د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ښکلې خبرې!

محمود سعيد
22.01.2012

ملګرو سلامونه.
غواړم د ښکلو، لنډو او په زړه پورې خبرو يوه لړۍ دلته پيل کړم. هيله ده په غزولو کې ېې راسره مرسته وکړئ.
ډاډ: (۱)
يوه ورځ د کلي خلکو پرېکړه وکړه چې د باران اورېدو لپاره په دښته کې لمونځ او دعا وکړي.
په ټاکل شورې ورځ ټول خلک راټول شول. په دوی کې يوازې يوه ماشوم له ځان سره چترۍ راوړې وه.
دې ته وايي ډاډ او پوره باور!


محمود سعيد
23.01.2012

عبرت (۲)
زاړه سړي غونډې ته وينا کوله.
حاضرينو ته ېې يوه ټوکه وويله او ټولو په کړس کړس وخندل.
همدا ټوکه ېې بيا وويله، دا ځل لږو کسانو لږ وخندل.
دريم ځل ېې بيا همدا ټوکه وويله، دا ځل هېچا هم ټوکې ته ونه خندل.
هغه موسکا وکړه او وېې ويل: کله چې نشئ کولای يوې ټوکې ته څو ځله وخاندئ، نو ولې د يوه غم يا ستونزې په اړه تل خواشيني ياست او بيا بيا پرې ژړا کوئ؟
له تېرو پېښو څخه يوازې عبرت واخلئ او مخ پر وړاندې ولاړ شئ.


طالب ISI
23.01.2012

یوه عالم ویلي چې د خپل زړه مخالف کار کوه ته بریالی یې.

تشریح:

زړه درته ویل ویده شه خو ماغزه درته وایې درس ووایه. زړه د وایې دغه خراب کار وکړه ، دماغ د بل څه وایې. نو ځکه زړه هر وقت عاجل، بې ګټې، شیان غواړي.


محمود سعيد
24.01.2012

توپير (۳)
د مبارز او عادي وګړي توپير دا دی چې مبارز کس هره پېښه د مبارزې وړ ګڼي او عادي وګړي پېښو ته يوازې د نعمت او مصيبت په سترګه ګوري.
دون خوان
ښاغلی شهير ستاسو هم مننه چې برخه مو راسره وخيسته.


محمود سعيد
01.02.2012

ژوند يعني څه؟
له خياط (درزي) نه وپوښتل شول: ژوند يعني څه؟
ځواب ېې ورکړ: د توبې په تارونو د روح او زړه د درزونو ګنډل.
له ماليار (بڼوال) څخه ېې وپوښتل: ژوند يعني څه؟
وېې ويل: د ايمان له رڼا لاندې، د زړونو په ځمکو کې د مينې د تخمونو کرل.
له لرغون پېژندونکي ېې وپوښتل چې ژوند څه مانا؟
هغه ځواب ورکړ: د انسانيت د جوهر په لټه کې د سټو (جسمونو) لټون.
له هندارې پلورونکي هم ورته پوښتنه وشوه، هغه ځواب ورکړ:
د توکل په هنداره پاکوونکي باندې د زړونو له هندارو نه د ګرد څنډنه ژوند دی.
له مېوه پلورونکي نه ېې وپوښتل: ژوند درته څه مانا لري؟
وېې ويل: د زړونو په کرېټ کې د ښېګڼو اووډل.
اوس تاسې وواياست چې ژوند يعني څه؟
د هر يوه د ځانګړي ځواب په هيله.


ښکلې خبرې!

مساپر
01.02.2012

ښاغلی ورور محمود سعید صیب، ستا د ډېرو ښکلو مطالبو څخه یوه نړئ مننه، زه هم غواړم چې د (ژوند یعنی څه؟) تر عنوان لاندې یوڅو ټکی ولیکم:

د ټولو کایناتو د خالق ستاېنه او عبادت کولو یوه لاره هم د هغه د مخلوقاتو (مسلمانانو) خدمت لاره ده.


