د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د پښتنو د ټولنیز ژوند انځور په یوه سندره

حلیم
09.11.2011

سلام،
د پښتنو د ژوند څه نن څه پرون هر اړخ ډیر تریخ دی، که څه هم ځنې خلک پرون تر نن ښه بولي، خو زما هغه کیسې لا په یاد دي چې بابا به مې د ایران ته د غریبۍ او مزدورۍ لپاره د تګ په اړه کولې. یعنې پښتانه لدې څلویښت کلن ناورین هاخوا هم چندان ژوند نه درلود.

دغه سندره چې د یو پښتون ځوان ژوند پکې انځور شویدی، کلام د بابرزي او آواز د جاوید امرخیل دی، ډیر په زړه پورې، وایې ورئ.
ولې ولې داسې وشي ***** چې ګلاب ګلاب ځوانان مې په پردۍ مزدورۍ مړه شي.

http://www.youtube.com/watch?v=slv80q4k6qk


محمود سعيد
15.11.2011

اوریدو ېې کړم چې ټوله ولیکم:

ولې ولې داسې وشي؟
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې!
په پردۍ مزدورۍ مړه شي
بیا به تاته پاتې څه شي؟
بیا به ماته پاتې څه شي؟
ژوند د خوږ شه وطنداره
چې په خپل وطن دې شپې شي
ولې ولې داسې وشي؟
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې!
په پردۍ مزدورۍ مړه شي
د شکرۍ ډوډۍ دې ګرمه
د منګي اوبه سړې شي
دا بدرنګ بدرنګ وختونه
دې په سر سترګو ړانده شي
ولې ولې داسې وشي؟
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې!
په پردۍ مزدورۍ مړه شي
خوب دې نشته دی وریندارې
چې د سترګو تور دې ورک دی
غریبۍ پسې له ملکه
نازولی ورور د ورک دی
چې دعا ته کړې لاس پورته
خپل نیازبین دې راپه زړه شي
ولې ولې داسې وشي؟
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې!
په پردۍ مزدورۍ مړه شي
تابه څه کړم غر او سینده
زه مزدور چې سرګردانه
د یاقوتو جګدلکه
د لعلونو بدخشانه
موده کیږي بابرزیه
چې مو کلي سره نه شي
ولې ولې داسې وشي؟
چې ګلاب ګلاب ځوانان مې!
په پردۍ مزدورۍ مړه شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more