د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

پوښتنه: آیا د دایلیکچول میترلیزم نظریه عقل او شعور بیخي د سره نه مني؟؟

ahmad bilal
09.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

زما یوه پوښتنه چې آیا د دایلیکچول میترلیزم نظریه عقل او شعور د سره بیخي نه مني؟؟!!؟ ځکه داسې ویل کیږي چې دوې د هر څه بنسټ ماده ګڼي!!

ستاسو د ځواب په هیله
په درنښت

-----------------------------
ره ګئ رسم آذان روح بلالي نه رهي
ره ګئ فلسفه تلقین غزالي نه رهي
علامه اقبال رحمة الله علیه


پتوال
05.10.2011

هو ځوانه دوی خو وايي چې له سر يا مغزو او جامعې پرته چې ټول مادي وجود لري، عقل يا شعور هم نشته !
نتيجه : يعنې عقل او شعور مني، خو له مادي اساساتو پرته يې مستقل شتون ردوي !
نو د دوی ددې خبرې د ردولو له پاره يې اوس پکار دي چې د انسان له سر، مغز او انساني ټولنې له تړاو پرته ورته چيرې د شعور او عقل پته ثابته کړئ !

يوه استوره وايي چې يوه ورځ چتکی د سليمان (ع) په دربار کې حاضر شو اوله سليمان پيغمبر څخه يې وغوښتل چې لور دې ماته په نکاح راکه !
هغه لږ چرت وواهه او ورته يې وويل چې هو درکوم يې ، خو يو شر ط لري او هغه داچې لاړ شه ماته داسې يوه لښته پيدا او راوړه چې نه سمه وي او نه کږه !
چتکی لاړ او تر قيامته پورې په ونو کې د نه سمې او نه کږې لښتې پسې ګرځي او پيدا کولی يې نشي !
نوتا هم د چتکی پوښتنه کړې او ددوی غوښتنه او پوښتنه ځوابول چې د انسان له مادي سر او مادي مغزو او مادي جامعې څخه بهر چيرې ورته
د شعور او عقل سرچينه پيدا او په ګوته کړې او که نه د چتکي غوندې به د سليمان پيغمبر د لور له نکاح څخه تيريږې اومطرح کړی سوال به دې واپس اخلې ، که څنګه ؟؟؟

بل ټکی : دياليکتيکي مترياليزم به سم وي نه ديالېک[color=red:5849d2915d]چول[/color:5849d2915d] مترياليزم!
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more