د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

سیکولریزم، نشنلیزم، ډیموکراسي او لبرلزم

ahmad bilal
01.09.2011

سیکولریزم، نشنلیزم، ډیموکراسي او لبرلزم
سیکولریزم، نشنلیزم، ډیموکراسي، او لبرلزم : غربي پدیدۍ، درسونه، او د اسلامي سیاست زوال

د څلوریخوا و څخه یو طوفان برپاء ده، د اسلامي نړۍ کښتۍ د وروستیو سلو کلنو څخه راپدیخوا د هغه قذاقانو په لاس کښې ده ، څوګ چې د غرب لخوا تقویه او تمرین شوې دي. تراوسه، اسلامي امت باندې تپل شوي استبدادي او مغان کې مست د ظلم او جبر څخه ډک واکمنان، د غرب، د رڼا د ولیدلو ځاې، په لمسون او ټپولو، د سیکولریزم په نوم، په لکهاؤ خلګ د شهادت لوړې درجې ته رسولې دي. په دې حالاتو کې اسلامي امت خپل ځان لپاره د پناه ځاې لټوي.

هغه امت چې کله به د یو لااله رپندۍ لاندې راټول*‏ ول، هغه امت چې کله به یې د لمر له شعاعو سره د علم رڼا هره خوا خپریدله، هغه امت چې د رڼا له کبله یې غرب د تورو تیارو څخه راووت، هغه امت چې د علم او ساینس کتابتون کې د نړۍ مرکز ؤ، هغه امت چې سرحدات یې د انګلستان چینله پورې، افریقايي ګرمو صحراګانو، منځني ختیځ او تر سینګیانک پورې غزیدلي ؤ. په دې اسلامي امت باندې غرب د هرپلوه یرغال وکړ، هر چا خپله خپله کالوني جوړه کړه، خپل خپل حکومتونه یې جوړ کړل، له دې ځایه یې دومره خام مال ویوړل چې هلته غرب پکې بیا صنعتي انقلابونه ولیدل!!! اوس هم هغه اسلامي امت په مختلفو برخو کې، د مختلفو رپندیو لاندې؛ د غرب د کلیمې د لاندې، د غرب د تعلیماتو لاندې ، خپل د ذلت او د غرب دلاسه د تحقیریدلو ژوند تیروي! په دلچسپې سره اوس د اسلامي امت روحیه څه داسې شوی ده چې دوي اوس د هغه خوا نه د رڼا هیله مند دي کومه خوا چې فطرت هم د لمر غورځیدلو ځاې جوړ کړې ده!!!!

غربیانو اسلامي نړۍ کې څلور داسې د زهرو څخه ډکۍ پیچکارۍ وټومبلئ چې اسلامي اتحاد، اخوت او ورورولۍ یې پاش پاش کړله، مسلمانان يې د وینۍ، ژبۍ، او علاقۍ په بنسټ تقسیم کړل ، زموږ سیاست یې بی لمانځه کړ، زموږ ادب کې یې الحادي او کفري ناولۍ خپرۍ کړی

سیکولریزم: لومړۍ لوست چې محراب يې نړیوال سیاست څخه لیری کړ

دا هر څه څرنګه وشول؟ څرنګه دغه ملت راوپرځیده؟ لومړۍ درس چې د غرب لخوا دې ملت ته ورکړل شو، هغه دا ؤ چې مذهب خو د انسان انفرادي فعل ده، مذهب ریاست کې د ګوتې وهنې څخه وژغورۍ کنه بیا به ډیره وینه توینه وشي، ټولنه به تقسیم شي او تاسو به هیڅ کله هم ترقي او پرمختګ ونشې کړائ. ستاسو د دنیاوي امورو کې د الله او د هغه مذهب هیڅ تعلق هم نشته، او یا په لنډه توګه دوي خلګ دې ته هڅول ترسو حکومتي کارونو او معاملاتو کې هیڅ هم د مذهب تعلق ونه مني. دغه لوست او د سیکولریزم مفکوره په هر ځای او په درسته نړۍ کې همدغه یو رنګ ده.

دا درس خو د الله او د قرآن د سورة مائده د هغه آیت خلاف ده، کوم کې چې خدای پاک فرمايي:

ومن لم یحکم بما انزل الله فاولیک هم الکفرون ــ سورة مایده ۴۴
څوګ چې فیصله په هغه نه کوي کوم چې موږ نازل کړې دي نو هم هغوي کافر دي

د مغرب په پنجو کې نښتي دغه خلګ د غرب په پوهنتونو کې همدا څه زده کړل، او همدا درې مډالونه يې په سینه باندې ولګول او دوي په دې خبرو باندې خپل کامل یقین وساته او یا یې پرې یقین پوخ شو چې خلافت، امة او مذهب ناکاره شوي څیزونه دي او دا موږ د پرمختګ او ترقۍ څخه ژغوري. آمن ، ټولنیز انصاف، نجات او پرمختګ خو یوازې په سیکولریزم او لبرلزم کې ده!!

