د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

طالب وسلوال نجلۍ وتښتوله!!

حلیم
29.09.2011

سلام،
ډیره جالبه خبره ده،
کیسه کوي:
د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په (...) سیمه کې یو طالب جنګیالي د خپل جهاد او مقاومت ترڅنګ د یوې لرې سیمي د یوې نجلۍ سره عاشقانه اړیکې پاللې او دادی پرون یې پدې بانه چې یو یې ویل زه په لوګر ولایت کې د طالبانو سره یم، او دې بلې ویل چې زه د ماما کره ځم، دواړو د کوره پښې سپکې کړیدي او اوس د کابل په کوڅو کې اوږه په اوږه قدم وهي (د هلک کاکا وایي).
عجیبه پدې راته ښکاري چې دې هلک به د مکتب او تعلیم مخه هم نیوله، او ویل به یې چې دا هلکان چې کله پوهنتون ته لاړ شي د نا محرمو نجونو سره په یو صنف کې درس وایي.
کیسه نوره هم جالبه ده، هغه داچې دا نجلۍ د اخلاقي لحاظه هم دومره بشپړه نه وه. او اوس وایي چې زه به د فلاني سره ځای (کوژده شوې) کوره ته ځم یا به مې مړی د پلار کور ته ځي.
-------------------------------------------------------------------------
ولا عشق عجیبه شی دی.
غریبي هم بد شی وي، سم دم عیاش سړی یي د څو روپیو پخاطر دومره سخت دریځه کړی و، اوس به د معتدل ژوند د خوند پته ورته لګیدلې وي. هه هه
----------------------------------------------------------------------------
پدې هیله چې زما هیوادوال په ځانګړې توګه وردګ خلک زما څخه خفه نشي. :lol: :lol: :lol: :lol:


عادل عادل
29.09.2011

السلام علیکم

[quote:031de01824] او اوس وایي چې زه به د فلاني سره ځای (کوژده شوې) کوره ته ځم یا به مې مړی د پلار کور ته ځي[/quote:031de01824]

حلیم صاحب که دا نجلی بالغه او عاقله وي،،، او په خپله خوښه ددې ځوان سره پدې خاطر تللې وي،، چې پلار به یې نه ورکوله،،، نو دا خو ډېر ښه کار شوی،،،، خدای ج دې د پښتو د ټولو سپېرو دودونو ملا له خیره سره ماته کړي چې اکثره پېغلو او ځوانانو ته یې که له یوې خوا بدمرغه او تریخ کورنی ژوند ورپه برخه کړی،،،، له بلې خوا یې د طلاق څخه هومره لوی عیب ورته جوړ کړی چې یو د بل په قتل لاس پورې کوي خو طلاق ته زړه نه ښه کوي .

تاسو به هاغه وخت خدایزده چېرته واست،، خو تر کومه چې ماته مالومه ده طالبانو د خپل ظهور نه راپدېخوا په کلیو او بانډو کې د لومړي ځل لپاره د تښتېدلو ټولو هغو پېغلو ملاتړ کړی چې پخپله خوښه له خپلو اېډیالو ملګرو سره تښتېدلې دي،،، دوی ته یې د بېرته راګرزېدو او عادي خوږ ژوند زمینه برابره کړې او مجددا یې نکاح ورتړلې ده،،،، ددې تر څنګ یې د نجلی او ځوان دواړو شملورو پلرونو او په ناسمو پښتني رواجونو مین ټبر ته اخطار ورکړی چې د پور په نوم راکړې ورکړې یا داد او سُتُد ته زړه ښه نکړي او نه هم د جوړې ژوند ته خطر پېښ کړي.

لور چې د یوه بوده په څېر د پلار په خوښه خرڅیژي،،، نو تېښته یې د حاکم ظلم په وړاندې چې بې له خدایه بل څوک (عادل اسلامي نظام) ملاتړی او بازپُرس نلري، تر ټولو غوره لار ده.

ستاسو شعارونو ته چې ګورم نو په ورته پېښه مو نباید چې د تعجب له مخې ښکر کړي وای :)


محمود سعيد
03.10.2011

دواړو ته علیکم سلامونه!

د ناوړه دودونو پایلې همداسې کیدای شي او بس. تاسې فکر وکړئ چې زموږ هغه خلک چې ایله خپل ورځنی ژوند (هغه هم په منظمه توګه نه) تیرولی شي او ایله هومره لاسته راوړنه او عاید لري چې ژوندي پرې پاته شي، هغوی به ۶۰۰۰۰۰ افغانۍ ولور + ۵۰۰۰۰۰ نورې چې مراسم پرې تر سره کړي له کومه کړي؟
خبر شوم چې په لویه پکتیا کې ولور ته برید ټاکل شوی دی، که دا چاره په ټولو سیمو کې پلې شي نو ډیره به ښه شي.


حلیم
04.10.2011

ستاسو دواړو نه مننه،
تاسو ښو ټکو ته ګوته نیولې ده، خو ما د دغه هلک (او ده ورته خلکو)، او نجلۍ (او دې ته ورته ښځو) د شخصیت په اړه تعجب ښکاره کړیدی.
هغه چې د ښځو سره دومره حساسیت درلود چې یو ځوان یې په پوهنتون کې د نجونو سره د یوځای کیدو پخاطر له مکتب نه منع کول، خپله یې څنګه دا نجلۍ ومونده، او څنګه یې د زړه خواله سره کړیدي؟
------------------------------------------------------------------------------
زه خو هغه څوک یم چې تل مې د ازادی غږ پورته کړیدی، او د زنا مخنیوي لپاره مې د ښځو محکومیت غندلی دی، او د هغې پرځای مې د زنا د مرتکبینو د جزا غوښتنه کړیده.
او تل مې دا شعار دی چې پریږدئ چې خپله خور/لور، او ورور/زوی مو په خپله خوښه خپل ژوند جوړ کړي.
-خو دا چیرې امکان لري؟
- ممکن کیږي، خو هغه به د غرب د کلتور سره یوځای وي.
- د نني اسلام په چوکاټ کې خو نه ملا ځای ورکړی او نه به ځای پیدا کړي.


حلیم
05.10.2011

سلام،
د تیر خبر په دوام؛ خبر را ورسید چې نوموړي هلک او نجلۍ د خپل کلي کور او دروازې د حیثیت د خوندې ساتلو په نیت کوژده شویدي.

ويې ویل چې د نجلۍ بیه 700.000 اووه لکه افغانۍ+ توی، پوښونه، خلتي، او جهز ټاکل شویده. چې کیدای شي تر لسو لکو افغانیو واوړي.

اوس یې خوند وکړ!. د غریب سړي او بیعقل ملا په حلوی کې غاښ وزي.

یاده دې وي چې پورته فیصله د کلي سپین ږیرو او ملاصاحبانو کړیده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more