د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خدایه هیواد ته درنه سوله غواړو!

محمود سعيد
28.09.2011

خدایه هیــــــــــواد ته درنه سوله غواړو
موږه له جنـــــــګه ستړي شوي یو نور
داسې یوه ســـوله چې لږ دمه راکړي
له دې بدرنـــــګه ستړي شوي یو نور
***
خدایه هیـــــــــواد ته درنه سوله غواړو
موږ هـدیرو ته نـور غونـــډۍ نه لرو
زموږ په سترګو کې نور اوښکې نشته
نورې قبرونو ته تــــــــ‎‎ـــــــبۍ نه لرو
***
خدایه هیــواد ته درنه ســـــوله غواړو
چې د بــــمو په ځای سـندرې راشي
د هاغه ټانک په میل کې ځالې وکړي
له موږ خفــه تللې کوتـــــــرې راشي
***
خدایه هیـواد ته درنه ســــــوله غواړو
موږه خو هم ستا بنده ګان یو ربــــه
دي د نــړۍ دســر بـدرنګ بـد مــخي
موږ د نـــاولو ګاونـــــــډیان یو ربـــه
***
خدایـه هیـواد ته درنه ســوله غواړو
یاقـوت مـو ولـوټي سکروټې راوړي
زموږ د خپلې مــــــور بچي لیـوني
څوک ېې په لپو څوک په څټې راوړي
***
خدایه هیــــــــواد ته درنه سوله غواړو
داسې یوه سوله چې مو زړونه یو کړي
زمـوږ ټپونو ته ټــــــــــــکور شي لږه
زمــوږ بــیل شوي مـــنزلـونه یـو کړي
***
محمود سعید


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more