سیکولریزم، دا هغه درس ؤ چې په تیوري کې هغه د ټولو مذاهبو لپاره د مساوات او انصاف لپاره جوړ کړای شوی نظام ګڼل کیده او د دی درس اوسني سیکولران هم دعوه داران دي خو په حقیقت کې او عمل کې له دی درس زده کونکو څخه لبرال او سیکولر فاشستان جوړ کړل!! چې واضح مثالونه یې تاسو ته د ترکیی په سیکولر کمالیزم کې، د مصر په ناصریزم، انور سادات، حسني مبارک کې او په راتلونکي البرادي کې ووینئ!! ، د پاکستان په غلام محمد، سکندر مرزا،ایوب خان، یحیی خان، او بهټو کې هم څرګند دي، چې څرنګه یو خلافت مات کړ، خپلو اصلاحاتو په بدلون مسلمانانو څه څه وبایلودل، مصري ناصري دوره کې اخوان المسلیمون باندې څه تیر نشول، او د وروستنیو نا لایقو سیکولرانو په شمول پخواني مشرقي پاکستان او اوسني بنګله دیش کې څه څه ونه شول چې بالاخره بنګله دیشیانو یوازی خپل عزت او ژوند په پښتنو فوځیانو کې محفوظ لیده!!!

ناسیونالیزم: دوهم لوست چې دا ملت يې جغرافیاوي ټوټه کړ

دوهم درس چې دې ملت ته ورکړل شو هغه د ناسیونالیزم، قوم پرستئ مرداره مفکوره ؤه. یو ته يې وویلې چې ته عرب يې یو ته یې ترک وویلې، عربو ته يې دا لوست ورکړچې دغه ستاسو خپل وطن، خپله ځمکه او خپله علاقه ده نو تاسو باندې ترکان څرنګه حکومت کوي!!! تاریخ شاهد ده کله چې هم یو وطن خپلو اوسیدونکو لپاره د اوبو، ډوډۍ او ځناورو لپاره د وښو پیدا کولو مواقع په لاس ورنکړي نو بیا د هغه ځائ اوسیدونکي په خپل وطن باندې لعنت وايي، آریایانو څرنګه خپل ځایونه د قحط او لوږې له وجهې بدل کړ او همداسی افریقایانو !! زموږ دین هم موږ ته دا وايي چې دا وطن، هستوګنځایونه، ژبه یوازې زموږ د پيژندګلاؤ لپاره دي نه د افضلیت او تقسیم لپاره

خو دا ناسیونالیزم یو داسې لوست ؤ چې عربان یې د ترکانو خلاف وجنګول، او بلاخره یې د اسلامي امة د وحدانیت نښه،خلافت، یې مات کړ. انګلیسانو او غربیانو د یو ژبې ویونکي، د یو قوم خلګ، د یو مذهب وګړي، په یوه علاقه کې پراته عربان په مختلفو مختلفو برخو وویشه، حتې د کویت، قطر، دوبئ، شارجه، په شان د زرو افرادو نه جوږ هیوادونه یې پکښې جوړ کړل!!! ددې جنګ نه پس نه عربان ( د ناسونالیزم له وجه) او نه ترکان( د سیکولریزم په وجه) پکې د عزت خاوندان شول، بلکې عربانو خو پکښې نه نشنلیزم ولید او نه یې پکښې ځانته د اوړو پزه جوړه کړائ شوه

دا نشنلیزم ؤ چې داسی حکومتونه او هیوادونه یې رامنځته کړل چې پخوا یې په تاریخ کې هم چا نوم نه ؤ اوریدلی، دا د نشنلیزم ثمره ؤه چې پيرنګان یې دی ته وهڅول چې د شاه حسین د زوی شاه عبدالله لپاره یو نوی هیواد، اردن، منځ ته راولي او دا نشنلیزم ده چې عرب قوم یې پخپلو کې داسی تقسیم کړی دي، مثلاً د کویت، دوبئ او قطر په شان هیوادونه شتون لري لکه د یو بی بریکه موټر چې بحیره عرب ته به غوځار شي، ته به وایئ ددوي یوځای کولو لپاره د کوم بل نشنلیزم تحریک پکار ده!!!