ډاکتر څپاند
01.02.2012

سعيد صيب زما سلامونه هم ومنئ،


[quote:7d4f42b964]ژوند يعني څه؟
له خياط (درزي) نه وپوښتل شول: ژوند يعني څه؟
ځواب ېې ورکړ: د توبې په تارونو د روح او زړه د درزونو ګنډل.
له ماليار (بڼوال) څخه ېې وپوښتل: ژوند يعني څه؟
وېې ويل: د ايمان له رڼا لاندې، د زړونو په ځمکو کې د مينې د تخمونو کرل.
له لرغون پېژندونکي ېې وپوښتل چې ژوند څه مانا؟
هغه ځواب ورکړ: د انسانيت د جوهر په لټه کې د سټو (جسمونو) لټون.
له هندارې پلورونکي هم ورته پوښتنه وشوه، هغه ځواب ورکړ:
د توکل په هنداره پاکوونکي باندې د زړونو له هندارو نه د ګرد څنډنه ژوند دی.
له مېوه پلورونکي نه ېې وپوښتل: ژوند درته څه مانا لري؟
وېې ويل: د زړونو په کرېټ کې د ښېګڼو اووډل.
اوس تاسې وواياست چې ژوند يعني څه؟
د هر يوه د ځانګړي ځواب په هيله. [/quote:7d4f42b964]

دژوند په هکله نوموړي اندونه "فلسفي" اندونه بلل کېږي٠

څه چې ما پدې هکله اورېدلي:

ملا صيب وائي چې ژوند دلوی خدای ج دعبادت لپاره يوه وسيله ده،

کمونست بيا ژوند دکار لپاره کڼي او دموکرات ئي دمزې او لذت لپاره٠

مشهور شعر دی:زندګي چيست؟ خون دل خوردن
زير ديدار ارزو مردن

بل چا داسې ويلي:

په ژوندانه کې يو خيالي (خيالبافه)سړی يوه ښکلې ماڼۍ جوړوي،لېونی يامجنون په نوموړې ماڼۍ کې ژوند کوي او ارواپېژندونکی بيا ترې کرايه اخلي٠


محمود سعيد
02.02.2012

دروند ورور مسافر او ښاغلی ډاکټر څپاند!
سلامونو ته مو عليکم سلام.
هيله ده روغ رمټ او خوښ به ياست. له ښکلو خبرو مو نړۍ مننه.
څپاند صيب فکر کوم د خپل کليوال سندرې ډېرې نه اورې! هغه وايي:
زندگی چيست خون دل خوردن
زېر ديوار آرزو مردن
رسم دورنگی آئين ما نېست
يک رنگ باشد شب و روز من
...
دا غونډله [quote:646af0eb7d]په ژوندانه کې يو خيالي (خيالبافه)سړی يوه ښکلې ماڼۍ جوړوي،لېونی يامجنون په نوموړې ماڼۍ کې ژوند کوي او ارواپېژندونکی بيا ترې کرايه اخلي٠[/quote:646af0eb7d] مو ډېره ښکلې او په زړه پورې ده.
زه به ېې هم يو ځای ته ولېږم.


محمود سعيد
12.02.2012

لويه خدايه!
هغو چې زما سره بدي وکړه، هوښيار ېې کړلم.
هغو چې نصېحت راته وکړ، د ژوند لار ېې راته روښانه کړه.
هغو چې ماته ېې پام ونه کړ، صبر ېې راوښود.
هغو چې له ما سره ښه وکړل، ماته ېې مينه وښوده.
خدايه ټولو ته ښېګڼه ورپه برخه کړه.


محمود سعيد
13.02.2012

په ټول وجود او ټول عمر کې مې ګناه وکړه!
خو نه ېې خپل نعمت راڅخه واخيست او نه ېې هم زما د ګناه راز فاش کړ.
که لارښوونې ېې ومنم او اطاعت ېې وکړم نو څه به وکړي...؟


هیښ
15.02.2012

سلامونه

څوک چې ښکنځلې لکه دلیل راوړي،بل دلیل نه لري

دکښتۍ دحرکت مسیر باد نه ،بلکه هغه څوک چې پارو وهي تعینوي.

په هر شي کې یوه ښکلاوجود لري ،خوځنې ئې دلیدلو شوق نه لري.

دواده نه مخکې مې شپږ خیالونه(اډیالونه) لرل ،خو بچیان مې نه لرل ،اوس مې شپږ اولاده دي ،خو اډیا نه لرم.

مننه


محمود سعيد
16.02.2012

هيڅ کله خطا مه کوئ!
که خطا مو وکړه...بيا ځلې ېې مه کوئ.
که بیا ځلې مو وکړه...اعتراف مه پرې کوئ.
که اعتراف مو وکړ...زارۍ مه کوئ.
که زارۍ مو وکړې... نور نو ژوند مه کوئ.


