د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

خبرتیا!

محمود سعيد
15.12.2011

خبرتیا!
لنډه موده کیږي چې ځینې ویښ ملګرې را ډګر ته شوي دي او په کلکو ګامونو ېې د یوه لوی ملي اسلامي او سراسري خوځښت لپاره کار پیل کړی دی.
د کار بنسټ ېې د پوهې او ملي یووالي په مټو د پښتون ولس له جرړو څخه د یوه سراسري ملي، اسلامي او پښتني انقلاب رامنځته کول دي. د یادونې وړ ده چې دا خوځښت د ټولنې، ګوند، او یا ډلې په شکل نه بلکې د یوه سراسري ولسي او پرګنیز انقلاب په ډول پر کار باور لري. په کابل کې څلورمه غونډه کیدونکې ده. هر ځوان چې د خپلو خلکو په درد دردیږي او غواړي چې خپلو خلکو ته یو څه ورکړي، نو سبا ورځ دې په کابل ښار کې په غونډه کې برخه واخلي.
وخت: د ۲۰۱۱ کال د دسمبر شپاړسمه، د جمعې ورځ- د سهار نهه بجې.
پته: د کابل ښار - خوشحال خان مینه – د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې ته څیرمه. د ملي یووالي د بنسټ مرکزي دفتر.
اړیکې:
انوارالحق ژمن: ۰۷۰۰۳۸۴۴۶۵
شریف الله امید: ۰۷۰۶۲۳۴۱۳۷
مــــــــیوند آرین: ۰۷۸۶۲۲۰۱۶۱


عادل عادل
15.12.2011

السلام علیکم

مټایي، چای، پلو او څه نغدې هم پکې شته کنه؟

وایي چې د ښکاري تازيانو خولې تورې وي،،، ستاسو خو لا په دې خبرتیا کې هم ستونزې شته،،، له یوې خوا ملي! ملي یوالی او ملي ګټې وایاست خو له بلې خوا پښتو، پښتون او پښتونولي یادوی،،، ملي یوالی د افغانستان د ټولو اتباعو له همبستګی څخه چې د واحد مشترک محور (اسلامي عدالت) لرونکی وي،، راټوکېدای شي نه له یوه قوم څخه!!


محمود سعيد
15.12.2011

[quote:4fdb10f909]السلام علیکم

مټایي، چای، پلو او څه نغدې هم پکې شته کنه؟

وایي چې د ښکاري تازيانو خولې تورې وي،،، ستاسو خو لا په دې خبرتیا کې هم ستونزې شته،،، له یوې خوا ملي! ملي یوالی او ملي ګټې وایاست خو له بلې خوا پښتو، پښتون او پښتونولي یادوی،،، ملي یوالی د افغانستان د ټولو اتباعو له همبستګی څخه چې د واحد مشترک محور (اسلامي عدالت) لرونکی وي،، راټوکېدای شي نه له یوه قوم څخه!!
[/quote:4fdb10f909]
علیکم سلام.
عادل صیب مټايي، چای...خو پکې نشته خو احساس، درد، انسانیت، اسلامیت، افغانیت او روڼ فکر پکې شته.
موږ خو ملي یووالی د افغانانو (چې دیګانان ېې پښتنو ته کاروي) وایو! نه پوهیږم ستاسې موخه له [color=red:4fdb10f909](واحد مشترک محور)[/color:4fdb10f909]څخه څه ده؟ آیا هماغه عدالت خو نه یادوئ چې په کابل کې مو د سیلور بوټونو په قات پوندو رامنځته کړی وو؟؟؟
دا د یوه لوی، اوږده او ستړي مزل پیل دی. موږ سپیڅلې، رڼې او روښانه موخې لرو. له ملي او اسلامي کړنو څخه مو د هیواد او نړۍ په کچه د فکري ویښتابه رامنځته کول او بیا له دې لارې له ټولو بیروني، داخلي، افغان دښمنه او اسلام دښمنه کړیو سره پراخه مبارزه ده.
زموږ ټول ملګري د یو سوچه اسلامي او ملي مفکورې خاوندان دي، هغوی په رښتیا د هیواد په درد کړیدلي او درک کړې ېې ده چې د افغان ولس دردونه څه دي او څه ډول باید ټکور کړای شي.
موږ به ډیر ژر په نړیواله کچه د خپلو هیلو او هدفونو ښکارندويي وکړو.
تر اوسه له ډیرو ملي مشرانو او کړیو سره په اړیکه د هغوی ارزښتمنې مشورې او نیوکې تر لاسه کړې دي او لا به هم د پراخې کچې روښانتیا لپاره یو جامع کړچار رامنځته کړو.
که چیرې دا خبرې په غور وڅیړل شي نو د ټولو بدیو او تربګنو ریښې په ناپوهۍ او فکري تیاره کې نغښتې دي. موږ به څه ډول وکولای شو له هغه چا څخه د ښو تمه ولرو چې لږ تر لږه انساني ارزښتونه ونه پیژندلی شي؟
موږ په کلکه له هر لوري څخه د افغان بیګناه ولس له ځپلو سره مبارزه کوو او غندو ېې. موږ به هیچاته هم دا حق ورنه کړو چې زموږ مرۍ ومروړي او د خاموش اکثریت غږ چوپ کړي. نور به چاته دا حق هم ورنه کړو چې د اسلام، مذهب، ټبر او لوري په نارو زموږ په پاکو ارادو لوبې وکړي.


