د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د يوۀ لاسپوڅي شړل

ډاکتر وطنمل
28.08.2011

[color=blue:13256d4254]

درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

د امريکا څخه يو مطبوعاتي مداخله ګر د نوروز جهاني په نامه د ټول افغان بحثفورمونو ته تبليغاتي مواد راکاپي کوي او د افغانستان
د آزادۍ مقاومت د دهشتګرۍ پۀ نامه يادوي ، حال داچې زمونږ په هېواد کې د ګاونډيو په پوځي -استخباراتي مداخلو سترګې پټوي (!)
په دې توګه په افغانستان کې د جګړې غځولو ته لمن وهي او زمونږ هيواد د امريکا پاکستان او انګلستان دګډې توطئې
په اورکې لولپه او جبل بل کول غواړي . له دې کبله نوروز جهاني له ټول افغان څخه وشړل شو !
تاسو ګرانو ګډونوالو ته دې د راتلونکي کوچنې اختر تر څنګ دغه ژغورنده ګام هم مبارک وي !
په ټوله افغاني پښتنې مينه !

ډاکتر وطنمل[/color:13256d4254]


عادل عادل
29.08.2011

السلام علیکم

محترم ډاکټر صاحب

زه هم په دې وسیله تاسو او ستاسو درنې کورنی، خپلو افغان خویندو وروڼو او ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وایم، خدای ج دې د ټولو روژې او په روژه کې کړي ټول عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور وګرزوي، آمین

همدارنګه د اجیر او لاسپوڅي نورزي جهاني شړل/رټل مو ډېر پر ځای او اړین کار کړی دی، خدای ج دې ستاسو دا جهاد هم قبول او تاسو ته د بې شمېره اجرونو سبب وګرزوي،،،،، آمین ،،،،،

ستاسو ورته پر ځای جرات مونږ د بحث ګډونوالو ته لوړه روحیه، پر ځان باور او پر تاسو باندې مزید ویاړ راپه برخه کړ،،،، ستاسو نه یوه نړی مننه کوو،،، اباد او سرلوړي اوسی.


حذيفه
29.08.2011

زه هم پر خپل وار ټولو ګډوانوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او له لوی الله جل جلاله څخه غواړم چي د نړۍ د ټولو مسلمانانو کړي عبادات قبول کړي ، د روژې له برکتمنې میاشتې د ښه سبق اخیستو وس ورکړي او په پوره اتفاق اسلام ته د ورپيښو ستونزو مخه ونیسي . ډاکټر وطنمل صاحب ته دي هم الله ډېر ډېر اجر ورکړي چي دا ګوډاګی او د پردو مزدور یې په تور مخ وشاړی .


عبدالله صابر
29.08.2011

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
راتلونکئ اختردټولو ته مبارک وي

ښاغلئ ډاکټروطنمل صاحب
ددي لاسپوڅي شړل خو مو زمونږ خوشالي يو په دوه کړه ،ډيرنراوغيرتي
کارمووکړالله پاک ددي اجرونه درکړي ،ما خومخکښ فکر کاوه چي ښای د
امريکايی ښکاره لاسپوڅي شړل که څه هم ممکن به وي خومشکل به خامخا
وي خودا دی اوس ډيره ښه شوه چي ټول افغان يوجرتمندانه ګام پورته کړ،
بريالي اوسرلوړې اوسئ ٠


۰
29.08.2011

ټولو ګډونوالو او ټولو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم
او ډیرښه شو چي نورزی جهاني پخپله ورک شو!


ډاکتر وطنمل
03.09.2011

زما درنو ، خوږو او قدرمنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

ستاسو له بېدريغه ملاتړ څخه مننه کوم ، ستاسو د ملاتړ همدغه ملي اسلامي او افغاني روحيه ده چې ماته دا جرئت راکوي ، څو
د هيواد ، دين ، پت او ملي ناموس دوښمنانو ته وښايم چې د ټول افغان په پښتنې ملي اسلامي برېښنا پاڼه کې د نړۍ د هېڅ فرعوني طاقت
بړيڅي ليکنې نشي کولی ! او بيا د ملي مقاومت د استازو په وړاندې خو دلته د شوم تبليغ اجازه هېڅکله نشته !
هو، مونږ د آزاد فکره افغانانو له خوا د اصلاح په موخه يواځې د ورورګلويزه پيستون رغنده تنقيدونه نه شنډوو ، خودا دې هيڅوک
په دې معنی نه انګيري چې ګنې هر بړېڅی او هر لاسپوڅی کولی شي دلته هم د سپېڅلي افغان مقاومت په وړاندې ککړه خوله وخوځوي !
مونږ د بهرنيو طاقتونو د مرستې له خيرات څخه تير يو خو  دا خپل (استخباراتي ) سپي دې راڅخه وشړي !
د افغانانو د ملي اسلامي مقاتومت د بري په هيله !


