د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټول افغان دي د I S I له تاليڅټو څخه پاك كړل سي

zalmai afghan
21.01.2012

محترمو لوستونكو : السلام عليكم،،،،
په ډيره احترامانه توګه دمحترم مدير وطنمل صيب نه هيله كوم، چي نور دي دافغانانو په زخمونو مالګي نه دوړوي، او د ISI له تاليڅټو دي ټول افغان پاك كړي، كه چيري واقعا افغان يي او د افغانانو د درد احساس كولي شي. همدا خلك دافغانانو د بربادي لامل وو او لا هم دي.
تر هغو پوري به دټول افغان دبحثفورمونو دا فضا هم داسي ګډه وډه وي تر څو چي
دوي موجود وي، كه چيري تاسو مخكنيو ليكنو ته ځير شي هر كله چي دا تاليڅټي په خبرو او دلايلو كي بند راغلي نو په سپكو سپورو يي شروع كړي، په عربي كي يو متل دي وايي جي: ( البادئ أظلم ).
يو له دي تاليڅټو نه پتنګ دي جي اوس د khoshalkhan په نوم ليكني كوي، دپتنګ په نوم خو رسوا شو ، او پدي پوه شو جي نوري مي سپيركي نه خرڅيږي نو په بل نوم يي خپل منافقت او زهر شيندلو ته دوام وركر.
بل يي نعيم ملتوال دي او ددوي وړيا ستايونكي هر يو: عادل عادل، J..Ahmadzai، او څو نور دي چي نومونه يي اوس ياد ته نه رازي ، خو ټول لوستونكي يي له ليكنو پيږني.
طالبان ورونه دي له ISI څخه خپل استقلال اعلان كړي زمونز ورونه دي او ددوي مساله يوه بين الافغاني مسله ده خو دافغانانو حساسيت يواځي او يواځي د ISI له تاليڅټو سره دي، كوم چي دافغانستان او افغانانو دبربادي عاملين او مسؤولين دي.
ان شاء الله ددي جاسوسانو د حساب وخت به الله راولي.
په آخره كي مبارز صيب ته وايم چي: خپله مبارزه دي جاري ساته ، ستاسو له ليكنو نه مي ډير څه زده كري،په ډير شوق سره يي ګورم ، زما په شان دي دډيرو لوستونكو سترګي دي ور خلاصي كري.


khoshalkhan
22.01.2012

[quote:82441399d3]دا تاليڅټي په خبرو او دلايلو كي بند راغلي نو په سپكو سپورو يي شروع كړي، په عربي كي يو متل دي وايي جي: ( البادئ أظلم ).
يو له دي تاليڅټو نه پتنګ دي جي اوس د khoshalkhan په نوم ليكني كوي، دپتنګ په نوم خو رسوا شو ، او پدي پوه شو جي نوري مي سپيركي نه خرڅيږي نو په بل نوم يي خپل منافقت او زهر شيندلو ته [/quote:82441399d3]

بچو مالومېږې چې واښه خورې ! له هغه وخته راپر دېخواچې تا د پتنګ فامیل ته
سپګي سپورې کړې نو بيا پتنګ کله څه ليکلي دي !
نو پردې اساس دپتنګ او خوشال مقايسه لودګي اود وخت ضایع کول دي !
هو که ستا غوندې يې په مختلفو نومونو او هويت ، پتنګ هم څان معرفي کولی
نو بيا به دخبره پرڅای وه !
له پاڼي څخه بايد دروغجن منا فقين ورک شي کوم چې د مبا ‌‌رز فرقاني څنګ ته پراته دي چې کله د طوفان خان په نوم او کله د څلمي افغان په نوم او کله څان له راوپا نه معرفي کوي او کله له چيکاګوڅخه !
نو پر داسې بشتون دې ۱۰۰ څله د پنجاپی ISI بلا وګرزي چي پشتني معيارونه
نه پېژني او دريم نفر ته کنڅلې کوي !

کنڅلماره دلته ګوره !
http://www.youtube.com/watch?v=h01C07qqvWo
له Europe څخه ,
او دلته بيا خپل څای CHICAGO ليکې !
:: ===>
! zalmai afghan ! = ! طوفان خان ! = ! مبارز فرقاني! = : يوه سوړه!
نور شواهدهم شته !!!!!!!!

[code:1:82441399d3]zalmai afghan

[quote]دغړيتوب نېټه: 05 اکتوبر 2011
ليکنې: 6
ځای: CHICAGO
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 21, 2012 1:06 pm عنوان : ټول افغان دي د I S I له تاليڅټو څخه پاك كړل سي

--------------------------------------------------------------------------------

محترمو لوستونكو : السلام عليكم،،،،
په ډيره احترامانه توګه دمحترم مدير وطنمل صيب نه هيله كوم، چي نور دي دافغانانو په زخمونو مالګي نه دوړوي، او د ISI له تاليڅټو دي ټول افغان پاك كړي، كه چيري واقعا افغان يي او د افغانانو د درد احساس كولي شي. همدا خلك دافغانانو د بربادي لامل وو او لا هم دي.
تر هغو پوري به دټول افغان دبحثفورمونو دا فضا هم داسي ګډه وډه وي تر څو چي
دوي موجود وي، كه چيري تاسو مخكنيو ليكنو ته ځير شي هر كله چي دا تاليڅټي په خبرو او دلايلو كي بند راغلي نو په سپكو سپورو يي شروع كړي، په عربي كي يو متل دي وايي جي: ( البادئ أظلم ).
يو له دي تاليڅټو نه پتنګ دي جي اوس د khoshalkhan په نوم ليكني كوي، دپتنګ په نوم خو رسوا شو ، او پدي پوه شو جي نوري مي سپيركي نه خرڅيږي نو په بل نوم يي خپل منافقت او زهر شيندلو ته دوام وركر.
بل يي نعيم ملتوال دي او ددوي وړيا ستايونكي هر يو: عادل عادل، J..Ahmadzai، او څو نور دي چي نومونه يي اوس ياد ته نه رازي ، خو ټول لوستونكي يي له ليكنو پيږني.
طالبان ورونه دي له ISI څخه خپل استقلال اعلان كړي زمونز ورونه دي او ددوي مساله يوه بين الافغاني مسله ده خو دافغانانو حساسيت يواځي او يواځي د ISI له تاليڅټو سره دي، كوم چي دافغانستان او افغانانو دبربادي عاملين او مسؤولين دي.
ان شاء الله ددي جاسوسانو د حساب وخت به الله راولي.
په آخره كي مبارز صيب ته وايم چي: خپله مبارزه دي جاري ساته ، ستاسو له ليكنو نه مي ډير څه زده كري،په ډير شوق سره يي ګورم ، زما په شان دي دډيرو لوستونكو سترګي دي ور خلاصي كري[/code:1:82441399d3].


عادل عادل
23.01.2012

السلام علیکم

[quote:29a4c91edc]محترمو لوستونكو : السلام عليكم،،،،
په ډيره احترامانه توګه دمحترم مدير وطنمل صيب نه هيله كوم، چي نور دي دافغانانو په زخمونو مالګي نه دوړوي، او د ISI له تاليڅټو دي ټول افغان پاك كړي، كه چيري واقعا افغان يي او د افغانانو د درد احساس كولي شي. همدا خلك دافغانانو د بربادي لامل وو او لا هم دي.
تر هغو پوري به دټول افغان دبحثفورمونو دا فضا هم داسي ګډه وډه وي تر څو چي
دوي موجود وي، كه چيري تاسو مخكنيو ليكنو ته ځير شي هر كله چي دا تاليڅټي په خبرو او دلايلو كي بند راغلي نو په سپكو سپورو يي شروع كړي، په عربي كي يو متل دي وايي جي: ( البادئ أظلم ).
يو له دي تاليڅټو نه پتنګ دي جي اوس د khoshalkhan په نوم ليكني كوي، دپتنګ په نوم خو رسوا شو ، او پدي پوه شو جي نوري مي سپيركي نه خرڅيږي نو په بل نوم يي خپل منافقت او زهر شيندلو ته دوام وركر.
بل يي نعيم ملتوال دي او ددوي وړيا ستايونكي هر يو: عادل عادل، J..Ahmadzai، او څو نور دي چي نومونه يي اوس ياد ته نه رازي ، خو ټول لوستونكي يي له ليكنو پيږني.
طالبان ورونه دي له ISI څخه خپل استقلال اعلان كړي زمونز ورونه دي او ددوي مساله يوه بين الافغاني مسله ده خو دافغانانو حساسيت يواځي او يواځي د ISI له تاليڅټو سره دي، كوم چي دافغانستان او افغانانو دبربادي عاملين او مسؤولين دي.
ان شاء الله ددي جاسوسانو د حساب وخت به الله راولي.
په آخره كي مبارز صيب ته وايم چي: خپله مبارزه دي جاري ساته ، ستاسو له ليكنو نه مي ډير څه زده كري،په ډير شوق سره يي ګورم ، زما په شان دي دډيرو لوستونكو سترګي دي ور خلاصي كري[/quote:29a4c91edc]

