د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د افغانستان قذافيان دې د ليبيا له قذافي عبرت واخلي

Musaferjan
21.10.2011

سلامونه
د افغانستان قذافيان دې د ليبيا د قذافي له شرمناکې خاتمې څخه عبرتونه واخلي .
سمه ده چې د ليبيا له انقلابيانو سره د انقلاب له پيلېدا يوه مياشت وروسته نړيوالې
ټولنې ګام په ګام مرسته کوله .

خو د شک هيڅ ځای نه دی پاتې چې د ليبيا انقلابيان اسلاميين وو ، يعنې متدين او
د اسلام په اصولو خبر خلک وو ، قيادت يې علماوو او د ديني علم طالبانو کوو .

په بله اصطلاح غوڅ اکثريت يې هغو خلکو جوړوو چې په افغانستان کې يې د روس په
ضد جهاد کړی وو، بيا يې د امريکا په ضد په افغانستان او عراق کې جهادونه وکړ ،
همدارنګه د بوسنيا په جهاد کې يې هم برخه اخيستې وه.
بلکه په دغه انقلاب کې د القاعدې ټرېننګ شوو غړو هم په پراخه توګه برخه لرله.

له بلې خوا قذافي يو مسلمان دېکتاتور وو، نه د کي جي بي غلام وو، او نه غربي
لاسپوڅی وو، بلکه په خپلو کيفي دماغو يې ليبيا او ليبيايي ولس کنټرولوه.
دا لا څه کوې ، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې په ډېرو شخړوکې د يو مؤثر لوبغاړی
رول هم لوباوه.

له دې ټولو خبرو مې مقصد دا دی چې دېکتاتور که مسلمان وي، که یهود وي، که
مسيحي وي، که کمونست وي، که علماني يا ليبرل وي؛ د ټولو يو منزل ، يو مسير او يو
مصير وي.
(مصير يعنې د ورتګ ځای)

مونږ په افغانستان کې هم ډېر قذافيان لرو ، چې هغوی د طالبانو په صفوفو
کې هم قرار لري، لکه څرنګه چې د قذافي شخصيت په کامله توګه د حکمتيار په
شخص کې هم قرار لري، دوی دې د قذافي له مصير څخه عبرت واخلي.
که نه نو دوی به هم ورته مصير سره د قهار ذات له حکمت سره سم مخامخ کيږی .

نن خو د افغان ولس لويه برخه د جهاد له صف سره د ښکېلاګرو په ضد ښه په نره ولاړه
ده، او د دې اميد لري، چې د ښکېلاګ له ختمېدلو وروسته به د دوی د امن، آزادۍ
او خوښۍ خوبونه په حقيقت بدل شي، خو که چېرې سبا يو قذافي دېته زړه ښه کوي
چې د افغان ولس له اميدونو سره لوبې وکړي، نو افغان ولس به ورسره ضرور هغه
عمل کوي، کوم عمل چې ليبيايي ولس له قذافي سره وکړ.

بې تفاوته ده چې دغه افغان قذافي ملاعمر وي، او که حکمتيار او که بل څوک.

په احترام

Re: د افغانستان قذافيان دې د ليبيا له قذافي عبرت واخلي

pattang
21.10.2011

داخبرې وروسته دي ،اول بايد صليبي وحشيان ناځوانه خلک له وطنه وشړي ٠
[quote:6f85791090="Musaferjan"]سلامونه

په احترام[/quote:6f85791090]

Re: د افغانستان قذافيان دې د ليبيا له قذافي عبرت واخلي

مصلح
22.10.2011

سلام علیکم
[quote:5e0134b41c="pattang"]داخبرې وروسته دي ،اول بايد صليبي وحشيان ناځوانه خلک له وطنه وشړي ٠
[/quote:5e0134b41c]
پتنګ صاحب خبره دې سمه ده خو د دې کار لپاره تدبیر پکار دی چې له بده مرغه افغانان یې نلري.
جاپانیان وایی چې امریکا لکه لنګه غوا ده. مونږ جاپانیان د هغې په غلانځې کې مو ځان ونښلاوه تر څو خپل هیواد مو جوړ شو او خلکو ته یې هوسا ژوند ور په برخه شو. خو تاسې افغانان د دې غوا ښکرو سره ځانونه برابر کړي تر څو ځانونه دړې وړې کړﺉ .

