د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د صلیبیانو برخود زمونږ د مړو د لاشونو سره

..Ahmadzai
12.01.2012

د ټول أفغان د بحث ټولې خونې مې وکتلې خو په دې أړه مې څه تر نظر لاندې نه سول.
نه پوهیږم ولې ټول چوپ وو؟ خبر نه وو؟ أو که له شرمه یا هم د مړو د کرامت ساتلو لپاره یې دا موضوع بیخي مطرح کړې نه وه؟
پورتنیو پوښتنو زه هم په تردد أو حیرت کې واچولم، چې ایا مناسبه به وي چې دا رنګه ویډیو خپلو هیوادوالو ته مخکې سي؟ أیا په دې کې به خو د مړو څه توهین نه وي؟

خو کله چې د یو نیزدې عرب ملګري کره میلمه سوم، څه بحث مو د شوګر په ناروغئ وکړ، ځکه چې دی شکمن وو چې شوګر یې نه وي، أوبیا هغه ما نه وپوښتل چې أیا تا نن هغه ویدیو ولیده چې پکې أمریکایان د أفغانانو په مړو متیازې کوي؟ ما ورته هو کړه.
دې سره د ملګري سترګو کې أوښکې ډنډ سوې، أو ویل یې دا رنګه حادثات چې سړی ویني أو هیڅ یې ترلاسه نه کیږي، نو خود به د شکر أو فشار په نارغیو مبتلا کیږي، ډیر لوی زور لري.

دا وو د یو عرب ورور احساسات، أو دې سره ما ته هم دا جرأت پیدا سو چې ویدیو ستاسو مخې ته هم کیږدم أو ستاسو محترمو سترګو ته د غرب دا جنایت چې د بې شماره نورو پټو أو ښکاره جنایتونو یو بیلګه ده کیږدم.

هیله ده چې له ما څخه خواشیني نه سئ.

http://www.youtube.com/watch?v=SnSy2KQSFAU

[url]http://www.youtube.com/watch?v=SnSy2KQSFAU[/url]


پتوال
13.01.2012

ډيره سخته خبره ده چې زمونږ د پاکو اوسپېڅلو شهيدانو جسدونه دغه د دجال زامن داسې سپکوي او تخريبوي يې!
الله دې ددې سزا امريکايانو ته دهغوی په سختې ناکامۍ ، ذلت او رسوا يۍ ورکړي او ټول افغان ملت دې خدای سره متحد ، يوموټی
سر لوړی او بريالی کاندي امين امين ثم امين يا رب العالمين .


سلامونه

tandar
13.01.2012

سلامونه
هغه چه په ظاهر کي ځان د اوسني ساختګي دولت اپوزيسون بولي ههههها دافغان دخولي نه مي داکلمه کله نه وه اوريدلي ځکه مي ورته هههها ضميمه کړه ځکه موټر شويان نن ځان اپوزيسون بولي ،دوي هم دخپل ملت په مړو داشغالګرو متيازي کول يو غير انساني کار وګڼلو او غږ ې پورته کړ؟
دوي خو له دي خاوري او له دي ملته ددفاع او واکداري ادعا لري او ورته دښه خدمت وړانديزونه کوي
تمامه ورځي دخپلو بادارنو په دروازه کي عذرونه کوي چه دوي ته دافغانستان قدرت وسپاري
زما سوال له دغو جنګسالارانو څخه دادي چه په تاسو به داملت راټول شي؟
خپله ائينه کي مو خپل اعمالو ته کتلي دي؟
او که له اعدامه ځان خلاصوي ؟
ديتيمانو اهونه درته خداي پاک هم نشي بښلي تاسو دهغوي دپلرونو ويني توي کړي دي
بي سواده بدماشان ځان ته اپوزيسون واي له قواري نه ې سړي ته استفراق ورځي مثال ې دفهيم اودوستم قواري دي، دا سباچه امريکايان ووتل، يو به اوزبکستان يا ترکيې ته تښتي بل به ې ايران ته تښتي او همدغسي نور هم درواخله ،په افغانستان کي خو دشپو ځاي نه لري
زما سوال دادي چه ددوي دنيکونو نيکونه هم افغان وه؟
زما خو پري شک راځي
هغه وخت کي چه طالبان په قدرت راغلل يو چا راته وويل چه ،دوستم خو به اوزبکستان ګريخته،،
ماورته وويل چه ،خوب شد بعد از زياد سالها مسافري اخر به وطن خود رفت هههها ،ماله ټوکي داخبره وکړه ،پس له هغي ورځي ې زما شهرت هم په طالب سره په ټول ښار خپور شو ،بس په پښتو خبري وکړه پخوا خلقي وي او نن طالب ې٠
مګر مونږ اعلان کوو مونږ ازادي خواهان يو هيڅ بيګانه اشغال نه منو يو لوي او ازاد افغانستان دافغان لپاره غواړو او بس
نوربه بس وي
دوطن ددشمنانو په سر تندر


