د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د دیني مدرسو په نصاب کې مطبوعات: د وخت اړتیا!

ahmad bilal
07.10.2011

د دیني مدرسو په نصاب کې مطبوعات: د وخت اړتیا!
لیکوال: محمد عاصم حفیظ
ژباړه: احمدبلال

په اوسني پرمخ تللي دور کې د مطبوعاتو او رسنیو اهمیت ټولو ته څرګند ده، مطبوعات په مختلفو بڼوسره، د ټکنالوژۍ په مرسته، دا دومره پراخه او پلنه ځمکه په یوه ګلوبل ویلج کې بدله کړې ده. مطبوعاتو انسانان په هره لمحه د هر خبر څخه په خبرولو کې ستر کردار ادا کړې ده. د نن ورځۍ تر ټولو اهم مشکل د معلوماتو نشته والۍ نه بلکه د خورا زیاتو معلوماتو په سمندر کې د انسانانو په فکري پریشانۍ کې مبتلا کیدل دي. د اوسني مطبوعاتو تر ټولو غوره استعمال ذهن جوړونه او د مخصوصو موخو په هکله پروپاګند کول دي. مطبوعاتي او رسنیزي بغارو (شور) د ریښتیاو او د درواغو په منځ کې فرق کول سخت کړې دي،مطبوعات د بحثونو، خبرونو، او د ښکلو پروګرامونو په مرسته فکر، سوچ، او د ذهنونو تسخیرول کوي. ملکي او بیروني مطبوعات د ترهه ګرۍ په مرسته نن زموږ د (پاکستان) په رنګ اسلامي ټولنه کې د فحاشۍ، رقص او سرود او تر ټولو زیات د بی دینۍ په رنګ د لعنتونو سره مخ کړې ده. د هندوانو د اوږدو سیریلونو رواجونه عام کیږي، او زموږ ثقافت، او روایات مخ په زوال روان دي، هم د مطبوعاتو د منفي کردار له وجهې زموږ نوی (پاکستانۍ) کُل د غربي تهذیب مریدان جوړ شوې دي، د سپین ږیرو د نصیب څخه یې مسجدونه، او عبادات اخستې دي، ماشومان يې د هندوانو د رسم او رواج سره آشنا کړې او زموږ واکمنانو ته يې د روشن فکرۍ درس ورکړې ده. په نني وخت کې د مطبوعاتو څخه ځان خلاصول تقریباً ناممکنه ده، د مطبوعاتو څخه ځان خبرول د نني وخت اړتیا ده، که چیری موږ ټولنیز، معاشرتي پرمختګ غواړو نو د مطبوعاتو سره به پل په پل ملګرتوب کول غواړي، د مطبوعاتو د کردار او عمل څخه که موږ خپل ځان خبرول غواړو نو د دې په هکله باید موږ معلومات پخپل تعلیمي نصاب کې ځاې پر ځاې کړو. څرنګه چې مطبوعات ټولنۍ بدلوي، د پروپاګند د وخت طریقې او د نورو اصولو او ضوابطو په هکله علم هم خلګ د دغو اثراتو څخه ژغورلې شي.