والسلام

عادل عادل
23.10.2011

السلام علیکم

[quote:8888de8ae9]جاپانیان وایی چې امریکا لکه لنګه غوا ده. مونږ جاپانیان د هغې په غلانځې کې مو ځان ونښلاوه تر څو خپل هیواد مو جوړ شو او خلکو ته یې هوسا ژوند ور په برخه شو. خو تاسې افغانان د دې غوا ښکرو سره ځانونه برابر کړي تر څو ځانونه دړې وړې کړﺉ . [/quote:8888de8ae9]

وروره دا خبرې به جاپان ته تللي کوم هزاره ورور درته کړې وي،،، کنه جاپانیان دا اوس اوس په دې لټه کې دي چې د افغانستان تاریخ لوستل د خپل درسي منهج برخه وګرځوي،،،تر څو د هغو جاپانیانو رنګ خپل کړي چې خپلواکي یې ګټلې وه.

دوی وایي چې هاغه د خپلواکی ګټونکي جاپانیان چې د سر له پاسه به یې نری څڼه پرې ایښې وه او په خپل جاپانیتوب به یې فخر کاوه نن سبا نشته،،، دا اوسنی نسل یې د غرب فرهنګ ځپلي او د یوه مستقل خپلواک هېواد په نوم نه کلتور ورپاته دی نه تاریخ،،،،،،، د جاپان د خپلواکی او هویت سمبول کله هم ټویوټا نشي کېدای.

مصلح
23.10.2011

سلام علیکم
[quote:c466b47223="عادل عادل"]السلام علیکم
وروره دا خبرې به جاپان ته تللي کوم هزاره ورور درته کړې وي،،، کنه جاپانیان دا اوس اوس په دې لټه کې دي چې د افغانستان تاریخ لوستل د خپل درسي منهج برخه وګرځوي،،،تر څو د هغو جاپانیانو رنګ خپل کړي چې خپلواکي یې ګټلې وه.

دوی وایي چې هاغه د خپلواکی ګټونکي جاپانیان چې د سر له پاسه به یې نری څڼه پرې ایښې وه او په خپل جاپانیتوب به یې فخر کاوه نن سبا نشته،،، دا اوسنی نسل یې د غرب فرهنګ ځپلي او د یوه مستقل خپلواک هېواد په نوم نه کلتور ورپاته دی نه تاریخ،،،،،،، د جاپان د خپلواکی او هویت سمبول کله هم ټویوټا نشي کېدای.[/quote:c466b47223]
قومی تعصب بې ځایه دی ، که د جرمنانو نه هم ورته پوښتنه وشی هغوی هم حتما همدا ځواب لری چې د امریکایانو په شتون خپل ملک یې آباد کړ!
محترمه کیدای شی چې د داسې ګواکې آزادۍ غوښتنې په شعارونو چې په عمل کې دهېواد د تباهۍ سبب ګرځی د خپل زړونه یو څه تسل کړو خو د افغانانو د سرتنبګي او جهالت برائت نشي کیدای.

والسلام

دلوی قذافي لوي کارونه

tandar
23.10.2011

داليکنه مي ځکه رانقل کړه چه زه خپله پري خفه يم
دازما نظر دي
جهاني تروريستان او اشغالګر دي خداي ،ج، ترور کړي او بس٠
مننه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

دلوی قذافي لوي کارونه

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (اروپا)
ليک : ليکنه او ژباړه: سيدعبدالرحيم
نېټه : ٢ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-24

دلوېديځ هغه اروا وږو لښکرو چې يوازي يې دليبيا سترو زېرمو ته سترګي نيولي وې. د ليبيا د ارواښاد ستر مشر معمر قذافي سره په دې ډول چلند چې ګواکي دی د ليبيايانو له خوا ووژل سو. خپله منافقه څېره بيا په ډاګه کړه. دلوېديځ رسنۍ دمعمر قذافي هغه محدوده مخالفين چې هر سياسي مشر يې په خپله هيواد لري ښکاره کوي خو هغه هيڅکله هم دليبيا اکثريت نه دي چې نن ددې ستر غم پر ټغر ناست دي.

