د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

موږ ولې داسې يو؟

محمود سعيد
04.01.2012

تر ۱۹۵۵ زېږديز کال پورې په امريکا کې د نورو لويو او وړو ړندو تبعيضونو تر څنګ، تورپوستو وګړو دا حق نه لاره چې د ښاري بسونو د مخ په څوکيو کښيني. که به کوم تورپوستی په څوکۍ ناست وو او سپين پوستی به موټر ته وخوت نو بايد ځای ېې سپين پوستي ته پرې ايښی وای. دا د هغه وخت د ښارواليو رسمي قانون وو.
داسې خلک چې انسانيت ته يوازې نيمه پېړۍ مخکې نيمه ورننوتي دي، څنګه کولای شي زموږ د ۱۴ پېړيو په اسلامي قانون نيوکه وکړي؟ څنګه د هغوی د بشر د حقوقو اعلامېې ته په اسلامي ارزښتونو لوړتيا ورکول کيږي؟ څنګه هغوی موږ ته د انساني چلند لارښوونې کوي؟
دا ټول ځکه کيږي چې موږ په رښتينې توګه اسلامي لارښوونې نه دې پلې کړې. موږ لا د ناپوهۍ او غرور په داسې ګرداب کې ډوب يو چې اړ کېږو د راوتلو لپاره د اوبو ځګ ته لاس واچوو.


ډاکتر څپاند
04.01.2012

محمود سعيد صيب ډيرې ښې موضوع ته مو ګوته نيولې٠

په استاليا کې چې دامريکې پشان دانګريزانو لخوا خپلکړی شوې ده،دهغې خاورې اصلي اوسيدونکي،کوم چې لا دانګريز له لاسه ژوندي پاتې ول،تر١٩٧٠
پورې ئي داسترليائي تذکرې اوپاسپورت دلرلو حق ندرلود٠دغه راز هغو حق نه لاره چې ښار ته ورشي٠

خو موږ مسلمانان،خاصتا افغانان لا تراوسه هم ښځو ته د مکمل انسان په سترکه نه ګورو،هغوئ لا هم پلورل کيږي او يا په بدو کې ورکول کيږي٠


محمود سعيد
04.01.2012

مننه ډاکټر صيب څپاند!
هغه ورځ حامد صيب ليکلي وو چې په پکتيا کې د يوه قتل په بدو کې اته ښځې ورکول شوې دي. په داسې حال کې چې ښايي د همدې پرېکړې په غونډه کې به اسلامي علماوو هم برخه درلوده.
همدا شان په بغلان کې د يوې بندي مېرمنې کيسه هم ډېره ويروونکې ده. نوکان ترې په انبور ايستل شوي دي.
نور جنايات چې موږ ېې وينو بيخي له اسلام او انسانيت سره په ټکر کې دي.
الله دې موږ ته دا توان راکړي چې نور اسلام او انسانيت ته درناوی وکړو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more