د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د اسلامي نړۍ روغنتونونه، ډولونه ، مشهور روغنتون او د اروپاء سره په پرتله!

ahmad bilal
26.12.2011

د اسلامي نړۍ شفاخانۍ، ډولونه ، مشهور روغنتونونه او د اروپاء سره په پرتله!

زمونږ اسلامي تهذیب چې په کوم بنیادونو جوړ شوي و یو د هغوي څخه دا هم وه چې زمونږ د روحي ضروریاتو ترڅنګ زمونږ جسماني ضروریات هم دي. اسلامي تهذیب د روحيئ روزنۍ ترڅنګ جسماني روزنۍ، نشوونما او ودې ته هم پام راړولې ده. په دغه سلسله کي د دغه تهذیب تاداب ایښودونکې، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، دغه حدیث د اهمیت وړ ده، د خدای رسول فرمايي:
ان لجسدک علیک حق (بخاری و مسلم)
ژباړه: بی د کوم شکه په تاباندې ستا بدن هم حق لري

دغه پورتنې حدیث باندې به مونږ ډیر ښه پوه شو که د علی بن عباس د طب تعریف ته لږ زیر شو، هغه طب څه دا رنګه تعریفوي:
دا یو داسې علم ده په کوم کې چې مریضان بیرته خپل صحت ته راوړي!

تر ټولو لومړۍ باقاعده روغنتون:

د ولید بن عبدالملک په دور کې مسلمانانو د لومړي روغنتون تاداب کیښودل شو، کوم به چې د جذام مریضانو لپاره مختص و. په دغه روغنتون کې چې کوم ډاکټران ونومول شول هغو ته به سترې تنخواهګانې ورکول کیدی او په دغه روغنتون کې به مریضانو ته دا حکم و چې تل به په شفاخانه کې اوسیږي او دوي ته به وظیفۍ هم ټاکل شوې وی. بیا د دغه روغنتون نه وروسته به هر ځای روغنتونونه پرانستل کیدل، چې بیا به د بیمارستان په نوم یادیدل! (یعني د مریضانو کور)

دوه ډوله روغنتونونه:

روغنتون به په دوه ډوله ول: ۱- ګرځنده روغنتون ۲- قائم کړل شوي روغنتونونه
په اسلامي تاریخ کې د ګرځنده روغنتون موسس او بنسټ ګر په خپله د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په لاس د خندق په غزاء کې ایښودل شوې و، په دغه نوموړۍ غزاء کې د زخمیانو لپاره یوه ټاکل شوې خیمه وه. کله چې سعد بن معاذ زخمي شو او د هغه په مټه د اکحل نومې رګ کې زخم راغې نو محمد صلی الله علیه وسلم حکم ورکړ ترڅو سعد بن معاذ رض په هغه خیمه کې واچوي ترڅو هغه د نیزدو څخه معائنه کړي. په اسلام کې دغه لومړنې ګرځنده روغنتون وه، بیا د روغنتونو په دغه ډول کی بدلونونه او دغه ګرځنده شفاخانه وسیع کړل شوی. دغه ګرځنده شفاخانو کې به تل د هر رنګ رنځ دوا موجوده وه او د دغه رنګه شفاخانې لمن دومره پراخه کړل شوه چې کوم ځای به شفاخانې نه وی نو دغه شفاخانی به یې هلته لیږدولې ترڅو د خلګو علاج وکړي بیا د هغه ځای څخه بل کلي ته او همداسی .....

وزیر عیسی بن علی جراح چا چې سنان ابن ثابت لیکلې، او څوګ چې په بغداد کې د شفاخانو مسؤل و، لیکي:

ما د سواد یعني د کلیو اوسیدونکو په هکله فکر وکړ چې هلته به خامخا مریضان وي خو هلته به يې د علاج کومه ذرائع نه وي او نه به هلته کوم داکټر وي نو ما د ډاکټرانو یو ګروپ تیار کړ او ورته مې د دوا ګانو، شربتونو یوه ستره ذخیره هم ورکړه ترڅو هلته دوي لاړ شي او د خلګو علاج معالجه وکړي او کله چې هلته کوم مریض پاتې نه شي نو بیا دې داسې کوم بل کلي ته ولاړ شي.