د افريقا په اکثرو هيوادونو کې ولسونه ددې ستر سړي پر مرګ وير کوي. دغه سړي د افريقايي خوارو ولسونو سره پرېمانه مرستي کړي وي او کولې يې. ديوګانډا يو خبري اژانس وايي چې تر دېرش زره زيات کسان دمعمرقذافي دمرګ په وير راټول سول.

زه دلته غواړم هغه کارونه ياد کړم چې دمعمر قذافي حکومت يوازي دليبيايانو دپاره کړي دي.

لومړی: دليبيا دټولو ليبيايانو دپاره برېښنا وړيا وه.

دويم: په ليبيا کې بانکونه ټول سرکاري دي اودبانک څخه دپورونو اخيسته سود نه لري.

دريم: په ليبيا کې دکور يا سرای درلودل د انسان حق بلل کېده. ستر مشر معمر قذافي لوړه کړې وه.

چې زما مور اوپلار به ترهغه وخته پوري کور ونه لري ترڅو چې دليبيا هراوسېدونکي د کور څښتن نه سي. دقذافي پلار په داسي وخت کې مړ سو چې کور يې نه درلود او په خېمه کې يې ژوند کاوه.

معمر قذافي سره دخپلي مېرمني او مور سره تر اوسه پوري په خېمه کې ژوند کاوه.

څلورم: په ليبيا کې هرزلمی او نجلۍ چې واده کړی وای دليبيا حکومت شپېته زره ديناره ورکول چې د امريکا پينځوس زره ډالر کيږي او دا مرسته يې دکور داخيستلو دپاره ورسره کوله.

پينځم: معمر قذافي په ليبيا کې خپل ولس ته ښوونه او روزنه او درملنه وړيا برابره کړې وه. دمعمر قذافي تر واکمنۍ دمخه په ليبيا کې د ليک لوست کچه په سلو کې ۲۵٪ وه خو معمر قذافي چې په ليبيا کې انقلاب راوست اوس په ليبيا کې دليک لوست کچه په سلو کې ۸۳٪ ته را رسولې ده. ديوې بلي سرچينې له مخي اوسنۍ دليک لوست کچه تردې هم ډېره لوړه ده.

شپږم: که دليبيا يو اوسېدونکي غوښتلای چې دکرهڼي کار پيل کړي نو سرکار دغه توکي ټول وړيا ورکول.

لکه دکرني مځکه،دکرني دمځکي دپاره يو سرای، دکرني تخمونه، دکرني سامانونه او همدارنګه سرکار وړيا څاروي ورکول.

اووم: که چيري دليبيا يو اوسېدونکي په ليبيا کې د نوري زده کړي او يا د درملني داسي اسانتياو ته اړتيا درلودای چې په ليبيا کې نه ميندل کېده بهر ته د استولو دپاره دستر معمر قذافي حکومت يې دټولو اړتياو لګښت ورکاوه پردې سربېره يې په بهر کې د اوسېدو لپاره ۲۳۰۰ درويشت سوه امريکايي ډالرهره مياشت ورکول اوهم يې په بهر کې دموټراود تګ او راتګ لګښت ورکاوه.

اتم: که چيري يو ليبيايي غوښتلای چې موټر واخلي نو سرکار يې په قيمت کې په سلوکې پينځوس ياني سم نيمی دموټر قيمت سبسيډي يا ارزانه ورکاوه.

نهم: په ليبيا کې پيټرول لېټر په صفر عشاريه څوارلس ډالره وه.

لسم: ليبيا دهيڅ هيواد پوره وړې نه ده خو ددغه هيواد ۱۵۰٪ ميليارده ډالره دلوېديځ زورور ځواکونو په زور را وګرځولې.

يولسم: که زده کوونکی له پوهنتونه فارغ سوی وای او دخپل مسلک دنده يې نه سوای ميندلای دمعمر قذافي حکومت دهغه دمسلک سره برابره تنخوا ترهغه وخته ورکوله چې دغه مسلکي خپل کار ميندلای.چې دا په خپله دکار ضمانت و.