زلمی افغان صاحب

دا به نه افغانتوب وي او نه زلمیتوب چې په پټو سترګو په تورونو لاس پورې کوې،،، ته زما په لیکنو کې کم تر کمه یو داسې ټکی راوښیه چې د ای-اس-ای پلوي مې پکې کړې وي،،، هو که د یرغلګرو پر ضد زما موقف په چا کې خوسی وي،،، نو خدای دې یې همداسې بلارب او بارداره لري،،، آمین

له بلې خوا که تاسو په رښتیا دریمګړی او غیرجانبدار شخص وای،،، نو د خوشحالخان د سپېرکیو تر څنګ به مو د توپان خان پسکیو ته هم یوه اشاره کړې وه،،،

وطنمل صاحب ته زما د شړلو زاری مکوه،،، بلکه زما په ګډون خپل فاوو-رایټ مبارز فرقاني صاحب ته د نیکو اخلاقو او د مجلس د ادابو توصیه او دوعا وکړی،،،
........................................................................................
وایي چې یو سپین ږیري به له جماعت وروسته خلکو ته غږ کړ چې زما د نااهله زوی له پاره د سمې لارې او هدایت دوعا وکړی،،، ټولو به په یوه اواز ویل چې خدای دې ښه سړی کړي،،، خدای دې د نیکو هدایت ورته وکړي،،، له آمین او خاتمې سره جوخت به سپین ږیري پلار کړل چې آمین،،، خو ګومان مې نشي!!

چهل سال عمر عزیزت ګذشت
مزاج تو زحال طفلی نګشت

العادة لايزيل الا بالموت

چې یې زده کړي د مور په پیو
هېر به یې نکړي تر پېړیو


أبوخليل قدوسي
23.01.2012

عادل صاحب
زه خو ددې ارحل ام ترحل ته هرځلي خاندم چي زما په خيال مغهوم يې دی :
ځې که لاړشم ؟
نو لاړل ډېر او بېرته هم راعلل او بیابه هم لاړشي خو تاسو لا په يوه ځای مېخ یاست .
تل ژوندی او په حق ثابت قدمه اوسې .
لکه ونه مستقینم پخپل مقام يم ................ که خزان راباندي راشي که بهار


م . ق
23.01.2012

لیوه که په هره څرمن کې راشي نو پیژندل کیږي، په تنګ به لکه د مار غوندې ډیر پوستکي واچوي خو خپل اصلیت به بدل نه کړاي شي،
د ښکنځلو سپکو خبرو، خاصو لغاتو او د خبرو او لیک خاص پوچ طرز ته به څه پرتوګ کوي؟
همدارنګه د عادل د اوښ کینه او جهالت به هم څوک په دلایلو او منطق بدل نه کړي.
عادل دې د نصیحت په اړ کې د خپل زړه د کدورتونو د تشولو په ځاي ځان ته د لوړ ظرفیت،پوخ ایمان، ښه علمیت او د حسد او کینې څخه د خلاصیدو دعاء وکړي، لکه د سکهانو غوندې د ټولنیز راوجي روایتي میراثي ایمان په ځآي دې دشعوري یقیني ایمان سوال وکړي.
زلمی افغان صیب ، زما په حمایت کې داسې لیکنې مه کوﺉ چې خلک درباندې زما ګمان کوي، مونږ ته په کار دي چې د وطنمل صیب د وضع کړاي شوي اصولو مطابق د بې علمه او بې منطقه خلکو غوندې د اشخاصو د سپکولو او رټلو په ځاي په علمي، مدلل بحثونو او منطق تمرکز وکړو، نو پدې توګه به حق او حقیقت خپله څرګند شي.
هغه څوک چې په ځان د طالبانو د نمایندګۍ پرده را اچوي په حقیقت کې د پنجاب رسمي ایجنټان او یا بې شعوره خداي جتي خدمتګاران دي چې هم د طالبانو او هم د افغانانو رنګه او مخ توروي، داسې خلک هیڅکله د طالبانو یا علماؤ نماینده ګان یا ممثلین نشي کیدلاي بلکه د خپل تور مهرشوي ضمیرونو ویاندان دي، چې د انعطاف پزیرۍاو حق ته د میلان هیڅ ظرفیت نه لري او نه دې ته تیار دي چې په ځان کې د مثبت بدلون لپاره ادنی تمایل وښايي او نه په ځان کې دغه ځاي ګوري.

په طالبانو کې هم لکه د نورو سیاسي حرکتونو د نیمګرتیاو وجود طبعي خبره ده ځکه نو مونږ ورسره باید دومره جدي حساسیت ونه ښایو چې د افغانانو پټو مرموزو او منافقو دښمنانو ته دا مجال په لاس ورکړي ترڅو د طالبانو سپین څادر په ځان راکش کړي او خپله کرغیړنه منحوسه شیطاني څیره پکې پټه کړي.
ددې ایجنټانو لمسون او شیطانت باید پداسې ډول خنثی شي چې هیڅ التفات ورته ونه شي او د هغوي د ښکنځلو د باالمثل ځواب پرځآي په سیاسي دلایلو، حوالو، تاریخي استناد او عملي منطقي بحث تمرکز وشي.
دوي به کوښښ کوي چې د افغانانو ترمینځ حساسیتونه راوپاروي او ترمینځ یې واټن او نفرت نور هم زیات کړي خو ددغه کار مخه باید په سیاسي تدبر سره ونیول شي ځکه په شیطان ملعون چې هرڅومره لعنت وویل شي هغه په خپل شرارت او شیطانت کې نور هم ضدي او معاند کیږي په همدې وجه شیطان مرید بلل کیږي.
د پست فطرتو خلکو فطرت هیڅکله بدلیدونکی نه دی ځکه چې د ذات او خټې نه همداسې پیدایشي کم اصل وي.

زه د داسې بحثونو څخه بیزاره یم چې د ځمکني حقایقو، سیاسي او علمي دلایلو پرځاي په اشخاصو او شخصي کدورتونو باندې څرخیږي او نتیجه یې د ضد او حساسیت لاپسې زیاتول او د نفاق،شقاق، نفرتونو او بدبینۍ اور ته لمن وهل وي.

الحسد کصداء الحدید لایزال به حتی یاکله

سعديه شيرازيه پندي مدهید كم زاد را
كم زاد اگر عاقل شودگردن زند استاد را


م . ق
23.01.2012

د ښکنځلمارو، پوچو او سپکو خلکو حمایت کوونکي، تاید کوونکي او تشویقوونکي هومره په خباثت، دنائت، رزالت او منافقت کې ککړ دي لکه څومره چې ښکنځلمار پکې لتاړ دي.
دا رنګه خلک په بني اسرایلو یهودانو کې هم موجود وو چې د ګناهګارو سره یوځاي په عذاب کې ښکیل شول.
دوي که د صوفیت په واقعي فلسفه عقیده لري نو دخپل نفس تزکیه او تطهیر دې وکړي، د لاسپوځو، ګوډاګیانو او جاسوسانو په دفاع دې خپل ظاهري استقلال د سوال لاندې نه راولي، او کنه نو دا کار به د دوي د غلام ذهنیت، خرڅ شوي ضمیر، او بلواکې بې بنسټه مفکورې ښکاره ثبوت وي.

وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ.


