د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

مرخېړي،سمارق يا Mushrooms

ډاکتر څپاند
19.09.2011

مرخېړي،سمارق يا Mushrooms

http://www.google.com.au/images?hl=en&source=hp&q=mushrooms&oq=mush&aq=4&aqi=g3g-s1g6&aql=&gs_sm=c&gs_upl=4883l7520l0l17878l4l4l0l0l0l0l359l1388l3-4l4l0&oi=image_result_group&sa=X

Energy 113 kJ (27 kcal)
Carbohydrates 4.1 g
Fat 0.1 g
Protein 2.5 g
Thiamine (Vit. B1) 0.1 mg (9%)
Riboflavin (Vit. B2) 0.5 mg (42%)
Niacin (Vit. B3) 3.8 mg (25%)
Pantothenic acid (B5) 1.5 mg (30%)
Vitamin C 0 mg (0%)
Calcium 18 mg (2%)
Phosphorus 120 mg (17%)
Potassium 448 mg (10%)
Sodium 6 mg (0%)
Zinc

مرخېړي ښه اوګټور خواړه دي٠خوپام ساتۍ چې زهرلرونکي او وژونکي ډولونه ئي هم شتون لري٠
دB ويټامينو او منرالو ښه منبع ده٠
معمولا دسلاتې سره خام خوړل کيړي خو ځيني خلک ئي دغوښې په څير په
سيخانو کې دکباب په توکه پخوي٠
خو په غوړو کې دهغو سره کول او پخول د مرخيړو نه غېر صحي خواړه جوړوي٠
مرخيړي دهرچا خاصتا دشکرې،دوينې لوړ فشار او دزړه په ناروغيو اخته وګړو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي٠


خیریوسی
19.09.2011

ډاکتر څپاند صاحب په خیرونه جوړ روغ او خوشحاله اوسی !
وروره ډیر ښه معلومات مو لیکلی دی خیریوسې!

په ریشتیا چي مرخیړې 38000 ډوله دی دهغو څخه یوه یي سرې مرخیړې دي د جانو دیرما Ganodermaپه نامه لاندی طبی فایدې لری .

1- په وینه کي کلوسترول او غوړ کموی .
2- په وینه شکره کموی او دبنکریاس غده په کار اچوی .
3- د خلیه (حجرې ) سور پوښ ساتی .
4- دبدن مناعه ساتی ، او بدن دمناعی قوی سستم جوړوی .
5- دسرطان مخنوی کوی او دسرطان علاج کوی او دسرطان دحجرو دنمو مخنوی کوی .
6- دسرطان دناروغ دمفاجا مرګ مخنوی کوی کوم چي دبنیدا له امله وی .
7- دوینی جلطی ( دګاټه کیدو )مخنوی کوی .
8- د اندرفینات ماده جوړوی .
9- دسرطان دردونه اراموی .
خیریوسې


pattang
27.09.2011

وروڼو !
دمرخېړي په هکله احتيات کوۍ چې ډېر يې زهري دي سړی وژني ، دمرخېړي
پېژندنه هر څوک نشي کولی ، خاصو کسانو ، پوهې او تجربې ته ضرورت لري ٠
افغانان هسې هم امريکايان او شورايې دزدان وژني نو په مرخېړويويې مه وژنۍ ٠
که يو ه دوا يا طبعي بوټي تشريح کوۍ نو خطر او استعمال يې هم ورسره ليکۍ
چې نفوس مو کم نشي !

دغه مرخېړی (Genoderma ) تازه يې يواڅې په چين کې پيداکېږي او چينايې
مرخېړی دی ٠ وچ يې( ٥٠٠) ګولۍ يې 84 € اوېرو قيمت لري !

[img:9e72448c4d]http://www.messiah.edu/Oakes/fungi_on_wood/poroid%20fungi/images/G%20tsugae%20habit%20DW.jpg[/img:9e72448c4d]

[img:9e72448c4d]http://www.koliyat.com/NewsRoom/NewsImages/2009749_ganoderma.jpg[/img:9e72448c4d]


خیریوسی
14.10.2011

ډاکتر پتنک صاحب کوردې ودان
چي د طبی مرخیړو په اړه مو ګټور معلومات راته لیکلی دی
دغه دشیدود مرخیړو په اړه خلګ ډیر څه لیکی چي د فیروس سی او بی علاج دی
که څوک یی په اړه معلومات لری او یایی لیدلی او یا تجریبه کړی وی
دخوړولو او کرولو کړنلاره یی په لاندی لینیک کی کتلای سی
http://tahaleb.blogspot.com/2010/05/blog-post.html
په درنښت


هندی مرخیړی Kefirدناعلاجه ناروغيو علاج دی

خیریوسی
15.10.2011

هندی مرخیړی Kefirدناعلاجه ناروغيو علاج دی
هندی مرخیړی ځکه ورته وایی چي دهند څخه یوه المانی عالم چی دجرمنی په غایوکتزد پوهنتون په کتونڅی کی یی کار کاوه او پنځه کاله یی په هند کی تیر کړی وه چي داینې په ناروغي مبتلا سو او یوه هندی رهبان وهغه ته نوموړی مرخیړی ورکړی وی تر څوچی دنوموړی عالم ناروغی دهندی مرخیړو سره بیخی سمه سوه او ده دځان سره وجرمنی ته یو وړی چي بیا په نوره نړی کي نشر سوی .
دهندی مرخیړو فایدې:-
• دمناعی سستم تنظیموی .
• دزړه ناروغیو ته فایده کوی او په شراینوکی کولیسترول کموی .
• داینې ، پانکراس غده او توری کاری وړتیا سموی .
• دترخی رګونه خلاصوی او ترخی دډبرو څخه پاکوی .
• دمعدی او کولمو پاړسوب او تشنج سموی .
• وپښتورګو ته فایده کوی .
• دالتهاب مخنوی کوی او مهبلی ناروغي ته فایده کوی .
• دوینی فشار تنظیموی .
• دخبیث پاړسوب دنشریدو مخنوی کوی .

دیوه نفر دپاره دهندی مرخیړو دشیدو دخوړولو او جوړولو کړنلاره:-
ماښام دخوړو دوی کاچوغي دهندی مرخیړو په خاورین لوښی یا سیښه کی واچوۍ 250 ملی شیدې ورواچوئ دلوښی سر په خاسه پټ کړئ 24 ساعته یی په داسی ځای کی کیږدئ چي نه یخ او نه ګرم وی.
تر 24 ساعته وروسته یی په پلاسټکی صافه صاف کړئ .
شیدې په یوه ګیلاس کي دچيښلو دپاره واچوئ ماخستن دخوب نه مخکی یي په ناروغ وچيښئ .
هندی مرخیړی په په هغه پلاسټکی صافه کي په اوبو پاکی پریمنځئ او هغه استمعال سوی لوښی په صابون پاک پریمنځئ وچ یی کړی او هندی مرخیړی بیرته په لوښی کی واچوی او نوری تازه شیدې دبلی ورځی داستعمال دپاره ورواچوئ .
دهندی مرخیړی 20 ورځی بلا ناغه څيښل کیږی تر 20 ورځو وروسته 10 ورځی وقفه ده که ناروغی سمه سوی نه وی لس ورځی وروسته دی یی بیا وچيښی .
په اوولس ورځو کي هندی مرخیړی غټیږی تاسو کولای سئ چي وبل ملګری ته یوه برخه ځنی ورکړئ .
دپام وړ :- پام کوئ چي کوم معدنی کاچوغه ، صافه او لوښی استعمال نه کړئ .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more