د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

Autism اوتیزم ناروغي!

ahmad bilal
24.10.2011

ټولو ورونو ته السلام علیکم... هیله لرم چې ټول به روغ یاستئ...

په یوټیوپ کې مې یو نشید اورید، چې د اوټیزم، Autism، په هکله وه، لاندې یې لینک موجود ده، نو کله چې مې د انټرنیټ پاڼې ورپسې وکتلې.... نو د اوتیزم په هکله مې لاندې ډوله معلومات ترلاسه کړل، لاندې یې تاسو ژباړه کتلې شئ، کوم چې ما د مختلفو ویپ پاڼو څخه د ځان پوهولو لپاره اخستلي و:
دا د نشید لینک ده:
http://www.youtube.com/watch?v=IhkwDR0aZSo&feature=related

Autism، اوتیزم څه ته وايي؟

اوتیزم یوه د انساني ودې پیچیده مسئله ده، کوم چې تقریباً په دریو کلنې کې منځ ته راځي او بیا د انساني دماغ هغه ځاې چې د ارتباط او خبرو کولو سره وي، متاثره کوي.

Autism، اوتیزم د څه له وجهې راپيښ کیږي؟ یا یې وجهې څه دي؟
د اوتیزم مخصوصه وجه لا تر اوسه نده معلومه، په دغه برخه کې بلا ډير تحقیقونه کیږي او لا روان دي، خو یو څو وجهې چې ټول بیا په شریکه اوتیزم پیښوي، په لاندې ډول دي:

- خوراک
- نظام انهضام په نالیو کې بدلونونه
- د بدن په وټامینو او مینرالونو استعمالولو کې ناکامي
-واکسین سره حساسیت

د امریکا U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC) د ریپورټ له مخې اوټیزم ۳ نه ۴ چنده د انجلکیانو په مقابل کې هلکانو کې زیات وي........

Autism، د اوتیزم نښې:

د اوتیزم ښکار ماشومان په:
- لوبو
- خلګو سره په ارتباط کې
- وربل او نان وربل (ویناییز او بغیر د وینا) خبرو اترو کې مشکلات او ستونزې لري...

اثرات:

-د اوتیزم ښکار ماشومان هیڅ کله هم او یا په خبرو اترو په شروع کولو کې ستونزې لري چې څرنګه د بل مقابل سره وینا او خبری اتری شروع کړي

- تقریر هیڅ کله هم نشي کړی، او د خبرو اترو زیاتره برخه یې په ګیسچرز (په اشارو سره) کې تیریږي.

-ملګري نه شي جوړولې او نه یې پیدا کولې شي

-عملي جوړونه لوبې نشي کړی

- غواړي چې خپل زیات وخت ځان سره (یوازې) تیر کړي.

- اواز پرې ډیر بد لګیږي

- خپل خوله، یا ځمکه او یا کوم بل څیز ګروي.

او یا په لنډه توګه هغه کې دغه رنګ ستونزې وي:
Communication
Language
Motor skills
Speech
Success at school
Thinking abilities
-

علاج یې په لاندې مختلفو طریقو ده:

Applied behavior analysis (ABA)
Medications
Occupational therapy
Physical therapy
Speech-language therapy

هیله لرم چې کوم بل څوګ هم په دغه موضوع خپل معلومات وړاندې کړي..

که موږ د پورتنیو لږو عواملو ته وګورو نو داسې به معلومه شي چې دا ناروغي به موږ افغانانو ، خصوصاً په پښتنو کې زیاته وي.....

(یادونه: دا اوتیزم ما یو روحي مرض په ګڼلو دلته خپور کړ)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more