م . ق
23.01.2012

[quote:6ffaf5c3ee="عادل عادل"]
بلکه زما په ګډون خپل فاوو-رایټ مبارز فرقاني صاحب ته د نیکو اخلاقو او د مجلس د ادابو توصیه او دوعا وکړی،،،[/quote:6ffaf5c3ee]
عادل صیب،
که عادل یې نو ستا دې په خداي قسم وي چې خپله دې څومره د نیکو اخلاقو او د مجلس د ادابو مراعت کړی دی؟ او هم دې په دې کار څومره خپلو ملګرو یا همنظرو ته توصیه کړې ده؟؟
د یو په بې دلیله تردید او د بل په بې ځایه ناحقه توګه تاید دې د عدالت څومره مراعت کړی؟؟

آفرین، لاندې دې پتنګ صیب ته ښه توصیه کړې ده، ته خپله هم پرې عمل کوه ځکه ستاسو د دواړو په حق کې ښه ثابتیږي:
[quote:6ffaf5c3ee="عادل عادل"]
وایي چې یو سپین ږیري به له جماعت وروسته خلکو ته غږ کړ چې زما د نااهله زوی له پاره د سمې لارې او هدایت دوعا وکړی،،، ټولو به په یوه اواز ویل چې خدای دې ښه سړی کړي،،، خدای دې د نیکو هدایت ورته وکړي،،، له آمین او خاتمې سره جوخت به سپین ږیري پلار کړل چې آمین،،، خو ګومان مې نشي!!

چهل سال عمر عزیزت ګذشت
مزاج تو زحال طفلی نګشت

العادة لايزيل الا بالموت

چې یې زده کړي د مور په پیو
هېر به یې نکړي تر پېړیو[/quote:6ffaf5c3ee]


م . ق
23.01.2012

[quote:7196cc8d7d="أبوخليل قدوسي"]عادل صاحب
زه خو ددې ارحل ام ترحل ته هرځلي خاندم چي زما په خيال مغهوم يې دی :
ځې که لاړشم ؟[/quote:7196cc8d7d]
قدوسي صیب،
عادل صیب ارحل ام ترحل ندی لیکلی بلکه ارحل ام نرحل یې لیکلی دی چې معنی یې ده: زه لاړ شم او که مونږ ټول لاړ شو، یوه یې د فعل مضارع واحد متکلم او بله یې د فعل مضارع جمع متکلم صیغه ده.

خو زه وایم چې لاترحل ولا ارحل.

او لاندې شعر خو زما لاسلیک وو چې بیا به یې تازه کړم.

[quote:7196cc8d7d]لکه ونه مستقیم پخپل مقام يم ................ که خزان راباندي راشي که بهار[/quote:7196cc8d7d]
خو لاندې شعرونه هم زما لخوانه تاسو واورﺉ:
په ښه خوي له بدخواهانو بې پروایم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم
خو...................................
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مکړه
زه په دې افتادګۍ کې لوي ګړنګ یم


عادل عادل
23.01.2012

السلام علیکم

ښاغلی قدوسي صاحب

دا چې خدای ج تاسو بېرته په بحثفورمونو کې راڅرګند کړی،، د خوښی ځای دی،،، اوس که زه وم که نه وم، پروا یې نشته،،، لاسلیک به بدلوم چې وخت ورته پیدا کړم،،،،

خدای ج دې توفیق درکړي چې ښاغلي فرقاني صیب ته یوه د وروری توصیه وروتوغوی،،،

نور بیا

فرقاني صاحب تاسو ته دې هم خدای اجرونه درکړي چې زما سره یو څه په نرمښت برخورد کوی،،، دا ځکه چې زما په نیت ښه پوه یاست چې شخصي خصومت درسره نلرم،،،،

،،،

او وروستی تذکار هم دا چې:-

ښه خوی به دې سلطان کړي !
بد خوی به دې په ځان پورې حیران کړي!


أبوخليل قدوسي
23.01.2012

السلام علیکم
اوس مي چشمې ولګولې رېښتیا دوهم توری نرحل دی خو په هرصورت خندوونکي جمله ده .
زما په خیال دا چي لومړۍ دواحد متکلم او دوهمه دمتکلم مع الغیر صیغې دي سمه نه ښکاري اونه سمه معنا ورکوي فکر کوم زما چشمې نوې په سترګو وروستۍ که دمتکلم مع الغیر صیغه شي نو لومړۍ دامر صیغه ده چي مکسوره همزة الوصل ده ده .
معنابه يې داسي شي چي (( ته ځې که مونږ درنه لاړشو))
پرېکړه دعادل صاحب وکړي چي کومه توجیه سمه بولي او دده موخه له دې توریو څه ده ؟

دعادل دغوښتني په ځواب کي به دومره ووايم چي امام شافعي رحمه الله فرمايي :
تعمدني بنصحك في انفرادي .......... وجنبني النصيحة في الجماعة
فإن النصح بين الناس نوع ................ من التوبيخ لا أرضى استماعه
ژباړه :
کله چي ماته نصېحت کوې نو ګوښه مي کړه او دنورو په مخ کي مه راته وایه ځکه چي د نورو په حضور کي یو چا ته نصېحت کول دترټلو یوه بڼه ده چي زما نه خوښېږي .
نو که نصېحت کوو دلته یو چاته باید عمومي بڼه ولري نه داچي دچا نوم واخلو ځکه چي مونږ هریو پوره کاڼي یو هم نېم پاوی په مونږ کي نشته که دي پام وي .


عادل عادل
23.01.2012

السلام علیکم

ښاغلی قدوسي صاحب

زما خو هسې هم عربي نده زده،،، دا د ارحل او نرحل توري مې د ټلویزیون له مخې د عربي سپرلي په مظاهراتو کې زده کړل،،، خو که سمه هم نه وي،،، تاسو یې مانا د پرې ایښې ګومل،،، له مخې سمه فهمولې ده،،،

او له ښکاره نصیحت څخه به کوښښ کوم چې لاس واخلم،،، تاسو راته لطفا دوعاوې کوی،،،

رابه شو د بحث خام سرلیک ته چې ایا د ای-اس-آی تالیڅټي او یا هواخواهان دلته شته او که دا تش تور دی؟

که خدای ج یرغلګر وویستل نو بیا به د ای-اس-آی د حقیقي تالیڅټو تېښته له کابل څخه د اسلام اباد په لور خامخا ووینی!


..Ahmadzai
23.01.2012

ننګرهاري فرقاني طوفاني زلمی صاحب
السلام علیکم
محترمه ښه مې په یاد دي، له پیل څخه کله چې فورم ته د ننګرهاري په نوم راننوتې أو د کابل بانک د واقعې په أثر دې پر طالبانو د سپکو سپورو بمبارد پيل کړو، نه یې درنه واړه پاتې سول نه مشر ملا صاحب ټولو ته دې دومره پوچې وویلې چې څومره دې وسه وه أو په ښیراګانو بلاګانو سر سوې، مونږ داسې وانګیرله چې البته د بانک په واقعه کې به دې کیدای سي کوم نیږدې خپلوان عزیز له لاسه ورکړی وي دردیدلی به وې چې غوسه دې راپاریدلې أو له قهره شین أو سور أوښتې أو نور دې د ژبې أو قلم جلب له کنترول څخه وتی وو.

ستا سپکې سپورې د وروڼو د زغملو وړ نه وې، ځکه چې تا څه پاشل له أخلاقي نګاه څخه بلکل مفلس وو، د ژبې، قلم د عفت أو سپیڅلتیا بوئ هم نه وو پکې.
أو کومو وروڼو چې ستا د دغو بې أدبه أو له ذوقه لیرې ألفاظو په مقابل کې غبرګون وښود ، هغو سره هم ستا طوفاني یرخورد بلکل کوڅه یئ وو، داسې ألفاظ دې وشیندل چې بې حده منفور أو قبیح ول، دا دې باعث سو چې د فورم زیاتره غړي په دې مجبور سي چې ستا د کستاخئ په مقابل کې صف بندي وکړي أو د عکس العمل ښودلو لپاره نوي أکاونټونه جوړ کړي، ډیرو درته د منت توبیخ خبرې وکړې أو ځینو خو درته متقابل سپکې پوچې وکړې، ترڅو ردع سې أو ستا د بې کنټروله قلم مردار رنګ دروچ کړي.

أکاونټونه نوي ځکه وکارول سول چې ټول پوهیدل چې ته هم د فورم زوړ لیوه یې، أو د خپلو پوچو ستوغو د پاشلو دپاره دې په نوي أکاونټ لیکل پیل کړل، علت به یې شاید دا وي چې خپل سنګین تاریخ ته شرمیدلې، هغه دې نه غوښته چې په دې مردارو ککړ سي، أو هم دې ځان ته د بیرته شاته تګ لاره پرانیستلې پریښوده، أو کله چې مقابله درسره ګرمه سوه نو د أکاونټونو باران دې شروع کړ.

چې بالأخیر دې زور ووت أو د ټولو په وړاندې دې د توبې خط بیني کش کړه، پیښماني دې اظهار کړه، عذر بښنه دې وغوښتله، چې ټول رښتیاني ډیر خوښ سول أو هرچا معاف کړې.

