د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وروڼو ته یادونه

أبوخليل قدوسي
24.01.2012

وروڼو !!!
السلام علیکم

یوه دورورولي مشوره درکوم که یې ومنۍ ستاسو او دلوستونکیو او داسلام په ګټه به وي :

زیاتره وروڼه داسي ليکني کوي چي دنورو دزړبداوي باعث ګرزي ، تنقیدونه، وي او بالمقابل يې دتنقیدونو جوابول وي هغوی ته دا لیکنه ځانګړي کوم هیله يم دعادلانه، او عاقلانه قضاوت عینکي ورته په سترګو کړي او ويې لولي :

دومره اوږدې ليکني چي تاسو کړي هم مو مازغه پې خوړلي، هم مو وخت ورباندي لګولی، هم مو زړونه پې ستړي شوي، هم یې دلوستونکیو وخت نېولی او پدې کي هم دذرې شک نشته چي دوېب پاڼو تر څنګ يې کراما کاتبین هم درپسي ثبتوي .

دزیاتو ستوریو جوړول او دملاتړکونکیو موندل به هغه وخت زمونږ ستره لاسته راوړنه وي او شکر باید ورباندي وباسو چي کله زمونږ ليکني په شرعي او اخلاقي مغیارونو برابري وي، پوهنېزي، اخلاقي او دعوتي وي او دالله تعالی درضا دحصول موجب وګرزي .

نو غوره به داوﺉي چي خپل وخت او مازغه دتنقیدونو او دتنقیدونو دځوابولو په ځای داسي علمي او دعوتي لیکنو ته وقف کړو چي هم الله تعالی پې خوشاله شي او هم يې یوه لوستونکي ته دنیوي یا اخروي ګټه ورسېږي اوهم زمونږ دنېکیو پاګه پې شتمنه شي په عین وخت کي دیو چا ورباندي خاطر هم دروند نه وي .

که سياسي ليکني کوو نو هم په ذکر شوي معیار سمي او دوخت او حالاتو غوښتنه وي، پرهارونه پتۍ کړي نه داچي نور يې هم وشړوي، دمسلمانانو وحدت او دمسلمان امت ښېرازي پکي غوښتوني وي او نيت مو پکي دالله تعالی رضا وي ځکه چي د هرعمل لاستاه راوړنه اوثمره دنیت مطابق وي .

کددعوت په سلسله کي یا دېني ليکني وي نو هم باید د داسي اختلافي مسایلو او حساسو موضوعاتو له څېړلو ډډه وکړو چي یوڅوک پکي ټکول شوي وي او لوستونکي راباندي بدګمانه کړي او دګټي په ځای یې ضرر زیات وي او نه دادوخت غوښتنه ده .

که تنقید کوو نو دافرادو دنېمګړتیاوو دجوته کولو په ځای به ښه دا وي چي خپله پاملرنه ځاني اصلاح او دخپلو لیکنو سمولو او داولویاتو پېژندلو ته واړوو، داشخاصو او ډلو دنواقصو دجوته کولو او څېړلو په ځای دعمومي وضعي نېمګړتیاوي جوته کړو او درملنه يې ولټوو ، بیا به مو تنقیدونه دچا سپکاوی او ځورول نه بلکه اصلاحي تنقیدونه وي .

ښاعر څه ښه وايي :
وما من كــاتب إلا سيفنى … ويبقى الدهر ما كتبت يداه
فلا تكتب بكفك غير شىء … يسرك فـي القيامه ان تراه

هرلېکونکی به فناء شي او لیکني به يې تر ډېره وخته دلوستلو لپاره پاته وي نو په خپلو ګوتو هغه څه وليکه چي دقیامت په ورځ يې په لیدلو خوشاله شې .

په درناوي

http://kachkool.blogspot.com/2012/01/blog-post_25.html


رښتینی
24.01.2012

قدوسي صاحب الله دي ښاد او اباد لره
تاسو په اوږدو لیکنو دوخت او انرژې دضایع کولو خبره کړي ده
موږ دتیروڅو لسیزي په ترڅ کې له اشغالګروپرته ښه ډیر وخت په خپلو کې
دیوه بل په ککریوکې د ګولیوپه سړولو هم تیرکړی دی اودیوه بل پرخلاف مو
جبهي اوپلټني لرلي :(
الله المستعان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more