مطبوعات هم د نورو بنیادي مضامینو په رنګ باید د دیني مدرسو په نصاب کې شامل کړای شي، ځکه همدا هغه طبقه ده چې یوازې یې د الله د رضا لپاره خپل ځان د هغه د دین د خدمت لپاره وقف کړی ده. د دین د خپریدا او په ټولنه کې د اسلامي روایاتو د خپریدلو په خاطر (پاکستان) کې په لکونو ماشومان د مدرسو پلو ته ځي، د دیني تعلیم پلو ته په نني وخت کې راغب کیدل څه اسانه خبر نده، پرته د حکومتونو اختلافي دریځ او مخالف پروپاګند له وجهې نن هم د داسې خلګو کمبود نشته چې دنیاوي عیش او عشرت شاته پریږدوي او د منبر او محراب د وارث په جوړیدلو فخر محسوسوي، په دیني مدرسو کې د داخلیدونکیو هر محصل موخه د الله تعالی د رضا لپاره خپل صلاحیتونه وقف کول وي، نو ځکه دا اړینه ده چې داسې مخلصه خلګ د ابلاغو او مطبوعاتو د جدیدو اصولو سره آګاه کړای شي د کوم په مرسته به چې هغوي د دین دعوت په موثره توګه کوي. د ابلاغو او مطبوعاتو تعلیم د دین د دعوت لپاره تر ټولو زیاته ګټوره ثابتیدلې شي او دیني مدرسو څخه فارغ شوي محصلین د مطبوعاتو څخه د خبریدلو له وجهې په ټولنه کې یو ښه رول ترسره کولې شي. د مطبوعاتو یلغار او ترهه ګري تر ټولو ستر چیلنج ده، چا چې د ټولنۍ د نورو طبقو په رنګ د مدرسی دیني طالبعلمان تر ټولو زیات متاثر کړې دي. د نن ماشومان په ساعتونو د بریښنايي مطبوعاتو څخه مستفید کیږي، کوم چې بیا په دې معنی ده چې هغوي د مطبوعاتو د استعمال په هکله مکمل شعور لري. د تفریح په نوم زموږ د ځوان نسل د بدلولو کوښښ کیږي، د دغه سیلاب په مخ د بند تړلو واحد صورت دا ده چې دغه معصوم دماغ د تفریح په نوم د پروپاګند څخه خبر کړای شي. نصاب کې د مطبوعاتو د مضمون په شاملیدلو سره به محصلین خپل ځانونه د غربي او د هندوانو د ثقافتي یلغار څخه په بهتره توګه وژغوري او د بیروني پروپاګند، د فریبي طوطیئو په باره کې به هم کم تر کمه ځان آګاه کړي.

د هر امتحان د تیاری څخه ممکنه کامیابي شروع کیږي، د هر ماشین یا د ټکنالوژۍ استعمال پرته د هغه د پوهیدلو په طریقه خطرناک ثابتیدلې شي، مطبوعات هم د یوې ټکنالوژۍ په څیر ده چې د استعمالولو څخه مخکې د هغه د بنیادي خبرو په هکله علم لرل لازمي دي. د مطبوعاتو د غوره استعمال لپاره باید د ماهرینو څخه رایه وغوښتل شي، څوګ به چې بیا عام خلګ د مطبوعاتو د غوره طریقۍ په هکله پوهوي. د مثالونو او د حقایقو په مرسته باید د پروپګندې څخه په هنرانه انداز ځان وژغورل شي. همدغه رنګه د مدرسو د استادانو لپاره ورکشابونه او د سیمینارونو اهتمام وکړای شي چیری به چې هغوي د مطبوعاتو د چیلنج څخه ځان آګاه کړي. بلې، هو موږ باید د خپلې ټولنۍ د ژغورلو په خاطر دغه هر څه وکړو!