Re: سلامونه

Tofan Khan
13.01.2012

[quote:8d1e4d234f="tandar"]
زما سوال دادي چه ددوي دنيکونو نيکونه هم افغان وه؟
زما خو پري شک راځي[/quote:8d1e4d234f]
نه چا افغانان کړل؟؟؟ افغانان داسې وي؟؟؟ دوي ته د بخارا تختیدلي فراریان وايي چې ویل یې چآي ناخورده جنګ نه میشود.


عادل عادل
14.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور ج/احمدزی صاحب

تاسو مناسب کار کړی چې دا ویډیو مو دلته شریکه کړې ده،،، ما لا هم کتلې نه وه،،، ما وېل کېدای شي چې لومړی به یې ښاغلی شهیر صاحب په ټول افغان کې وټومبي،،،

په هر حال ژړوونکې ویډیو ده!! ،،، خو تر دې زیات د افسوس او اسفناکې ژړا ځای د هغو په حال دی چې امریکایانو په ژوندوني کې په خپلو میتیازو داسې لمبولي، اشباع کړي او هډونه یې ورمردار کړي چې ضمیر، ایمان، معنویات، اخلاق، انسانیت، وطندوستي، بشردوستي، افغاني، اسلامي او هر ډول معیارونه او ټول حمیده صفات یې ترې توګلي دي،،،مثالونه یې مونږ او تاسو ټولو ته تر لمر ښکاره دي،،،، کرزی، فهیم، عبدالله، قانوني، خلیلي، رباني، صبغت الله، شهراني، سیاف، عطا، همدرد، دوستم، احدي، فاروق، رحیم، تورن اسمعیل، ملاعزت، ارغندیوال، خرم، امان الله ګذر، یو درځن فاحشې، لس کلن پارلمان، کابینه، ولسي جرګه، مدني ټولنې او داسې نور ....

له پورته کتګوری راټیټ یې بیا د ځنو په سترګو کې متیازې ورکړې دي چې حق نشي لیدلای، د ځنو یې په غوږونو کې ورکړې دي، چې حق نشي اورېدلای،، د ځنو یې خوله او ژبه ورپلیت کړي دي چې حق نسي ویلای،،، او ،،،د ځنو یې هم په سپېڅلي قلم په لاس ګوتو ورکړې دي چې متاسفانه حق نسي لیکلای!

الله ج ته به صبر کوو،،، الله ج به یوه ورځ د مظلومو افغانانو د سوي آآآآه ! په سوز کې د ظالمانو ورمېږونه حتما ورماتوي او په مستمره شرمندګی او ذلت به یې اخته کوي،،، ان شاالله


ډاکتر څپاند
14.01.2012

دوستم،کرزی،محقق،کريمي،فهيم ،مسعود،خليلي،سياف،مجددي او ورته
نور اشخاص،هرماښام د امريکايانو يو پېک ميتيازې دتبرک لپاره څښي :mrgreen:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more