د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د کمونیزم خونړۍ تاریخ - عدنان اوکتر(هارون یحیی) ـ ژباړن، احمد بلال

ahmad bilal
27.08.2011

لیکوال: عدنان اوکتر (هارون یحیی)
ژباړه: احمد بلال
د کمونیزم خونړۍ تاریخ (لومړۍ برخه)

شلمه پیړۍ، کومه چی د انسانیت تر ټولو خونړی باب وه، په دی کې تقریباً دوه نیم سوه میلونو خلکو کپرۍ نه یوازې په مختلفو جنګونو کې په بی دریغه توګه وشیندل شوې بلکې په ډلیز قتل عام او سیاسي وژنه کې هم په ډیره بی رحمۍ د مرګ خولې ته ورټيل وهل شول
کومه مفکوره چې تر ټولو زیات د دې هیبتناکې تباهي، غیر تمدنی وهشت او د دې بربریت مسولیت په خپله غاړه اخلي هغه مفکوره نړۍ ته د کمونیزم په نوم یادیږي.

دغه مفکوره په اصل کې خلکو ته په ډیره جاویدانه انداز د مساوات او انصاف ژمنه ورکوي، خو په حقیقت کی دا د ویرۍ، وحشت، وینه توینۍ او مرګ څخه پرته نور هیڅ هم نه ورکوي.

پدې پرله پسې مضمون کې به مونږ دا پلټنه کوو چې څرنګه دی هیبتناکی او بد مرغۍ مفکوری بشر ته پر مخ ګذارونه ورکړل.
د نړۍ لپاره به دا ناممکنه وي ترسو دی ته ورته تراژیدو څخه ځان وژغوري ترسو چې هغوي د تیر څخه څه لوست نه وي زده کړی..

لومړۍ برخه (مارکس نه تر سټالین پوری)
د کمونیزم د مفکورۍ اساس:

په منځوی نولسمه پیړۍ کې دوه جرمنیان په لندن کې اوسیدل، دوي د یوی داسې مفکورې په سمولو بوخت وو ترسو دا مهذبه نړۍ وجړقوي، په لومړي ځل د دوي خیالات په کمونسټ منیفیسټو کی څرګند شوي وو،( کوم چې لا پخوا په ۱۸۴۸ کی خپور شوی وه)، له دوي دوه څخه یو کارل هنریک مارکس او بل فریدرک اینجلز ؤؤ.
دوي دواړو د ماده پرستۍ مفکوری قایلان ول (څوک چی د مادی پرته د بل هیڅ شي هم قایل نه وي)
په حقیقت کې د ماده پرستۍ عقیده پخوا د یوناني مفکر ډیموکراتیس لخوا څرګنده شوې ؤه، فرانسوي انقلاب په دوران کې بعضو اروپايي مفکرینو دغه مفکوره بیا له طاق څخه راوباسله، دوړۍ یې تری پوه کړې او د دې مفکورې خپرول یې شروع کړل. د هغوي مقصد دا ؤ ترسو د مذهبي عقائیدو څخه ځان خلاص کړي، ماده پرستي یوازینې لیاره ؤه کومه چې دوي د مذهب خلاف استعمالوی شوه.
له یوې خوا مارکس او اینګلز د ماده پرستۍ مفکوری تائید کوه، د بلې خوا هغوي یو میتوت ته ورسیدل کوم ته چې ډائلیکټیکس وايي، کومه چې دا ادعاء لري چې ټکر او تصادم د طبعیت بنیادي قانون ده، د همدې له وجهی د هغوي نظریات د ډائلیکچول ماده پرستي په نوم یاد شول.

ډائلیکټیکس یوه فرضیه ده چې وايي، کائینات کې چې څومره هم پرمختګ راځي دا ټول د ټکر او تصادم له وجهې راځي. دواړو فلسفیانو دا هڅه وکړه ترسو تاریخ د ډائلیکچول ماده پرستۍ له نګاه څخه وښايي. مارکس په تاریخ او په اقتصاد کې کتابونه ولیکل، ترسو دا هغه نص(د ماده پرستۍ عقیده) ته وربرابر کړي، او اینجلز هم همداسی د سائینس او فلسفی سره وکړل.

