنايت يې کړی وي بايد محاکمه شي نو دا خبرې اوس له موضوع سره څومره تړلې دي؟
ياره هيڅ به درته نه وايم خو خدای دې د کلدارو بيه ښه درته لوړه کړي چې سخه دې سړه شي!
هاهاها


پتوال
27.02.2012

زما په اند خو یو نسکو چاته قانون نشی جوړولای، ځکه چې څوک د هغه عملی کولو ته نشی اړویستلی ، نو که وي هم یو تش
مشورتي طرز العمل نه زیات څه نشي کزدلی او بس ! د تاریخ ګټه او زیان د افغانانو له نظره اهمیت موندلی شی نه د یونسکو
د کومې تحریري توصيې له مخې . که وروستۍ دیرشکلنې پیښې په تاریخ کې د ښونځیو په نصاب کې په داسې توګه
شاملېدل تیوریکي او عملي امکان ولري چې کړکیچ ته دلمن وهلو روحیه ونه لري ، نو صرف نظر باید پرې ونشي ، خو که
داسې امکانات وجود ونه لري، نو د ملی ګټو له پاره ترې تر لازمو شرایطو پورې موقتاً صرف نظر هم کېدای شی !
ولې د اړوندو جنایتکارو محاکمه غوښتل هر وخت د افغان ولس بې درنګه حق او په هر حالت کې د ملي ګټو
سره سمون خوري!
دا خو د کرزیخیلو او جنایتکارانو خپلې ګټې دي چې ددې ځنډ نه منونکي حق په وړاندې د حکومت ، ولسي جرګې
او محاکمو په کچه مقاومت کوي ! دا مقاومت باید ژر تر ژره مات او دړې وړې شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more