خو څومره موده وروسته دې بیا د چټلو مبارزه پیل کړه، أو دا وار دې هدف مشخص کړ، چې د طالبانو د خیرخواهانو أو پلویانو مشر سره ځان ټکر کړې أو سپکو سپورو ته یې راکش کړې ( مطلب مې پتنګ صاحب دی).

دا درسره منم چې پتنګ صاحب ځیني وختونه غلیظ أو سخت ځیږه ألفاظ کاروي، لهجه یې تیزه ده، خو هغه هغه وخت چې کله يو څوک ډیر بې چوکاټه دروغ ووایې، أو بې أساسه تورونه ولږوي، چې نه یې عقل أو نه منطق مني، د پتنګ صاحب په أعاصبو ورته درد سي أو غلیظي خبرې ورته وکړي، خو هیڅ کله چاته د مور، خور أو فامیل په مورد فاحشې کنځلې نه کوي.

د پتنګ صاحب شخصیت ټولو ته معلوم دی، دروندوالی، رښتینوالی، سپینوالی، غیرت، ننګ أو پښتو یې ستا شهادت أو تزکې ته هیڅ أړ أو محتاج ندي.

درنده کلیوالي پښتو ژبه، عنعنوي پښتانه خویونه أو پښتونولي پکې له ورایه ځلیږي.
لکه غر داسې دنګ أو دروند په خپل دریځ ثابت أو راسخ ولاړ دی.
یو شخصیت یويې دریځ.

بله خوا ستا شخصیت ته په کتنې سره له ورایه تزلزل، تردد، تذبذب، رزالت أو منافقت پکې ښکاري.
کینه حسد أو بې چوکاټه بې مثاله پوچې سپکې سپورې دې د تربیې د کچې په ټیټوالي باندې ښه دلالت کوي، کله چې مخاصم سې نو بیا فج، وقح، لئیم أشر درنه جوړ سي أو له هیڅ بد ویلو دریغ نه کوې.

متآسفانه چې توبه دې ډیر زر ماته کړه أو پخبله کړیو وعدو دې ورختې أو دپښو لاندې کړې دا هم ستا دشخصیت یوه برخه.

بد أخلاقي أو بد رد ویل دې یوې خواته أو دغه د چلونکي دندې درسپارل بلې خواته ماته یو ډیر غټ سوال مخې ته کړ.
حیران دې ته یم چې ستا دومره د بدو ویل جسارت سره څرنګه د چلونکي واک دروسپارل سو، چې ته نور جرأت هم وکړې أو په خلاصه مټه بې رقیبه أو حسیبه خپلو چټلو پاشلو ته دوام ورکړې.

واک کې دې هم ډیر بې انصافه أو بې أدبه چلند وکړ.

الله تعالی دې ستا غوندې انسانانو ته په هیڅ ډګر کې د واک مقام نه ورکوي، ځکه چې تقوی نلرې، انصاف درکې نسته د خپلو کړو وړو حساب نه کوې أو نه هم د خاوند تعالی له لوی ذات څخه شرمیږې، نه یې له وعید أو تهدید څخه ویره کوې، بس د خپل جابر ناولي حقود نفس تابع یې، أو خبرې دې ټولې له کینې أو حسد څخه منشاء أخلي چې په رزالت أو چټلو تمامیږي.

خو کله چې ستا فصاحت، بلاغت أو دیني علم ته ځیر سم نو پدې مې سر نه خلاصیږي، چې ستا غوندې فصیح بلیغ أو په دیني علم سمبال شخصیت ولې په دومره کچه راټیټ سي، چې درسته ورځ ېې په خوله کې له سب شتم أو بهتان څخه بل شی نه وي، ولې په داسې أمورو کې ځان راښکیل کړي چې هم یې د دنیا أو هم أخرت بربادي وي پکې.

مبارز صاحب ستا علم ته دې پرته له تملق څخه زما سلام وي، په رښتیا هم دیني زده کړې دې ډیرې أوچتې دي، ذهنیت ، فکر دې أو ثقافت دې بغض النظر له کنځلو أو پوچ ویلو ډیر لوړ دي، ته کولی سې خپل ځان نوروته په ښو أخلاقو أو ښه چلند سره ډیر لوړ معرفي کړې ، له دغه تنګې کندې نور ځان راوباسه أو خلکو کې محبوبیت پیداکړه، له زغم أو حوصلې څخه کار واخله.

په پای کې درته د الله تعالی څخه د داسې رحمت غوښتونکی یم چې د هغه پوسیله دې نور ژبه أو قلم له پوچو خبرو أو بد رد ویلو تر أبده پرهیز سي، أو په عوض یې درته نرمه خوږه ژبه په نصیب کړي ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ))


م . ق
24.01.2012

احمدزی صیب،
په پټو سترګو دې ړانده ګزارونه کړې دي، ښايي له دې وجې راسره بغض لرې چې زه دې تربور یعنې ستانکزی یم.
ما په خپله لیکنه کې په صریحو الفاظو زلمي افغان ته لیکلي وو چې په اشخاصو بحث پریږدﺉ او هم زما لیکنو ته ورته لیکنې مه کوﺉ ترڅو خلک په بدګمانۍ کې واقع نشي، ترڅو معاندینو او حاسدینو ته دا موقع په لاس ورنشي چې خپل بړاس راباندې تش کړي خو زه چې له کوم شي ویریدم هماغسې وشول.
تاسو په پټو سترګو ماته ډیر بدرد او شنیع الفاظ کارولي، هغه څه چې زه مو پرې متهم کړې یم ته خپله پرې مبتلاء یې، ښه به دا وي چې د نورو د ازارلو پرځآي د خپل ځآن د اصلاح کوشش هم وکړې.
جراحات السنان لها التیام
ولایلتام ما جرح الـلســــان
ګوره، بل ته مسئلې کوې او خپله پرې حملې کوې، ستاسو دغه یو طرفه قضاوت، د خپلو عیوبو او غلطیو نه منل،ټوله پړه او ملامتیا په خپل مقابل اچول، د ملامتیا په صورت کې د هرقسم بدو الفاظو او تهمتونو او ړاندو ګزارونو څخه کار اغیستل هغه څه دي، چې مقابل لور مزید مخالفت او غبرګون ته هڅوي، پدا ډول کم ظرفیت او په پوزه د مچ نه پریښودل، یواځې د دښمنانو،نفرتونو او نفاق د زیاتیدو سبب کیږي.
باید په ځان کې د انعطاف او د غلطۍ منلو ظرفیت پیدا کړﺉ، او کنه نو دغه کار ډیر غټ تکبر او غرور دی کوم چې په حدیث شریف کې داسې بیان شوې دی : الکبر بطر الحق وغمط الناس.
د پتنګ په اړه: په اشخاصو بحث کول نه غواړم، او نه زما هدف دچا جرح ده خو د هغه په دغه سپکه سپوره لوچکه، بې علمه، چرسي لهجه ولاکه مسلمان هم کلمه ووايي،د هغه خبرې په اور باندې د تیلو پاشل دي، چې دا د اور د مړ کولو طریقه نه ده.
د بخښنې په اړه وضاحت: کومه بخښنه او پښیمانتیا چې ما مخکې ښکاره کړېوه هغه د علماؤ او دیني طلباء کرامو څخه وه، ځکه هغوي داسې انګیرلې وه چې ګواګې زما هدف ټول علماء او طلباء وو او ما نه غوښتل چې هغوي پدې سوء تفاهم کې له ماڅخه ناراضه پاتې شي ځکه العلماء ورثة الانبیاء.
زما دریځ ، نظر او مفکوره لکه د لمر غوندې روښانه، شفافه او ثابت قدمه ده،چې هغه سوچه افغانیت او سوچه اسلامیت دی، د اولې ورځې څخه ترننه چې په کومه میړانه ما مبارزه کړې او په ډیر لږ وخت کې مې څومره لاسته راوړنې درلودې، د ټول افغان په تاریخ کې نظیر او مثال نه لري ولله الحمد.
وروره، که غواړې حق ته ورسیږې، مخکې له دې چې یوه متبادره نتیجه ګیري او قضاوت وکړې، باید د پوره تحقیق او اجتهاد څخه کار واخلې، او محض په ګمان باندې یوڅوک مه محکوموه ځکه چې ان بعض الظن اثم.
کچیرته مولوي زاهدي احمدزی یې او یا انجنیر احمدشا احمدزی یې نو بیا د نږدې نه سره پیژنو.
ګورﺉ،کومه سیاسي ډله چې د اعتراض او انتقاد څخه بدوړي او په دښمنۍ یې اخلي د نفرت او انزوا سبب ګرځي.
که منصف یې خپلې خبرې دې بیرته واخله، ځکه زه په قسم سره وایم چې زلمی افغان نه یم او ستا په اړه چې چا څه ویلي دي زه ترینه بیزاره او بري یم چې دا اظهار مې په اوله تبصره کې هم کړی خو نه پوهیږم چې تاسو ترینه ولې سترګې پټې کړې دي.

