د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پاکستاني طالبان امیر حکیم اله محسود ووژل شو

مساپر
15.01.2012

پاکستاني رسنیو نن (یکشنبې) اعلام کړي دي چې د پاکستاني طالبانو امیر حکیم اله محسود د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي. خو د پاکستاني طالبانو ویاند عاصم اله محسود دا خبره رد کړې او ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکې د هغه برید پر مهال د دوی مشر (حکیم اله محسود) په یاد شوي ځاي کې نه وو.
د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو د پیل کېدو وروسته دا به تر ټولو لوی ګذار وو چې د پاکستاني طالبانو او د القاعده او نورې وسله والې ډلې پر سر شوي دي.


Re: د پاکستاني طالبان امیر حکیم اله محسود ووژل شو

khoshalkhan
15.01.2012

زيری دې په زوی بدل! خدای پاک دې نکوي ! که فرضا شوی وي خدای پاک
دې جنتي کړي٠ څرنګه چې طالبي غورڅنګ عقيدوي اود ازادي غور څنګ دی
نود حکيم اله محسودځای نور ... نور ډکوي ! طالبي حرکت سياسي پارټۍ
او حزب ندی !!!!!!!!!!

[quote:8d22aa0cf4="مساپر"]پاکستاني رسنیو نن (یکشنبې) اعلام کړي دي چې د پاکستاني طالبانو امیر حکیم اله محسود د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي. خو د پاکستاني طالبانو ویاند عاصم اله محسود دا خبره رد کړې او ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکې د هغه برید پر مهال د دوی مشر (حکیم اله محسود) په یاد شوي ځاي کې نه وو.
د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو د پیل کېدو وروسته دا به تر ټولو لوی ګذار وو چې د پاکستاني طالبانو او د القاعده او نورې وسله والې ډلې پر سر شوي دي.[/quote:8d22aa0cf4]


Re: د پاکستاني طالبان امیر حکیم اله محسود ووژل شو

مساپر
28.01.2012

[quote="khoshalkhan"]زيری دې په زوی بدل! خدای پاک دې نکوي ! که فرضا شوی وي خدای پاک
دې جنتي کړي٠ څرنګه چې طالبي غورڅنګ عقيدوي اود ازادي غور څنګ دی
نود حکيم اله محسودځای نور ... نور ډکوي ! طالبي حرکت سياسي پارټۍ
او حزب ندی !!!!!!!!!!

هلکه، مونږ ګورو چې پاکستاني طالبان د اسلام د مبارک دین په نامه هره ورځ زمونږ بیګناه مسلمانان شهیدان کوي، د دوی کورونه، ښوونځې او روغتونونه ورانوي.
که د تا باداران (پاکستاني طالبان) رېښتیا د اسلام او زمونږ د باعزت قام د آزادی او امنیت لپاره جهاد کوي، نو ولې هره ورځ د پښتنو په سیمو کې بیګناه پښتانه وژني؟ محسود او د هغه ډله (ستا په شان لوډه) خلک زمونږ د قام او دین اصلي دښمنان دي.
په همدې خاطر، زه پوره باور لرم چې دتا اصلي نوم (خوشحال خان) نه دي، او ته هم زمونږ د قام تر ټولو لوړ شخصیت (خوشحال خان) د ننګیالی نوم څخه ګټه اخلی.


ډاکتر څپاند
29.01.2012

دا نهم وار دى چى بيشرمه امريكايان او دهغو پا كستاني غلامان چى شرم او حيا له سره د هغو په كلچر كى شتون نلري، اعلانوي چى حكيم الله ووژل شو.

شه به دا وي چى محتر ليكوال د معتبرو اسنادو د شتون نه بغير دارنگه پروپاگند دلته رانقل نكي.
پاتى شوه دلر او بر دطالب خبره نو لره پشتونخوا هر گز ازادي نه لرله او بر هم اشغال شوى دى. لوى خداى ج دى لر او بر افغان ته همت ور په برخه كى چى له غر او دهغه له غلام نه خپله مكمله ازادي ترلاسه كى.


Naeem sadat
29.01.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

څپاند صاحب امین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more