ډیموکراسي یا جمهوریت: دریم لوست چې د ویټو پلویانو لخوا ورکړل شو

افغان پوه سیاسي تجزیه نګار او لیکوال محمد زمان مزمل پخپل مضمون، ډیموکراسي د ویټو پلویانو مذهب، کې د ډیموکراسي څه داسی ښکلی تعریف کوي:

ډیموکراسي: د بدمستو بشرخوړونکو نظام دی چې د ویتو له لارې بشپړ ملتونه له ستوني تیروي، افراد، وګړي، او د هغوي مساوي حقوق دا هغه ډرامه ده چې شرقي کم عقله انسانان یې په مظاهرو غولیږي.

دا ؤ هغه دریم شعار او دریم لوست چې دې ملت ته ورکړل شو،ډیموکراسي، د وګړیو واکمنۍ- یا غربي نظام.دوي په ډیره زیرکتیا خلګو ته دا پيغام واورؤ چې دا نظام خلګو ته د فکر او بیان آزادي ورکوي، بلکې حکومت خپله د هیواد وګړیو وي خو دغه نعره یا شعار ډیر ضر کامیاب نشو ځکه هغه وخت کې روسي کمونیستي نظام خپلې د اثر وړانګې خپرۍ کړې وې، هغوي د غربي جمهوریت په مقابله کې د پرولیتاریت دکتاتوري نعره پورته کړې ؤه، غرب د جمهوریت سره کومه دلچسپي نه ؤه نو ځکه یې دلته لاسپوځی حکومتونه قائم کړل، دلته يې بادشاهتونه قائم کړل، همیش يې د جبر او استبداد حکومتونه تقویه او حمایه کول، او خپله له دې ځائ څخه رخصت شو. مصر کې یې شاه فاروق، اردن کې شاه حسین، او عراق کې شاه فیصل او همداسې خلیجي بادشاهان، روس بیا دغه بادشاهتونه د عرب نشنلیزم په زور د نظامي ځوانانو په مټو راوپرځول، چیرته يې کرنل ناصر، چیرې یې کرنل قذافي، او چیرې یې حبیب بورق د قدرت په ګډۍ کینول خو له بده مرغه عربانو پکښې نه وحداني قومیت ولید او نه يې پکښې یو آزاد جمهوریت ولید!!!!

لبرلزم: څلورم لوست چې زموږ روښانفکره ډله يې په خپلۍ روښانفکرۍ کې د دین د رڼا څخه لیری کړه

د لبرال څخه مراد داسې وګړي چې د خدای او د هغه د پیغمبرانو او د تعلیماتو او د مذهب له پابندیانو څخه ځان خلاصول او یا آزادول غواړي او د لبرلزم مفکوری څخه مراد د همدې آزادانه فکر باندې خپل پل کیښودل او یا د یو داسی فلسفه، د اخلاقو نظام او سیاست، د څه شي په بنیاد چې دوې په یوه ټولنه کې خپل ژوند تیر کړي.

اصلاً لبرالان هیڅ هم د سوچ او فکر په آزادۍ کې دلچسپي نه لري بلکې ددوي ترټولو ستر مقصد دا ده چې دوي دا ټولنه د جنسي انارشیزم او اخلاقي انتشار خوا ته بوځي، د دوي د فکر او د سوچ آزادۍ شعار یوازې د خپل مردار مقصد پټولو لپاره پورته کوي. دوي د اسلام دښمنان ځکه دي، ځکه اسلام انساني سوچ باندې پابندیانۍ لګوي او دوي ته دا اجازه نه ورکوي ترسو د کفر، الحاد او دهریت کندی ته غوځار شي، او اسلام تل دا هڅه کوي چې انساني ټولنه د پستو خیالاتو او د جذباتو د غلامۍ څخه وژغوري.

دغه لبرلزم اوس زموږ ځوانانو کې، زموږ په ادب، تاریخ، او روښانفکرانو کې سترې اغیزې پيدا کړې دي، غرب هم په همدی څانګو کې تر ټولو زیات نسبت ادب، تاریخ کې پانګونه کوي، او د دې څانګې څخه تعلق لرونکو ته مډالونه، اسناد او نوبل انعامونه ورکوي خو د بلی خوا په طب، انجینئرۍ، او ساینس کې نه د هغوي پانګونه وینئ او نه يې تشویقول او نه یې انعامونه!!

د غرب په ښوونځۍ کې د روښانفکرو اصلي او بنیادي غلطي!!

اسلامي نړۍ کې راوستل یا روزل شوي سیاستمداران او ورسره جوخت مطبوعاتي کسان د همدی څلورو لوستونو له امله د غرب په واک کې دي ، بلکې دا به بی ځایه نه وي چې دوي په تقلید او صادقانه هوډ کې د خپلو آقاءګانو نه هم دوه ګوتۍ وړاندې تللې دي. خو د دوي بنیادي او اصله غلطي دا ده چې دوي د اروپايي د فکر آزادۍ تحریک مطالعې نه پس دا حقیقت هیروي چې اروپايي بعضی مخصوص حالاتو او واقعاتو له وجهې دې کفري او الحادي مفکورې ته وده ورکړل شوه خو له دې څخه دا نشي ثابتیدلې چې نړۍ کې دې هر ځای دغه یو رنګ کیفیت وي او همدغه یو رنګ الحاد او بی دینی ته وده ورکړل شي.

