د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دمور شيدې

ډاکتر څپاند
17.12.2011

درنو هيواد الو

دمور دشدو په هکله د ښاغلي خير يوسې راټول کړی شوي معلومات خورا ارزښتمند دي،خو زه به خپل معلومات او د نظر اختلاف داډول عرض کړم:


دمور شيدې :
الله سبحان وتعالی وموږ ته بی حسابه نعمتونه راکړی دی چی هغه موږ هیڅ کله نسو شمیرلای دهغو څخه یو دمور شيدې دی
دمور شيدی یوکامله غذا ده دماشوم دبدن ټول احتیاجات پوره کوی دمور شيدې نه یوازی مکمله غذا ده بلکی دماشوم دمور دبدن ګرمايښت دماشوم دپاره دامن وامان اطمنان، راحت او خوشحالی سبب ګرځی چی دی دمور لیری نه دی بلکی دمور په بغل کی دی
دمور شيدې وماشوم ته تر شپږو میاشتوپوری مکمله غذا ده وهیڅ ډول غذا ته ضرورت نه پیداکیږی
دمور دشيدو فایدې :
اول : دمور شيدې تر هر ډول شيدو پاکی او ګټوری دی
(هميشه تودې اوتيارې دي)
دوهم : دماشوم دبدن ټول احتیاجات پوره کوی په اولو میاشتو کی بیا تر دوه کلنی پوری
(تر ٦ مياشتو دماشوم ټول احتياج پوره کوي خوترهغې روسته ماشوم نوروخوړو ته اړتيا پېدا کوي)
دریم : دمور په شيدو کی داسی طبیعی مواد سته چی دمکروبونو ضد دی
څلرم: دمور شيدې ژر هضمیږی
پنځم : دمور شيدې په ماشوم کی دمور مینه زیاتوی
شپږم : دمور شيدې دتی رودولو په سبب ورۍ کلکوی او غاښونه ژر ښکاره کیږی (؟)
اووم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری دهغه بدن طبیعی وده کوی بدن یې دډیر غټوالی(چاغئ) څخه ساتی
اتم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی به دګیډی او نوری ناغي ډیری کمی یعنی د"نشت" سره برابری وی او دښه صحت خاوند به وی
نهم : دمور شیدې ډیری اقتصادی دی د کورنی داقتصاد سره زیاته مرسته کوی
لسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی حساسیت نه لیدل کیږی
(حساسيت لږ لېدل کېږي)
یوولسم : هغه میندې چی وخپل ماشوم ته خپلی شيدی ورکوی هغوی میرمنو ته به دتې دسرطان ناروغي نه پیښیږی
(دتي دسرطان ناروغې لږې لېدل کېږي)
دولسم : هغه میرمنی چی وخپل ماشوم ته شيدې ورکوی دهغوی بدن به پر طبیعی حالت وی بدن به یې زیات نه غټیږی
دیرلسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری هغه ماشوم به دغټو کولمو دالتهاب څخه په امن وامان وی
(دهضمي جهاز او نورو جهازونو مزمن امراض لږ ليدل کيږي)
څورلسم : دمور شيدی دماشوم دپاره هغه ښه مکمله او پاکه غذا ده که چیری کوم حساسیت ورسره پیدا کړی نو په شيدوکی نه بلکی په هغه غذا کی به وی چی مور یې خوری (؟)
پنځلسم: هغه ماشومان چې دمور شيدې خوری ذهن به یې پیاوړی وی
په درناوی
[quote:d9b8469ce1]

خپل ماشوم دمور په شېدو کولای شو چی موړ کړو او دوچو شېدو داستعمالولو مخه ونیسو دغه څو شیان که دماشوم مور وخوري شېدې ډیروی

1 ـ خواږه ولنې ( بادیان) Fennel
یوه کاچوغه دچایو میده شوی خواږه ولنې په یوه ګیلاس یخو اوبو کی واچوې او بیا یی پر اور کښیږدی تر هغه چی راوایشیږی چی یخ شی یو ګیلاس غرمه او یو ګلاس ماښام تر ډووډې وروسته وچښې

2ـ ملخوځي Fenugreek
ملخوځی ډیر شهرت لری دشیدو په ډیریدو کی لکه څنګه چی تاسوته معلومه ده دهر ماشوم ومور ته ملخوځې دورجو سره یو ځای پخوی او دماشوم ومور ته یی ورکوی
که دماشوم مور یوه کاچوغه ملخوځې په یوه ګیلاس شیدوکی دری واره دورځی وچیښی نو به ماشوم به دمور په شېدو موړ شی
په ملخوځو کی ویټامین ( ا ب ج ) او کلسیوم موجود دی
ملاحظه : دحمل په اولو درو میا شتو کی دی ملخوخې نه خوري

