د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

خوستیانو د خپل ژوند او سرنویشت ټاکلو لاره ومونده - خو کندهاریان لاهم ګمراه دي

حلیم
10.11.2011

سلام،
لوی کندهار په تیرو څلویښتو کلونو په قصدي یا هم د غلطو پالیسیو د پلي کولو له امله د جهالت کندې ته ګزار شوی، او لاهم پدې حماقت کې را ښکیل او هره ورځ یې تر بلې د خرابۍ لوره ته کشوي.
ظاهرشاه (خرکوس) خو دغه غیرتي خلک یوازې د خپل قدرت د ساتلو په خاطر د بیسوادۍ په تیارو کې ساتل او بیا یې خپل (سر ښندونکي) عسکر او اردو ترې جوړوله، او پر ځای ېې اداري چارې، علم او تخنیک دیګانو (پاړسوانو) ته په اجاره ورکړ.
دغه تاریخي سهوه لا تراوسه د طالبي جهالت او خیرن تفکر له لارې پدې بې وسه او لار ورکي ولس ور تپل کیږي، او هغوی هم لکه ړانده ټپوسان د طالب (د خدای زوی، یا ملایکې) هر فرمان ته لاس په نامه ولاړ وي، او هره قرباني د سر په سترګو مني.
نن کندهاریان (پکتیکا، روزګان، هلمند، کندهار) ښونځی سوزوي، ځمکه یې غصب کوي، پوهنتون خو له ځایه لري نه، که یې لري ټول محصلین یې د نورو ولایاتو دي. او د همدې سیمې ځوانان یا خو د غره شنه زمریان دي، یا هم د کوکنارو په کرکیله بوخت دي، یا هم د ایران او ... مزدوري کوي.
د شرم ځای دی اول ماته، بیا هغه چاته چې ځان ددې خاوري بولي او یا یې چارې په واک کې دي.
لعنت په داسې بیغیرتۍ شه، لکه نن چې په کندهار کې روانه ده. هغه که د هر لوري لخوا سه ده.

راشئ تاسو د خوستیانو (هغه خلک چې د حقاني شبکه یې په څو کیلومترۍ کې مرکزونه لري) پرمختګ او علم پالنې ته. هغه ولایت چې د ظاهرشاه (خرکوس) د همغه پلیت سیاست (سرښندونکي اردو جوړولو لپاره د غیرتي قومونو بیسواده ساتل) قرباني و، خو نن یې د خپل ژوند لاره وموندله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داېې یوه بیلګه ده:
شیخ زاید پوهنتون په ترتیب سره لاندې (۹ )پوهنځی لري:
انجینري پوهنځی
انجینري پوهنځی په (۱۳۸۱) کال کې تاسیس شوي ده نوموړي پوهنځی (۱۶) تنه استادان او (۴۶۰) تنه محصلان لري، نوموړي پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره مجهز لابرتوار لري. انجینري پوهنځی د سیول او د تخنیکي مضامینو دیپارتمنتونه لري چې د سیول په ديپارتمنت کې محصلان فارغوي.

طب پوهنځی

طب پوهنځی په (۱۳۸۱ ) کال کې تاسیس شوي ده نوموړي پوهنځی (۴۰۰) تنه محصلین او ( ۳۶ ) تنه استادان لري. طب پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره ځانګړی ۱۳۶ بستره روغتون لري، نوموړي پوهنځی ځانګړي کتابخانه لري همدا شان ټولې تدریسي خونې یې په پروجکتورونو باندې سمبال دي. نوموړي پوهنځی د اناتومي، مایکروبیولوژي، هستولوژي او پرازیتولوژي لابراتورونه لري. په طب پوهنځی کې په پښتو ملي ژبه د تدریس چارې پرمخ بیول کیږي.
طب پوهنځی په ترتیب سره لاندې دیپارتمنتونه لري:
• دجراحى ، ولادى نسايي ، انستيزى او ENT د (پزى غوږ او ستونى )

زراعت پوهنځی

د شیخ زاید پوهنتون د زراعت پوهنځی په(۱۳۸۱) کال کې د یوه د یپارتمنت په شکل فعالیت درلوده او په (۱۳۸۷) کال کې یې د پوې مستقلې پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. نوموړي پوهنځی ۱۷ تنه استادان او (۴۲۵) تنه محصلین لري. زراعت پوهنځی د محصلینو د مطالعې لپاره ځانګړي کتابخانه اود کمپیوټر لیب لري همدا شان د محصلینو د عملي کارونو په موخه د هارټیکلچر، اګرانومي او حیواني علومو تحقیقاتي فارمونه لري، د نوموړو فارمونو ترڅنګ ګرین هاوسونه (شنې خونې) ، د څاڅکو اوبه خور سیستم، د چرګانو کوچنی فارم او د فارم لپاره نور لازم وسایل لري. د زراعت پوهنځی په لاندې ديپارتمنتونو کې ټولنې ته فارعان وړاندې کوي:
• د اګرانومي دیپارتمنت
• د حیواني علومو دیپارتمنت
• د نباتاتو دساتنې دیپارتمنت