والله علی ما نقول وکیل، وما توفیقي الاباالله، وافوض امري الی الله انه بصیر باالعباد.

قال ابن قیم رحمه الله فی قصیدة النونیة:
یا مبغضا اهل الحدیث وشاتما
......................................................ابشر بعقد ولایة الشیطان
او ما عــــــــــــــــــــــلمت بانهم هم
...........................................انصار دین الله والایمان والقرآن
اوما عــــــــــــــــلمت بان انصار
.............................................الرسول هم بلا شک ولا نکران


أبوخليل قدوسي
24.01.2012

وروڼو !!!
السلام علیکم

یوه دورورولي مشوره درکوم که یې ومنۍ ستاسو او دلوستونکیو او داسلام په ګټه به وي :

زیاتره وروڼه داسي ليکني کوي چي دنورو دزړبداوي باعث ګرزي ، تنقیدونه، وي او بالمقابل يې دتنقیدونو جوابول وي هغوی ته دا لیکنه ځانګړي کوم هیله يم دعادلانه، او عاقلانه قضاوت عینکي ورته په سترګو کړي او ويې لولي :

دومره اوږدې ليکني چي تاسو کړي هم مو مازغه پې خوړلي، هم مو وخت ورباندي لګولی، هم مو زړونه پې ستړي شوي، هم یې دلوستونکیو وخت نېولی او پدې کي هم دذرې شک نشته چي دوېب پاڼو تر څنګ يې کراما کاتبین هم درپسي ثبتوي .

دزیاتو ستوریو جوړول او دملاتړکونکیو موندل به هغه وخت زمونږ ستره لاسته راوړنه وي او شکر باید ورباندي وباسو چي کله زمونږ ليکني په شرعي او اخلاقي مغیارونو برابري وي، پوهنېزي، اخلاقي او دعوتي وي او دالله تعالی درضا دحصول موجب وګرزي .

نو غوره به داوﺉي چي خپل وخت او مازغه دتنقیدونو او دتنقیدونو دځوابولو په ځای داسي علمي او دعوتي لیکنو ته وقف کړو چي هم الله تعالی پې خوشاله شي او هم يې یوه لوستونکي ته دنیوي یا اخروي ګټه ورسېږي اوهم زمونږ دنېکیو پاګه پې شتمنه شي په عین وخت کي دیو چا ورباندي خاطر هم دروند نه وي .

که سياسي ليکني کوو نو هم په ذکر شوي معیار سمي او دوخت او حالاتو غوښتنه وي، پرهارونه پتۍ کړي نه داچي نور يې هم وشړوي، دمسلمانانو وحدت او دمسلمان امت ښېرازي پکي غوښتوني وي او نيت مو پکي دالله تعالی رضا وي ځکه چي د هرعمل لاستاه راوړنه اوثمره دنیت مطابق وي .

کددعوت په سلسله کي یا دېني ليکني وي نو هم باید د داسي اختلافي مسایلو او حساسو موضوعاتو له څېړلو ډډه وکړو چي یوڅوک پکي ټکول شوي وي او لوستونکي راباندي بدګمانه کړي او دګټي په ځای یې ضرر زیات وي او نه دادوخت غوښتنه ده .

که تنقید کوو نو دافرادو دنېمګړتیاوو دجوته کولو په ځای به ښه دا وي چي خپله پاملرنه ځاني اصلاح او دخپلو لیکنو سمولو او داولویاتو پېژندلو ته واړوو، داشخاصو او ډلو دنواقصو دجوته کولو او څېړلو په ځای دعمومي وضعي نېمګړتیاوي جوته کړو او درملنه يې ولټوو ، بیا به مو تنقیدونه دچا سپکاوی او ځورول نه بلکه اصلاحي تنقیدونه وي .

ښاعر څه ښه وايي :
وما من كــاتب إلا سيفنى … ويبقى الدهر ما كتبت يداه
فلا تكتب بكفك غير شىء … يسرك فـي القيامه ان تراه

هرلېکونکی به فناء شي او لیکني به يې تر ډېره وخته دلوستلو لپاره پاته وي نو په خپلو ګوتو هغه څه وليکه چي دقیامت په ورځ يې په لیدلو خوشاله شې .

په درناوي

http://kachkool.blogspot.com


طالب ISI
24.01.2012

ټولو ته سلامونه،

وروڼه ټوله له یو بل څخه ګیله من دي. مشکل اصلآ پدې کې دی چې افغانان کله هم د یو تنظیم، سیاسي ډلې غړي شي، که د مربوطه ډلې یو بد کار هم ووینې، غواړي هغه په خپل ذهن کې په مثبت بدل کړي. له مخالفینو سره پري جنجال کوي، غواړي هغوی هم دده د تنظیم مربوط کار ته مثبت وګوري یا ووایې.

د جهاد وقت کې دا کار ډیر زیات و. که به کوم حزبی په خره ګیر شو، نورو حزبیانو به په دې کې هم حکمت او رمز لټولو. او که به کوم جمعیتی یا اتحاد واله په هر جرم باندې متحم شو یا و، جمعیتې او اتحادي کفر منلو خو د خپل تنظیم مربوط سړي بد یې نه منل، نه منل څه چې باید بدو ته د ښه ویلي وي.

یو ورور د کابل بانک خبره یاده کړي، چې کوم بل ورور وروسته د کابل بانک له واقعي د طالبانو په ضد بد او رد وویل .
اوس پوښتنه داده که چیري د هغه ورور چې د طالبانو ننګه کوي، په همغه ورځ په دغه بانک کې دده زوی، پلار، تره ، د فامیل څو کسان موجود وی، نن به ده بل ډول نظر ورکولو. خو دا چې نن هلته یې څوک نه دي وژل شوي، له دي هم بد وړي چې ولې د کابل بانک په حمله خلک نیوکه کوي، باید یواځې د الله یې د وبښې په ویلو سره خبره ختمه کړي.

په قرآن کې د طالبان د تحریک ، د کرزي، حزب، جمعیت نومونه نه شته. هلته یواځې انسانانو څخه بحث کیږي. او ځینو ځایو کې بیا مسلمان او کافر خبره ده.

نو مونږ بیا ولې د طالب، کرزي، حزبي ..بدو ته بد ونه وایو؟
او ښو ته یې ښه ونه وایو؟

زه چې څومره مطالعه کوم ، دي پایلې ته رسیږم چې مونږ افغانان په خاصه توګه پښتانه نه ښه مسلمانان یو، نه ښه کمونیستان یو،نه ښه دیموکراتان یو، نه ښه انسانان یو، نه کوم افتخارات لرو، هیڅ هم نه یو.

دا خبره سړي ته افغانستان یا پاکستان کې نه ښکاري، خو چې غرب ته راشې، او وګوري چې غربیانو د خپلو ژوندو لپاره څومره تکلیف او زحمت ایستل او وباسي نو بیا به تاسې هم دي پایلې ته ورسیږی.

ګوری په تیرو لسو کالو کې د طالبانو دری کارونه زما خوښ شوي، لکه یو ځل یې پلان جوړ کړ چې خپله ښونځې پیل کړي، خو بیا یې دا کار ونه کړ، په غزنې کې یې تیره موده یو څه غله په سزا ورسول، او دا تیره موده کې یې کاپیسا کې د خلکو لپاره و لور اندازه را ټیټه کړه. ما پدې ټولو مثبتو کارو خپله نظر څرګند کړ. لیکنه مې پري وکړه.

خو چې خبره بیا د ۲۷ لغمانې ځوانانو راغلي بیا مې نیوکه کړي.
دا چې دوی د هر مقصد لپاره د امریکایانو سره جنګ کوي، ما یې مخالفت نه دی کړی.

دا چې یو قومي مشر، غریب پولیس، ملي اردو واله، وژني بیا مې یې مخالفت کړی.

نو هیله ده د خپل وطن د عامو ګټو لپاره باید یو څه ته ښه او بد ووایې. نه د خپل ذهنیت مطابق.