3- ګندنهStinging nettle
ګندنه شېدې ډیروی
یو سړی نوم به یی نه لیکم وډاکتر ورغلی دشېدو دکموال شکایت یی ورته وکړی ډاکتر دګندني نوم په انګریږي ورته ولیکی سړي و دواخانې ته ورغلی هغه ورقه یی ورښکاره کړه چی دا دوا راکړه دوا خرڅونکي ورته وویل دادوا زما سره نشته وسبزی منډی ته ولاړ شه هلته پیداکیږی څوچی یوه پلنډه کندنه یی وکورته راوړل

4- خوړل دګازرو په طریقه دسلاطې او یا اوبه دګازرو چی لږ کوچ په کډشی پوخ شوی دال هم شیدې ډیروی

5 – بادام
بادام شېدې ډیروی
لس داني بادام په شیدو کی ماښام کښیږدي سهار یی سپین کړی او بیایی دشېدو سره یوځای میده کړی او یی چښي [/quote:d9b8469ce1]

تبصره:
داسې خاص خواړه چې شدې زياتې کړي ،متاسفانه ندئ پيژندل شوي،خو مناسب خواړه چې دحېواني اونباتي موادو نه غني وي ،دهرچا
خاصتا دشدو ورکونکو مېندو لپاره ضروري دي٠

ایا د ماشوم دپاره دمور شېدې ګټوری دی که نوری ؟(دمور شدې)
ایا نوری شېدې وماشوم ته وراثې مرضونه، .... نقلوی ؟ (نه)
ایا دبلی مور شېدی په ماشوم کم بدلون راولی ؟(نه)


د حمل په وخت ماشوم ته تر څومره مودی پوری دمورشېدی ورکولۍ شې؟
هو!
خودتي ورکولو په وجه دحمل چانس کم وي٠ دحمل په وخت کې دمور شدې وچې يا خورا لږې وي٠نو لازمه ده چې ماشوم ته نور خواړه هم ورکړی شي٠دغه راز ،نوموړې ميندې کافي خوړو ته اړ دي څو وکړی شي ٣ تنه :shock: تغذي کړي٠


په غربي نړۍ کې اکثر ميندې ماشوم ته شدې نه ورکوي او يا ئي ديوې ډيري لنډې مودې ،تر ٣ مياشتو تی ورکوي٠
دلايل ډير دي خو بايد وليکم چې په غرب کې ميندې مجبوره دې چې
کار وکړي نو ماشوم له ناچارۍ په پوډري شدو تغذي کوي٠
دغه راز په غرب کې دمور اوماشوم صحت او چاپيريال ته کافي بودجه
موجوده وي٠ميندې دپوډري شدو ډولونه او په صحي ډول دهغو دجوړولو په طرز ښه پوهه اوعلمي معلومات لري٠
ماشوم د٤-٦ مياشتني عمر نور خواړه هم ورکول کيږي٠
دغوا شدې تر ١٢ مياشتني عمر روسته شروع کيږي٠
پوډري شدې چې معمولا دغوا دشدو نه لاسته راځي،په کارخانو کې
دکمياوي تغيراتو په مرسته دمور شدو ته ورتوالی مومي٠

خو دافغانستان او پاکستان پشان په روسته پاتې ټولنو کې لکه څرنګه چې خېريوسې صيب ليکلي دی،دمور شدې دلمړنيو ٦ مياشتو لپار کافي
دي٠تر هغې روسته ماشوم ته نور خواړه هم ورکول کيږي،ځکه چې دمور شدې د ماشوم دنشونما لپاره کفايت نکوي٠

ټولې پوډري شدې يوشان ندي،هغه چې دکوچنيو ماشومانو لپاره جوړې شوي فرق لري٠
دغه راز دشدو په ډبلي د هغو دجوړولو طريقه يعنې دشدوغلظت بايد جدا مراعت شي٠


پښتون.
04.01.2012

ډاکټر صیب سلامونه!
واقعاً چې ارزښتناکه معلومات مو وړاندې کړې دي . هیله ده چې نورې لیکنې مو له لوستوونکو سره شریکی کړۍ. خوشحاله او هوسا اوسئ.


خیریوسی
09.01.2012

پښتون صاحب تر سلام وروسته روغتیا او کامیابی دې درب العالمین له درباره څخه غواړم
خدای د ې دزړه( مراد ) درکړی .
وروره داسی دا ډاکترن صاحبان تشویق کوه دهغوی رنځوران ډیر وی وډیرو کاروته یی نه پام کیږي .موږ یي باید وداسی ګټورو لیکونو ته ور پام کړو زما زړه ډیر سخت دی لاکن نن سهار ګوره چې دعادل ښیرا وه که
خیریوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more