د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

جومات او د پښتنوحجره

پښتون.
20.11.2011

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!
تاسو ټولو ته ښه روغتیا او سلامتیا هیله کوم دالله ج رحمت دې په تاسو وي.
په تیرو ورځو کې مې په یوه ویبپاڼه کې یوه لیکنه لوستلې وه د جومات او حجرې په هکله ،چې بیا مې هر څومره ولټوله نو پیدا مې نکړه کیداي شي چې هغه هم د کوم تعصب ښکار ګرځیدلې وي.
ډیرې په زړه پورې خبرې پکښې لیکلې وی او ما هم یو ځل لوستلې وه ،ما ویل زه بل ځل به یې په ښه غور سره لولم او دلته به یې هم رانقلوم چې هغه کسان چې د حجرې نه او د پښتونولۍ نه ویره لري اوورڅخه بد وړي او حتې پښتونولي د اسلام له نظره شرک ګڼۍ ،د هغوي مخې ته دا لیکنه کیږدم چې لیکوال د څومره قوي اسلامي ٍثبوتونو سره
دا په اثبات رسولې چې پښتونولي او قوم پرستي نه ګناه ده او نه شرک،چې په آیتونو او خدیثونو یې داد لوستونکو لپاره واضح کړې دي.
له پخوا زمانو نه پیغمبرانو د نورو په مقابل کې خپل قوم باندې نارې کړې دی چې یو موټئ شئ چې دا ټول هغه لیکوال په خپله لیکنه کې د آیت او حدیث په وړاندې کولو سره روښانه کړی دي.
بیرته راځم د پښتنو حجرې ته چې پښتون قوم په نړۍ کې هغه قوم دې چې تاریخ یې د اسلامیت ،میړانې ،له سره تیریدل ،میلمه پالنې او،،،،، شاهد دې حتې تر ننه چې زمونږه ګران هیواد افغانستان د یرغلګرو او ګوډاګیانو په لاس کې دې او په خوارو او مظلومو خلکو باندې قسم قسم ناروا لوبې روانې دي همدا پښتون قوم دې چې خپل غږ یې اوچت کړې خپل ټټر یې د یرغلګرو په وړاندې ډال کړې. نو پدې باید هغه کسان چې په نیمچه علم باندې دې ته تعصب او شرک او ګناه وايي ،پوه شی چې همدا پښتون قوم دی چې اسلام یې په افغانستان کې ټینګ کړې ګنې که نورو ته پاتې وی البته هغو سوټه مسلمانانو ته ،هغو کم ظرفه مسلمانانو ته چې په خوله او ظاهراً ځانونه مسلمانان ښايي او زړونه یې د کفارو په ډالرو کې دي او زمونږه په مسلمان ،اتل پښتون قوم یې دا دنیا دوزخ ګرځولې ده ،د اسلام دین نه به هم د ډالرو په تول کې تیر شوی وی اګرچه له اعمالو او ظاهرې بڼې نه خو ښکاري.
پښتنو په خپلو حجرو کې د جرګو ، د میلمنو پالل د مشرانو نصیحت ته غوږ نیول او د ځوانانو د شعر ،قصو او ټنګ ټکور لپاره کار اخیستي دي چې بیا داسې کړنه په نورو قومونو کې نشته ،او وروسته بیا د پښتنو نه په نقل سره نورو قومونو هم مهمانخانې جوړې کړې خو د نفاق اچولو او ناروا کړنو لپاره.
دا چې ټنګ ټکور پښتنو ته حرام ګرڅول شوی دې مګر نن ورځ د عرب ،د عربو شاهان او شهزاده ګان ډمې ګډوي شراب څکوي دیکتاتوریانې کوي او هرنوع بد فعل چې د اسلام له طرفه منع ګرځول شوی دی کوي ،خو د دوي لپاره حلال ښکارې چې حلال ګرځول شوی وي او حتې هغه پاچا ته چې کفارو ته یې په خپل هیواد کې ځاي ورکړې او د کفارو د شرابو د پیکونو سره خپل پیک جنګوي خادم الحرمین الشریفین وایې ،ډیر د تعجب ځاي دې.
نو ای پښتنو وروڼو ! هم مو نور وژني او هم مونږه د یوبل دښمنان ګرځیدلی یو،هغه هم یا د امریکا او(ناټو ) د آرمان د پوره کیدو پخاطر او یا د عرب،پاکستان،ایران ،،،،او غیره د آرمانونو د پوره کیدو پخاطر ، مونږه وژل کیږو ،مونږه کړول کیږو، زمونږه ناموس ته په بده سترګه کتل کیږي ،زمونږه په پښتنو سیمو کې مرضونه ګډیږي او ماشومان د کیمیاوي اسلحې د استعمال له کبله نیمګړې نړۍ ته راځي،زمونږه ژبې ته په بد نظر کتل کیږي ،مونږه ته د متعصب خطاب کیږي او هغه کس ته چې تاته وایې چې څه هغه او دغه وایې هغه ته متعصب نه ویل کیږي هغه کس چې ته ټوله ورځ د هغه په مرداره زردشتۍ ژبه غږیږې متعصب نه ویل کیږي.
د نورو ویبپاڼې چې د پښتنو په هکله هر ه ناروا لیکې هیڅ پروا نکوي خو که چیرې پښتو ویبپاڼې او همداسې نورې مطبوعاتی رسنۍ څه ولیکل ،د تعصب د غیرې معیارې نوم ورکول کیږي ،بندیږي ،رټل کیږي او تاثیر یې په نورو ویبپاڼو کې هم لیدل کیږي. یعنې یو یې ووهه چې بل ته سبق شي.
نو حجره په یو کس نه ابادیږی،چې شاعر راشي نو مولا وتښتي چې مولا راشي نو شاعر وتښتي.پداسې حال کې چې دواړه پښتانه یې.

تربیا له خیره سره د پښتنو په حجره کې تاسو ټولو محترمو ،درندو ،مکرمو ښاغلو او اغلو ته د الله ج له درباره ښکلې او ښایسته شیبې غواړم.
مننه ستاسو له پاملرنې نه


پښتون.
21.11.2011

[color=blue:ed6cb2fab6]هر سړی تښتي د یو بل نه لرې
نعرې وهي چې یو کېدل پکار دي[/color:ed6cb2fab6]
ډاکټر اسرار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more