علاوه پر دې مارکس مستقبل ته په کتو ځان وازماوه. د هغه په نظر، اروپايي اقوام به د ډائلیکچول له وجهې په دی لنډ وخت کې یو خونړۍ انقلاف وزغمي. په زیارکښه طبقه باندې د سرمایه دارو له طرفه ظلمونه کیږي، آخر به دوي پاڅون کوي او د اقتدار څوکیو ته به ځان رسوي ، وروسته له دې به هغوي هلته یو کمونستي نظام ځای پر ځای کوي. د مذهب، اخلاقو او د فامیل تصور به د کمونستي نظام کې هیڅ ځای نه وي.
په هر حال مارکس او اینجلز د یو غټ مشکل سره مخامخ شول، هغوي انساني تاریخ ته د ډائلیکچول ماده پرستۍ په سترګو کتلی ؤؤ، که څه هم هغوي د دې مقصد پوره کولو لپاره تاریخ هم تحریف کړي، خو د طبیعي تاریخ په نزد دوي څه وايي؟ څرنګه ژوندي موجودات منځ ته راغلل؟ د دې اهمو پوښتنو ځوابولو لپاره باید د دوي سره ماده پرستي ځواب وي.

دغه ځواب ورته یو بل مفکر ورکړ، په هغه وخت کې هغه هم په لندن کې اوسیده.
څرنګه چې شاهي سمندري قوة اتلانتیک سمندر ته د کشفیاتو لپاره په سمندري سفر ووتل، نو هغوي ځان سره یو ځوان محقق هم درلود، چارلس رابرټ ډاروین. د یو اوږد سفر نه پس هغه لندن ته په کال ۱۸۳۶ء کې راستون شو، هغه بیا خپل وروستی ژوند په د یوی نظریې په تکل کې تیر چې ژوندي موجودات څرنګه منځ ته راغلل.
ډاروین خپله نظریه په، آریجنز آف سپیشیز، چې په کال ۱۸۵۹ء کې خپره شوه، څرګند کړل. په دې نظریه کې هغه د ژوندي موجودیاتو په راتللو هم هغه نظر ومانه کوم چې ماده پرستي فلسفی دعوه کړی ؤه، په نورو ټکو کې د تصادفاتو په یوه سلسله کې منځ ته راغلل. هغه زیاتوي چې دا ټول تصادفات د ټکر له وجهې منځ ته راځي لکه ډائلیکټیکس. ډاروین طبیعت په ډائلیکچول ماده پرستۍ کې واخست.
د ډاروین نظریی هیڅ هم ساینسي اساس نه درلودل نو ځکه پرته د مارکس او اینجلز د هغه نظریه د هغه وخت د نامتو ساینسدانانو لخوا رد شوه.
د دې نظریې د خپریدلو یوازی یو میاشت پس په دولسم دسمبر د کال ۱۸۵۹ء اینجلز خپل خط په لاندې ټکو شروع کړی ؤ:
ډاروین،څوګ چې زه اوس لولم، ډير ځلانده ده.

د مارکس له طرفه یو خط کې هم دغه رنګ جذبات کښل شوي ؤ:
په دې وروستیو اوونیزو کې ما هر ډول مطالعه کړی، یو له دې ډله څخه د ډاروین کتاب هم شامل ده، هم دا کتاب ده کوم چې د طبیعي تاریخ په هکله زموږ د نظر لپاره بنیاد لري.

د ډاروینیزم او مارکسیزم منځ کې دغه ربط په ورو ورو زیاتیده، مارکسانو خپلو ځانونو لپاره د ارتقاء نظریه یو سائینسي بنیاد وګڼه، مارکسزم د ډاروینیزم تر چتر لاندې په ورو ورو د اثر وړانګې خپرولۍ. د مارکس او اینجلز کتابونه به د هغه وخت په کمونستي اعلاناتو کې ښکاریدل.
د فرانس او جرمني ۱۸۷۱ء جنګ، د کمونیزم لپاره د لومړۍ انقلاب تجربه کولو ته موقع ورکړه، کوم انقلاب چې مارکس په خوب لیدلی ؤ. دې جنګ کې فرانس ماتۍ وخوړه، شاهي کورنۍ د قدرت څخه وغورځول شوه، هلته یې د قدرت یوه خالیګاه جوړه کړه. مارکسانو دغه موقع غنیمت وګڼله، دوي سره د وړو وړو سوسیالیستي ګروپونو په دارالخلافه پاریس کې پاڅون پيل کړ، او هلته یې د کمیون په نوم اداره جوړه کړه، کومه چې په کمونستي اصولو چلیدله. د نوي نظام لاندې د پاریس ښار د وحشت ښار جوړ شوې ؤ، کلساءګانۍ او حکومتي ځایونه تباه کړل شول، مذهبي خلګ د همدوي لخوا ووژل شول.

