د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

لدې به څه د پرمختګ تمه وشي - عربستان سعودي (صعودي) که نزولي؟!!

حلیم
18.09.2011

لدې به څه د پرمختګ تمه وشي:
«Criticism of the Saudi Education System and Reform

The Saudi education system is subject to extensive criticism: "The country needs educated young Saudis with marketable skills and a capacity for innovation and entrepreneurship. That's not generally what Saudi Arabia's educational system delivers, steeped as it is in rote learning and religious instruction."[24]
The study of Islam dominates the Saudi educational system. In particular, the memorization by rote of large parts of the Qu'ran, its interpretation and understanding (Tafsir) and the application of Islamic tradition to everyday life is at the core of the curriculum. Religion taught in this manner is also a compulsory subject for all University students. [25]As a consequence, Saudi youth "generally lacks the education and technical skills the private sector needs".[26] Indeed, such control has stifled critical thought, and as a result, the education system does not necessarily foster innovation and creativity; both of which are essential to development.
A further criticism of the religious focus of the Saudi education system is the nature of the Wahhabi-controlled curriculum. The Islamic aspect of the Saudi national curriculum is examined in a 2006 report by Freedom House which concluded that "the Saudi public school religious curriculum continues to propagate an ideology of hate toward the "unbeliever," that is, Christians, Jews, Shiites, Sufis, Sunni Muslims who do not follow Wahhabi doctrine, Hindus, atheists and others"[27][28] The Saudi religious studies curriculum is taught outside the Kingdom in madrasah throughout the world. Critics have described the education system as 'medieval' and that its primary goal 'is to maintain the rule of absolute monarchy by casting it as the ordained protector of the faith, and that Islam is at war with other faiths and cultures'. [29]
The consequence of this approach is considered by many, including, it appears, the Saudi government, to have encouraged Islamist terrorism. [30]To tackle the twin problems of encouraging extremism and the inadequacy of the country's university education for a modern economy, the government is aiming to slowly modernise the education system through the 'Tatweer' reform program. [30]The Tatweer program is reported to have a budget of approximately US$2 billion and focuses on moving teaching away from the traditional Saudi methods of memorization and rote learning towards encouraging students to analyze and problem-solve as well as creating a more secular and vocationally-based education system»


ډاکتر څپاند
18.09.2011

محترم حليم صيب سلامونه ومنئ،

اول يوه ټوکه :D
وی يو سړي انګور خرڅول خو نارې ئي وهلې چې مڼې واخلې مڼې!
چا ترې وپوښتل چې سړيه په ټوکرۍ کې دې انګور دي او نارې دې د مڼو؟
خرڅونکي کړه چې مړه غلی شه چې غومبسې خبرې نشي :mrgreen:

نوتاسو هم دوهاج،حامد او ورته صعودي؟يا نزولي؟ پرسته وګړو له بيرې متن سيخ په انګرېزئ را نقل کړی دی :wink:

خو رښتيا خبره داده چې که دسعودي ملت دمعاصر علم او تکنالوژئ سره اشنا شي نو بيا هله به انګريز،امريکا،اسرايل او ورته ځواکونه ونه توانېږي چې دعربستان تيل په اوسنې خورا ټيټه بيه تر لاسه کړي٠
تر هغې چې په عربستان کې تيل شتون لري(دنړيوالو محاسبو له مخې ٤٠ کاله)غربي دولتونه به ټول امکانات په کار واچوي چي دسعودي فاسده کورنۍ په قدرت کې وساتي او ددو په ذريعه نه يواځې تيل ډيرارزانه تر لاسه کړي بلکه لاس ته راغلې عايد ئي واپس دغرب داقتصاد دپرمختګ لپاره په اروپا او امريکا کې سرمايګذاري کړي٠
دا فاسده کورنۍ داسلام لپاره نه بلکه پدې خاطر چې خلک دمعاصر و علومو نه لرې وساتي او دنړېوالو خاصتا مسلمانانو ترمنځ اختلاف او نفرت زيات کړي،پدا ډول درسي سيستم اتکا لري٠

لوی خدای ج دی اعراب راويښ کړي


حلیم
18.09.2011

مننه څپاند صیب،
په انګریزی متن خو مې ځکه راوړ چې په عربي کې خو له ځایه داسې مې تر ګوتو نکړل، او ژباړې ته مې نه پوره وخت درلود او نه هم د هغه د مقبولیت څخه ډاډه وم (کیدای شي ځنې یې پروپاګندا وبولي).