وصيل پېروز
24.02.2012

ټولو ته سلامونه او ښې چارې

ښاغلی سعيد صاحب ! ګټوره او خوندوره لړۍ مو پيل کړې غواړم زه مو هم ملګری شم :

" د بدۍ ځواب په نېکۍ ورکړه نو هغه کس به چي ستا او د ده تر منځ دښمني ده در ته داسي شي لکه يو خوږ دوست ." ( حم السجدة : ۳۴ )
د يو شاعر د شعر مفهوم دئ ، وايي :
" زه پر يو داسي ناپوه تېرېږم چي ما ته ښکنځل کوي نو داسي ځم چي ما ته نه بل چا ته وايي."

نوري به بيا کوو... ان شاء الله
په مينه او درنښت


محمود سعيد
27.03.2012

عليکم سلامونه!
زما نيکې هيلې هم ومنئ. هيله ده ټول به روغ رمټ ياست. شهير صيب، ډاکټرڅپاند صيب، هېښ صيب، مساپر صيب او پېروز صيب دې الله په خير راولي، تر څو مو ملګرتوب د نيمې لارې نه وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کوم کس د رواني او روحي ناروغيو متخصص ډاکټر ته ورغئ او د خپل زړه له لوی غمه ېې ورته شکايت وکړ...د ناروغ درد هومره زيات وو چې ډاکټر ېې له درملنې بښنه وغوښته او وېې ويل: تاسې په فلانۍ سيمه کې يو کس ته ورشئ، ویل کيږي چې هغه د دې ښار تر ټولو ښه ټوکي او خندوونکی کس دی. هغه به مو دومره وخندوي چې غمونه مو له ياده ووزي.
ناروغ ترخه موسکا وکړه او وېې ويل: زه په خپله هماغه ټوکي يم.


وصيل پېروز
01.04.2012

سلامونه
ښاغلی محمود سعيد صاحب ! ان شاء الله ملګرتيا به مو د نيمې لارې نه وي ، نن به بيا يو څو زرينې جملې ولولو :

شاعر وايي:
" ما وليدل سپينوالي مي په وېښتانو کي ځاله جوړه کړه ، ما وويل: مرحبا ! بوډاتوب راځي که زما په هر کلي بوډاتوب تلای نو ما به مرحبا نه ورته وايی مګر خبره داده چي کله د خوښې خلاف څه وشي نو پر هغو په راضي کېدو د زړه خپګان له منځه ځي."

په مينه او درنښت


محمود سعيد
04.04.2012

عليکم سلام او زما سلامونه هم ومنئ!
هیله ده روغ رمټ به ياست او د ژوند په ټولو لارو چارو کې مو بريا او سرلوړی په برخه وي.
دا هم د نن خبرې:

له هغو خلکو د آزادۍ اخستل چې نه غواړي غلام پاته شي سخت دي، خو هغو خلکو ته چې غواړي غلام پاته شي، د آزادۍ ورکول تر دې هم ډېر سخت دي.
...............
يوازې هغه ته تسليم اوسئ او د هغه (ج) د لارښوونو پر بنسټ ژوند وکړئ. که د نورو ډار، فشار، غوښتنو او لارښوونو ته تسليم شوئ نو پوه شئ چې پر غلطه روان ياست.


اکرم
05.04.2012

[color=blue:b9555a15be]تاند[/color:b9555a15be]:

طنزي تعريفات / ليکوال: عبدالنافع همت

د ملت بابا: هغه نابغه او د فوق العاده استعداد خاوند ته ويل کېږي چي په اتلس کلنۍ کي فرانسوي او شپېته کلنۍ کي ايټالوي ژبه زده کړي، خو تر نوي کلنۍ پوري هم پښتو زده نه کړي.



والي : هغه دولتي مامور ته ويل کېږي چي د وظيفې تر اشغال د مخه خپله په کرايي کور کي اوسېږي خو تر يوه مياشتي کار وروسته نورو خلکو ته دوه کورونه په کرايه ورکړي.



ټمبل: هغه څوک چي له نوم څخه سر پرې کړي او په لکۍ پوري يې وروتړي او بيا تخلص ځني جوړ کړي، ياني دوه سری تخلص ولري.



مارشال : مارشال په لغت کي هغه مار ته ويل کېږي چي په شال کي پټ وي خو په نظامي اصطلاح هغه زړور افسر ته ويل کېږي چي په خورا زړه ورتوب او مېړانه د نړيوالو نظامي ځواکونو په مخ کي ودرېږي، ياني هغوی خپل هيواد ته راوبولي.