خو وروسته حکومتی فوځ ښار ته داخل شول او پس د یو اوږد جنګ څخه يې حالات را قا بوکړل،خو نړۍ د کمونیزم په لومړی ځل تجربه کړ او د دی په اثر انسانیت ۱۸۰۰۰ څخه زیاتې کپرۍ په قبریستان کې پریښودې.
. پوښتنه ولاړیږي چې څرنګه د کارل مارکس نظریات په خلګو کی خپاره شول.
دې پوښتنۍ ته ځواب یو مشهور جرمنۍ سائینسدان روډلف ویرکوه ورکړ، د طبیعت پوهانو په ټولنه کې ویرکوه پاڅید او هه بیالوجسټانو ته یې اخطار ورکړ چا چې د ډاروین نظریې حمایت کړې ؤ، هغه وویلئ:
له دې نظریې څخه خپل ځانونه وساتئ، دغه نظریه د هغه نظریې سره ډیر زیات ربط لري کوم چې زموږ په ګاونډ کې خوف او قتل عام وکړ.
ویر کوه صحیح ؤ، د ډاروین نظریه ډیر ضر په مارکسي عالمانو کې خپره شوه، دغۍ نظریې انسان د ځناورو له نسل څخه وګڼه، او بله دا دعوه یې وکړه چې دوي د تصادم او ټکر له وجهې پرمختګ کوي، او تر ټولو اهمه خبر دا وه چې هغوي بیخي د خلقت نظر ونه مانه، دغه درې ستری غلطیانۍ د مارکسزم د نظریې بنیادونه جوړ شول.
لومړنۍ کمونستي انقلاب چې د همدې دریو غلطیو په بنیاد منځ ته راغۍ هغه په روس کې ؤ.

------------------------------------------
نور بیا، ان شاء الله

د بلژویکانو ترهګري
قحط د لینن له وجهې
کمونیزم: د زور او تشدد فلسفه


ahmad bilal
28.08.2011

په تیر پسی......

د بلژویکانو ترهګري:

