د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د افغان ماشومانو د ځورونې په اړه د پښتون يون غندنليک

محمود سعيد
19.01.2012

پښتون يون د خپلو ټولو غړو په استا زيتوب د برتانوي پوځيانو دغه ساډيسټي ـ جنسي غير انساني جنايت چې پر افغان کوچنيانو يې اعمال کړی دئ په ټينګه غندي او عاملينو ته یې د سختې سزا غوښتنه کوي .
د The Sun بريتانوي ورځپاڼې د رپوټ له مخې بريتانوي پوځيانو يو افغان ماشوم او يوه ماشومه چې د لسو کلونو په شاوخوا کې عمر لري، اړ کړي دي د هغوی د بدن پټې برخې لمس کړي او دوی پرې خنداوې وکړي. دا وېډیو بيا د دوی له لوري نورو پوځيانو ته هم استول شوې ده. په لنډه موده کې دا دوهمه دا ډول وېډيو ده چې د افغانانو د احساساتو د پارولو لپاره خپريږي.
موږ په دې واقف يو چي پورتنی جرم يو له هغو ډېرو لږو جناياتو څخه دئ چی برتانوي پوځيان يې په افغانستان کې تر سره کوي او عوام پرې خبريږي! برتانويان او د دوی چارواکي بايد په دې پوه شي چې دوی په افغانستان کې يو فاتح ځواک نه دی او نه افغانستان ددې نجس هېواد مستعمره ده! افغانستان يو خپلواک او اسلامي هېواد دئ چي دغسې جنايتونه په هېڅ ډول نه شي تحمل کولای !
که مو پلرونو او نيکه ګانو انګليسان درې ځلي په تور مخ و شړل، نو لمسيان او کړوسيان يې اوس هم دا ځواک لری چي د انګليس ناولي پوځيان له دې خاوري د څلورم ځل لپاره و باسي. دوی ته احتياط لازم دئ! دا د پښتانه خاوره ده !
ژوندی د وي خپلواک، پياوړی او لوی افغانستان
د پښتون يون چلوونکې جرګه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more