کوم وروڼه چې غواړي د طالبانو د ټولو مثبتو او منفي کارو څخه ننګه وکړي، په ریښتیا هم چې کله دلیل نه وي بیا ښکنځلې کوي، او په ځای ددې چې دی هم بد ته بد ووایې او د اصلاح هیله یې وکړي، مقابل طرف ته ګوډاګی ... وایې.

ددی مثال دادی که یو څوک بد کوي ته ورته ووایې دا حرام دی دی ووایې چې ته څوک یې چې ماته داسې وایې،. او ورسره کمونست، ګوډاګی....هم ووایې...چې ته اوس ماته نصیحت کوي..


م . ق
24.01.2012

محترم قدوسي او شهیر صیب، اجرونه مو نصیب شه!
زمونږ ه د افغانانو نیمګړتیا داده چې هرڅه ته د خپل تنګ نظر او هغه وړو عینکو څخه ګورو چې زاویه یې دومره محدوده وي چې د ځان او پلویانو پرته پکې د نورو د ځایدو هیڅ ظرفیت نه وي.
باید د انتقاد پزیرۍ ، د فکر او نظر ظرفیت او اهلیت ته دومره وسعت ورکړو چې پردي خپل کړي، نه داچې په دومره بدبینۍ، تنګ نظرۍ او بدګمانۍ کې ښکیل شو چې معترضین او منتقدین دښمنۍ او ضد ته اړ کړو.
ټول پوهیږي که د احمدزي صیب د ظالمانه او متکبرانه لیکنې باالمثل ځواب په ستوغو او وچو کلکو خبرو سره ورکړم نو هیڅ فایده نه لري ځکه نو د انتقاد پزیرۍ د عالي ظرفیت په مظاهرې سره زه ترینه تیریږم.
په حقیقت کې خو د دوي د علمیت او اهلیت درجه دومره ده چې بخښنه او عذر غوښتنه همدارنګه انعطاف او مثبت بدلون هم دپیغور په توګه یادوي، خو زه پرې ویاړم، الله دې ټولو افغانانو ته دغه عالي خصلت او اهلیت ورپه برخه کړي.

د شواهدو او حقایقو له نظره نن هم د وردګو ولایت د یو پخواني حزبي قومندان لخوا خبر شوم چې امارت اسلامي د ولسوالیو لپاره د ولسوالانو د شوری او کمیوسیون د غړو په ټاکلو کې هم له دومره تنګ نظرۍ او تعصب څخه کار اخلي چې هغه حزبیانو او جمعتیانو ته هم غړیتوب نه ورکوي چې روان مقاومت کې ددوي د قوماندې لاندې ستره ونډه لري، هغه قومندان چې ښه عالم هم دی ډیره مایوسي او خفګان وښود، او ویې ویل کداسې حالت وي نو په اینده کې د مجاهدینو اتحاد ناشونی او د خپل منځي جنګونو ویره ډیره ده، او د یو اسلامي حکومت لپاره د اهلوکسانو د مشرۍ هیلې به هم د خاورو سره خاورې شي.
هغه محترم د ټاکل شوو کسانو د اهلیت، سیاسي بصیرت او علمیت په اړه اندیښنه ښکاره کړه اوپه ترڅ کې یې د خپلو سترګو یوه واقعه بیان کړه چې یو قومندان یو ځوان د پیسو لپاره بندی کړیوو، لومړی یې ترینه انکار کولو او دا کار یې په بل قومندان چې د هغه سیال وو تاوان کړو، چې هغه قومندان هم په غبرګون کې د کویټې شوری ته شکایت وکړو، په ځواب کې لومړي برمته کوونکي قومندان د ثبوت پیدا کولو لپاره په برمته شوي ځوان باندې په زوره په یو درواغجن سند باندې لاسلیک کړیوو چې په هغې کې ځوان دا تور منلی وو چې ګواګې د ملي امنیت لپاره کار کوي، همدارنګه په زور یې ترینه ویډیوي اقرار هم اغیستی وو تردې چې ددې فیصلې لپاره کمیوسیون وټاکل شو، کمیوسیون هم نږدې وو چې د مرګ حکم پرې وکړي خو پدې وخت کې برمته شوي ځوان د کمیوسیون یو غړي ته په ټیلیفون وویل چې د ده څخه په یو څه لاسلیک په زوره اغیستل شوی، کله چې ددې خبرې تحقیق وشو نو معلومه شوه چې دا کار په زوره شوېوو .
نو که دا رنګه نااهله چارواکي او مسؤلین ټاکل کیږي نو یواځي د بدمرغیو، ناخوالو او نورو نادودو انتظار باسئ، او کومې نیکې هیلې چې لرﺉ هغه د ځان سره پټې وساتئ، اینده د اطمینان او تسلۍ وړه نده. والله اعلم

وما علینا الا البلاغ

مننه


khoshalkhan
24.01.2012

[quote:034085dc6b]محترم قدوسي او شهیر صیب، اجرونه مو نصیب شه!
زمونږ ه د افغانانو نیمګړتیا داده چې هرڅه ته د خپل تنګ نظر او هغه وړو عینکو څخه ګورو چې زاویه یې دومره محدوده وي چې د ځان او پلویانو پرته پکې د نورو د ځایدو هیڅ ظرفیت نه وي.
باید د انتقاد پزیرۍ ، د فکر او نظر ظرفیت او اهلیت ته دومره وسعت ورکړو چې پردي خپل کړي، نه داچې په دومره بدبینۍ، تنګ نظرۍ او بدګمانۍ کې ښکیل شو چې معترضین او منتقدین دښمنۍ او ضد ته اړ کړو.
ټول پوهیږي که د احمدزي صیب د ظالمانه او متکبرانه لیکنې باالمثل ځواب په ستوغو او وچو کلکو خبرو سره ورکړم نو هیڅ فایده نه لري ځکه نو د انتقاد پزیرۍ د عالي ظرفیت په مظاهرې سره زه ترینه تیریږم.
په حقیقت کې خو د دوي د علمیت او اهلیت درجه دومره ده چې بخښنه او عذر غوښتنه همدارنګه انعطاف او مثبت بدلون هم دپیغور په توګه یادوي، خو زه پرې ویاړم، الله دې ټولو افغانانو ته دغه عالي خصلت او اهلیت ورپه برخه کړي. [/quote:034085dc6b]
[color=brown:034085dc6b]اوس ناوخته ده ![/color:034085dc6b]
[quote:034085dc6b]د شواهدو او حقایقو له نظره نن هم د وردګو ولایت د یو پخواني حزبي قومندان لخوا خبر شوم چې امارت اسلامي د ولسوالیو لپاره د ولسوالانو د شوری او کمیوسیون د غړو په ټاکلو کې هم له دومره تنګ نظرۍ او تعصب څخه کار اخلي چې هغه حزبیانو او جمعتیانو ته هم غړیتوب نه ورکوي چې روان مقاومت کې ددوي د قوماندې لاندې ستره ونډه لري، هغه قومندان چې ښه عالم هم دی ډیره مایوسي او خفګان وښود، او ویې ویل کداسې حالت وي نو په اینده کې د مجاهدینو اتحاد ناشونی او د خپل منځي جنګونو ویره ډیره ده، او د یو اسلامي حکومت لپاره د اهلوکسانو د مشرۍ هیلې به هم د خاورو سره خاورې شي.
هغه محترم د ټاکل شوو کسانو د اهلیت، سیاسي بصیرت او علمیت په اړه اندیښنه ښکاره کړه اوپه ترڅ کې یې د خپلو سترګو یوه واقعه بیان کړه چې یو قومندان یو ځوان د پیسو لپاره بندی کړیوو، لومړی یې ترینه انکار کولو او دا کار یې په بل قومندان چې د هغه سیال وو تاوان کړو، چې هغه قومندان هم په غبرګون کې د کویټې شوری ته شکایت وکړو، په ځواب کې لومړي برمته کوونکي قومندان د ثبوت پیدا کولو لپاره په برمته شوي ځوان باندې په زوره په یو درواغجن سند باندې لاسلیک کړیوو چې په هغې کې ځوان دا تور منلی وو چې ګواګې د ملي امنیت لپاره کار کوي، همدارنګه په زور یې ترینه ویډیوي اقرار هم اغیستی وو تردې چې ددې فیصلې لپاره کمیوسیون وټاکل شو، کمیوسیون هم نږدې وو چې د مرګ حکم پرې وکړي خو پدې وخت کې برمته شوي ځوان د کمیوسیون یو غړي ته په ټیلیفون وویل چې د ده څخه په یو څه لاسلیک په زوره اغیستل شوی، کله چې ددې خبرې تحقیق وشو نو معلومه شوه چې دا کار په زوره شوېوو .
نو که دا رنګه نااهله چارواکي او مسؤلین ټاکل کیږي نو یواځي د بدمرغیو، ناخوالو او نورو نادودو انتظار باسئ، او کومې نیکې هیلې چې لرﺉ هغه د ځان سره پټې وساتئ، اینده د اطمینان او تسلۍ وړه نده. والله اعلم
وما علینا الا البلاغ [/quote:034085dc6b]
[color=darkred:034085dc6b]دجميعت او ګلبدين قومندانان پټ او شګاره د لاسپوڅي دولت سره کارونه کوي
او خوشې د طالبانو رنګه بدوي ![/color:034085dc6b]