عادل عادل
15.12.2011

السلام علیکم

سعید صاحب زه نه پوهېژم تاسو افغان چاته وایاست؟ او ملي وحدت څخه ستاسو اخذ څه دی؟؟

زه به د یوه ځوریدلي مسلمان افغان په توګه چې مورنی ژبه مې هم فرضا پاړسي وي، ستا ددې پورته خبرتیا له مخې څرنګه وکولای شم ودې غونډې ته د ورتګ زړه ښه کړم او یا د خیر تمه ترې ولرم،،، زما هدف دا دی چې یا خو د ملي وحدت دعوی مکوی او یا خو په غټه سینه داسې یو شعار د افغانانو په مخکې د مشترکې اغزنې لارې عصا وټاکی چې د ګران هېواد افغانستان د ټولو پرګنو له خوا لبیک ورته وویل شي.

ملي وحدت د سپینې واورې په څېر د غرونو له سرشارو سرونو څخه د ځان په ویلې کولو سرچینه اخلي او له کلیو، باڼدو او درو څخه ښارونو او تاریخي کابل ته مخه کوي،،،، ګلان روڼوي، د غرو لمنې زرغونوي، خوښی شیندي، برکت راولي،، او داسې نور چې هیڅ ژوي ته بې له خیر او سوکالی نه بل هیڅ ګواښ او تشویش نه پېښوي!

دا ستا به څه ملي وحدت وي چې له دفتر ؟ څخه یې پیلوې،،،!

دفتر؟؟ هم په کرایه،،،!!

او کرایه مالومه نه !!! ؟؟؟


محمود سعيد
15.12.2011

وعلیکم سلام!
عادل صیب موږ تر هر څه مخکې لومړیتوب د پښتون یووالي ته ورکوو.
هماغه شان چې د نړۍ نور قومونه د خپلو خلکو یووالي ته ژمن دي او ورته کار کوي، خو دا لومړیتوب به خدای مه کړه د دې لامل نه ګڼو چې موږ د بل چا روا حقوقو ته په سپکه سترګه ګورو!

[quote:6d1d8c38dc]زه به د یوه ځوریدلي مسلمان افغان په توګه چې مورنی ژبه مې هم فرضا پاړسي وي، ستا ددې پورته خبرتیا له مخې څرنګه وکولای شم ودې غونډې ته ورشم او یا د خیر تمه ترې ولرم[/quote:6d1d8c38dc]

که چیرې ته د یو (پاړسي ژبي) مسلمان افغان په توګه زموږ په غونډه کې ګډون وکړې او زموږ حقونو، غوښتنو او کړنو ته په درنه سترګه وګورې نو موږ هم ستا راتګ ته ښه راغلاست وایو او ستاسو رغنده نیوکو او نظرونو ته به غوږ ږدو. خو که ته داسې یو کس وې چې ځان لکه هماغه شان چې ځیني (پلورل شوي) ېې افغان نه ګڼي نو له ستا سره مبارزه د خپلو اهدافو په سر کې شمیرو!
موږ د خپلو حقونو په غوښتنو سره د نورو حقوق نه تر پښو لاندې کوو، بلکې د ټولنیز عدالت ورولۍ په چاپیریال کې د خپلو غصب شوو حقوقو غوښتنه کوو.
موږ خپلې ژبې، هیواد او خلکو ته خدمت د ثواب کار ګڼو او هغسې چې ځینې کسان ېې د تعصب او قوم پرستۍ په نوم یادوي مردود ېې ګڼو!