په ریښتیا هم چې عربي نړی د نړی تر ټولو خوبوړي خلک دي، او دا کار په قصدي او عمدي توګه پر ولس تحمیل شویدی.
همدا اوس د همدی ښکلي عربستان النزولي ټول تخنیکران، معلوماتي تکنالوژۍ، طبابت، انجینرۍ (سیول، ترانسپورټ... او نفت ګاز)، بهرنیان دي. چې غوره څوکی پکې د غربیانو او ټیټې یا بې ارزښته یې د پاکستانیانو، هندیانو، بنګلدیش، نیپال، او .... هیوادونو دي.
پدې بې شعوره ملک کې کچیرې یو ځوان غواړي انجینر یا داکټر شي، هغه باید لدینه مخکې د قران حافظ او مفسر وي، او ورسره د سلګونو احادیثو د حفظ او روایت سره پوره بلدیت حاصل کړي، چې دا کارونه د دوی په جاهلانه معیارونو کې د سړي عمر تر دیرشو کلونو اړوي؛ له هغه وروسته به څوک ددې حوصله ولري چې په انجینرۍ، طبابت یا نورو برخو کې لوړې زده کړې وکړي؟ - ولا که خر ورته حاضر شي.

پدې هیله چې زموږ طالب پلوه خلک هم دغه تشې ته په کلکه متوجه شي.


پتوال
18.09.2011

[quote:b2260fd39c]پدې هیله چې زموږ طالب پلوه خلک هم دغه تشې ته په کلکه متوجه شي.[/quote:b2260fd39c]

که متوجه شي نو ډکه به هم درته په تشه واړوي ، ځکه د سعودې تشې د طالب آرمان دي چې کله به دوی هم وطن له هرڅه څخه تشوي !


حلیم
19.09.2011

پتوال صیب؛ تر کومه چې زه د ځنو طالبانو سره پیژنم، او د هغوی لید لوری مې ځانته معلوم کړی، هغوی د افغانستان آزادي، ښیرازي او سرلوړي غواړي.
خو،
پدې کې ډیر کمزوري دي چې لمړی د هیواد ښیرازي ځانته تعریف کړي، او بیا د همغه په لوري ګام ور پورته کړي.
د بیلګې په توګه:
طالبان د ښځو د عزت او د ناموس د خوندي توب خبره کوي، او د خپلو خویندو میندو خدمت د ځان فرض او د هغوی ارامي د خپلو عقیدتي مسؤلیتونو څخه بولي، خو له بلې خوا یې د تعلیم مخه نیسي چې پدې توګه د هغوی ژوند د مرګ په خوله کې ورکوي. ټولې نړۍ ته دا معلومه ده چې د مور ماشوم تلفات تر بل هر ځای د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لوړ دي، دا پداسې حال کې ده چې په نورو شمالي، مرکزي، مشرقي او دادی اوس اوس په مرکزي افغانستان کې د ښځو تعلیم په ځانګړې توګه د طبابت په برخه کې ډیر عام او د خلکو مشکلات تر ډیره حل شویدي. مګر همدا اوس په لوی کندهار کې ډاکټره څه چې یوه نرسه یا قابله ډیره په مشکل پیدا کیږي.
همدې ولایتونو ته د نورو ولایتونو کم پوډره طبیبانې یا نرسانې ښځې راځي او د یو پوره معالج په توګه طبابت کوي، د پوښتنې یې هم څوک نه وي. په ړندو کې یو سترګۍ هم پاچا وي.
نو اوس طالبان که دا مشکل او ورسره یې د حل لاره ښه درک کړې وي او بیا هم د تعلیم مخه نیسي، او یا د مور ماشوم مرګ او میر د تقدیر په غاړه ور اچوي بیا نو ګیله نده ترې پکار.

او که دا پورته کارونه عمدا کوي، بیا نو تر دوی لوی افغان دوښمنه ډله نشته.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more