روشنفکر :هغه څوک چي دی په خپله ژبه خبري کوي خو اولادونه يې په بله ژبه خبري کوي.

مفتي : هغه توتي چي يوازي يې د ( کافر سوې! ) کلمه زده کړې وي.



تراهګر : په افغانستان کي پښتون او په نړيواله کچه هغه چا ته ويل کېږي چي د امريکا خبره نه مني

شاعر: هغه څوک چي يوازي د ځان په اړه خبري کوي.



ليکوال: هغه څوک چي د داسي خبرو د ليکلو هنر ولري چي په ليکلو نه ارزي.

قاضي : هغه څوک چي د قانون ماتولو مهارت ولري.



حاجي : هغه زاړه سيلاني ته ويل کېږي چي ددې خوا په مرضونو بار وي او له هغې خواپه سوغاتونو بار وي.



ايساف : هغه اجير لښکر ته ويل کېږي چي د سولي پر مهال خزانه خالي کوي او د جګړې پر مهال اوږه خالي کوي.



ناټو : هغه جنګي ټولنه چي په حقيقت کي د جګړې لپاره جوړه سوې، خو د سولي ماموريت ورسپارل سوی وي.



ذو تابعتين : هغه ذوحياتين يا دوه تابعيت لرونکي شخص ته ويل کېږي چي د ګټي پر وخت په افغانستان او د تاوان پر وخت په بهر کي اوسېږي.



امنيتي کمپنۍ : د نا امنۍ جوړولو هغه اداره چي د غلا او وژنو رسمي جواز ولري.

اين جي او : دا اصطلاح د انګليسي ژبي له (اين) او (جيبو) څخه جوړه ده، ياني هغه نادولتي ټولنه چي له افغانستان سره د مرستي په نوم پيسې شخصي جېبونو ته اچوي.

ګمرک : دا يوه مرکبه کلمه ده چي د فارسي ژبي له ( ګم ) او پښتو ژبي له ( ورک ) څخه جوړه ده، ياني هغه دولتي اداره چي په هغه کي ملي عوايد تری تم کېږي.

دفاع وزارت: هغه اداره چي تل د دفاع پر ځای د تېري په فکر کي وي

مرستندوی هيوادونه: هغه هيوادونه چي خپل خيرات په خپله خوري

ږيره : د مخ هغه وېښتان چي د جهاد په موسم کي اوږده پرېښودل کېږي او د ډيموکراسۍ په موسم کي لنډ او يا خريل کېږي.



اشتباه: هغه جنايت چي سړی يې خپله وکړي

ګناه: هغه ناوړه عمل چي بل يې وکړي

حرام : هغه څه چي سړي ته په لاس نه ورځي

حلال : هر هغه مادي شتمني چي سړي ته په لاس ورځي

کارپوه: هغه چا ته ويل کېږي چې تل په داسي موضوعاتو کي خبري کوي خپله يې نه سي کولای خو نورو ته ښې مشورې ورکولای سي.



کانديد: دا يوه مرکبه کلمه ده چي د پښتو ژبي له (کان) او دري ژبي له (ديد) څخه جوړه ده،ياني هغه څوک چي د ګټو او پيسو پيدا کولو کان يې ليدلی وي او غواړي چي ځان ور ورسوي.



ژورنالست : د انتقادونو هغه جوال چي تل يې خوله خلاصه وي.

اپوزيسيون: هغه سياسي ګوند ته ويل کېږي چي که دوی واکمن وي سوله غواړي او که نور واکمن وي جګړه غواړي.



پوهنتون: د سانسکريټ ژبي له پوهن ( سينګار ) او پښتو ژبي له تون څخه جوړه کلمه ده چي مانا يې فيشن تون دی



عدالت : هغه کارونه چي واکمنه سياسي ډله يې کوي.

مېله : د هغو ځوانانو کړه وړه چي له عقل څخه د تېښتي پر مهال يې کوي.

