د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

د سیکولاریزم او ناسونالیزم پلار او بنسټ ایښودونکې فاشست وه!

ahmad bilal
23.11.2011

د سیکولاریزم او ناسونالیزم پلار او بنسټ ایښودونکې لبرال فاشست وه!
لیکنه: احمد بلال

د اوسني پیړۍ دوه داسې نظریې چې نه یوازې نړۍ يې وجړقوله بلکې خاص کر اسلامي نړۍ يې په مختلفو وړو وړو برخو او محراب یې د سیاسي چارو څخه لیری کړ: ناسونالیزم او سیکولاریزم دي.

نوموړۍ دوه نظریې یو داسې شخص وړاندې کړې چې خپله فسطائیت (فاشت) ته ډیر نیزدو وه ، دغه شخص نړۍ د نیکولای میکاولي په نوم پيژني. په دغه لیکنه کي به اول زه فاشستي نظریه تعریف کړم، بیا به دي ته راشم چې د میکاولي د دي پرنس څخه مخکې د اخلاقیاتو او مذهب د ریاست سره څه اړیکه وه؟ هغه څرنګه دا اړیکه وشلوله؟! او داسې هغه د عصري فلسفې مفکر په نوم ونومول شو.

فاشزم څه ته وايي؟

فسطائیت یا فاشستې نظریه که څه هم نړۍ په شلمه پيړۍ کې تجربه کړ خو د دغه خونړۍ نظریې تاریخ د یونان د لرغونې تهذیب سپارټا پورې ځي،
د فسطائیت اصطلاح د لاتیني ژبۍ فاشزFasces څخه ماخذ ده، کومه چې د لرګیو د یوې قودي معنی ورکوي کومه به چې پخواني رومي امپراتورې کې د زور، قوت او واک مثال او سامبول وه! د نړۍ جنرالان اوس هم د واک د سامبول په شکل خپلو لاسونو کې یو لرګۍ نیسي! چې هم هغه واک، زور او قوت تمثیلوي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پاې کې چې کله په جرمني، اطالیه، هسپانیه، جاپان او اسټریا کي دغه فاشستي نظامونه راغلل نو نړۍ کې دویمه نړیواله جګړه یقیني او ورسره په ملیونهاو کپرۍ د تن څخه جدا شوې، د دغه هر څه شاته د ناسونالیزم او سیکولاریزم نظریې وې.

جرمني کي د هټلر نازي ازم او اطالیه کي د مسولیني فاشزم د کامیابۍ دارومدار قوم پرستانه خوځښت وه چې ډير خلګ یې ځان ته راوبلل، خصوصاً د هغوي هغه شعارونه، که جرمنې یې نازي ته راشه!، که اطالوې یې فاشستي ګوند ته راشه! بالاخره د دغو شعارو دلاسه هلته د نورو ګوندونو مخه ډب شوه او هلته یو ګوندي حکومتونه قائم کړای شول، مطبوعاتو باندې سانسور ولګید، تش په نوم انتخابات يپل شول، بحثونه بند شول، اختلاف رائ ختم کړای شو، د ډاروین ارتقايي نظریې باندې کار کول او ایمان تر یقین حده پورې ورسید، لیډرانو خپل قام د قوم پرستۍ په شرابو کي مست، نسلي غرور او فخر یې تر هر څه زیات جنوني کړ، د نورو اقوام خلاف کینه، او د بدو کتلو جذبات بلاخره د هر قام لپاره او نړۍ لپاره ښه انجام نه لري!

دي پرنس کتاب څخه مخکې د ریاست، اخلاقو، او مذهب اړیکې:

کله چې مونږ د دي پرنس کتاب لیکوال، نیکولي میکاولي، د حکومت د نظریې جاج واخلو نو پوه به شو چې په دغه برخه کي نیکولي میکاولي د ارسطو څخه متاثر ښکاري خو چې د ریاست د اخلاقو او مذهب سره د اړیکۍ په هکله پلټنه وکړو نو نیکولي میکاولي لومړنۍ شخص ده چې ریاست یې د اخلاقو او مذهب څخه جدا کړې، د ناسونالیزم نظر یې ورکړې، لومړۍ فلسفي ده چې د عقلیت خوښوالي نظریه ېې ورکړې، ځکه خو د نوي عصري سیاسي مفکر په نوم یادیږي.

