د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ګوند او ګوند بازي داسلام له نظره

أبوخليل قدوسي
03.02.2012

اوسنۍ نړۍ چي پرله پسې ترږمیو ورباندي پېڅول غوړولی، واقعیتونه پکي سرچپه او مفاهیمو پکي تغیر موندلی دی، اسلامي امت ، مسلمان ولسونه ، او اسلامي هېوادونه داسلام د دښمنانو لخوا تر هراړخېز یرغل لاندي دی، ټوله اسلامي نړۍ دتپل شویو جګړو په اساس په یوه داسي اضطراري حالت کي قرار لري چي مسلمانان په یووالي او خپل مېنځي پیوستون مجبوروي یومسلمان وګړی چي دخپلي ټولني حالت ته ګوري ، دښکېلو او پخپل مېنځ کي اخته ډلو او ګوندونو په مېنځ کي وار خطاولاړ دی دخلاصون لاره لټوي، هغه ډلي او ګوندونه چي بېلابېلي تګلاري لري او هره یوه يې ځان دسمي لاري لاروی او دحق پلوی ګڼي .
داچي څوک د حق پلویان دي او دکوم ګوند دمنسوبینو نیتونه سم اورېښتوني دي، دچا اهداف او شعارونه سپېځلي دي، دچا کړني او ویناوي په ځای دي نه څېړو خو هرهغه خواخوږی مسلمان چي اسلام او دهغه ارزښتونو ته هوډمن وي او دخپلي مسلماني ټولني او په مجموع کي د اسلامي امت پدې بوږنونکي حال يې زړه سوځي ضرور د اسلام له نظره ددې ګوندونو دموجودیت او جوړښت دمشروعیت پوښتنه له ځان سره مطرح کوي .

پدې بحث کي داسلام دلارښوونو اودفقهي مراجعواو علماء کرامو دپرېکړو په رڼا کي داپوښتنه ځواب شوي ده هیله من يم چي دهغو وروڼو زړونه به ورباندي ډاډمن شي دچا په کوګل کي چي دا ډول پوښتني لا له پخوا خمېره دي .

غوره به داوي چي داسلام دلارښوونو دوړاندي کولو په پیل کي ترهرڅه دمخه دهغه فتوا ژباړه وړاندي کړو کومه چي دسعودي عربستان دعلمي څېړنو او فتوا ورکولو همېشنۍ کمېټې په ۷-۱۰-۱۳۹۷ هجري په ۱۶۴۷ نمبر صادره کړي وه دعلماوو دا پرېکړه په ډاګه کوي چي په مسلمانو ټولنو کي دبېلابېلو ډلو او ګوندونو موجودیت او جوړښت ناروا عمل دی او داسلام دلوړو ګټو خلاف کار یې ګڼلی دفتوا دمتن ژباړه کټ مټ په لاندي ډول دی:

مسلمانانو ته ندی روا چي پخپل دین کي داسي ډلي او ګوندونه جوړ کړي چي یوه يې بله ښکنځي او یو دبل غاړي غوڅوي، داهغه بېلتون او تفرقه اچول دی چي الله تعالی مسلمانان له هغه څخه په کلکه ژغورلي دي، اوهغه څوک يې غیندلي دي چي یا خو پخپله دګوند په نوم تفرقه اچوي او یا دهغه چا پلوي کوي څوک چي دا ډول کړني سرته رسوي الله تعالی خپل رېښتوني استازي محمد(صلی الله عليه وسلم) ته داسي فرمايي :

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آَيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (103) وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105) ال عمران

اوتاسي ټول دالله تعالی په رسۍ ټېنګي منګولي ولګوﺉ اوډلي ډلي مه جوړېږﺉ او په تاسي دالله تعالی هغه ښېګڼي در په زړه کړﺉ چي تاسو پخپل منځ کي یو دبل دښمنان واست بیا الله تعالی ستاسي په زړونو کي له یوبل سره مینه درواچوله بیا تاسي دهغه په ښېګڼه پخپل منځ کي وروڼه جوړ شوﺉ اوتاسي (مخکي لدې نه) داور دژوري کندي په غاړه واست بیا الله تعالی تاسوته ورڅخه نجات درکړ همداسي الله تعالی تاسو ته خپلي دقدرت نښي درښيي ددې په خاطر چي تاسي سمه لاره ونیسئ . هرو مرو تاسي یو داسي امت جوړ شئ چي نېکو کارونو ته بلنه کوي او له بدو کارونو څخه خلګ راګرزوي او همدغه کسان په حقیقت کي بری موندونکي دي . او تاسي دهغه چا غوندي مه جوړېږﺉ چي یوله بل څخه بېل شول او په مخالفتونو کي ښکېل شول سره له دې چي څرګندي لارښووني ورته راغلې او دهمدغو کسانو لپاره (په دنیا او اخرت کي) سترعذاب دی .