[quote:6d1d8c38dc]ملي وحدت د سپینې واورې په څېر د غرونو له سرونو سرچینه اخلي او له کلیو، باڼدو او درو څخه ښارونو او تاریخي کابل ته مخه کوي،،،، دا ستا به څه ملي وحدت وي چې له دفتر څخه یې پیلوې،،، دفتر هم په کرایه او کرایه مالومه نه !![/quote:6d1d8c38dc]
زموږ ملي یووالی او فکري ویښتوب د پاکو، پوهو او ویښو فکرونو څخه پیل کیږي او بیا به د یوه خواږه پسرلني وږم په څیر په درو، کلیو، بانډو او سردرو کې کې خپریږي.
دا به د هغه خړ پړ سیلاب په څیر نه وي چې له خپلې مخې سره هر څه په مخه کړي!


عادل عادل
15.12.2011

السلام علیکم

[quote:07642e6c01]دا به د هغه خړ پړ سیلاب په څیر نه وي چې له خپلې مخې سره هر څه په مخه کړي![/quote:07642e6c01]

وروره سېلاب خو له نړیوال شور او ځوږ سره دادی لس کاله کیژي مونږ او تاسو په ډېر ظلم او وحشت سره په مخه کړي یو،،،، ایا ستاسو مبارزه د نوموړي وحشي سیلاب مخه ډب کول دي او که د هغه په څپو کې د لطیف طلاطم غوښتونکي یاست د کوم په غېژ کې چې لاسپوڅي خس او خاشاک ماړه او په زور کې شول؟؟؟


محمود سعيد
15.12.2011

علیکم سلام.
موږ به په خپل ټول انساني او ایماني ځواک د همدغه سیلاب د ډب کولو لپاره هڅه کوو. موږ به نړیوالو ته په زغرده دا ږغ رسوو چې پښتون ترهګر، جګړه مار، وژونکی او وینې تویوونکی نه دی. موږ به د پښتون ولس پر سر د دې راپیل شوې لوبې د درولو لپاره کار کوو.
موږ په هر نامه د هر مسلمان ورور په ربړولو او وژنه کې د ښکیل لوریو پر وړاندې دریږو او د هغوی دا ناروا کړنې به هیڅ کله هم ونه زغمو!
نه پوهیږم چې په تورو او ټکو کې څنګه تاسې پوه کړم چې موږ د روان سیاسي او ټولنیز حالت چې د ټول پښتون په زیان دی، پر دوام سترګې نشو پټولای او د یوه پراخ خوځښت په ترڅ کې به خپلې هڅې رانغاړو.
د یوه خپلواک، سرلوړي او پرمختللي افغانستان په هیله.


Ghairat
10.01.2012

دا ښه او غوره خبره ده چې پښتانه په خپلو کې هم په ملي يووالي او د ملي يووالي له پاره سره يوموټی او راټول شي !
ځکه که دوی په خپلو کې سره يو شوي نه وي نو نو له ټ،ل ملت سره بۀ څنګه سره يو شي ! په دې ډ،ل به د پښتنو قامي وحدت د افغان ملي
يووالي له پاره اړينه مقدمه وي او که يو موټی پښتون وغواړي چې ټول افغانان په يوۀ ملي محور سره را ټول کړي نو بيا يې کولی هم شي .
بهرنيو دوښمنانوهم دافغانانو د ملي وحدت مخه تل په همدې ډب کړې ده چې لومړی يې پښتون له پښتون سره وران کړی نو
بيا يې په اسانۍ سره نور قومونه هم له دوی سره په دوښمنۍ اچولي دي . ځکه پښتانه د اکثريت رول او رسالت هغه وخت پوره کولی شي
چې د يو موټی قوم په توګه عمل وکړي دايې يو اړين شرط دی، خو پخپله ملي يووالی له دې وروسته بيا په هغه څه منځته
راځي چې ټول ملت ورته اړتيا لري ، غواړي يې او د بري او پرمختګ تضمين يې کوي ! هغه څشی دي ؟
هغه ملي آزادي ، اسلام ، ملي او اسلامي ولسواکي له پاره سوله ييز غورځنګ او پاڅون دی !
ددغسې مقدس اسلامي او ملي هدف له پاره په خپلو منځو د پښتنو يووالی
هم مقدس او هر پښتون ته د منلواو مبارزې وړ دی !
ومن الله التوفيق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more