د نیکولي میکاولي څخه مخکې هیڅ هم د ریاست او اخلاقو او مذهب څخه اړیکۍ نه وې شلیدلې بلکه دا ځنځیر نیکولي میکاولي د خپل کتاب دي پرنس په داسې کردار، چې د شیر څخه زیات طاقتور او د ګیډر څخه زیات چالاک وه، مات کړ! په دغه کار ترسره کولو هغه نه یوازې د افلاطون، ارسطو، او د پخوانیو فلسفیانو روایات ختم کړل بلکه یو نوي روایت یې د سیکولاریزم او ناسونالیزم په شکل کي کیښود.

د نیکولي میکاولي څخه مخکې د ریاست، اخلاقو او مذهب ترمنځ هیڅ توپیر نه وه بلکه هغه وخت به دا فلسفه وه چې د ریاست مقصد هم اخلاقي ده خو نیکولي میکاولي بیا دغه خبره ونه منله، د هغه په اند ریاست پخپله یو مقصد ده! ورسره نیکولي میکاولي د واکمن او وګړیو لپاره بیل بیل معیارونه وټاکل. هغه مذهب او اد خلاقو په قربانولو یو جارح اندازه ناسونالیستي نظریه وړاندې کړه.

نیکولي میکاولي د واکمن او وګړیو لپاره بیل بیل معیارونه ټاکلي وه او په دغه سلسله کې دغه نوموړۍ فلسفي د لرغون یوناني تهذیب یو فلسفي، تهریسي میکس، د انصاف نظریې سره هم غږۍ وه، د کومې نظریې مطابق انصاف معنی د واکمن مفاد وي، او نیکولي میکاولي به ویل، واکمن د خپل ریاست د بهترۍ لپاره هر رنګه غیر قانوني هربه استعمالوې شي.

د نیکولي میکاولي همدغه نظریات ول چې په اروپاء کې د ناسونالیستي، او سیکولاري خوځښتونو ته یې لیاره پرانستله، دغه ناسونالیستي او دغه د نیکولي میکاولي نظریې بیا نړۍ په یو څو اروپايي استعماري هیوادونو ترمنځ وویشله چې ختیځ يې پکې ښه وزبیخه، بالاخره د همدغو نظریو په دولت اروپايان هم په خپلو کې لاس او ګریوان شول او داسې، په پایله کي، انسانیت پکې ستره غمیزه تراژیدي ولیدله، او اوس هم د دغه نظریې خاوندانو ټوله نړۍ په مخ نیولې بلکه تر اوڅه د هم هغه نیکولي میکاولي په نظریې روان دي، او دغو بیا امریکايي ځوان، جونا ګولډ برګ دې ته اړ وباسه ترڅو د میسوني څخه نیولې تر هیلري کلنټنۍ پورې سیکولار یا لبرال د فاشستانو په نومونو ونوموي!

د اوسني تهذیب او پرمخ تللي نړۍ دغه سیکولاري نظریه لرونکي چې ځان ډیر آزاد خیاله، د زور او زیادتۍ خلاف، دیکتاتوري خلاف ځان د ډم او کرسۍ پلویان ګڼي په حقیقت کي د هغوي بنسټ په فاشستې ایښودل شوې ده!!!!

ماخذونه:
۱- هارون یحیی، د فاشزم خونړۍ تاریخ،
The Bloody History of Communism
۲- محمد آصف، لویدیځه سیاسي افکار، (مغربي سیاسي افکار)
۳- محمد آصف ملک، ابو محمد عون چوهدري، تمکین انجم، ایم ای سیاسیات
۴- مظهر الحق، Introduction to political theory
۵- مولانا ابو الاعلی مودودي رحمة الله علیه، اسلام او عصري معاشي نظریات
(اسلام اور جدید معاشی نظریات) (د نازیزم او فاشزم باب)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more