د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

نوِي وزيران لا هم زاړه دي!

محمود سعيد
18.02.2012

ټولو درنو ته سلامونه او نېکې هيلې!
دا دی يو ځل بيا د ښاغلي کرزي د قومي او سمتي کابينې پاته نوماند غړي د باور رايو تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي دي. د دوی تر منځ بيا هماغه پيژندل شوې بې کفايته او نا اهله څېرې چې يوازې د ګونديز او سيمه ايز انډول له کبله ېې وزارتونه تر لاسه کړي وو، شتون لري. امير اسماعیل خان او داوودعلي نجفي ېې ښکاره بېلګې دي. دوی دواړو په تېرو څو کلونو کې د ملي شتمنيو تر ټول ستر ضایع کوونکي دي. کېدای شي په نورو وزيرانو کې هم ورته څېرې شتون ولري. د لوړو زده کړو په وزارت کې له پښتون مېشتو زده کړيالانو سره د مور او مېرې د چلند سره سره،بيا هم کوم هېوادپاله کس د دې څوکۍ لپاره نوماند نه شو! خو پوښتنه دا ده چې ښاغلی کرزی ولې تر اوسه لا ټبريزو او ګونديزو جوړښتونو ته ژمن دی؟ د دې پر ځای چې د خپل واک دا وروستي کلونه د خپل مخ د سپيناوي او هېواد ته د رښتيني بچي په توګه له ټولو شته سمتي، ګوندي او قومي سياسټونو څخه بېله واکمني رامنځته کړي، لا هم په تېرو خطاوو کې ډوبيږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more