محمود سعيد
04.09.2011

وطنمل صیب ډیره مننه چې دا کار مو وکړ، زه فکر کوم چې دا یو بیعقل جاسوس او ګوډاګۍ وو، کنه جاسوسان هومره روزلي دي چې د پل خشتي په مسجد کې په کلونو امامت هم کولای شي او یا د حضرتي کورنۍ بنسټ هم ایښودلای شي چې د هیواد زرګونه وګړي ېې کور خپله دوهمه قبله ګڼي...


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

[quote:6a23f5b002]زه فکر کوم چې دا یو بیعقل جاسوس او ګوډاګۍ وو، [/quote:6a23f5b002]

نر ګوډاګی وو چې په ښکاره یې ځان سنټرل کومانډ ته منسوب باله، دده په شتون کې مو د لاسپوڅی صفات وپېژندل، اوس به نو هوښیارو )بېعقلو خدایجتي او اجرتي( خود آګاه او ناخودګاه ګوډاګیانو ته هم سخته وي چې څنګه وکولای شي د دده د لیکنو او تبلیغاتو سره په توپیر کې د افغاني برحقه مقاومت د غازیانو پښې ووهي اویا هم منفي تخریبي تبلیغات پسې وکي.


shokoor
05.09.2011

سلام علیکم!
د محترم ډاکټر صاحب وطنمل نه یوه پوښتنه:
که یو ګوډاګئ نه بلکه یو بل افغان چې له تاسو دا پورته څرګندونو ځینو برخو او دا نور و سره چې تاسو ته مرحبا وایي همنظره و نه اوسې او د طالبانود په ثبوت رسیدلي اعمالو په بڼسټ دوی آزادی غوښتونکي نه بلکې د جګړې د غځولو وسیله وګڼي آیا تاسې هغه ته هم ګوډاګی وایئ او له ټول افغان نه یې شړﺉ؟

والسلام


پتوال
05.09.2011

شکور خانه سلامونه !
د ډاکتر وطنمل په ليکنه کې دغه ټکي هم شامل دي :[quote:642c817570]
هو، مونږ د آزاد فکره افغانانو له خوا د اصلاح په موخه يواځې د ورورګلويزه پيستون رغنده تنقيدونه نه شنډوو ...مونږ د بهرنيو طاقتونو د مرستې له خيرات څخه تير يو خو دا خپل (استخباراتي ) سپي دې راڅخه وشړي ! [/quote:642c817570]

زما په اند په استخبارتي مداخله ګرو کې خومطلب تر ټولو لومړی CIA او ISI دي ، چې په ګډه روان ناورين ته دوام ورکوي .
او همدغه ستاسو مطلب هم دی . داچې د مقاومت غورځنګ هم له يوې خوا سره يرغمل دی او د بشپړې آزادۍ پر ځای به د پنجاب اسارت له ځانه سره
راوړي ، دې ته به زه ، ته او بل آوبل ګوته نيسو او مقاومت به[color=red:642c817570] تل[/color:642c817570] ورته متوجه کوو او هيله ترې کوو چې
په ورته خيانت او جنايت ځان د خلق ، پرچم او کرزيخيلو پشان دملت په وړاندې مخ توری پرېنږدي او افغان مقاومت د پرديو
له لاسوهنو او لاسلرنو سوچه ، پاک او منزه پر مخ بوځي !
زمونږ ملاتړ له طالبانو څخه بايد بې قيدو شرطه نه وي ، کوم قيد و شرط چې واجب دی هغه صرف دغه يو شرط دی چې د پرديو ،
په تيره دISI لاس بايد پرې شي ، يوه شورا ولري چې له قومي ، ديني او ټولنيزو شخصيتونو څخه څخه جوړه وي .


