د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتون، کلتور، دین، او سینما

حلیم
12.09.2011

سلام،
درنو، د پښتون، کلتور، دین، او سینما په اړه مې ډیره اوږده لیکنه ولیکه خو بیرته مې پاکه کړه، غواړم ستاسو څخه پدې اړه واورم.

کوم خلک چې رسنۍ په لاس کې لري، هغه نړی د خپلې خوښې سره سمه څرخولای شي.
چې رسنۍ لري - نړۍ لري.
کوم خلک چې سینما لري، هغه خلک ډیر ښه خپل تهذیب هم غښتلی هم ساتلی او هم نورو ته معرفي کولای شي.

او کوم خلک (قوم) چې دا پورته شیان نه لري، یا یې د فکر او بدلون خاوندان هډو په فکر کې ندي، او د ټولنې دا مهم او ارزښتناک اسباب یا خو پردو او یا هم د ټولنې پست ترینو ته په لاس ورشي، نو د ټولنې د تباهۍ سبب کیږي.
تاسو:-
پښتو رسنی (راډیو، ټلویزیون، او سینما) ته په کومه سترګه کورئ؟
د فسخ، بدلون، او یا انکشاف غوښتونکي یئ؟
په دې برخه کې د ملا، سیاستوال، او نورو ټولینزو شخصیتونو څخه څه توقع لرئ؟[color=red:d6ebb1ece4][/color:d6ebb1ece4]


ډاکتر څپاند
12.09.2011

محترم حليم داسې فرمايلي:
[quote:16b4dbb297]پښتو رسنی (راډیو، ټلویزیون، او سینما) ته په کومه سترګه کورئ؟
د فسخ، بدلون، او یا انکشاف غوښتونکي یئ؟
په دې برخه کې د ملا، سیاستوال، او نورو ټولینزو شخصیتونو څخه څه توقع لرئ؟[/quote:16b4dbb297]

ډييييييييييييييييرې مهمې موضوع سره مو اړيکه نيولې،
زه نه ملا،نه سياستوال اونه ټولنيز شخصيت يم خو ديوه سپينګري په توګه بايد وليکم:
واقعا چې د"متمدنې نړۍ" سياست د جمعي اطلاعاتو دوسايلو(راډيو،ټلويزيون،سينما ،انټرنټ،اخبارونو او موبايل فون) له لارې تبليغ،ترويج او عملي کيږي٠ ددې وسايلو څښتنان غټ پانګوال او يهودان دي٠

پښتنون اوکه بهتر ووايو افغان ملت ددې بهير نه په سلونو کلونو روسته پاته دی٠ هرهغه څوک چه د پرمختګ اوبدلون سوچ وکړي ،دهمدې وسايلو په وسيله او دالقاعدې ورته شبکو په اګاهانه يا نا اګاهانه مرستې او ملاتړ،دکافر،دهري کمونست،دپښتني -افغاني دود دستور دښمن او دغربيانو داجنټ په نامه ټکول کيږي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more