tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د افغان ماشومانو د ځورونې په اړه د پښتون يون غندنليک

 
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
محمود سعيد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 مارچ   2011
ليکنې: 559

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جنوري   19, 2012 10:37 am    عنوان   : د افغان ماشومانو د ځورونې په اړه د پښتون يون غندنليک Reply with quote

پښتون يون د خپلو ټولو غړو په استا زيتوب د برتانوي پوځيانو دغه ساډيسټي ـ جنسي غير انساني جنايت چې پر افغان کوچنيانو يې اعمال کړی دئ په ټينګه غندي او عاملينو ته یې د سختې سزا غوښتنه کوي .
د The Sun بريتانوي ورځپاڼې د رپوټ له مخې بريتانوي پوځيانو يو افغان ماشوم او يوه ماشومه چې د لسو کلونو په شاوخوا کې عمر لري، اړ کړي دي د هغوی د بدن پټې برخې لمس کړي او دوی پرې خنداوې وکړي. دا وېډیو بيا د دوی له لوري نورو پوځيانو ته هم استول شوې ده. په لنډه موده کې دا دوهمه دا ډول وېډيو ده چې د افغانانو د احساساتو د پارولو لپاره خپريږي.
موږ په دې واقف يو چي پورتنی جرم يو له هغو ډېرو لږو جناياتو څخه دئ چی برتانوي پوځيان يې په افغانستان کې تر سره کوي او عوام پرې خبريږي! برتانويان او د دوی چارواکي بايد په دې پوه شي چې دوی په افغانستان کې يو فاتح ځواک نه دی او نه افغانستان ددې نجس هېواد مستعمره ده! افغانستان يو خپلواک او اسلامي هېواد دئ چي دغسې جنايتونه په هېڅ ډول نه شي تحمل کولای !
که مو پلرونو او نيکه ګانو انګليسان درې ځلي په تور مخ و شړل، نو لمسيان او کړوسيان يې اوس هم دا ځواک لری چي د انګليس ناولي پوځيان له دې خاوري د څلورم ځل لپاره و باسي. دوی ته احتياط لازم دئ! دا د پښتانه خاوره ده !
ژوندی د وي خپلواک، پياوړی او لوی افغانستان
د پښتون يون چلوونکې جرګه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.