د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

څرنګه له ياهو ميسنجر پرته چيټ کولای شم؟

وصيل پېروز
12.11.2011

سلامونه
زه د يو لړ ستونزو له کبله نه شم کولای چي ياهو ميسنجر ډاونلوډ او له هغې لارې له ملګرو سره د زړه خواله وکړم ځکه زما کمپيوټر له وړاندي لا په يو شمېر ويروسونو لړلی دی او د ياهو ميسنجر تر کښته کولو وروسته ستونزې يوپه دوه شي نو له همدې کبله غواړم يوه داسي لار ومومم چي د يوې ويب پاڼې يا ويب سايټ له لارې په پرليکه کېدو له ملګرو سره ګپ شپ ولګوم ...
ايا يوه داسي پاڼه يا ويب سائټ به راته په ګوته کړئ؟؟؟.
تر دې وروسته به مو منندوئ يم :lol: :lol: :lol:


پښتون.
12.11.2011

محترم وصیل پیروز صیب ،د یاهو پرته تاسو د هوتمایل ،سکایپ چې مشهوره مسینجر پروګرامونه دی ،خبرې او چټ کولای شئ او په ورته وخت کې فایل او انځورونه یو بل ته لیږلې شئ.
البته نور پروګرامونه هم شته خو سکایپ له هوتمایل او یاهو مسینجر نه وړ دې.تاسو یې و آزمایې.
اوس بیړه لرم .
تربیا ان شالله


شبيراحمد
17.11.2011

وصيل صاحب سلامونه مي ومنه
ګرانه دمسنجرکارله ياهو ويب سايټ نه هم اخستلی شې
هلته زه خپله له ملګروسره دزړه خواله کوم، مګرټليفون نشې ترې کولی
اوپه هاټميل سربېره ګوګل هم ښه لاره ده، اعني کله چې يې مسنجرونه انسټال کړئ
دهاټميل مسنجر (ايم ايس اين ) دی اودګوګل مسنجر ( ګوګل ټالک ) دی
په همدې ګوګل کي يې په سرچ کولو/ تلاش موندلای شئ.
اوبل سکايپ چې پښتون صيب يې درته يادونه هم کړي ډېرپه زړه پوري مسنجردی
کمپيوټرهم نه په عذابوي اوغږ او ويډيويې هم داسي وي لکه ملګری چې درسره
په يو اوطاق کي ناست وي.
ځه زه به داټول درته پيداکړم، دايې ايم ايس اين مسنجرچې دهاټميل آي ډي پرې خلاصېږي
خوماته خوندنه راکوي، يوخوځکه اوبل له دې وجي چې زمونږخلک يې کم کاروي.
http://g.live.com/1rewlive4-web/en/wlsetup-web.exe??WLI=1&WLXID=3517c95c-ece1-4a3d-9f6e-434884f91332&RID=01853b37430&TID=1321554918151&lid=
دغه دي ګوګل ټالک چې دګوګل په آي ډي خلاصېږي، په زړه پوري دی.
http://www.google.com/talk/
د ويډيوچټ سهولت يې هم ورسره ډاونلوډکه، مهم نه دی، ستاسوپه شوق پوري اړه لري.

اوداهم سکايف
http://download.skype.com/3694814915aaa38100bfa0933f948e65/partner/trackable/259/SkypeSetup.exe
هيله ده ستونزه موحل شي، که حل نه شوه رابطه راسره وکړئ.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more