د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د تنکي ځوانانو د خوشی کیدو په بدل د طالبانو شرطونه

مساپر
07.09.2011

سلامونه او نیکې هیلې،
د روهي د خبرو په وینا په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټی ټی پی) ځایي قومندان د تښتول شویو تنکي ځوانانو د پرېښودلو په بدل کې د خپلو بندیانو د خوشې کولو او له حکومت سره د قومي کشرانو د پرېکول غوښتنه وکړه (دا څنګه، دوی خو جنګی اسیران نه دي). لسګونه تنکي ځوانان دتیرکوچني اخترپه دویمه ورځ په باجوړایجنسی کې دوسله والوطالبانوله خواتښتول شوي وو. که څه هم په لومړي سر کې پاکستاني چارواکو او رسنيو ادعا کړې وه، چې دغه کسان د افغاني طالبانو له خوا تښتول شوي، خو وروسته د پاکستاني طالبانو تحريک د دغو کسانو د تښتونې مسووليت پر غاړه واخيست. د پاکستان د تحريک طالبان د باجوړ ايجنسۍ عمومي قوماندان مولوي دادالله وويل، څو چې د تښتول شويو هلکانو د کورنۍ غړي له حکومت سره خپلې اړيکې پرې نه کړي او له ملاتړ څخه يې لاس وانه خلي، نو دغه هلکان به خوشې نه کړي.
آیا دا د پاکستاني طالبانو اعمال زموږ د دیني ارشاداتو سره برابر دي؟
که دوی (پاکستاني طالبان) واقعي مسلمانان وي، آیا د یوه مسلمان له فرایضو سره هم آشنایي لری؟
آیا دوی د اسلام په هغو غوښتنو عمل کوي چې د حقوق العباد په باره کې راغلي دي؟
اسلام موږ ټولو ته د حقوق الله (ج) او حقوق العباد په باره کې په واضحه توګه فرمایلي دي، له الله عزوجل سره باید د خوف او امید، تقوی او پاکي، تسلیمي او اطاعت، تسبیح او ثنا، ذکر او فکر، انفاق او استعانت معامله وشي او له شرک څخه پرهیز وکړو او له دې سره په عبادت او محبت کې غرق شو.
کوم څه چې له حقوق العباد (د ولس حق) سره تعلق لري هغه ډیر قسمونه لري، لکه د والدین، ماشومان، ملګرو، خپلوان، ګاونډ، هیوادوال، عام خلک، بیمار او غریب خلک، اهل الکتاب او نامسلمان حتی د دښمنانو خیال ساتل هم ضروري دي.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more