larghonay laraway
06.09.2011

اسلام عليکم!
[color=white:375ad524b0]تېر اختر مو بختور شه، روژه، تراويح، لمنځونه او تلاوتونه مو قبول شه! د حاجيانو او غازيانو په صف کې هم حساب شئ![/color:375ad524b0]
د اختر تر رخصتۍ وروسته مې په ټول افغان کې پر يوه ډېر ښکلي سرليک (د يوۀ لاسپوڅي شړل) سترګې خوږې شوې. ما فکر کاوه چې ډاکټر صيب به خامخا کوم پاکستانی لاسپوڅی شړلی وي چې په ټول افغان کې د بېچاره پښتنو د مظلومو او پښې تورو ماشومانو ښوونځي سوځولو او يا د محکومو پښتني مېرمنو لپاره جوړ شوي کلينيک شنډولو، پول او پولګي ورانولو، له معلمه غوږ غوڅولو او ډاکټر حلالولو ته خلک هڅوي. همدا راز مې دا فکر هم کاوه چې وطنمل صيب به خامخا داسې کوم خاين شړلی وي چې بې ښوونځي او بې مدرسې ماشوم ځانچونې ته لمسوي. همدا راز مې دا سوچ هم ؤ چې ده به د پاکستان حکومت کوم مدافع وکيل شړلی وي چې هلته د هرامنډوي د ټکس په پيسو د حج او ذکات ادارې له خوا ترسره کيدونکو کارونو ته (جيوی جيوی پاکستان) وايي او دلته زده کوونکو جينکيو ته تزاب ورشيندي.
خو کله کله به مې بيا ويل چې اوس خو هسې هم ټول افغان د (الاماره بشپړه لاره تعقيبوي) نو
ډاکټر وطنمل صيب به خامخا د بهرنيانو داسې کوم لاسپوڅی شړلی وي چې په ټول افغان کې د بهرنيو لنډغرانو کوبايانو د شپنيو بمباردونو، د کورونو د دروازو په راکټو ويشتلو، د ښځو پلټلو او عاموژنې ستاينه کوي او په خپله هم د کوبايي حراميانو جاسوس دی او ټول افغان کشف کړی دی! یا به يې داسې کوم جاسوس کشف کړی وي چې ټوله ورځ د بهرنيو سفارتونو په درازه کې (تاتا کوي)
په همدې ترتيب مې داسې خيال پلونه هم ويل چې ګنې ټول افغان به د شمالي بې پتې ټلوالې داسې کوم جاسوس موندلی او شړلی وي چې د پښتنو د ځپلو، محرومولو او وژلو لپاره ټلوالې ته کار کوي او په ټول افغان کې د ټلوالې دفاع کوي.
زما کمپيوټر کمزوری دی او انټرنيټ ډېر ورو ورو پرانيزي نو د کمپيوټر تر فعاليدو مې ځينې داسې خوبونه هم وليدل چې ډاکټر صيب وطنمل به د کرزي د غلامې او اشغال شوې د پردۍ لاسپوڅې، د پښتون دښمنه او نورو دوستې ادارې کوم داسې بېغيرته جاسوس شړلی وي چې د کرزي همدې سستې او پليتې ادارې ته د ايران له خوا په ډيپلوماټيکو بکسونو کې په ورکړل شويو تومنو مست شوی وي او د وطن پر خلاف همدې بې شرمې ادارې ته تبليغ کوي
او داسې په سلګونو نورې انګيرنې راسره وې خو کله مې چې ليکنه ولوسته نو د (نوروز جهاني) په نامه څوک شړل شوی دی. بيا مې په ټول افغان کې ډېره پلټنه وکړه چې د نوروز جهاني کومه ليکنه ولولم او قضاوت پرې وکړم خو باور وکړه چې د ده هيڅ ليکنه لاسته رانغله او مخکې مې هم نه وه لوستې. وطنمل صيب هم په لنډو ټکو کې دا خبره ياده کړې وه چې زما په څېر کنجکاوه انسان يې ډېره پلټنه غواړي. په هرصورت خو زه وايم يو داسې څوک چې له بهرنيو استخباراتو سره تړاو ولري او په ټول افغان کې ليکنې کوي نو تر شړلو ورسره بحث کول ډېره غوره ده. ځکه چې هغه بهرنيو استخباراتو ته لاسرسی لري او زمونږ غبرګون، منطق او دعوه ښه وررسولی شي. اوس خو مونږ ډېر څه ليکو او وايو يې خو په بحث فورم کې يوازې پاکستان غوښتونکي طالبان دي چې ايله بيله زمونږ غبرګون او منطق تر ISI پورې رسولی شي او کله کله د بهرنيانو يو نيم ترجمان هم رامنځته شي چې د ايساف تر مقاماتو لاسرسی لري. خو دغه دواړه ډلې ډېرې کمزورې دي او دوی دومره جرات نه لري چې زمونږ ټکي په ټکي غبرګون د دوی بادارانو ته ورسوي. بلکې دوی يوازې دستور اخلي او په افغانستان کې يې عملي کوي.