zalmai afghan
24.01.2012

سلامونه په هغو افغانانو ورونو كوم چي په وطن مين او د خپل وطن لپاره مخلص او خير خواه دي،
مرګ دي وي په هغو بي ناموسانو كوم چي ديو څو روپو لپاره د خپل وطن او ناموس نه تيريږي او د ISI لپاره جاسوسي كوي.
اوس چي څومره دا تاليڅټي رسوا كيږي نو هومره يي په غرو باندي دتيزونو وار نه وي ، او په اپلتو شروع كوي،
كله وايي قرآني يي، او كله هم طوفاني ، او جلالي پكي لا ننګرهاري هم وراضافه كړو.
لمړي خو دا واضحه كول غواړم ، كه چيري زه دقرآني يا طوفان او يا هم ننګرهاري په نوم ليكني كوم نو پاک الله دي ما تباه كړي ، از كه څوک په ما شک كوي نو پاک الله دي هغوي تباه كړي، تاسو ټول ووايي آمين.
دوهمه دا چي زه ښكنځلمار نه يم، بي ځايه ښكنځلي مي جاته نه دي كړي، هو! خو دهر چا سره دهغه دشخصيت مناسب برخورد كوم.
ښكنځلمار خو داسي وي لكه پتنګ، تاسو اوګورۍ شاوخوا 3529 ليكني يي كړي، پدي كي 90% سلنه يي ښكنځلي، سپكي سيوري، او دمتقابل لوري سپكاوي دي.
پتنګ ليكي:
[quote:b7321c63b1]کله څان له راوپا نه معرفي کوي او کله له چيکاګوڅخه !
[/quote:b7321c63b1]
انديواله دي خبري پوري دي خر هم خاندي، دي كي ددرواغو څه خبره ده، هاغه وخت اوروپا كي وم ، او اوس امريكا كي يم، زه د Business Visa ځان سره لرم، دكاروبار به سلسله كي كله يو ځاي او كله بل ځاي يم، او اوس به يو څو هفتي وروسته بيا بل ملک كي وم، ستا غوندي د ISI مفته پيسو ته پروت نه يم، ليكنو ته راسره دومره وخت هم نه وي خو د ټول افغان regular لوستونكي يم.
رازم دجلالي ليكني ته: لمړي دا چي څه دي ليكلي هغه ما پوري هيڅ تعلق نلري، ځكه چي تا خطاب مبارز او ننګرهاري ته كړي،
دويمه دا چي: كوم الفاظ چي تا كارولي دي، هغه ستا دكورني په پست او رزيل تربيت دلالت كوي، زه او د فورم پخواني لوستونكي دي ښه پيژنو ، چي ته څومره احمق، بي ادبه، او رزيل انسان يي.
حليمي صاحب، كوم چي ستا دپلار يا نيكه پر ځاي دي، هغه سپكي سپوري دي ورته ويلي، چي تر ننه دهغه دياده نه وځي.
يوه ورخ درته حليمي صاحب ليكلي وو:
[color=white:b7321c63b1]
همېشه مي په یاد کښي يي ، په سبب ستا داخلاقو !!!
[/color:b7321c63b1]

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7850&postdays=0&postorder=asc&start=15

ستا اخلاق خو ټولو ته مالوم دي ، ته په كومه خوله د اخلاقو نوم اخلي.
البته تاسو به كور كي هم دسپين ږيرو يا پلار نيكه سره داسي برخورد كوي.
خبري دي دوه روپۍ اهميت هم نلري، يو فاشيست او قوم پرسته انسان يي،
دخپل ځان د اصلاح كوښښ اوكړه، كه بل ته يوه ګوته نيسي نو ځان ته دي دري راجع كيږي، او آينده كي د داسي بي ادبه ليكنو نه ډډه اوكه، دا به ستا لپاره ښه وي.

مرګ دي وي د ISI په تاليڅټو
ژوندي دي وي دوطن مخلص او خير خواه بجيان.


عبدالله خان
24.01.2012

یاره زلمی خانه چی ته مبارز قرانی نه یی نو زه داسی فکر کوم که چیری مبارز قرانی دوه ښځی ولری یعنی چی یوه پښتنه او بله پنجشیری وی نو ته یی د پنجشیری ښځی زوی یی ځکه چی لیکل دی ډیر ورته دی او دماغ دی هم دا شان دی لکه ماما ګان دی چی پنجشیریان وی

او رښتیا یو نیمو پنجشیریانو ډیره ښه پښتو زده کړی لکه طاهر شباب او دا هم کیدای شی چی هم د مور او هم دی پلار له پنجشیره وی
که چیری داسی وی نوبیا ملامت نه یی نو بیا ظالمه خو واضح ولیکه چی زه پنجشیری یم د امنیت دولتی په وزارت کی کار کوم پښتو می زده کړی او دا می وظیفه ده چی دلته هم مظلوم پښتانه سره پری نږدم چی پخپلو ستونزو بحث وکړی او دا زما وظیفه ده چی باید هر بحث اخلال کړم

او ستا دینی علم ته چی ګورم هغه انګریز می را په یاد شی چی ۱۸ کاله یی په پلی خشتی جومات کی امامت کړی وو هغه انګریز هم حتماً یو څه دینی علم لاره خو مسلمان نه وو

ت


أبوخليل قدوسي
25.01.2012

یوځلي خو دا کړکۍ هم پرانېزﺉ چي داطاق هوا مو بدله شي ډېره مننه
http://kachkool.blogspot.com/2012/01/blog-post_565.html


م . ق
25.01.2012

[quote:5bd3607806="أبوخليل قدوسي"]یوځلي خو دا کړکۍ هم پرانېزﺉ چي داطاق هوا مو بدله شي ډېره مننه
http://kachkool.blogspot.com/2012/01/blog-post_565.html[/quote:5bd3607806]

دروند قدوسي صاحب،
د حسناتو تله مو تل دغسې درنه اوسه!!!
رب العزت دې مونږ ټولو ته په اسلام د پوره عمل کولو توفیق راکړي.

د نورو ورونو څخه په درناوۍ هیله کوم چې د بې ځایه او بې فایدې بحثونو څخه تیرشئ، په ځمکني حقایقو او روانو حالاتو باندې د دلایلو له مخې وغږیږﺉ.
زه خپله له داسې بحثونو څخه براءت او بېزاري اعلانوم.

عبد الله خان صاحب، منم چې د زلمي افغان صاحب نظر او لیکنې زما سره ډیرې ورته دي، خو بیا هم پکې څرګند توپیر ترسترګو کیږي که لږ ورته ځیر شئ، کولاي شئ پدې اړه له وطنمل صاحب څخه هم پوښتنه وکړﺉ.

خوشحال خان صاحب، دا سمه ده چې ډیر حزبي او جمعیتي یا حرکتي کسان د کرزي په اداره کې شته، خو ډیر نور بیا د طالبانو په صفونو کې هم دي، که طالبان ورته مناسب مقام او اهمیت نه ورکوي نو بیا خو په لوي لاس دې ته مجبورول کیږي چې طالبان پریږدي او د نورو د چتر لاندې ځان محفوظ کړي، فکر کوم دا سیاست ناکام دی.

د قدوسي صاحب په ورکړل شوي لنک کې تلاوت واورﺉ ترڅو زړونه مو د ایمان په رڼا روښانه شي، که یې درباندې اثر وکړو نو ددې لاندې ایت مصداق به یاست او کنه نو بیا په ځان وویریږﺉ.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّـهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ.