د میډیا د منفي نکتو په هکله خو ډیری خبری شوې دي، اوس موږ ته پکار دي چې دغه ټیکنالوژي د دین د دعوت لپاره استعمال کړو، که د مدرسو محصلین او دیني شعور لرونکۍ خلګ په هنرمنده توګه مطبوعات د دیني تبلیغ لپاره استعمال کړي نو په یقین سره ویلې شو چې فحاشي او عریاني ، د کفر او الحاد یرغل به هم تر څه حده ودرول شي او که زموږ همت ځواب ونه وايي نو دغه ټولنیز تباه کوونکۍ مطبوعات او رسنۍ به د اسلامي ثقافت او روایاتو امین جوړ کړای شي. موږ باید خپل ځوان نسل ته دا ووایو چې څرنګه مطبوعات د تفریح او د غیر جانبدارانه انداز او یا د دغه په نوم ګمراهي خپروي. د دغو بهرنیو رسنیو د اصل کردار او موخو څخه خبریدل پکار دي ځکه دوي د یوې مخصوصۍ ایجندا په پوره کولو کې مصروف وي او زموږ په ټولنه خپل ناوړه اثرات خپروي. څرنګه چې پټ پیغامونه د ټولنو په بدلولو کې خپل کردار ادا کوي. د رسنیو بیل نظریات او په دې څانګه کې د شوي تحقیق په هکله هم باید په آسانو ټکو کې نورو ته معلومات ورکړل شي. دا ټول د دي لپاره اړین دي چې نه یوازې زموږ وګړي له دي څخه لیری پاتې شي او نه يې هغوي د خپلو شومو موخو لپاره استعمال کړي. د مطبوعاتو مندرجاتو په پوهیدلو سره کیدای شي چې د مخالفۍ پروپاګندۍ څخه وژغورل شو، او له دې حقیقت څخه هیڅ څوګ هم سترګۍ نشي پټولې چې د کفارو سیکولر ذهن لرونکي خلګو د مقابلې لپاره زموږ د لومړي صف، د مدرسۍ طالب علمانو ته، د دغه هنر زده کولو سخت ضرورت ده. د ملکي او بیروني مطبوعاتو څخه فائده اخستل هم څه بده خبر نده بلکه په داسې کولو باید موږ د ډیری هوښیارتیا او زیرکتیا څخه کار واخلو ترسو د هغوي د چل ول څخه وژغوریږو. موږ باید په خپله ټولنه کې د اتحاد او د یووالي اړیکو په قائمولو ،او د اسلامي روایاتو د خپرولو لپاره باید د مطبوعاتو څخه کار واخلو. د همدې لپاره موږ باید مطبوعات په خپل نصاب کې شامل کړو. د ټیکنالوژۍ په دې پرمخ تللي دور کې د کمیونټي جرنلزم مضبوطول اړین دي، دا صحافت هم هغه طاقت ده کوم چې ټولنیزه تبدیلي راولي.

د دغو موخو ترسره کولو لپاره د با شعورو خلګو اړتیا ده، څوګ به چې د خپلوټولنو په صحیح توګه نمائنده ګي کولې شي. په ټیټه سطح باندې د صحافت لپاره مواد هم دغه عام ښاریان ورکوي، که زموږ د دیني مدرسو طالبان د مطبوعاتو د استعمال څخه خبر وي نو هغوي ته دا کار ترسره کول آسانه ده. د فراغت څخه بعد بلکه د تحصیل په دوره کې به دغه طالبان د دغه وړ شي چې مطبوعات په اسلامي طریقۍ کولو کې خپله برخه واخلي. په هر رنګه ملکي، نړیوالۍ مسئله کې به دوي اسلامي نظر څرګندولې شي، د پرنټ، کمیونټي، براډکاسټ او الیکټرانک میډیا (بریښنايي مطبوعات) باندې به دوي د خپلو رایئ د ورکولو قابل شي.

همداسې په کار ده چې د مطبوعاتو ماهرین هم باید په غټو مدرسو کې تعین کړای شي ترسو په طالبانو کې د اوسني حالاتو په هکله شعور بیدار کړي، په هره اهمه ملکي او بیروني مسئله باندې به دوي دغه طالبانو ته معلومات ورکوي، د مطبوعاتو مندرجاتو او د هغې د اثراتو څخه به دوي آګاه کوي، طالبانو ته به د هیواد په مسائلو باندې د لیکنو او د خپلې رایه ورکولو هنر ښايي. یوازې په همدې طریقه به د دیني مدرسو طالبان د ملي او د نړیوالو معاملاتو څخه به خبر وي کوم چې په یقین سره غوره تبدیلیانۍ راوړلې شي.