[color=red:375ad524b0]زه په خپله په هيڅ ډول د دغې موجوده حکومت او موجوده طالبانو ملاتړ نه شم کولی ځکه چې په افغانستان کې اوسم او دواړه خواوې ښې راته معلومې دي. دواړه د بهرنيانو لاسپوڅي او د وطن او وطنملانو دښمنان دي. نه په کرزي کې د حکومت کولو ظرفیت شته او نه په ملاعمر کې د امارت متره وينم. دا هم ضرور نه بولم چې يو ښه قيادت نشته نو خامخا دې په هغو پسې ډانګ واخلم. بلکې همدا قلم چلوم تر څو په همدې اوسپنيزو حالاتو کې د خلاصون لاره ومومم.[/color:375ad524b0]
په همدې هيله
ستاسو لاروی


وزیري
06.09.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د داکټر صیب وطنمل دا باتورۍ د ستایلو وړ نه بولم. دا په دی خاطر چی په همدی فورم کی یو اتیست (بی دینه) اسلام ته په سپکاوی باندی ډیری ورځی د نر غوندی پرتوګکښلی ګرځیده او د بیان ازادی ورکړل شوی وه خو چی وطن ته یو چا دوه ټکي کاږه لیکلی نو بیا یی اکاونټ بند شو.
وطن به ډیر محترم وی او که اسلام؟

والسلام


Ghairat
06.09.2011

[quote:ac6a813665="وزیري"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د داکټر صیب وطنمل دا باتورۍ د ستایلو وړ نه بولم. دا په دی خاطر چی په همدی فورم کی یو اتیست (بی دینه) اسلام ته په سپکاوی باندی ډیری ورځی د نر غوندی پرتوګکښلی ګرځیده او د بیان ازادی ورکړل شوی وه خو چی وطن ته یو چا دوه ټکي کاږه لیکلی نو بیا یی اکاونټ بند شو.
وطن به ډیر محترم وی او که اسلام؟
والسلام[/quote:ac6a813665]
وزيري صيب سلامونه !
زما په اند خو ستاسې دا مقايسه ډيره عجيبه ده ، ځکه :

١- کوشان د بهرني استخباراتو غړی نه و ، حال داچې نورزی جهاني په ښکاره د CIA غړی دی .

٢- کوشان له هېڅ بهرني استخبراتي سازمان ننګه او دفاع نه ده کړې، خو نوروزی په ډيره بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره د CIA دفاع کوي او عُمّال يې تائيدوي

٣- کوشان د بهرنيو استخباراتو تبليغي توکي افغاني ور سايتونو کې نشر ته نه دي سپارلي، خو د نوروزي همدغه کار دی او تر ټولو زياته سپين سترګي يې لا داچي په ټول افغان کې د CIA دغسې زهرجن تبليغات نشر ته سپاري

٤- د CIA ننګه غړيتوب او لاسپوڅي د اشغال ننګه او ملي خيانت دی ، کوشان په دغسې ملي خيانت په ټول افغان کې نه دی مرتکب شوی .
اشغالګرو ته تبليغ عملا د اسلام د مقدس دين پر ضد درېدل دي اود زرګونومسلمانانو وينه تويول مباح ګڼل دي ،
خو کوشان صرف په فردي او ايديالوژيکي ډول خپل ککړ ضد اسلامي نظر څرګندولو چې د فردي آزادۍ څخه يوه سؤ استفاده وه ،
خو ټولو ليکونکو به پرې په تبليغي سطحه جهادي بريدونه کول او زړونه به يې پرې يخول ! دومره ښکنځل او لعنتی او سپکاوی چې به په
کوشان اورول کېده کېده د انسانانو له خوا په شيطان هم نه وي اورول شوی ، خو کوشان د شیطان سوپره وه په خپل سپکاوي يې هم چرت نه و خراب
نو ځکه يې شړل يواځينۍ لار وه ! .


