د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

له بې وزلوسره دخواخوږي په اړه دیوه جاپاني بیلګه

مساپر
27.10.2011

د جاپان چارواکي وایې چې د جاپان د ساکاډو ښار په یو عمومي تشناب کې یې یو نامعلوم مرسته کوونکې خپلې لس میلونه جاپانۍ روپۍ چۍ کابو یو لک دیرش زره ډالره کیږي پریښې او خپله ترې تللي دي .

دوې وایې چې د پیسو سره یو لیک هم د دوی لاس ته ورغلي چې پکې لیکل شوي دي:
زه یوازی یم او هیڅ راتلونکی نه لرم نو باید زما دا پیسې د جاپان د توکیو د سیمې خلک استعمال کړي چیرته چې څه وخت مخکې یوې زلزلي زرګونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول، دا پیسې د په یوه ګڅوړه کې په هغه عمومي تشناب کې کیښودل شوي چې د معیبو کسانو لپاره جوړ شوی دی .

چارواکي وایې که تر دریو میاشتو پورې د پیسو مالک د خپلو پیسو پوښتنه ونکړه نو دوې به یې د جاپان سره صلیب ته وسپاري .

د یادولو وړ ده چې د جاپان په توکیو سیمه کې د روان کال په مارچ میاشت کې سختې زلزلي وځپله چې له امله یې نږدې سل زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

---------------------------------------------------
محترم ورورمساپر ستاسوپه عنوان کې مابدلون راوست
اوپه دې اړه له ګډونوالو هیله کوم چې ورته نورې کیسې هم
راسره شریکې کړې چې شاید بې ګټې به نه وې .

رښتینی


رښتینی
02.11.2011

رښتیا چې جابانیان ډیر عجیب خلک دې ددې زلزلي له پېښیدلو را
وروسته ما په رسنیو کې د دوی په اړه نورې هم ډیرې عجیبي او هیښوونکې
خبرې اوریدلې دې ،

خو کاش چې زموږ شتمنو ددې خلکو له داسي سترو انساني همدردیو او
خواخوږیو نه یوڅه زده کړې وی زموږ دشتمنودپوښتیو په منځ کې خو
زړونه نه تک تورکاڼې پراته دې چې بي وزله او غریبان ونه زبیښې په
مرستو پسې یې توره بلا .

زړه یې مه بوله تورکاڼۍ دصحرا ده
په لیدو دټپي زړه چې زخمې نشي

په مینه


حلیم
04.11.2011

مننه مسافر وروره،
د جاپان د خلکو څخه باید زده شي،
هغوی په ژوند کې اشتباه مني خو ماتې نه مني (حکومت یې نه بلکه فردي ژوند یې درته ښیم)
په جاپان کې تیر پسرلی زلزلې تر ۲۵ زرو زیات خلک مړه کړل، میلیاردونه ډالر تاوان ورته پیښ شو، په زرګونو کورنۍ داسې بې موره، وروره، او پلاره شوې لکه زموږ په هیواد کې چې هره ورځ یوه دوه دری کیږي. خو هغوی هیچا هم ونه ژړل، هیچا هم د ژوند څخه نا امیدي ونښوده، هیچا هم ځان د ماتې په درشل کې ونه باله، بلکه همدا یې ویل چې موږ باید نن تر پرون دوه ساعته زیات کار وکړو. موږ باید په کم معاش ډیر کار وکړو او هم لوړ ټکس په ځان قبول کړو، لدې سره سره دوی همدا اوس د اوروپا د اقتصادي بحران سره په مرسته لګیا دی.
د جاپان او جاپانیانو څخه باید زده شي.
هغوی چې اشتباه مني خو شکست نه مني.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more