د شلمۍ پيړۍ په پیل کې روس کې زار د اقتدار خاوندان ول، سره له دې هم انقلابۍ کمونستي مفکوره په زیارکښو کې په ورو ورو خپریدله، یوه حصه نظامي خلګ هم د دې نظریې د اثر لاندې راغلي ؤل.
روس کې د دې کمونستي تحریک قائد ولادمیر الیک لینن ؤه.
دغه کمونستي تحریک ته چې مشري یې لینن په غاړه اخستې ؤه، بولژویک ویل کیده. دوي په دې عقیده ول چې د اقتدار نیولو لپاره یو خونړي انقلاب ته ضرورت ده ترسو دوي د اقتدار څوکیو او محلونو پورې ورسوي. په حقیقت کې دوي تر کلنو پورې په غیر قانوني طور تنظیمیدل، او هغوي به په دې نه توانیدل ترسو د خپل مقصد تر دروازې پورې ورسیږي.
دوي چې د کومې موقع په انتظار ول هغه ورته د ۱۹۱۴ء د لومړۍ نړیوال جنګ ،کې ورته په لاس ورغله، دغه جنګ تر ټولو هغه جنګونو څخه خونړۍ ؤ کوم چې بشر تجربه کړي ؤه، په دې جنګ کې د هیوادونو د لړ څخه یو داسی هیواد چې لس میلونه خلګ یې قرباني کړل، روس هم شامل ؤ، په اولنیو دریو کلنو کې د روس مقتدر ماته ؤه، او په دې جریان کې هغوي دوه میلونه نور سرونه هم وبایلل.
د جنګ څخه متاثر شوې روس د انقلاب خوا ته لاړ، د ۱۹۱۷ء په فبرورۍ کې د هیواد په دارالخلافه، پيټروګارډ، کې باغیانو ښار په خپله قبضه کې ونیوه، زار نیکولس دوهم، چا چې په جنګ کې د خپلو فوځیانو حوصلې زیاتولۍ، ښار ته راوګرځید. د هغه اورګاډۍ په لیار کې انقلابي فوځیانو ونیوله، او زار يې ګرفتاره کړ. د زاري نظام ټول نښۍ او نښانۍ د انقلابي فوځیانو لخوا تباه او اخوا کړل شوه. د انقلاب خوا خوږي په سړکونو کې راټول شول، ټول په دې هیله ؤل چې د زاري نظام ختمیدلو سره به په هغوي او په روس د خوشحالۍ بهار راشي.
خو هغوي غلط ثابت شول.
د بلژویکانو حصه د فروري ۱۹۱۷ء انقلاب کې هیڅ ؤه، هغوي د انقلاب څخه دمخه په پارلمان کې ډیره کمه نمائنده ګي درلودله، حکومت د غربي خوښ پلاؤي ډیموکرات کرینسکي په لاس کې ولوید. لینن په جلاوطنۍ کې خپلو کسانو ته حکم صادر کړ چې نوي حکومت هیڅ هم حمایه نه کړي، هغه بلژویکان د خپل انقلاب لپاره تیار ول شروع کړل.
لینن په اکتوبر ۱۹۱۷ء کې ګذار وکړ.
د لینن فوځیانو د یخنیو محل (وینټر پیلیس) باندې حمله وکړه، کوم چې د حکومت د محور ځائ ؤ، هغوي هغه ټول محافظین مړه کړل چا چې مقاومت وکړ، په داسې توګه هغوي د انساني تاریخ تر ټولو آسانه کودتا ترسره کړه. سویت پروپاګند فلمونه کوم چې وروسته د انقلاب څخه جوړ کړل شول، په هغه فلمونو کې هغوي انقلاب(کودتا) د وګړیو یو غټ اولسي پاڅون سره تشبیه کړې ؤ چې د لینن جذباتي تقریرونو له وجهې راپاریدلي ؤ، خو حقیقت هم همدا ده چې یوازې ۱۰۰ کسانو دې یخنیو محل (وینټر پیلس) باندې حمله وکړه او یوازې پنځه کسان پکښې مړه شوي ول.
لینن د یوې خاموشۍ کودتا څخه پیل وکړخو حالات معمول نه شول، بلژویکانو د فوځ په هغه ټولیو حمله وکړه کومو چی تر آخره پورې د وفا لوظ کړې ؤ، یو هیبتناکه کورنۍ جګړه ونښتله جې روسیانو پکې د صبر څخه ډک دری اوږده کلنونه تیر کړل.
بلژویکانو سور فوځ جوړ کړ ترسو له دغه جنګ سره خدای پاماني وکړي، او د دې فوځ مشر يې خپل راسته لاس لیون ټرټسکي کړ.
سور فوځ او د خفیه پولیسو ادارې کوم چې د لینن لخوا جوړې شوې وې، هغه د چیکا په نوم یادیدلې، دوي ته په خپلو بی رحمو طریقو هیڅ هم افسوس نه ؤ کومې به چی دوي د شهنشاهي کورنیو او د انقلاب خلاف خلګو سره په معامله کې ترسره کولې.
زار نیکولس دوهم، د هغه میرمن او پنځه ماشومان یې د لینن د یو فرمان په ترڅ کې مرګ سره مخامخ کړل، بلژویکانو هغه ښارونه هم تباه کړل چا به چې د هغوي حمایت نه کاوه.
لینن خپلو فوځیانو ته په یو ټیلیګراف کې فرمان صادر کړ چې هر هغه شخص د ټوپک په شپیلۍ یخ کړي څوګ چې د کمونیزم مفکورې مخالفت کوي. بلژویکانو په زرګونه هغه خلګ بند ته وغورځول چا به چې د کمونستي نظام مخالفت کوه، له دی مخالفینو څخه اکثره خلګ به یې وهل، ټکول او په ډلیز توګه به يې په خپل آخرني سفر لیږدول. مشهور روسي لیکوال میکسم ګورکي دغه ناوړه ظلمونه په لاندې ټکې کې بیان کړې دي:

په تامبو ولایت کې به کمونستانو خلګ د ځمکۍ څخه یو میتر پورته په دواړو پښو د ریل ګاډو په میخونوټک وهل، او هغوي باندې چې کوم رنج او عذاب تپل شوې ؤه، د هغه سیل به یې کوه. هغوي به د زنداني خیټه خلاصوله، وړۍ کولمۍ به یې تری راوباسلۍ، بیا به یې کولمۍ د ونې پورې وتړلۍ او سړۍ به يې په منډه دې ونۍ څخه تاووه، او هغوي به دا هر څه په ډیره مزه کته.