په دیني مدرسو کې د مطبوعاتو د تعلیم حاصلولو نه پس همدغه د مدرسو طالبان تر ټولو زیات سوشل میډیا استعمالوې شي، کومه چې ډیره ارزانه او ضر رسیدونکۍ ده. سوشل میډیا د رسنیو یو بل ډول ده. د موبایل او انټرنیټ د تیز ترینې ټیکنالوژۍ په مرسته یو نړیوال خبر ډیر ضر نورو ته په څو ثانیو کې رسیږي. د رسنیو دغه نوي ډولونو په ټولنه کې د خپلو اثراتو، او د معلوماتو په رسولو کې پرنټ، الیکټرانک او براډکاسټ میډیا ډیر وروسته پریښې ده، د دغه ستره وجه دا ده چې موبایل اوس د هر شخص ضرورت ده، دا هر وخت ستاسو سره وي او د همدې وجهې دا تر ټولو تیز رسیدونکۍ ذریعه هم ده. تلویزون او رادیو به هله د رسنیو کار ورکړي کله چې تاسو هلته ولاړ شئ کوم ځای چې دغه آلات پراته دي او دغه یا وچلوئ او یا ورته کیښنئ . او همداسې د اخبار څخه په مستفید کیدلو هم د هغه د اخیستلو او د ویلو مرحله راځي. د سوشل میډیا دائره کار د دې په حواله ډیره وسیع ده، دا خو هر وخت ستاسو په لاسونو کې د موبایل په مرسته درته معلومات در رسوي او د انټرنیټ سهولت خو نن سبا په هر موبایل کې موجود وي . سوشل میډیا د معلوماتو په رسولو کې د نورو څخه سبقت اخلي ، او د دغه تر ټولو اهمه فائده هم دا ده چې دا ته پخپله خوښه استعمالوی شې، د سوشل میډیا په هکله د مطبوعاتو تعلیم تر ټولو اهم ده. دا یو طاقتوره اسلحه ده کوم چې د نادانو په لاسونو کې باید ورنکړل شي.

په ځوانانو کې د دغه په سلسله کې شعور پیدا کول سخت اړین دي چې د دوي جوړ شوي ویډیوګانۍ او انځورونه تر کوم ځایه پورې رسیدلې شی او د دغو په ذریعه کوم رنګ مقاصد دوي په لاس راوړلې شي، د موبایل په ذریعه جوړه شوي ویډیو باندې دوي خلګ بلیک میل کولې شي نو ځکه که ماشومان د موبایل ویډیوګانو د اثراتو څخه آګاه نه کړل شول نو مستقبل کې به تل د خطر زنګونه وهل کیږي. په ټوکو ټوکو کې جوړه شوي ویډیوګانۍ د چا ژوند هم ختمولې شي او یا د کومۍ عزت داری کورنۍ نوم هم بدنامولې شي. اکثره وخت په ودونو یا په نورو تقریباتو کې د موبایل کیمرۍ استعمال په کثرت سره کیږي، ځوانانو ته په دې اړه د خبرتیا سخت اړین دي چې دا هر څه د هغوي ژوند څرنګه متاثر کولې شي. او دا هر څه هله ممکنه دي چې کله په تعلیمي ادارو کې د دغه موضوع په هکله څه وویل شي. د دیني مدرسو محصلین هم د مطبوعاتو دغه صورت استعمالوی شي، هغوي ته باید دا معلوم وي چې د ویډیو کلپونو څه اهمیت ده او له دغو څخه دوي څنګه د تبلیغي او دعوتي موخۍ ترلاسه کولې شي. ښایسته آواز کې تلاوت، نظم، د موبایل زنګونه، نصیحت آموز کلیپونه په عام کولو دوي په ټولنه کې مثبت اثرات راوستلې شي. همدغسې د ښه او غوره مطالعۍ او د خبرو کولو استعداد لرونکي طالبان باید د الیکټرانک او براډکاسټ میډیا ته خپله توجه ورکړي. نن سبا په هر غټ ښار کې مقامي ایف ایم رادیوګانۍ موجودی دي. د دغو پروګرامونه په مقامي سطح تیاریږي، د مدارسو دیني طالبان دغو ایف ایم رادیو ګانو ته پروګرامونه تیارولې شي کوم به چې ډیر خلګ اوري، همدغه رنګه سي ډي تلویزوني چینلونه هم د دعوتي موخو لپاره استعمالولی شو. په مدرسو کې د اهمو مسائلو په هکله د علماء کرامو تقریرونه باید د سوشل میډیا په مرسته عام کړل شي ترسو د ټولنۍ هر یو شخص ته د هغه په هکله معلومات وشي چې د دیني مدرسو په طالبانو کې څومره صلاحیت موجود ده. د ویپ پاڼو په فورمونو، بلاګونو، د سوشل نیټ ورکینګ ویپ پاڼو په رنګ بی شمیره سهولیات موجود دي د کوم په استعمالولو سره چې موږ په غټه پیمانه خلګو ته دین خپرولی شو.

