د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دبن غونډه دجنايتکارانو دغونډي په نامه وغندل شوه

tandar
03.12.2011

دبن غونډه دجنايتکارانو دغونډي په نامه وغندل شوه

مظاهره چيان: د بن کنفرانس د جنايتکارانو غونډه ده!

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ١٢ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-12-03

د المان د بن په ښار کي شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو د بن د نړۍ وال کنفرانس د جوړېدو پر ضد مظاهره وکړه.
دغه مظاهره چي د جنګ ضد نړۍ وال سازمان له خوا رهبري کېده، په افغانستان کي له مېشتو خارجي ځواکونو يې وغوښتل چي ژر تر ژره له افغانستان څخه پوځيان وباسي او روانه شخړه د خبرو له لاري حل کړي.
مظاهره چيانو د افغانستان په کورنۍ جګړه کي د ښکېلو مشرانو دوستم، سياف او نورو کسانو عکسونه له ځان سره لېږدول او هغوى يې د جنايتکارانو په نوم ياد کړل.
مظاهره چيانو په خپلو ليکلو شعارونو سره د بن کنفرانس د جنايتکارانو غونډه وبلله.
د بن په ښار کي دغه مظاهره په داسي حال کي ترسره کېږي چي د دوشنبې په ورځ به د نړۍ د شاوخوا ٨٠ هيوادونو استازي د افغانستان په باب غونډه وکړي.
ټاکل سوې ده چي دغه غونډه به د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وينا پرانيستل سي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more