د سلطان محمود سلجوقي په وخت کې دغه ګرځنده شفاخانې دومره وسیع کړل شوې چې د دغو شفاخانو مواد (دواء او شربتونه) به په څلویښتو اوښانو وړل کیدی.

مختلف ډوله شفاخانۍ:

په اسلامي تهذیب کې د فوځیانو او قیدیانو لپاره مختلفې او ټاکل شوې شفاخانې وی.
په فوځي شفاخانو کې به د فوځیانو، قائدینو او د نورو علاج کیده او همداسې په قیدي شفاخانو کې به هره ورځ د قیدیانو علاج کیده، د قیدیانو په هکله علی بن عیسی جراح بن ثابت د بغداد اطباء ریئس ته په یو خط کې څه دا رنګه لیکل کوي:

ماسره د قیدیانو په هکله ستر فکر ده، د هغوي کثرت او د قیدخانې حالت د دغه خبری ګواه ده چې هلته به ډیر مریضان هم وي نو زما دغه خیال ده چې تاسو مختلف ډاکټران وټاکئ ترڅو هره ورځ د دغه مریضانو علاج وکړي او هغوي ته دواء او شربتونه ورکړي !

د ابتدايي طبي امدادو مراکز (First Aid centers)

د ابتدايي طبي امدادو مراکز هم ول، کوم به چې په جامع جماعتونو او یا عامو مقاماتو کې، کوم ځای به چې د خلګو کثرت وه، هلته به پرانستل کیدل.
مقریزي لیکي:

کله چې ابن طولون مصر کې خپل مشهور روزګار جامع مسجد جوړ کړ نو په یوه اخري برخه کې یې د اوداسه ځای او ډسپنسري (دواخانه) قائمه کړه، په کوم کې به چې هر رنګه دوا خرڅیدله. د جمعې په ورځ به هلته د یو ډاکټر موجودیت هم و، کله به چې مونځ ګذارو ته ناڅاپه څه ورپیښ شول نو هلته به یې علاج کیده!!!!

عامې شفاخانې:

بعضې شفاخانې عمومي وې، د کومو دروازې به چې تل د عامو خلګو لپاره پرانستل شوي وې، دا به په عامه توګه په دوه ډوله ول:
۱- د سړیو لپاره شفاخانې
۲- د ښځو لپاره شفاخانې

په دغه دوه ډوله شفاخانو کې به بیا مختلفې شعبی بیلې بیلې وی، لکه:
۱- داخلي امراضو شعبه
الف: د بخار شعبه
ب: د خیټۍ او بد هضمۍ شعبه

۲- د سترګو شعبه(ENT)
۳- د جراحت شعبه(Surgery)
۴-د هډوکو او مات شویو هډوکو شعبه
۵- د دماغو شعبه

د هرې شعبې به یو یو انچارچ او صدر به و، د هرې شعبې به یو یو سپیشلیسټ ډاکټر و او بیا داسې د ټولې شفاخانې یو انچارچ (مسؤل) به و کوم به چې د ساعور په نوم یادیده!

د ډاکټرانو، عطار او نرسانو لپاره د کار خپل وخت ټاکل شوی وه په هغه کې به هغوي خپلې دندې سپارلې!