عادل عادل
06.09.2011

السلام علیکم

لاروی صیب

خبرې دې احتمالا ځکه اوږدې لیکلې دي چې موقف دې سست او په تورونو بنا دی.

ستاسو څخه دا خپل ځان ولې هېر شوی، که زه ستاسو پر ځای وای، نو د "یو لاسپوڅی وشړل سو" په لیدو سره به مې تر ټولو لومړی دا احتمال په ذهن کې خطور کړی وو چې خدای مکړه زه یې و افغاني تاریخ او لوی احمدشاه بابا )رحمه الله( ته د توهین او ګستاخی په سبب سره نه وم شړلی،،،،،،،،

په دې اساس تاسو ډاکټر صاحب وطنمل ته دوعاوې کوی او د احسان شکرانه یې ادا کړی.

او که د شړلو معیار او دلیل ستاسو د ډول تش تورونه شي، نو بیا خو به ټول شړل کیژو، چې بیا هم ستاسو نوبت وروستی نه بلکه د سر په سړیو کې به راځی .

دا چې په پای کې مو خپل شخصیت په سرو کرښو کې سپینه مرغی )ناپېیلی او نوټل( معرفي کړی، نو بیا مو په دې پاڼه کې د ګډون څخه هدف څه دی،،،، تاسو په خپل قلم او یوازې سر ایله خپل ځان پالی که څنګه ؟

[color=white:58d7a0653b]زمونږ او تاسو لپاره همدا شرم او بدبختي هم بس ده چې د یوه ښکاره یرغلګر لاسپوڅي د شړلو په اړه یوه خوله نه یو،،،،، افسوس افسوس[/color:58d7a0653b]

ستاسو په بې خونده خبرو مې د اخترمبارکی ځواب هم هېر شو، ،،،،خپه نشې ،،،،، تېر اختر دې مبارک او روژې دې هم خدای ج قبولې کړه،،،، آمین


ډاکتر وطنمل
06.09.2011

[color=blue:65a393522c]سلامونه او نېکې هيلې !
دروند لاروی صاحبه دروند اوسې ![/color:65a393522c]
[color=red:65a393522c]باور وکړه چې يو افغان د CIA يا KGB په غړيتوب سره د خليلزاد او کارمل مقام ته ورسيږي او بيا په ټول افغان کې ددوی له پاره ليکنې کوي
د الله په حکم به خليلزاد هم همدغسې له ټول افغان څخه وشړم لکه دا د جهاني CIA چوپړی نورزی چې وشړل شو !
په مسکو کې د کارمل سفير حبيب منګل سره له دې چې ليکنې يې دومره غير اصولي نه وې ، خو دده ليکنې وې ، نو دKGB د چوپړي
په توګه له ټول افغان څخه وشړل شو ! د عادل صيب تمه زما هم وه چې لاروی صيب به څنګه د نورزي غوندې له CIA سره
د يو ککړ او ملوث انسان په شړلو نه خوشحاليږي ؟؟؟؟؟[/color:65a393522c]


larghonay laraway
06.09.2011

عادله ګله د موضوعاتو لړل ستا زوړ عادت دی . د احمدشاه موضوع په خپل ځای اوس هم تازه ده او که منطق او پوهه دې لرلی نو هملته دې خپل استدلال ليکلی شو. تا سره خو يې ځکه نه شاربم چې په څو کلونو کې مې لږ تر لږه ستا منطق، استدلال او پوهه درک کړې ده.