دا یوازې په هغه صورت کې ممکنه ده کله چې دغه هر څه د دیني مدرسو طالبانو ته ورزده کړل شي، په پرنټ میډیا کې خو د دیني مدرسو طالبانو ته بی شمیره مواقع دي خو یوازې دا اړین دي چې دوي دغه مواد په مکمل فني توګه تیار کړي. دیني رسائل، د اخبارونو دیني ایډیشنز، کالم، د ایډیټر په نوم خطونه په صورتونو کې د دیني مدرسو طالبان خپلې لیکنۍ خپرولی شي. همدغه رنګه که په دیني مدرسو کې د مطبوعاتو تعلیم ورکړل شي نو د دیني رسائلو لپاره به هم غوره مواد پیدا شي او د روایتي بڼۍ څخه مختلف داسې مواد (لیکنې) به هم مخ ته راشي چې د ټولنۍ اکثریت به بی د متاثر کیدلو څخه نه پریږدوي!!!

که د هیواد په یوه داسې دیني مدرسه کې چیری چې بی شمیره طالبان په زده کړو بوخت وي، له دغو مدرسو څخه په کال کې څلور یا پنځه داسې ځوانان مخ ته راشي، څوګ چې د مطبوعاتو په هکله کافي علم ولري، هغوي د خبرو کولو په فن کې مهارت ولري، هغوي په مطبوعاتو کې خپل موقف بی د کوم ډاره بیان کړاي شي نو په یقین سره ویل کیږي چې زموږ ټولنه به د مطبوعاتو د تباه کاریو څخه وژغوریدلې شي!!!

آخر کې د بحث نتیجه دا شوه، نن چې موږ څه وینو، بیروني مطبوعاتو زموږ ټولنیز، سماجي، او دیني اقدار په ورو ورو ختموي نو په دې حالاتو کې باید موږ د راتلونکو چیلینجونو ادراک په صحیح توګه وکړو او د ختمولو لپاره یې خپل کوښښ تیز کړو. نوي ځوان نسل باید د اوسني فلمونو، ډرامو، اعلاني خبرونو، خبرونو، او د انټرنیټ په ذریعه د اوسنیو پروپاګندو څخه د خبرولو کوښښ وکړو، او د دغه غوره حل رسني او د مطبوعاتو علم ده، ترڅو چې موږ خپل روایت محفوظ وساتو، تر څو چې زموږ په هیواد کې د اسلامي کتلور، ثقافت او روایاتو مینار جږ او باعزته وي!!!

پای


حلیم
08.10.2011

سلام،
د لیکوال او ژباړن د ښو او پرځای احساساتو او څرګندونو څخه نړۍ مننه،
تاسو چې نن د مطبوعاتو نقش د اسلامي مدارسو په نصاب کې اړین او مهم بللی دی، زه درسره موافق یم؛ خو لدینه ډیره مهمه او اړینه خبره د ځنې عصري علومو ده چې باید په دیني مدارسو کې په جبري توګه تدریس شي. د بیلګې په توګه الجبر، فزیک، بیولوژي، هندسه او ځنې نور.
لوستونکي به حیران شي، او فکر به کوي چې د اسلامیاتو او فزیک تړاو سره څه دی؟!، مګر زه دومره ویلای شم چې الجبر د انسان د زکاوت، هوښیارۍ، او هوش تیزولو لپاره یو تر ټولو ښه او غوره وسیله ده. زموږ ملایان باید وچ کلک سوټي نه وي، د دوی خبرې او بحثونه باید عقلانیت، منطق او استدلال ولري. چې تراوسه دا خبرې په ډیرو کمو مذهبي علماو کې شتون لري او پاتې نورو کې یې چندان وده نده کړې.


ahmad bilal
08.10.2011

وعلیکم السلام محترم ورور حلیم صاحب:

کومه خبره چې تاسو ډیره اړینه ګڼلې ، چې په مدرسو کې باید عصري علوم په جبري توګه تدریس شي، دې خبرې ته پخوا، تقریباً سل کاله مخکې ، بدیع الزمان سید نورسي اشاره کړې وه، د هغه مطابق د پرمختګ په دې دور کې اسلام په خپل ذات کې یو حقیقي تمدن ده خو د غربي تمدن په مقابل کې هغه شاته پاتې ده، د دې وجه دا ده چې زموږ دریو غټو مکاتبو، (د مدرسو خاوندان، د مکتب خاوندان او د خانقاهو مالکان) په هغه مختلفو او متضادو مفکورو کې وده کوي کومې چې دوي لري.