دوولسم: دليبيا دتېلو دپلورلو يوه اندازه پيسې دليبيا دخلکو بانکي حسابونوته تللې. مانا دا چې پرټولو ليبيايانو وېشل کېدلې.

ديارلسم: که ديوې مېرمني اولاد زوکېدلی وای نودمعمرقذافي حکومت دغه ښځي ته ۵۰۰۰ ډالر ورکول.

څوارلسم: په ليبيا کې د څلوېښتو ډوډيو ارزښت صفر عشاريه پينځلس ډالره کېده.

پينځلسم: په ليبيا کې په سلو کې ۲۵٪ کسان دپوهنتون بريليکونه لري.

سترمعمر قذافي دلیبيا لويو دښتونو ته د اوبو رسولو دنړۍ ترټولو لويه پروژه جوړه کړه چې دمعمر قذافي حکومت ۲۷ ميليارده ډالر پر ولګول. يو شمېر دا پروژه ګردسره دنړۍ دعجايبو څخه بولي.

دلوېديځ رسنۍ دا هم ډنګوي چې هغه مسلمان نه و. خو دده په پيسو چې څومره مسجدونه جوړ سوي او ده د رابطه عالمي اسلامي سره څونه مرستي کړي دي. هغه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.

دا چې ستر معمر قذافي او دده سترو زامنو د مسلمانانو دښېګڼي دپاره په نورو کومو برخو کې کارونه کول

اوس يې شايد ديادولو وخت نه وي.

دمعمر قذافي دحکومت په مرسته څوکاله دمخه په افغانستان کې هم کارونه کېدل خو له بده مرغه چې زه يې جزيات نه لرم. خو دفترونه مي يې دکندهار په نوي ښار کې ليدلي دي چې پر لوحو يې دليبيا دحکومت مرسته ليکلې وه.

که هر افغان د افغانستان په کچه په دې باره کې مالومات ولري هيله ده چې يوڅه پر وليکي.

اروا دي يې ښاده وي.

پرجهان دتوريالو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران سي.

Re: دلوی قذافي لوي کارونه

Musaferjan
23.10.2011

دا خبرې کېدای شي سمې وي، همدا ډول خلک چې کله راووتل نو ويې ويل چې مونږ له لوږې
نه يي راوتلي، بلکه د آزادۍ لپاره راوتلي يو . د هغه خلکو د پوښتنې لپاره راوتلي يو
چې پرته له محاکمې اعدام شوي دي .

څو کاله وړاندې د بوسليم په جېل 1200 کسان چې کم عمره ځوانان وو ، او ډيري
يې د قرآن شریف حافظان وو ، پرته له محاکمې په زندان کې اعدام شوي وو
او د انقلاب لوی سبب همدا وو .

نور سړی ديکتاتور وو ، ليبيا قذافي وو او قذافي ليبیا وو ، له هغه پرته بل چا د
مخالف نظر ورکولو حق نه لره .

د ظلم نتيجه ډېره خرابه وي

[quote:d96ecb58d7="tandar"]داليکنه مي ځکه رانقل کړه چه زه خپله پري خفه يم
دازما نظر دي
جهاني تروريستان او اشغالګر دي خداي ،ج، ترور کړي او بس٠
مننه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

دلوی قذافي لوي کارونه

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (اروپا)
ليک : ليکنه او ژباړه: سيدعبدالرحيم
نېټه : ٢ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-24

دلوېديځ هغه اروا وږو لښکرو چې يوازي يې دليبيا سترو زېرمو ته سترګي نيولي وې. د ليبيا د ارواښاد ستر مشر معمر قذافي سره په دې ډول چلند چې ګواکي دی د ليبيايانو له خوا ووژل سو. خپله منافقه څېره بيا په ډاګه کړه. دلوېديځ رسنۍ دمعمر قذافي هغه محدوده مخالفين چې هر سياسي مشر يې په خپله هيواد لري ښکاره کوي خو هغه هيڅکله هم دليبيا اکثريت نه دي چې نن ددې ستر غم پر ټغر ناست دي.