مشهورې شفاخانې

۱- عضدی شفاخانه، بغداد:

دغه نوموړۍ شفاخانه عضدالدوله بن بویه په ۳۷۱هه کې جوړه کړه. د خپل وخت مشهور ډاکټر رازي د دغه شفاخانې ځای داسی وټاکه: هغه د ښار په څلورو برخو کې د غوښۍ یو څو برخه ټک وهلې او یو څه موده پس یې چې وکتل نو په یو ځای کې هغه غوښه نه وه خرابه شوې نو هغه هم هغه ځای کې د دغه مشهورې شفاخانې تاداب کیښود. په دغه شفاخانه ډیرې پیسې ولګیدې او په اول کې پکې ۲۴ مشهورو ډاکټرانو کار کاوه. دغه شفاخانه کې ډسپنسري (دوا خانه) کتابخانه، او نور ډیر څیزونه هم ول.
په ۴۴۹ هه کې خلیفه قائم بامرالله دغه شفاخانه په بل طرز کې جوړه کړه. دغه شفاخانې ته یې هر رنګه دواګانې، شربتونه، بوټي فراهم کړل ترڅو د خلګو علاج پرې وشي. د دغه څخه پورته یې ورته د ښه بوي لپاره څیزونه، یخ (واوره) خدام، چپړاسیان، چوکیداران او نور ډیر څه فراهم کړل ترڅو د دغه شفاخانې په خدمت کې هیڅ کمښت او خلګو ته غوره سهولت ورسیږي.

۲- نوری شفاخانه، دمشق:

سلطان عادل، ملک نورالدین شهید په ۵۷۹هه کې د دغه شفاخانې تاداب کیښود. دغه شفاخانه په درستو شفاخانو کې ښکلې او اعلی ترین و. په دغه شفاخانه کې په امراء بندیز ولګید او یوازې د غریبانانو لپاره خلاصې وی. دلته به غریبانو علاج مفت کیده، ورته به دواګانې ورکول کیدی. دغه شفاخانه مشهور سیاح ابن جبیر هم لیدلی وه او د ډاکټرانو مریضانو سره چلند، هغوي لپاره دوا تیارول، هغوي ته سهولت ورکولو یې ذخت زیات صفت کړی. او د دغه څخه علاوه هلته د ذهني مریضانو لپاره یوه څانګه وه چې د مریضانو علاج به پکې کیده.

مورخین وايي:
په ۸۳۱ هه کې یو عجمي دمشق ته راغې او دلته یې چې کله ډاکټران، مریضان او د ډاکټرانو مریضانو سره چلند ولید نو هغه د ځان څخه هسې مریض جوړ کړ ترڅو د ډاکټرانو امتحان واخلي. د ډاکټرانو ریئس هغه شفاخانه کې داخل کړ او تر دری ورځو پورې به یې د هغه نبض کوت، ورسره به یې دغه مریض ته په غوړیو کې پاخه چرګان، حلوه، او نور مشروبات چې یوازې صحت مند خلګ خوړلې شي ، ورکول. پس د دریو ورځو څخه هغه د ډاکټرانو ریئس ورته په یو کاغذ دا جمله ولیکله:

مونږ خپل میلمانه یوازې تر دریو ورځو پورې اوځرو!!!!!!

دا هم هغه شفاخانه ده چې اوس پکې د جامعه سوریه طب پوهنتون ده!!

۳- ستر منصوري شفاخانه:

دغه شفاخانه د بیمارستان قلاوون باندې مشهور و، داسې ویل کیږي چې دا د کوم امیر محل و چې بیا په شفاخانه کې یې بدلون وموند. دغه محل په ۶۸۳ هه کې په شفاخانه کې بدلون وموند.

د دغه شفاخانې قائمیدلو وجه مورخینو دا ګڼلې:

وايي کله چې امیر قلاوون د ظاهر بیبرس په وخت کې د روم مقابلې ته ووت او په دمشق کې مریض شو، هلته ډاکټرانو د هغه علاج وکړ او هغه ته دواګانې د نوري شفاخانې څخه راوغوښتل شوې کله چې هغه روغ او تندرست شو خپله هم نوري شفاخانې ته ولاړ او هلته یې د ځان سره څوګند وکړ که ژوند ورسره وفا وکړه نو هغه به هم یو ستره شفاخانه جوړوي، وايي کله چې هغه بادشاه شو نو هغه دغه محل واخست او هلته یې داسې شفاخانه جوړه کړه چې د نړۍ درست خلګ ورته لاس په غاښ ولاړ و. هر شخص خواه که ښځه به وه که نر، که غلام به و که بادشاه هر سحر به دلته د علاج لپاره راتلل.
په دغه شفاخانه کې به چې څوګ روغ جوړ شول نو هغوي ته به یې پاکې جامې ورکړې او که مړ به شو نو هغوي تجهیز او تکفین به یې کاوه.

