د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

زما لوی کندهاره!، په تا څه شوي!؟

حلیم
31.08.2011

لويه پکتيا دکار سړي لري ( محمدضياء آرمان )

لیکنه ده زه یې دلته په لنډو ځنو ټکو ته ستاسو پام را اړوم.

بايد په ياد ولروچې دتاريخ په دغو ملي شخصيتونو کې پکتيا اوپکتياوالو، دتورې دغسې تاريخ لرونکې سيمې هم خپل ځاى درلود اودهېواد په هراوښتون کې يې دپام وړ اومخکښ رول لوبولى دى.

که څه هم دتاريخ په اوږدوکې لويه پکتيا دبېلابېلو لاملونو له امله له ښوونې
اوروزنې، اقتصادي پرمختګ اوپه سياست کې له ونډې اخيستو لرې پاتې شوي ده،
خوبياهم دغسې سيمې دخپلو پلرونو اونيکونو په مشوره اوپياوړې قومي جوړښت سره له خپلې خاورې اوقانون څخه په مېړانه دفاع کړى اودخپلو مشرانو په نصيحت اولارښوونويې په هرملي اودملت دخيرښېګڼې په ټولو چاروکې ونډه اخيستى اوپه دې لاره کې يې ځانونه رسولي دي.
دا اوس هم دلويي پکتيا زيارکښ اوميړني اولس دهېواد دسمسورتياپه برخه کې له نورو هېوادوالوسره اوږه په اوږه درېدلي دي.

داهم بايد په ياد ولروچې اوس مهال پکتياوالو دتورې دصفت د درلودلو ترڅنګ قلم ته هم مخه کړې اودغه ترټولو مهم صفت يې ترلاسه کړى په دې معنى چې اوس په لويه پکتياکې دعلم دترلاسه کولو اودفرهنګ دبډايه کولو لپاره په ډله ئيزه توګه لاس پورې کړى دى،

په ولايت کې په سلګونه زره نجوني اوهلکان ښوونځيوته ځي، پوهنتونونه، دارلعلوم، اکاډمۍ، مدرسې اونورې بېلابېل فرهنګي، تخنيکي، سياسي اوټولنيز بنسټونه جوړ شوي دي، نو ويلي شوچې په لويه پکتيا کې اوس مهال يومدني اوښتون رامنځ ته شوى اوددغه بدلون له برکته دخلکو ټولنيزه، سياسي اومدني ښېرازۍ رامنځ ته شوي اوددوى ژوند اوفکر يې مثبت لورې ته اړولى دى.

دپکتيا اولس لکه څنګه چې پخوا له خپله منځه دکار سړي (مشران) درلودل اوس هم دا ډول ملي سټو څخه دغه سيمه برخمنه ده اوموږ باور لرو چې دوى اوس هم مشرتوب کولاى شي. دمشرتابه غريزه اوپديده ترپخوا لاډېره په دغه سيمه کې پياوړې شوې ده ځکه چې پخوا دمشرتابه لپاره ترنورو مهمه ځانګړنه توره اودسترخوان ؤ،

خو اوس دتورې، دسترخوان سره سره قلم اوسياسي پوهې ته اړتيا ليدل کيږي او اوس مهال دپورتني خبرو پربنسټ داټول صفتونه دلويي پکتيامشران او ان اولس يې لري. ادامه

زما افسوس د خپل لوی کندهار په دغه بې پروا سیاست راځي. ماته افسوس پدې راځي چې شیرزی د کندهار یو سیاسي شخصیت جوړوي.

ماته افسوس پدې راځي چې زما کندهاریان لاهم د احمدشاه په توره ویاړي او پدې نامه ورور وژنې ته دوام ورکوي.
ماته افسوس پدې راځې چې لا هم قومیت پر اهلیت لوړ ګڼو.

ستاسو د نظریاتو په تمه.


pattang
31.08.2011

ا نډيواله دپکتيادې خونده نشته !
هرچاچې پيسې ور کړې هلته غوړ برېتونه تاوه وي !
ټول يې ار بکيان دي .تار يخ مه هېروه !


Sangar Watan
31.08.2011

کندهار دی که لغمان دی وطن زما دی********************************
که پنجشير دی که پروان دی مهمن زما دی


pattang
31.08.2011

ګوړه ، ګوړه يادوه خوله به دې خو ږ ه وي !


طالب ISI
01.09.2011

حلیم صاحب خوا مه بدوه. خو زه ستا درد احساس کوم. هر کله چې په جنوب غرب حوزه کې د زي، زوی، زیان کلمات ورک شول، نو بیا به هلته ټول مثیبتونه ورک شي.

ځکه په پوپلزي، اسحاقزي، ....څه نه جوړیږي.

زه کندهار ته تللی یم، هلته د کندهاره د ښار اوسیدنکې په خاص ډول تعلیم یافته د نور کندهار له خلکو سره ډیر فرق لري.
مطلب په خبره پوه، هوښیار دي.

دغه لاندې لینک کلیک کړه، پدې کې په امریکا کې میشت ځینې کندهاریان د تلیم ډګر کې مرسته کوي، هیله ده تاسې هم مرسته ورسره وکړی، او خپل خدمات پراخ کړي.
http://aefnow.org/aef/

که د امریکا کندهاریان ، هلمندیان په ریښتیا مټې را ونغاړي، نو له کندهاره څخه به د تعلیم له لحاظه امریکا جوړه کړي.

یو بل دا چې څومر کلي په ښار بدلیږي، هومره تمدن هم مخ ته ځي، تعلیم زیاتیږي.

زما په اند متحده عربي امارات شاید په نیږدې راتلونکې کې د هلمند پوهنتون جوړول هم پیل کړي.


حلیم
04.09.2011

ملګرو د نظر شریکولو مو مننه،
او د کوچني اختر مبارکي هم درته ډالۍ.

پتنګ صیب، ستاسو تبصرې ګونګې او مرموزې دي، زه پوه نشوم چې ستاسو موخه اداري فساد دی که بل څه(هرچاچې پيسې ور کړې هلته غوړ برېتونه تاوه وي ! ). او داچې وایې ټول اربکیان دي لدې نه مو مطلب څه دی؟
--------------------------------------------------------------
سنګر وروره تاسو ډیر ښه شعر را اخیستی، خو که موږ او تاسو همداسې ویده، او د خپلو پلرونو په تاریخ یوازې وویاړو ډیره زره ده چې دا سندره به ددې پرځای په « کندهار و ګر لغمان و یا کاپیساست - همه آنها نوکر ماست ---- ګر هلمند و یا وردک یا فراه ست - همه اوغان نوکر ماست.» باندې بدله شي.
-------------------------------------------------------------------------
شهیر صیب ستاسو د مالوماتو او په ځانګړې توګه د هغه لینک له شریکولو ډیره مننه کوم.

د لوی کندهار د سوادي کیدو په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more