ماته لوی څښتن تعالی لږ تر لږه دومره پوهه راکړې چې پليتي په متيازو نه مينځم.
دا منم چې افغانستان د بهرنيو لنډغرانو له خوا اشغال دی. دا هم منم چې دې اشغال ته ملاعمر لاره چاره هواره کړه او امريکا يې راوسته! (په دې ډېر بحثونه شوې دي)
دا هم منم چې طالبان د پاکستان په وسيله د امريکا، انګلستان او متحدينو ګوډاګيان دي!
نو بيا ولې له داسې يوې ککړې ډلې پيروي وکړم!
تولعنت دې په کرزي، ملاعمر د د دې دواړو په ډلو وي
دواړه د افغانستان دښمنان دي.
د هغه چا لپاره ډېره د شرم خبره ده چې رهبر يې يو هوټلي او د امريکا غلام وي
همدا راز د هغه چا لپاره هم ډېره له شرمه ډکه خبره ده چې رهبر يې د پاکستان له خوا جوړ شوی او سکوټ امي وي!
زه هغه چاته چې د دې دواړو خواوو پيروي کوي، قسم ور اچوم چې خدای ته دې مخ کړي او بيګاته دې په خپل ګريوان کې سوچ وکړي چې ايا ملاعمر د اسلامي امارت يا د يو هيواد د اداره کولو ظرفيت لري؟
په همدې ډول غلام او مداري کرزی په دې ارزي چې د افغانانو ولسمشر وي؟

ګورو به


larghonay laraway
06.09.2011

ډاکټر وطنمل صيب سلامونه او د تېر اختر ځانګړې مبارکۍ!
بښنه غواړم چې ستاسو تر ليکنې مخکې مې له عادل سره د زړه خواله ليکلي وو چې سمدستي ورپسې ستاسو وروستۍ څرګندونه راغله خو زما دويمه ليکنه په ليکه شوې وه!
باور کړه د نوروز جهاني د ملاتړ په نيت مې ليکلي وي. ما ليکلي وو چې د نوروز جهاني په څېر جاسوسانو ته د قناعت ورکولو او د هغوی بادارانو ته د خبرې، غبرګون، فکر او نظر رسولو ښه لاره له هغوی سره مباحثه ده!
ځکه چې افغانان په درې لسيزو کې دومره بدبخته شوي چې په لوړه او ټيټه کچه د پرديو جاسوسي کوي زمونږ تر ټولو نږدې او مضر دښمن پاکستان او ايران دومره جاسوسان لري چې په شړلو به يې ستړي شو. تاسو ته به معلومه وي چې څو ورځې وړاندې د نعيم ملتوال په نامه يو نفر په ډاګه او ډانګ پيلې د پاکستان د خلکو نه بلکې د حکومت دفاع کوله!
په هر صورت که ستاسو په نظر نوروز جهاني ډېر مضر ؤ نو زه يې هم شړل تاييدوم!
مننه


عادل عادل
06.09.2011

السلام علیکم

[quote:9e3971ce2e]عادله ګله د موضوعاتو لړل ستا زوړ عادت دی . د احمدشاه موضوع په خپل ځای اوس هم تازه ده او که منطق او پوهه دې لرلی نو هملته دې خپل استدلال ليکلی شو. تا سره خو يې ځکه نه شاربم چې په څو کلونو کې مې لږ تر لږه ستا منطق، استدلال او پوهه درک کړې ده. [/quote:9e3971ce2e]

محترم لاروی صیب لکه څنګه چې تاسو زه سم/ناسم پېژندلی یم، باور مو وشه چې زه هم ستاسو ذهن کله ناکله مخکې له مخکې لوستلی شم ، ما همدا سوچ وکړ چې تاسو به د موضوعاتو په لړلو ما تورنوی،،،، خو دا مو هېره ده، چې ،،،د لاسپوڅي شړل ،،، بېله او مستقله موضوع نه ده، بلکه د ټولو موضوعاتو نتېجه ګیري او د نتیجه ګیری په بنا یو عملي اقدام دی :)

مونږ او تاسو به بین الافغاني جزوي/فرعي اختلافات خامخا لرو، خو د ډاکټر صاحب وطنمل نوموړی اقدام د ټولو لپاره باید چې د بې قید او شرطه منلو، ستایلو او قدر وړ وي.