او الله تعالی فرمايي :

إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (١٥٩)مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى إِلا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (١٦٠) الأنعام

بېشکه هغه چاچي خپل دين يې په ډلو ووېشلو او هغوی ګوندونه شول ته له هغوی څخه په هېڅ شکل نه يې دهغوی انجام الله ته سپارل شوی دی بیابه دوی هغه څخه خبر کړي چي په دنیا کي يې سرته رسول .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن جرير بن عبد الله أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في حجة الوداع استنصت الناس فقال لا ترجعوا بعدي كفارا يضرب بعضكم رقاب بعض (ابن ماجة)
له جریر بن عبد الله څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کي له حاضرینو وغوښتل چي یوغوږ شي او بیا يې وفرمایل : تاسو له ما وروسته کافران مه جوړېږﺉ چي ځېني مو دځېنو مرۍ وهي .
په اسلام کي دډلو دجوړولو او ددين دوېشلو په هکله نور هم ډېر ایتونه او حدیثونه راغلي دي خو که دمسلمانانو پاچا یا واکمن د ژوندانه ددیني او دنیوي چارو درغوني او دنظم او ډیسپلین په موخه دخپل ولس وګړي او علمي کادرونه په ډلګیو او ګروپونو ووېشي تر څو هره ډلګۍ له خپل تخصص سره سم خپلي دندي په سمه توګه سرته ورسوي نو دا روا کار څه چي په هغه لازمه ده چي دهرکار دسرته رسولو لپاره بېلي بېلي ډلي جوړي کړي دمثال په توګه داحادیثو دتدوین لپاره بېله ډله دهغو دمتنونو درايو ځای کولو اودښووني او زدکړي لپاره بېله ډله، دعربي ژبي دمفرداتو، قواعدو د چوپړ لپاره بېله ډله ، دجهاد او داسلام له خاوري څخه ددفاعي چارو دپرمخ بېولو لپاره ځانته ډله ، دصنعت ، تجارت او کرهني لپاره ځانته ډلي، او داسي نوري ځکه چي دا دژوندانه هغه اړتیاوي دي چي دهغو له بشپړولو پرته ژوندون کول ستونزمن وي او نه خو بېله دې داسلام سانته او په نړۍ کي یې خورېدل شونی وي .
خو له دې هرڅه سره سره به داټول وېشل شوي مسلکونه دالله تعالی په کتاب، نبوي لارښوونو، دخلفاء راشدینو او دسلف صالحینو په تګلاره را ټول او منګولي به يې ورباندي لګولي وي. ټول مسلمانان به له اسلام او دهغه له مورچلونو څخه په ګډه ننګه او دیوبل مرسته به کوي او دنېکمرغه ژوند وسایل به چمتو کوي . دالله تعالی په سمه لاره به داسلام په سیوري کي او داسلام تر بیرغ لاندي ژوند تېروي دضلالت له لارو او تباهي زېږونکیو فرقو اوګوندونو څخه به ځانونه ساتي الله تعالی فرمايي :
وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (153) الأنعام
او دا ځما سمه لاره ده تاسي په هغې ځئ ، په بېلابېلو لارو مه ځئ بیا به تاسو دالله تعالی له لاري څخه بېل کړي او په ډلو به مو ووېشي الله تعالی په همدې تاسي ته وصیت کوي ترڅو تاسو دتقوا څښتنان جوړ شئ ,
دا وه دسعودي دعلماء کرامو د فتوا ژباړه .


حذيفه
14.02.2012

محترم قدوسي صاحب! لیکنه مي دي ولوسته يقینا غوره موضوع دي مطرح کړې او له ډېره وخته دي ته اړتیا وه چي د مسلمانانو تر منځ اتحاد ، اتفاق او یووالی راسی ، خو خبره دا ده چي اتفاق څرنګه راتلای سي، د اتفاق راوستلو لپاره معیار څه شی دی او پیل به له کومه ځایه کیږي ؟ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړی . مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more