په روس کښې یوه هیبتناکه ویره ولویده خو دا د کمونستانو د وحشت یوازینۍ آغاز ؤه.


ahmad bilal
29.08.2011

په تیر پسۍ.....

قحط د لینن له وجهی:
کله چې بلژویکان د اقتدار څوکیو پورې ورسیدل، د روس اکثره وګړي په کلیو کې د غربت او نیستۍ شپۍ او ورځۍ تیرولی، اکثره دهقانانو به یوازې په دې توانیدل چې خپل ماشومانو ته هغه څه ورکړي کوم چې هغوي پیدا کړي ؤ، د روس یخ موسم د زراعتي پيداوار په لیار کې تر ټولو غټ خنډ ثابت کیده.
په کال ۱۹۱۸ء کې د لینن یو اخستل شوی اقدام په دی حالاتو کې د دهقانانو لپاره د لا زیاتۍ تباهې پیغام راوړ، چا چې د دې څخه دمخه په غربت کې خپل ژوند تیروه. د لینن د فرمان مطابق په شخصي ملکیت بندیز ولګید،او د دهقانانو زرعي آلات حکومت پخپل تحول کې واخستل.
لینن خپل پورته ذکر شوی فرمان د خپل ښي لاسۍ، فیلیکسس زرهنیکي، د چیکا مشر، چا چې په ظلم او جبر کې خپل ثاني نه درلود، په واسطه په خلګو خپل فرمان عملي او ترسره کړ. د چیکا آفسران به په کلیو باندې د قهر او غضب سیلاب په شکل کې راڅرګند شول، د ټوپک د شپیلۍ په زور به يې د خلګو او د دهقانانو فصلونه او ځناور کتل او یوه مخصوصه کوټۍ په پوره کولو کې به یې د هغوي څخه دغه هر څه قبضه کول، کله خو به داسی هم کیدل چې دهقانانو به ټول هر هغه څه هم بایلودل کوم به چې دوي پیدا کړي ؤ.
هر چا به چې د دې ظلم او جبر خلاف خپل آواز پورته کوه، نو د هغوي آواز به په بی تهذیبه طریقه خپ کیده!
د فبروري په څوارلسمه ۱۹۲۲ کې کله چې د چیکا یو آفسر د اوسک علاقی ته تللی ؤ، لیکي:
د هغه فوځي آفسرانو ظلمونه او جبر، کله به چې هغه خلګو ورڅخه د حکومتي فرمان پوره کولو تقاضا کوله، یو نه منونکۍ حد ته رسیدلی ؤ، کوم دهقانان به چې ونیول شول، هغوي ټول به په یخو بندو کوټو کې بند ته غورځول کیدل کوم کې چې به غله ساتل کیده، بیا به یې هغوي په درو وهل او د تعذیبولو نور اخطارونه به یې هم ورکول، هر هغه چا به چې هغه معیاري کوټه نشوه پوره کولی نو هغوي به بیا په زوره دې ته هڅول ترسو بربنډ بدن د کلیو په سړکونو منډۍ ووهي، او بیا به يې وروسته په یخو کوټو کې راځوړند کړل.
لینن د غصې څخه هغه وخت تک سور شو کله چې هغه په دې پوه شو چې څومره کوټه کلیوالو ته ورکړل شویده هغوي د دې پوره کولو استطاعت نه لري. په ۱۹۲۰ کې لینن په هغه ځایونو سختې او ویرجنۍ سزاګانۍ وټاکلې چا به چې د دې حکم څخه سرغړونه کوله او یا به چا هغه مقرر شوې تقاضه نه منله. نه یوازې به یې د دهقانانو په غله باندې قبضه کوله بلکه د هغوي ټول تخم به هم اخستل کیده کوم به چې هغوي سره ؤه. د تخم په زوره اخستل په دې معنی ؤ چې د راروان وخت لپاره به هغوي سره د کرلو لپاره هیڅ هم نه ول، او په نورو ټکو کې د دې معنی دا شوه چې هغوي به د خپلو خوړو لپاره هیڅ هم نه لري.
وروسته بیا قحطي شروع شوه، په ۱۹۲۱،۱۹۲۲ء کې ۲۹ میلونه خلګ د روس په سرحداتو باندې د لوږۍ او قحطۍ سره لاس او ګریوان شؤل، له دوي څخه پنځه میلونه د لوږۍ دلاسه د مرګ کندیه کې ولویدل.