khoshalkhan
07.09.2011

انډيوالانو داسې سادګي مو شروع کړې ده لکه چې يه يوه رفيق به دبل
رفيق ستاينې کولې !
دې وطنمل مخکې ولې دا کار نه کاوو?? ، له کومې خوا څخه اوس دا الهام ورته
راغلی دی چې وروسته له ډېرو مياشتو يې داسې يو اقدام وکه ! او مخبر يې
وشاړه!
ايا دپتنګ غريب نارې سورې ، کنځلې تاسو ټولو او وطنمل اغا نه لوستلې ?چې
هر وار به له نورزي سره لاس په ګرېوان وو او تاسوټوله به سترګې پټې نيولې وې ?
تاسو بيدارېږۍ وروسته او په غلط وخت کې ،زه داسې ګومان او فکر کوم چې دابه
دپښتنو ارثي ميراث وي!٠

دهېوا ترخې مې خوراک وی
.................................................نصيب مې مه وی دليلا سره پالنګونه !


پتوال
16.10.2011

ورونو ټول افغان يوه آزاده پاڼه ده ، د فرد په توګه په کې هر افغان خپل نظر وړاندې کولی شي، خو کله چې څر ګنده شي چې څوک د يوې سياسي ډلې
په استازيتوب ليکل کوي او يا پرديو نشراتي ارګانونو ته خدمت کوي ، دا بيا د ټول افغام ملي ځانګړنې ته زيان رسوي او په
ټول افغان کې بايد ځای ونه لري . زما په اند کله چې د نوروزي جهاني ليکنې ددې معيارونو له مخې د فردي نظر څرګندونو له چوکاټ څخه ووتلې
وطنمل صيب هم بندې کړلې . نو که نوموړی بيرته خپل فردي نظر څرګندل پيل کړي او د امريکا له پاره په ټول افغان کې تبليغ نه کوي آيا بيا
به يې مخه نيول له بحث پرته په بله لار نا شونې نه وي ؟، والسلام .


مصلح
16.10.2011

سلام علیکم
[quote:976f2c039d]ورونو ټول افغان يوه آزاده پاڼه ده ، د فرد په توګه په کې هر افغان خپل نظر وړاندې کولی شي،[color=blue:976f2c039d] خو کله چې څر ګنده شي چې څوک د يوې سياسي ډلې
په استازيتوب ليکل کوي[/color:976f2c039d] او يا پرديو نشراتي ارګانونو ته خدمت کوي ، دا بيا د ټول افغام ملي ځانګړنې ته زيان رسوي او په
ټول افغان کې بايد ځای ونه لري .[/quote:976f2c039d]
کمزوری استدلال !
آیا په همدې پاڼه کې ځینې دوستان لکه پتنګ صاحب په سیستماتیکه توګه د دارالاماره له پاڼې نه مطالب نه را کاپی کوی؟ یا دا چې طالبان سیاسی ډله نده؟

والسلام


zalmai afghan
17.10.2011

[quote:334306d0d5]آیا په همدې پاڼه کې ځینې دوستان لکه پتنګ صاحب په سیستماتیکه توګه د دارالاماره له پاڼې نه مطالب نه را کاپی کوی؟ یا دا چې طالبان سیاسی ډله نده؟ [/quote:334306d0d5]

مصلحه وروره: زه خو دټول افغان پاليسۍ ته حيران يم، له يوي خوا دملتپالني او ولسواكۍ چيغي وهي، او له بلي خوا د I S I پوخ ايجنټ پتنګ ته اجازت وركوي كوم چي نه ملي ارزښتونو ته ژمن دي او نه ملتپالني او ولسواكۍ ته،
په ښكاره ډول د I S I نه دفاع كوي، آيا ايجنټي نوري ښكري لري او كه شاخ؟
داسي خلكو ته دليكنو اجازت وركول دافغانانو سره جفا ده، بلكه د افغانيت سره جفا ده.
او كه ټول افغان په يوه سترګه كتل كوي او په بله نه؟
ما مخكي هم ډاكتر وطنمل ته ليكلي وو او بيا يي هم وايم چي:
[color=white:334306d0d5] د پتنګ په موجوديت كي ستاسو هويت او د ټول افغان پاليسي به هميشه تر پوښتني لاندي وي.
[/color:334306d0d5]
والسلام