د افريقا په اکثرو هيوادونو کې ولسونه ددې ستر سړي پر مرګ وير کوي. دغه سړي د افريقايي خوارو ولسونو سره پرېمانه مرستي کړي وي او کولې يې. ديوګانډا يو خبري اژانس وايي چې تر دېرش زره زيات کسان دمعمرقذافي دمرګ په وير راټول سول.

زه دلته غواړم هغه کارونه ياد کړم چې دمعمر قذافي حکومت يوازي دليبيايانو دپاره کړي دي.

لومړی: دليبيا دټولو ليبيايانو دپاره برېښنا وړيا وه.

دويم: په ليبيا کې بانکونه ټول سرکاري دي اودبانک څخه دپورونو اخيسته سود نه لري.

دريم: په ليبيا کې دکور يا سرای درلودل د انسان حق بلل کېده. ستر مشر معمر قذافي لوړه کړې وه.

چې زما مور اوپلار به ترهغه وخته پوري کور ونه لري ترڅو چې دليبيا هراوسېدونکي د کور څښتن نه سي. دقذافي پلار په داسي وخت کې مړ سو چې کور يې نه درلود او په خېمه کې يې ژوند کاوه.

معمر قذافي سره دخپلي مېرمني او مور سره تر اوسه پوري په خېمه کې ژوند کاوه.

څلورم: په ليبيا کې هرزلمی او نجلۍ چې واده کړی وای دليبيا حکومت شپېته زره ديناره ورکول چې د امريکا پينځوس زره ډالر کيږي او دا مرسته يې دکور داخيستلو دپاره ورسره کوله.

پينځم: معمر قذافي په ليبيا کې خپل ولس ته ښوونه او روزنه او درملنه وړيا برابره کړې وه. دمعمر قذافي تر واکمنۍ دمخه په ليبيا کې د ليک لوست کچه په سلو کې ۲۵٪ وه خو معمر قذافي چې په ليبيا کې انقلاب راوست اوس په ليبيا کې دليک لوست کچه په سلو کې ۸۳٪ ته را رسولې ده. ديوې بلي سرچينې له مخي اوسنۍ دليک لوست کچه تردې هم ډېره لوړه ده.

شپږم: که دليبيا يو اوسېدونکي غوښتلای چې دکرهڼي کار پيل کړي نو سرکار دغه توکي ټول وړيا ورکول.

لکه دکرني مځکه،دکرني دمځکي دپاره يو سرای، دکرني تخمونه، دکرني سامانونه او همدارنګه سرکار وړيا څاروي ورکول.

اووم: که چيري دليبيا يو اوسېدونکي په ليبيا کې د نوري زده کړي او يا د درملني داسي اسانتياو ته اړتيا درلودای چې په ليبيا کې نه ميندل کېده بهر ته د استولو دپاره دستر معمر قذافي حکومت يې دټولو اړتياو لګښت ورکاوه پردې سربېره يې په بهر کې د اوسېدو لپاره ۲۳۰۰ درويشت سوه امريکايي ډالرهره مياشت ورکول اوهم يې په بهر کې دموټراود تګ او راتګ لګښت ورکاوه.

اتم: که چيري يو ليبيايي غوښتلای چې موټر واخلي نو سرکار يې په قيمت کې په سلوکې پينځوس ياني سم نيمی دموټر قيمت سبسيډي يا ارزانه ورکاوه.

نهم: په ليبيا کې پيټرول لېټر په صفر عشاريه څوارلس ډالره وه.

لسم: ليبيا دهيڅ هيواد پوره وړې نه ده خو ددغه هيواد ۱۵۰٪ ميليارده ډالره دلوېديځ زورور ځواکونو په زور را وګرځولې.

يولسم: که زده کوونکی له پوهنتونه فارغ سوی وای او دخپل مسلک دنده يې نه سوای ميندلای دمعمر قذافي حکومت دهغه دمسلک سره برابره تنخوا ترهغه وخته ورکوله چې دغه مسلکي خپل کار ميندلای.چې دا په خپله دکار ضمانت و.

دوولسم: دليبيا دتېلو دپلورلو يوه اندازه پيسې دليبيا دخلکو بانکي حسابونوته تللې. مانا دا چې پرټولو ليبيايانو وېشل کېدلې.