لینن دا هر څه په ډیر خوند کته، قحط سالي د هغه په نظر یو مفید څیز ؤ، ځکه هغه دا حساب لګولې ؤ چې دا به د خلګو عقیده په خدای او پر مذهب باندې شنډه کړي او خلګ به دې ته وهڅوي ترسو خپل سرونه او لاسونه د کمونیزم په وړاندې وغځوي او ټیټ کړي. د کمونیزم تور کتاب چې په درسته نړۍ کې يې د حیرانتیا څپۍ خپری کړی، هغه د لینن شیطاني نظریات پکې څه دا رنګې دي:

لکه څرنګه چې د هغه یو ملګري بیا وروسته وویل، چې ولادمیر الیخ ایلیانوف به په جرائت سره هر ځای دا خبره کوله چې د قحطۍ بیشماره مثبتې نتیجې هم دي... قحطي هغه داسی تشریح کړه، چې دا به ډیر ضر نوې مرحله منځ ته راوړي، او سوسیالیزم کې لارښود، هغه مرحله چې د کاپیټلیزم نه وروسته راځي. قحطي به نه یوازې د خلګو عقیده په زار کې ختمه کړي بلکه په خدای کې به هم!!.

دا هغه څه ول چې لینن د پولیټ بیورو غړیو ته په کال ۱۹۲۲ء مارچ کې لیکلي ؤ:

اوسنې وخت زموږ په پلو ده...، د هغه ټولو خلګو په مرسته، څوګ چې نیزدې دي چې د قحطې له وجهې یو بل وخوري، څوګ چې په میلونهاو کې مړه کیږي، او څوګ چې په هیواد کې د سړک پر غاړه ژوند کوي. هم دا هغه وخت ده یوازې هم دا چې موږ کولی شوـ او هرومرو یې باید وکړوـ د کلیساء ټول ملکیت چې هر څنګه وي، په هر قیمت د خپلو بی رحمه توانتیاؤ باندې، په خپله قبضه کې ونیسو.... زموږ یوازینۍ هیله هم همدا ده چې خلګو کې د قحطۍ له وجهې مایوسي خپره کړو، او دا به بیا خپل اثر په هغه خلګو کې په دې طریقه وکړي چې هغوي به موږ ته د نجات په توګه راګوري او یا کم تر کمه به موږ ته په بل رنګ نه ګوري.

د لینن دغه رنګ خبری په سویتي آرشیف کې دا څرګندوي چې لینن قصداً دغه مرګونۍ قحط راوسته، چې انجام يې بیا په پنځه میلونو کپرو په تاوان کې راووت. همدا هم هغه رنګه نتیجه ده چې تاریخپوه ریچرډ پایپز راوباسلې ده، نوموړي کلونه په دې آرشیف کې تیر کړي ؤ، په خپل کتاب دي آن کنون لینن (نامعلومه لینن) کې خپل نظر څه داسی څرګندوي:
لینن په مجموعه کې د بشر لپاره هیڅ هم نه ؤ یوازې د بشر لخوا رد کړل شوې.... لینن لپاره وګړيو هیڅ هم اهمیت نه درلود.... او هغه به زیارکښه طبقه هغه رنګه ګڼله لکه څرنګه چې آهنګر ،خپله سره اوسپنه ګڼي!!

------------------------
نور بیا........ ان شاء الله


ahmad bilal
31.08.2011

په تیر پسې.........