- هر مریض ته به یې بیل کټ ورکړې و
- د مریضانو جامې مینځلو لپاره یې کسان ټاکلي و چې هغوي ته به یې مزدوري ورکوله
- طبي بحثونو لپاره یې مراکز جوړ کړي و
- دغه شفاخانه کې به یوازې داخل کړل شویو مریضانو علاج به نه کیده بلکه هر هغه چا به چې کور کې علاج خوښاوه د هغه علاج به د هغه په کور کې کیده!!!!!!!
- رخصت کړل شویو مریضانو ته به یې پیسۍ هم ورکولی.
- د هر مریض خوراک به مخصوص و او په ټاکل شويو کاسو کې به ورکول کیده او دا لازمي وه ترڅو دغه خوراک په یو څه کې پټ کړل شوې وي
-دغه شفاخانه کې د کمزورو مریضانو لپاره د خندا لپاره هم سهولیات ول او یا به یې په اکټینګ هغوي خندول
- د نیزدو موذنینو ته دا حکم و چې د سحر څخه تقریباً دوه ساعته مخکې په خوږ اواز کې اذان وکړي او ورسره ښکلي شعرونه هم زمزمه کړي ترڅو دغه مریضان په خوشحالۍ راپاڅیږي
-دغه شفاخانه په ۱۷۹۸ء کې د فرانسویانو په قبضه کې ولوید او د هغوي مشرانو د دغه شفاخانې په هکله خپلو کتابونو کې ذکر هم کړی

۴- د مراکش شفاخانه:

د مراکش شفاخانه منصور ابو یوسف جوړه کړه. دغه شفاخانه یې د مراکش په یوه معتدله حوا لرونکي سیمه کې پرانسته او ورسره معمارانو ته یې دا هدایت وکړ ترڅو د دغه شفاخانې په ښایسته کولو کې هیڅ کثر هم پرینږدوي!
- په دغه شفاخانه کې یې څلور حوضونه جوړ کړل
- په دغه شفاخانه کې یې باغ د هر رنګه لرونکي میوې بوټي وکرل
- د شفاخانې او د مریضانو په کوټو کې یې نهرونه وباسل!!!
-شفاخانه کې دننه د دوا جوړولو ځای جوړ کړل شو
- د مریضانو د یخنیو او د ګرمیو لپاره بیل بیل کالي ول
- د مریضانو کالي او د کټ څادرونه وغیره د اون، کتان څخه جوړ کړل شوي و
- د شفاخانې څخه رخضت کیدونکي غریب مریضانو ته به دومره سرمایه ورکول کیده ترڅو هغوي خپل کاروبار پرانیزي!!!!!
- سلطان به په خپله هره ورځ دغه شفاخانې ته ته، او د مریضانو څخه به یې د هغوي د رنځ په هکله پوښتنې کولې!!!!

یو جرمني مستشرق د اسلامي شفاخانو په هکله:

پورته یوازې یو څلور نمونې وی چې تاسو ته بیان کړل شوی، د دغو څخه نور هم ډیر داسې روغتونونه ول چې د اسلامي نړۍ ختیځ څخه نیولې تر لویدیځه پورې د رنځورانو تدواي کوله خو برعکس د دغې اروپاء باندې تراوسه د جهل او ناروغۍ وریځۍ وی دغه لویدیځه نړۍ تر پیړیو پورې د ختیځ د لمر په شان پاک او د رنځورانو لپاره د لمر وړانګو په شان پیتاوې لا نه و لګیدلې، خو کله چې مشهور مستشرق ماکس میرهوف د ختیځ دغه د روغ ځایونه ولیدل نو هغه په خوله څه دا رنګه الفاظ راغلل:

عربي (اسلامي) روغنتونونه او د اسلامي هیوادونو پخوانې نظام مونږ ته یو تریخ او مونږ لپاره ناقابل برداشت لوست راکوي او مونږ یې قدر تر هغه پورې نشو کولې ترکومه پورې چې مونږ هغه د خپلو اروپايي روغنتونونو سره مقایسه کړی نه وي.