خان آغا
17.10.2011

[quote:4bdb1bc943="مصلح"]کمزوری استدلال !
آیا په همدې پاڼه کې ځینې دوستان لکه پتنګ صاحب په سیستماتیکه توګه د دارالاماره له پاڼې نه مطالب نه را کاپی کوی؟ یا دا چې طالبان سیاسی ډله نده؟
والسلام[/quote:4bdb1bc943]‎ټول افغان دټولو افغانانو دی طالبان هم افغانان دې .مصلح وروره اوس راته امریکایې وحشیان هم افغانان نکړې ، احتیاط کوه؟


مصلح
17.10.2011

سلام علیکم
[quote:f5dc467921="خان آغا"] ‎ټول افغان دټولو افغانانو دی طالبان هم افغانان دې .مصلح وروره اوس راته امریکایې وحشیان هم افغانان نکړې ، احتیاط کوه؟[/quote:f5dc467921]
ګرانه خان آغا جانه ، لومړﺉ خو خبره پر افغان او نه افغان باندې نه وه بلکې خبره پر سیاسی ډلې وه ! دوهم دا چې که زمونږ خوښه وي که نه دا ستاسو خبره امریکایی وحشیان نن ورځ د افغانستان دسیاست ټاکونکي دي . نو دا خو دې ته ارزي چې پرېېږدوو چې هغو د افغانستان د شخړې په اړه د خپل نظرونه څرګند کړي او مونږ افغانان د هغو لید لوري ته منطقی ځوابونه که یې ولرو ووایو .

والسلام


پتوال
18.10.2011

ورونو هر شی بايد يو معيار ولري !
پتنګ خان چې له الاماره څخه څه راکاپي کوي ددې له پاره چې د طالب مشرتابه ملي سياست پرې ثابت کړي ، او ددې هسې حق لري، لکه نور چې پرې
بيا تبصرې کوي څو د ملي خصلت نشتوالی او د ISI لاسپوڅي يې ور په ګوته کړي او ځينې يې ښيي چې دوی نه اسلامي او نه ملي هدفونه پيژني
آن تر مشره پورې سياسي انپړان دي صرف د ISI يو تور لښکر دی چې د اسلام په نامه د اسلام اباد لپاره جنګيږي او پنجابيانو پرې
د عربو پتروډالرو پيرزوينه کړې ده !زما په اند طالبان دوه ايديالوژيکي ستونزې لري : يوه داچې امريکايان د اسلام په ضد نه جنګيږي او کلمة الله آن په امريکا کې هم په خطر کې نه ده ، ځکه چې اسلام په امريکا کې يو رسمي دين دی،
داچې د القاعدې له پاره د يهودو د حاميانو امريکا يانو پر ضد د فلسطين پر ځای په افغانستان کې دوی جنګيږي د جهاد سوچه توب يې تر پوښتنې لاندې
راغلی او دويم مشکل يې د ملي جهاد په نامه جنګېدل دی : دوی نشي کولای دملي جهاد نوم په خوله واخلي، ځکه چې هغې ته يې ISI نه پريږدي، که نه نو ملي جهاد خو د پاکوستان د مداخلو پر ضد هم اړين دی نو بيا خو بايد د
ISI پرضد هم وجنګيږي ، کوم کار چې دوی د ISI په ګوډاګيتوب کې نشي کولی ، ولې د ملت غوښتنه خو دا ده چې يوشان دې دISI او CIA پر ضد وجنګيږي !
د طالبانو انپړه مشرتابه دې يوې پوښتنې او غوښتنې ته هم ځواب نشي ويلای ، نه په اسلامي جهاد کې له پاکوستان څخه ځان خلاصولی شي او نه د پاکوستان په غلامۍ کې د ملي جهاد ادعا کولی شي !
الله دې ورته هدايت وکړي چې پښتون قام د ISI له نادودو څخه خلاص شي او په خلاص مټ او يو آواز د اشغالګرو پر ضد وجنګيږي
او هيواد له دواړو چټلو خواو له تسلط څخه وژغوري !

تر کومه چې د پتنګ د ايجنټۍ ادعا ده ، تر کومه چې زه يې پېژنم هغه يو پاک پښتون دی، خدای دې نکړي چې دISI پيسو ته به کښيني ،
ولې شايد په طالبانو ، القاعدې او څه نا څه بيا وروسته [color=blue:06c8063dfb]د ISI له پنجو نه د طالبانو په خلاصېدلو باور لري . [/color:06c8063dfb]چې لويه تيروتنه يې زما په اند همدغه ده او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more