ښونې او روزنې پوهنځی

دښونې او روزنې پوهنځی په (۱۳۸۱ ) کال کې تاسیس شوي ده، په لمړي سر کې یې (۵) پنځه دیپارتمنتونه درلودل په ۱۳۹۰ کال کې یې د ژورنالیزم او کمپیوټرساینس دیپارتمنتونو جلا جلا پوهنځیو ته ارتقا وکړه، نوموړي پوهنځی (۸۹۵ ) محصلین او ۳۶ تنه استادان لري. د ښونې او روزنې پوهنځی دکیمیا بیولوژي او ریاضي فزیک لپاره ځانګړي لابراتوارونه لري. د ښونې او روزنې پوهنځی لاندې دیپارتمنتونه لري:
• د کیمیا او بیولوژي دیپارتمنت
• د ریاضي او فزیک دیپارتمنت
• د پښتو ادبیاتو دیپارتمنت

حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په کال ۱۳۸۱ کې د یوه د یپارتمنت په شکل تاسیس شوه او په ۱۳۸۷ کال کې د پوې مستقلې پوهنځی په توګه فعالیت شروع کړو. نوموړي پوهنځی (۳۶۰) تنه محصلین او (۱۱) تنه استادان لري. د حقوقو پوهنځی لاندې دبپارتمنتونه لري:
• اداره او دیپلوماسي دیپارتمنت
• قضا او څارنوالي دیپارتمنت

اداره اوتجارت پوهنځی

د اداره او تجارت پوهنځی په (۱۳۸۱) کال کې د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شوه او په (۱۳۸۷) کال کې یې د یوې مستقلې پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. نوموړي پوهنځی (۴۹۰ ) تنه محصلین او (۱۷) تنه استادان لري. د ادارې او تجارت پوهنځی اوسمهال لاندې دیپارتمنتونه لري.
• دمنجمنت او دتشبثاتو داداره کولو ديپارتمنت .
• دملى اقتصاد ديپارتمنت .
• اداري او تجارت دیپارتمنت

شرعیاتو پوهنځی

د شرعیاتوپوهنځی په (۱۳۸۱) کال کې د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شوه او په کال (۱۳۸۷) کې یې د یوې مستقلې پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. نوموړي پوهنځی ( ۲۸۰ ) تنه محصلین لري او (۹) تنه استادان لري. د شرعیاتو پوهنځی لاندې دیپارتمنتونه لري:
• دفقې داصولو ديپارتمنت .
• داسلامى ښوونى ديپارتمنت .

کمپیوټر ساینس پوهنځی

کمیيوټر ساینس پوهنځی په (۱۳۸۱) کال کې د یوه ديپارتمنت په شکل تاسیس شوه او په کال ۱۳۹۰ کې یې د یوې مستقلې پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. نوموړي پوهنځی (۳۵۰) تنه محصلین او (۱۱) تنه استادان لري د کمپیوټرساینس پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره د کمپیوټر لیب لري چې د کمپیوټرونوټول شمیر یې (۶۸) دی، د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلانو لپاره د انټرنیټ خدمات هم لري اوس مهال نوموړي پوهنځی د عمومي کمپیوټرساینس فارغین ټولنې ته وړندې کوي.
په کمپیوټر ساینس پوهنځی کې د ۱۳۹۰ کال لپاره د استادانو او محصلینو لپاره دUSAID لخوا د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه جوړشوی دي چې ۲۸۰ تنه شاګردان لري په اتو صنفونو کې یې د تدریس چارې تر سره کیږي.

ژورنالیزم پوهنځی
د ژورنالیزم پوهنځی په (۱۳۸۱) کال کې د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس او په کال ۱۳۹۰ کې د یوې مستقلې پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. نوموړي پوهنځی (۴۲۹) تنه محصلین او (۸) تنه استادان لري. د ژورنالیزم پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره د FM مجهزه راډیو لري. په دې نیږدې راتلونکې کې به د امریکا متحده ایالاتو د سفارت لخوا ورته یوه درې پوړیزه ودانی جوړه شي چې د ژورنالیزم اړونده لازمو وسایلو به سمبال وي. اوس مهال د ژورنالیزم پوهنځی د عمومي ژورنالیزم به برخه کې فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

د ۱۳۹۰ کال لپاره د ۱۴ ټولګیو فارغینو ته د داخل خدمت او د دولسم ټولګیو فارغینو ته د ښونې او روزنې پوهنځی د ریاضي فزیک،کیمیا بيولوژلوې او پښتو ادبیاتو دپارتمنتونو لپاره د شپې پوهنځی هم ایجاد شوه.
په ۱۳۹۰ کې د لوړوزده کړو وزارت د اکاډمیکوچارو انسجام ریاست څخه د ژبو او ادبیاتو پوهنځی منظوري اخیستل شوي چې په ۱۳۹۱ کال کې به د يوې مستقلې پوهنځی په شکل فعالیت کوي

دا ېې هم د کندهار (هلمند، پکتیکا، روزګان، او کندهار) پوهنتون په اړه معلومات چې د لوړو زده کړو له ویب پاڼې مې را کاپي کړل:
Higher education governmential organs
Kandahar University
This University was established with only Agriculture faculty; in 1993 the faculty of Medical was included. This University now has 4 faculties; Agriculture, Medical, Engineering and Education, with 1587 students. 1509 male and 78 of them are female students. There are 83 professors that 82 of them are male and a female professor.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تاسو ویاړو خوستیانو، او تاسو به خپل سرنویشت په خپل لاس کې ضرور راولئ. ان شالله الله درسره دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more