ديارلسم: که ديوې مېرمني اولاد زوکېدلی وای نودمعمرقذافي حکومت دغه ښځي ته ۵۰۰۰ ډالر ورکول.

څوارلسم: په ليبيا کې د څلوېښتو ډوډيو ارزښت صفر عشاريه پينځلس ډالره کېده.

پينځلسم: په ليبيا کې په سلو کې ۲۵٪ کسان دپوهنتون بريليکونه لري.

سترمعمر قذافي دلیبيا لويو دښتونو ته د اوبو رسولو دنړۍ ترټولو لويه پروژه جوړه کړه چې دمعمر قذافي حکومت ۲۷ ميليارده ډالر پر ولګول. يو شمېر دا پروژه ګردسره دنړۍ دعجايبو څخه بولي.

دلوېديځ رسنۍ دا هم ډنګوي چې هغه مسلمان نه و. خو دده په پيسو چې څومره مسجدونه جوړ سوي او ده د رابطه عالمي اسلامي سره څونه مرستي کړي دي. هغه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.

دا چې ستر معمر قذافي او دده سترو زامنو د مسلمانانو دښېګڼي دپاره په نورو کومو برخو کې کارونه کول

اوس يې شايد ديادولو وخت نه وي.

دمعمر قذافي دحکومت په مرسته څوکاله دمخه په افغانستان کې هم کارونه کېدل خو له بده مرغه چې زه يې جزيات نه لرم. خو دفترونه مي يې دکندهار په نوي ښار کې ليدلي دي چې پر لوحو يې دليبيا دحکومت مرسته ليکلې وه.

که هر افغان د افغانستان په کچه په دې باره کې مالومات ولري هيله ده چې يوڅه پر وليکي.

اروا دي يې ښاده وي.

پرجهان دتوريالو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران سي.[/quote:d96ecb58d7]

پتوال
22.11.2011

دا خبره پښتنو ډيره پخوا حل کړې ده چې وايي :

[color=red:fb8bd34699]په زور کلي نه کيږي ![/color:fb8bd34699]

هو!، کلی، ولسداري ، ولايت ، مملکت او دولتداري په زورواکۍ او ديکتاتورۍ
نشي چليدای ، د ولس واک او اولسواکي يې يواځينۍ لاره ده،
خو هغه ولسواکي چې د اسلام او ملي ګټو ساتونکې ، منونکې او تابع اوسي !

نو هم دولت او حکومت او هم طالبان او مشرتابه يې بايد
د ولس غږ،
دولس غوښتنو ،
د ولس واک او
ملي اسلامي ولسواکۍ ته تن کيږدي ،
نه CIA ، امريکا او لوېديځوالو ته او

نه ISI ، مسلم ليګ او پنجا بيانو ته !

يواځې همدا زمونږ د ملت ، ملي ناموس، ملي وحدت ، اسلام ايمان او وجدان لار ده ، زمونږ د نجات ، بري او فلاح لار چې آزادي او خپلواکي ،
سرلوړي ، سوله او نېکمرغي ، وده پرمختګ او ترقي مو تضمينوي !!!!
هره لار چې له دې درې شامله اجزاو څخه يو جز ونه لري نيمګړې او په نشت حساب لاره ده ، د افغان ولس د رنج او عذاب ، مرګ او درد د اوږدولو
او نه ختمولو لار ده او افغان ولس بايد پس له دېرش کالو جګړو او عذابونو ، رنځ او کړاوونو په دې پوه شوی وي چې نور مونږ ددې درېواړو طلايي اصولو
لارو او ژوندتوګو يو له بله څخه بيلول نه منو او نه چاته اجازه ورکوو چې
په بيلولو يې زمونږ ملت ، ولس او غيرتي خلک سره بيل او وويشي ، اوبه خړې کړي او د پرديو په زور په افغان ولس حکومت وکړي !

نولنډه داچې :
لعنت دې وي په ديکتاتورۍ،
په ديکتاتوري اسلامستانو او
ديکتاتوري ملتپالانو!

او د الله ر حمت او ژوند دې وي په ملي ولسواک مسلمانانو،
اسلامي ولسواکانو،
اسلامي ملتپالانو او
ملي اسلامي ولسواکانو !

والسلام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more