اقول قولي هذا واستغفرالله لي ولکم ولسائر المسلمین


أبوخليل قدوسي
25.01.2012

امېن ثم امېن !!
مبارز صاحب السلام علیکم
له پېرزويني او ستايني او همفکري څخه مو بېخي ډېر منندوی یم په بشپړ درناوي


م . ق
25.01.2012

[quote:f06613fa7c="أبوخليل قدوسي"]امېن ثم امېن !!
مبارز صاحب السلام علیکم
له پېرزويني او ستايني او همفکري څخه مو بېخي ډېر منندوی یم په بشپړ درناوي[/quote:f06613fa7c]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
دروند مشر قدوسي صاحب هیله کوم.

تاسو یوځاي کې د خپل نظر په اړه داسې ویلي:
(هغه څه چي ما ډېر ځوروي : پښتني ناروا دودونه، احسان فراموشي، دمقابل لوري جهالت او حماقت، له الهي حکمونو څخه دپه اصطلاح متدینو اشخاصو سرغړونه او سوء استفاده دا معنا چي له دين څخه دکان او يا پلورنځی جوړول او ددنيوي ګټو دلاسته راوړلو وسېله ګرزول ، هغه څوک مي ډېر خوښ دي چي الهي حکمونو ته غاړه رسۍ وي او ددې هېڅکله خيال نه ساتي چي داخلګ به څه وايي . دپښتونوالي په نوم بېځایه غیرت، دحقوقو پایمالول، ظلم او تعصب دکفر او شرک مترادف ګڼم)
ستاسو دغه نظر مې ډیر خوښ شو او کلک تاید یې کوم، واقعا چې اصلي مسلمان هماغه وي چې د الله تعالی ټولو حکمونو ته غاړه ږدي،په عاجزۍ سره ګردن نهاد منیب او تابعدار وي، بې له دې چې د خپل شخصیت، په اصطلاح پښتو او غیرت لپاره پکې څه ولټوي.

په خورا درنښت


khoshalkhan
25.01.2012

quote="zalmai afghan "
[quote:a89acf8815]سلامونه په هغو افغانانو ورونو كوم چي په وطن مين او د خپل وطن لپاره مخلص او خير خواه دي، [/quote:a89acf8815]
که ته مخلص او خيرخوا وی نو دامريکا له تګ اوراتګ څخه به دې لاس اخيستی
وو،څکه چې هغوی پليدو امريکايانو نه يواخې زمونږ هېواداشغال کړی بلکې
زمونږ واړه او ښڅې سرتوروي بدوضعيت ورسره کوي اوحتا دمړيواحترا م مو هم
نلري ،نه ! ته دالر پرست يې خلقيانو او پر چميانو به مسکو ته پنډې وړې ،ته يې
ظالمې امريکاته !

[quote:a89acf8815]مرګ دي وي په هغو بي ناموسانو كوم چي ديو څو روپو لپاره د خپل وطن او ناموس نه تيريږي او د ISI لپاره جاسوسي كوي.
اوس چي څومره دا تاليڅټي رسوا كيږي نو هومره يي په غرو باندي دتيزونو وار نه وي ، او په اپلتو شروع كوي،كله وايي قرآني يي، او كله هم طوفاني ، او جلالي پكي لا ننګرهاري هم وراضافه كړو.[/quote:a89acf8815]
ISI له افغانستان سره بل تاريخ لري ستا سو لاسپوڅی دولت يې مذدور او په هر څای کې له پارلمان څخه نيولې تر دولته پورې خپل نفر لري ، خو نالت پر هغوی چې CIA ته مذدوري کوي !

[quote:a89acf8815]لمړي خو دا واضحه كول غواړم ، كه چيري زه دقرآني يا طوفان او يا هم ننګرهاري په نوم ليكني كوم نو پاک الله دي ما تباه كړي ، از كه څوک په ما شک كوي نو پاک الله دي هغوي تباه كړي، تاسو ټول ووايي آمين.[/quote:a89acf8815]
داسې مالوميږي چې بې څايه غونډې ولې !

[quote:a89acf8815]دوهمه دا چي زه ښكنځلمار نه يم، بي ځايه ښكنځلي مي جاته نه دي كړي، هو! خو دهر چا سره دهغه دشخصيت مناسب برخورد كوم.
ښكنځلمار خو داسي وي لكه پتنګ، تاسو اوګورۍ شاوخوا 3529 ليكني يي كړي، پدي كي 90% سلنه يي ښكنځلي، سپكي سيوري، او دمتقابل لوري سپكاوي دي[/quote:a89acf8815].
دلته هم دروغ وايې ۹۰٪ !!! څرنګه دې ارزيابي کړې !

[quote:a89acf8815]
پتنګ ليكي:
کله څان له راوپا نه معرفي کوي او کله له چيکاګوڅخه !
[/quote:a89acf8815]
[quote:a89acf8815]انديواله دي خبري پوري دي خر هم خاندي، دي كي ددرواغو څه خبره ده، هاغه وخت اوروپا كي وم ، او اوس امريكا كي يم، زه د Business Visa ځان سره لرم، دكاروبار به سلسله كي كله يو ځاي او كله بل ځاي يم، او اوس به يو څو هفتي وروسته بيا بل ملک كي وم، ستا غوندي د ISI مفته پيسو ته پروت نه يم، ليكنو ته راسره دومره وخت هم نه وي خو د ټول افغان regular لوستونكي يم. [/quote:a89acf8815]

ستالودګي او دروغ دلته مالوميږي .
ته نو چې هر چېرته سفر کوې بيا ټول افغان ته راڅې او خپل د استقامت څای ته تغير
ورکوې !! ايا دا يوه لودګي په طاقت د ۴ نده ! او که د مخبري دنده لرې !
ستاد غړيتوب نېټه له هغه و خته شروع شوې کله چې زما او د فرقاني تر منڅه د
اول څل لپاره شخړه شروع شوه !
ايا دا ټول درواغ او کارونه تصادفي دي او که د پنجیانو د اجنټ لودګي ده !!

[quote:a89acf8815]
رازم دجلالي ليكني ته: لمړي دا چي څه دي ليكلي هغه ما پوري هيڅ تعلق نلري، ځكه چي تا خطاب مبارز او ننګرهاري ته كړي،
دويمه دا چي: كوم الفاظ چي تا كارولي دي، هغه ستا دكورني په پست او رزيل تربيت دلالت كوي، زه او د فورم پخواني لوستونكي دي ښه پيژنو ، چي ته څومره احمق، بي ادبه، او رزيل انسان يي [/quote:a89acf8815]
باغ په مېوه او کورنۍ په غيرت ، مېړانه، پاک نفسي تقوا ...... مالوميږي، ستاسفرونه امريکې ته ستاد کورنۍ بشپوړ څرنګوالی څرګندوي !
احمد زې صيب د يوو غيرتمندقام ديني عالم دی، د امريکې جاسوسان نه خوښوي !!

[quote:a89acf8815]ستا اخلاق خو ټولو ته مالوم دي ، ته په كومه خوله د اخلاقو نوم اخلي.
البته تاسو به كور كي هم دسپين ږيرو يا پلار نيكه سره داسي برخورد كوي.
خبري دي دوه روپۍ اهميت هم نلري، يو فاشيست او قوم پرسته انسان يي،
دخپل ځان د اصلاح كوښښ اوكړه، كه بل ته يوه ګوته نيسي نو ځان ته دي دري راجع كيږي، او آينده كي د داسي بي ادبه ليكنو نه ډډه اوكه، دا به ستا لپاره ښه وي.[/quote:a89acf8815]
لوده خانه فاشستي او قوم پرستي فرق لري ، هغوی چې قام پرسته او ملیت پرسته
نوی هغوی بې پرتوګه ما لومیږی !!

[quote:a89acf8815]مرګ دي وي د ISI په تاليڅټو[/quote:a89acf8815]
پر دغه پنجي موډ شعار خپله د CIA مذدوري نشې پټه ولی !
[quote:a89acf8815]ژوندي دي وي دوطن مخلص او خير خواه بجيان.[/quote:a89acf8815]
مرګ او لعنت په NA او CIA !!


اکرم
27.01.2012

zalmai afghan لیکلي:[quote:855b293bdf][color=red:855b293bdf]ټول افغان دي د I S I له تاليڅټو څخه پاك كړل سي[/color:855b293bdf][/quote:855b293bdf]

[size=24:855b293bdf]ګورئ پام کوئ چې د ISI ,CIA القاعده ، سلفیانو او وهابیانو او نورو په نامه ، په خپل منځي شخړو کې دټول افغان پاڼه
د پښتو لوستونکو څخه پاکه نه کړئ !!! [/size:855b293bdf]
[size=7:855b293bdf]کورموخور نشه چې د پردو مفکورو په ګټه خپله څټه وباسئ [/size:855b293bdf] !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more