د پاریس د یو لوی روغنتون حالت:

د نن څخه تقریباً دری سوه کاله مخکي اروپاء د روغنتون د اصطلاح سره هم خبره نه وه!!!!!!!!!!!!
وروسته د اروپايي تاریخ د مطالعې نه مونږ دې نتیجې ته رسیږو او مونږ یوازې د پاریس اوتیل دیو ته یو لوی روغنتون ویلی شو. د چا په متعلق چې ماکسی ټورډو او ټینو وايي:

په دغه روغنتون کې ۱۲۰۰ بستره ول، کوم کې چې ۴۸۶ یوازې یو مریض ته مختص.... نور ټول بسترونو باندې به دوو څخه تر شپږو پورې مریضان پراته ول.... بدبودار عمارت به و، همیش به تاریکه ول، هوا دارې کړکۍ به یې نه درلودی..... د نارغوانو ځای به هم ډیر تنګ و بلکه د یو بل د پاسه به پراته ول.... یو پلو ته به ښځه د ماشوم په مرض اخته وه بل خوا به یو ماشوم د ټائفائډ مریض و او داسې به یو بل ته مرض ورانتقال شو..... په دغه روغنتون کې راهبانو او نورو د اثر خاوندانو علاج ښه او په اسانه کیده.... د ډوډۍ خو به دغه حال و چې نه به چا د بوي دلاسه خوړلې شوه خو که وبه یې خوړه نو یا به یې خیټه خرابه شوه او یا به یې د هاضمې مرض پیدا کړ..... حتی ډیر خلګ پکې د لوږې څخه هم مړه شول....... په بسترو کې به نور واړه حاشرات ول...... په دغه ځای کې به نرسان په داسې حال کې ورننوتل چې پزو ته به یې دسمبالونه نیولي ول او که څوګ به مړ شو نو هغه به هم هلته پروت و بیا به وروسته که چا پورته کړ، کله کله خو به داسې هم کیده چې مړۍ به یا خراب شو او یا به یې خیټه وچوله او څنګ کې به بل مریض هم تقریباً مرګ ته برابر شوی و.....

تاسو د دغې مختصرې لیکنې په دولت کولې شئ چې د دواړو تهذیبونو منځ کې توپیر وکړئ

د بحث نتیجه:

۱- اسلامي نړۍ د روغنتون (شفاخانو) په میدان کې د اروپايي نړۍ څخه تقریباً ۹۰۰ کاله مخکې ول
۲- دا چې زمونږ د روغنتونو اصول په انساني جذباتو، په انسان ترحم، او انصاف باندې قائم و نو د دغه مثال خو نه په پخواني تاریخ کې پيدا کیږي او نه په اوسني غربي هیوادونو کې
۳- دا چې مسلمانان لومړۍ قام ده چې دا یې معلومه کړه چې ښه اواز، مزاحیه ادب د مریض په نفسیاتو غوره تاثیر کوي
۴- دا چې په اجتماعي میدان کې یې ستر ریکارډ قائم کړ او ترکومه پورې چې د اروپاء تعلق ده هغوي تراوسه پورې ندي ورسیدلي. د مریضانو مفت علاج، د هغوي د اوسیدلو او خوراک مفت بندوبست، او د هغوي په رخصت کیدلو هغوي ته د سرمایه ورکول ترسو خپل نور ژوند پرې تیر کړي

(د مشهور اخواني ورور مصطفی سباعي د کتاب، من روائع حضارتنا، څخه ژباړه او خلاصه)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more