اروپاء کې د سیکولریزم او لبرلزم لویه وجه:

کلیسا چې د عیسائیت کوم تصور اروپایانو ته ورکړ او څرنګه یې چې د ساینسي حقایقو څخه سترګې پټونه وکړه، سائینسدانان یې چې څرنګه د جبر پنجې کې راګیر کړل، هغوي باندې د اینکویزیشن قانون په نوم بی شماره ظلمونه وکړل او ورسره یې خرافاتو او د درواغو ته د مذهب نوم ورکړ د دې نتیجه دا شوه چې اروپاء د آزاد خیالۍ په نوم د کفر او الحاد کندی ته وغورځول شول. ځکه هغوي سره په دوه لیارو کې د یوی انتخابول ؤه: یوه لیار د کلیساء خرافات او درواغ ؤل او دوهمه لیار د ساینس او ریشنلیزم لیار خوښول ؤه، په دی ترتیب اروپاء یو نامعلوم قوت (خدای) باندې خپل یقین وبایلود او په دلچسپۍ یې په بل نامعلوم قوت (فطرت) او ساینس باندې یې یقین پوخ شو!!!

اسلام- صراط المستقیم او یو ریښتونۍ دین:

د عیسائیت برعکس اسلام یواځې د عقیدې نوم نده بلکې دا د یو مذهب په ځاې یو دین یا د ژوندانه یو مکمل نظام ده او د چا اجزاء چې په قرآن او سنت کې خپاره دې، دغه نظام تقریباً تر دولس سوه کالو پورې د نړۍ په یوې لويې حصې باندې غالب، حاکم او واکمن ؤ، بادشاهان او واکمنان که څه هم ملوکیت پلو یا مطلق العنان هم پکې تیر شوې دې خو د قضا فیصلې او عدالتونه به پکې د همدې نظام مطابق فیصلې کولې، بازارونو کې به (غیر سودي) تجارت د همدې قوانینو مطابق کیدل، په تعلیمي پوهنځیو کې به د همدې تعلیم ورکیدل، د ټولنې ټول نظام د همدې نظام په هدایاتو چلیده، او واکمنانو به هم دغه امور اسلام جز ګڼل، نه خو د اسلامي دین تعلیمات ورک شوې دي، نه خو مسلمان علماؤ د عیسایانو پوپ په شان ټول اختیارات په خپل لاس کې اخستلې، او نه مسلمانانو علماؤ د دنیا څخه د تعلق ختمولو تعلیم ورکړې ده، او نه يې په چا داسې تشدد او تیرې کړې ترسو د اسلام دین خلاف او د مسلمان علماؤ خلاف کوم بغاوت ته لیاره هواره شي. د ساینس او ټکنالوژې متعلق علومو کې څه داسې خبره نشته کوم چې د قران خلاف وي، د عقل سلیم (د کوم چې دغه سیکولران ډیر زیات قائل دې) همدا تقاضا ده چې یو شخص خدای د ټول اجتماعي کائینات آقا ګڼي(ظاهره ده چې مسلمان ځان ته شهادت کلمه ویونکې سیکولر خو به دومره تسلیموي) هغه بیا د خدای احکام د انساني زندګې کې هم باید ومني.

له دی پورته بحث څخه موږ ته دا جوته شوه چې د کلیسا خلاف کوم ردعمل غرب کې پیدا شو، دا هرڅه د هغه ځای د کلیسايي نظام خرابیانۍ او د کلیسا خپله پيدا کړل شوي وجهې وی. خو اسلام کې خونه داسی نظام شته او نه داسی قانون د څه په بنیاد چه خلګ د دین څخه بیزاره او د کفر او الحاد خواته منډه کړي. نه اسلام کې داسی کوم د اینکویزیشن په رنګه قانون شتون لري چې د هغه په بنسټ کوم ساینسدان اور ته غورځول شوی وي او نه تاریخ کې کومه داسی واقعه شته چې دی خبرو ته شاهدي ووايي!!![b:8ed2865b6a][/b:8ed2865b6a][size=18:8ed2865b6a][/size:8ed2865b6a][color=red:8ed2865b6a][/color:8ed2865b6a][color=darkred:8ed2865b6a][/color:8ed2865b6a][color=red:8ed2865b6a][/color:8ed2865b6a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more