ګوند: د پانګه والو او سوداګرو صنفي اتحاديه

کاربنديز : هغه عمل چي د خپل کار لپاره د نورو کارونه وربندوي


وصيل پېروز
05.04.2012

سلامونه او نېکي هيلې
نن به دا ولولو :

د مسلمان تګلاره او پيغام د انتقام ، حسد او کرکې په څېر تر کوچينو شيانو ډېر لوړ دئ .
***
د يو مشهور امريکايي روان پوه ويليم جيمس چي د روان پوهنې پلار ګڼل کېږي د دې خبرې په لوستلو ډېر حيران شوم دی وايي: " موږ د هغه څه په اړه فکر کوو چي زموږ ملکيت نه دي څه چي مو په واک کي دي پر هغو د الله شکر نه باسو، زموږ په ژوند کي چي کوم دردناک اړخونه دي زموږ سترګې ښه ور اوړي خو ځلانده او روښانه ګوښې نه وينو څه چي مو کم دي افسوس پرې کوو او څه چي مو تر لاسه کړي ترې خوشاله نه يو."

په مينه او درنښت


محمود سعيد
11.04.2012

سلامونه!
د فسبوک پر مخ کې يوه ملګري ښکلې خبرې نښلولې وې او ما هم ټولې دلته را کاپي کړې، هيله ده خوښې مو شي:

مهم والی ښه دی؛ خو ښه والی ډېر مهم دی.

مسکا آرزان ترینه لاره ده، چې کېدای شي دیدن ته پراختیا ورکړي.

خوشبختي هغه چاته مخه کوي، کوم چېد نورو د خوشبختۍ لپاره کوښښ کوي.

شاید هغه څوک مو هېر کړي، چې ورسره خندلي مو وي؛ خو هغه څوک مو نشي هېرولی، چې ورسره ژړلي مو دي.

غم او ښادي په یوه کور کې ژوند کوي، په آرامۍ سره خوشالي ترسره کړه؛ څو غم راویښ نشي.

هغه چاته لوی شخصیت ویلای شو، چې په خپله سینه کې یو ماشومانه زړه ولري.

د مېږو هغه لښکر چې د یوه زمري لخوا اداره کېږي، کېدای شي د زمریانو هغه لښکر ته ماتې ورکړي، چې د یوې مېږې لخوا اداره کېږي.

خپل دوست ته دې ټوله مینه او محبت مه ښکاره کوه، ځکه په اندک تغیر سره شاید په تا د دښمن ګمان وکړي. (سقرات)
یا د خپلو امیدنو په اندازه کوښښ وکړئ اویا د خپل کوښښ په اندازه امیدونه ولرئ. (شکسپیر)

د قهر او غوسې مثال داسې دی، چې تازه ګرم زغال په دې نیت په لاس کې را واخلې چې بل څوک ورباندې وسوځوې، داچې بل څوک سوځول غواړې شاید هغه په خپله ته وې.

کله چې یو ماشوم نوی تولد شي، په وروڼي یا غنداق کې یې تاووي، د هغه چا سره څومره شباهت لري، چې کله مړ شي او په کفن کې یې تاووي، په دې مانا، کله چې موږ هرې دنیا ته ځو نو زموږ پښې او لاسونه تړل کېږي، دا د انسانانو عادت دی، چې تل ناتوانه کسان بندي کوي.[color=green:3ffb780a5e][/color:3ffb780a5e]


محمود سعيد
15.04.2012

بنسټيزو او دوديزو اخلاقي ارزښتونو ته پر مډرنو او تصنعي ارزښتونو لومړيتوب ورکړئ.
کېدای شي په کاري چاپېريال کې زموږ تر لاس لاندې کسان، له موږ څخه مشران وي، ولې موږ بايد د هغوی درناوی هماغه شان وکړو، لکه څنګه چې د نورو مشرانو کوو.


وصيل پېروز
20.04.2012

سلامونه
هيله ده جوړ او روغ به ياست .
راځئ ! نن د نېکو او خورا غوره نصيحتونو په لټه قرآن هم وپلټو چي څه وايي؟
--------
--------
ژباړه: او متقيان هغه دي چي غوسه خوري او خلګو ته بخښنه کوي. ( آل عمران : ۱۳۴ )
ژباړه: نو تاسو ما ياد کړئ زه به تاسو ياد کړم. ( البقرة )
د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ ، د هغه له رحمته کافران ناهيلي کېږي. ( يوسف : ۸۷ )
ژباړه: ووايه! اې زما هغو بندګانو چي پر ځانو يې ظلم کړی د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ بې شکه الله ټول ګناهونه بخښي ، يقينا دی ډېر بخښونکی او پوره مهربان دئ.( الزمر : ۵۳ )
ژباړه: هيڅکله نه ! بې شکه انسان هغه وخت سرکښي کوي چي ځان غني وبولي. ( العلق: ۶ ، ۷ )
--------
--------
په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more