د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

له بشريت سره مينه

محمود سعيد
17.01.2012

اسلام عليکم!
فردي مينه انسان په سترګو ړندوي او په غوږونو ېې کڼوي. ډېر ځله کېدای شي فردي او ځاني مينه د نفساني غوښتنو پر بنسټ وي او پکې ښکيل کس له ځينو سرو کرښو واوړي.
خو ټولنيزه مينه د انسان سترګې پرانيزي، غوږونه ېې ښه اورېدل کوي او دا ښه درک هغه ته دا توان ورکوي چې د نړۍ او ژوند دوهم اړخ ښه درک کړي. دا ښه درک په انسان کې د يوه نوي احساس په رامنځته کېدو سره د بشريت د سوکالۍ او پرمختګ ضمانت کوي.
له ټولنې او بشريت سره مينه په واقعيت کې له خدای (ج) سره مينه ده.
راځئ له خپلې ټولنې، هېواد، پرګنو او ملت سره مينه وکړو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more