د مدرسۍ خاوندان ظاهري معنی ګانۍ د ضرورت څخه زیات بیانوي او د مکتبونو په لوستونکو دا الزام لګوي چې د هغوي ایمان کمزورې ده!

او بیا د مکتب خاوندان د مدرسو محصلین په علم کې نامکمل او ناقابل اعتماد ګڼي،ځکه چې هغوي د عصري سائنیسي علومو سره نابلد دي.

او د مدرسۍ خلګ بیا د خانقا خاوندانو ته د بدعت په سترګو ګوري...... ....

د دغه مسئلې حل بدیع الزمان سید نورسي دا راویستې وه چې په عصري ځایونو کې دیني علوم په سنجیده توګه وویل شي، مدرسو کې د غیر ضروري مضامین لکه د پخواني یوناني فلسفۍ پر ځاې عصری علوم ولوستل شي، او په خانقاګانو کې باید تکړه او د ژورۍ مطالعۍ او علم استادان وټاکل شي، په داسې توګه به موږ په دریو واړو شعبو کې پرمختګ وکړو.....!!

او د بدیع الزمان تل دا خواهش و چې که حالت هر رنګه هم وي باید سائنسي او دیني تعلیم یو ځای ورکړل شي..... ځکه همدا د یو قوم او ملت د مادي او معنوي پرمختګ لپاره لومړۍ شرط ده!!!

تر اوسه چې ما هم څومره مدرسۍ کتلي، په اکثرو کې اوس د کمپیوټر، الجبر او په بعضو کې د فزیک علوم هم محصلینو ته ورښودل کیږي.... خو په اکثرو کې نه!!
دا خبر خو ټولو ته معلومه ده او نورو ته یې باید موږ ورمعلومه کړوچې د قرآن د سائنیس سره هیڅ ټکر هم نه ده راغلې، لکه څرنګه یې چې د بائیبل او د نورو تحریف شوي آسماني کتابونو سره راغلې ده..... پس د ډیره لټونه او زیاره هم څوګ په اسلامي تاریخ کې د اینکویزیشن په رنګ مثال نشي موندلې!!!!
ډیر داسې قرآني آیات دي چې د سائینس څخه یې مخکې نظریې ورکړي، کومې چې اوس صحیح ثابتیږي، ډیر به لیری نه ځو، یو څو هفتې مخکې یې دریو داسې فزیک پوهانو ته نوبل پرائز جاېزه ورکړه چې هغوي دا دریافته کړې وه چې کائنات کې پراخوالۍ په ډیره تیزۍ روانه ده، دا هم په قرآني آیت شهادت ده!!! چې قرآن او ساینس هیڅ کله هم د یو بل سره ټکر نه لري، عقلاً که عصري علوم ورته نشو ښودلې باید کم تر کمه خو دومره وکړو چې هغه قراني ایات ورته وښایو کوم چې د ساینس متعلق وي......

تاسو ویلې دي چې د مطبوعاتو څخه زیاته اړینه عصري علوم دي، خو زما په اند دواړه په خپلو خپلو ځایونو کې خپل اهمیت لري، د مطبوعاتو علومو په خبریدا موږ د کفري یرغالي پروپاګند دفاع او ورڅخه خبریدې شو، او دا د فکري جګړۍ په میدان کې یوه اهمه اسلحه ده کوم چې باید زموږ په لاسونو کې وي!!خو د عصري علومو په وجه موږ مادي پرمختګ کوې شو!!! کوم چې نه یوازې هغوي سره په مادي او فزیکي جګړۍ کې ډیره ضروري ده بلکه زموږ د ژوند په اسانولو، خوشحالې راوستلو کې، مسائل په ختمولو ...... وغیره... کې هم غټ رول لوبولې شي!!!

مننه
وعلیکم السلام
احمد بلال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more