د زور او تشدد فلسفه:

د لینن او د بلژویکانو د دې ظالیمانه رویئ ترشا د ډائلیکچول ماده پرستۍ هغه فلسفه ؤه په کوم چې هغوي یقین درلود. دغه فلسفه انسان د ځناورو له ډول څخه ګڼي او دا فلسفه دا ادعاء هم لري چې تصادم او ټکرد انساني پرمختګ لپاره ضروري ده، لینن نه یوازې په دې یقین درلود چې انسانان د ځناورو له نسله څخه دي بلکې هغه د انسان په تمرین کولو کې د ځناورو طریقې عملي کړی. په اکتوبر ۱۹۱۹ء کې لینن پخپله یوه شخصي دوره کې د روسي سائینسدان ایون پاولاو خوا ته لاړ، څوګ چې په ځناورو پر تجربو مشهور ؤه، لینن غوښتل په درسته روسي ټولنه دغه تجربه تطبیق کړي، پاولاؤ سخت حیران شو، لینن د خپلې خبری وضاحت داسی وکړ:

زه غواړم چې روسي وګړي کمونستي رنګه سوچ او رد عمل پیدا کړي
داسی بریښي چې لینن د هغه څخه خواست وکړ چې تراوسه پورې هغه د سپیانو لپاره څه ترسره کړي هغه د انسانانو لپاره هم ترسره کړي، ایون پولاؤ وپوښتل:
ستا مطلب ده چې ته د روس نفوس معیاري کول غواړی؟ او ته هغوي غواړې چې یو رنګه ردعمل ظاهر کړي؟

لینن ځواب ورکړ:
هو، بلکل همداسی، انسان به تصحیح کیږي انسان به هم هغه رنګه کوي څرنګه به چې یې موږ غواړو!

هغه نظریه چې دې فلسفې ته سائنیسي بنیاد ورکوي، کومه چې دا ادعاء لري چې انساني نسل د ځناورو څخه ده هغه د ډاروینیزم د ارتقاء نظریه ده.
روس کې د کمونیزم نهضت راپارولو کې تر ټولو لوې کردار د ارتقاء نظریې وکړ، د ډاروین کتاب،
The origin of Species
روس کښې د نولسمۍ پیړۍ په آخر کې ترجمه شو، چې بیا یې په زرهاو روسي ځوانان کمونستان او د الهاد کندۍ ته وغوځول. روسي کمونیزم د ډاروینیزم سره د ډیرې نیزدۍ څخه اړیکې ساتلی، جیورجي والیسنتینویچ پلیخانوف د دې تحریک بنسټ ګر بلل کیږي، هغه به واضحو ټکو د مارکسزم په متعلق وايي:

مارکسزم : کله چې ډاروینیزم په اجتماعیاتو عملي شي.

د پلیخانوف شاګرد، لینن، هم داروینیزم په ټولنۍ تطبیق کړ، او په بی رحمه توګه یې ټولنۍ ذبحه کړې، کوم چې هغه د ځناورو یوه رمه ګڼله.
حقیقت خو دا ده چې انسانان د ځناورو له نسله څخه ندي بلکه د الله پاک عزتمند مخلوقات دي، څوګ چې روح لري. په ځمکه کښې د هغوي اوسیدلو مقصد هغه نه ده کوم چې کمونیزم او ډاروینیزم بولي، تصادم،جنګونه، او وینه توینه بلکه هغوي باید داسی اخلاق څرګند کړي ترسو هغوي څخه خدای راضي شي. یوازې هغه وخت کله چې هغه په دې مقصد پوه شي او یا په نورو الفاظو کې هغه په یو ريښتونۍ دین کې خپل ژوند تیر کړي نو هله به هغه خپل ځان خوشحاله او ارامه ګڼي.

د لینن آخره خاتمه، چا چې د حقیقت څخه سترګه غړونه وکړه، یو هیبتناک اخطار ؤه.
د ۱۹۲۲ء څخه د لینن مسلسل زیاتیدونکي امراض هغه فلج کړ، ۱۹۲۳ء ټول کال هغه په څوکۍ کې تیر کړ، او په سخت سردر کې ګرفتاره ؤه، په مارچ ۱۹۲۳ء کې په هغه باندې یوه حمله راغله او له دې حملې نه پس هغه په سمه توګه خبرې هم نشوې کولای، د ژوند په اخرنیو شپو او ورځو کې چې چا هم لینن لیدلائ ؤ په ټولو سخته ویره راغلی ؤه.
هغه آخري انځور چې د لینن د مړینې نه لږ مخکښې اخستل شوې ؤه
د لینن د مړینۍ نه مخکښې چې کوم انځور اخستل شوې ؤه هغه مکمل ویریدونکۍ ؤه، خدای پاک په قرآن کې د دغه رنګو خلګو د قسمت په هکله وايي:

ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوأَىٰ أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ
قران ۳۰:۱۰

لینن د جنوری په ۲۱ د کال ۱۹۲۴ء کې مردار شو.
بلژویکانو د لینن لپاره د یوې غټې جنازی بندوبست کړی ؤ، لکه څرنګه چې د لینن وجود د هغوي لپاره د خورا اهمیت وړ ؤه، نو له دې امله د کمونستي ګوند رهبران په دې فیصله ورسیدل چې د لینن جسد باید وساتل شي.

جوسف سټالین هم یو د هغه کسانو څخه ؤ چا چې د لینن تابوت ته اوږه ورکړی ؤه.
سټالین بیا وروستیو دیرشو کلنو پورې په روس حکومت وکړ، هغه په روس کې یو داسی نظام جوړ کړ چې په وینه توینه، خوف، او ظلمونو کې د لینن نه هم څو قدمه وړاندې لاړه..

تراوسه پورې چې موږ ته څومره هم تاریخي حقایق معلوم دي د انسان لپاره خورا د اهمیت ځانګړتیاوې لري، درواغجنۍ مفکوری انسان او ټولنې د بربادی په لور بیائي. کمونیزم هم یو له دې درواغجنو نظریو څخه ده او دې په شلمه پیړۍ کې په نړۍ کې په خلګو سخت خوف غورځولی ؤه.

د کمونیزم د غلطیو څخه یوه بنیادي غلطي دا هم ؤه چې هغوي په دې باور درلود چې تصادم او ټکر د فطرت یو نه بدلیدونکی قانون ده. د دې نظریې لپاره سائنسي حقائق د ډاروین د ارتقا په نظریه کې پیدا کیږي، وايي: د وګړیو منځ کې تفاوت وګړي جنګونو ته هڅوي، د ډائلیکټیکس نظریې مطابق هره طبقه، هر قوم، او هره ټولنه په دې مجبور دي ترسو یو بل سره وجنګیږي، ځګه همدا د فطرت قانون ده.
همدی نظریې خپلې د اثر وړانګې په شلمې پیړۍ کې خپری کړی، همدا نظریه د کمونستانو د بربریت او ظلم ترشاه ؤه او هم د فاشزم شاته

د دې ګرداب څخه د وتلو لپاره انسانانو سره یوازینې لیار دا ده چې هغوي باید د خپل تخلیق کیدلو په مقصد پوه شي. څرنګه چې ډاروینان ، کمونستان او فاشستان فکر کوي انسانان د ځناورو له نسله څخه ندي، څوګ چې تصادفي پیدا شوې وي او څوګ چې یوازې د جګړو لپاره خپل ژوند تیروي.بلکه انسانان اشرف المخلوقات دي، الله رب العزت تخلیق کړي او څوک چې روح لري، او د انسانانو مقصد هم همدا ده ترسو په هغه چوکاټ کې خپلې زده کړې او خپل ژوند تیر کړي کوم چې ورته خدای ښودلی.

------------------------
نور بیا.....


پتوال
04.09.2011

د مفاهيمو او ويونو ټيکول :
ديالېکټس = ديالېکتيک
دياليکچول = ديالېکتيکل
مارکسزم = مارکسيزم
اېنجلس = اېنګلس دا نوم الماني دی او g=گ ده، نه (ج )
تروچکي ، تروچکزم= تروتڅکي ، تروتڅکيزم
دهقان = زميندار
دهقاني طبقه = لږ ځمکی او بې ځمکې کروندګر
ستر زميندار = فيوډال
________________________________________

دد هقانانو وِضعه د تزار په وخت کې ځپلې او نيستمنه وه، د چين سره جګړو يې هم مالي ملا ماته کړې وه او هم يې پرسونل د جګړې خوراک ګرځېدلی و .
ملحد لېنين د مَړو دهقانانو او سترو زميندارانو ځمکې مصادره کړې او وړو مالکينو يا وړو زميندارانو ته يې څه ونه ويل، بلکې د سترو
زميندترانو په ضد يې واړول او خپل شتراتيژيکي متحدين يې وګرځول . ددوی ځمکې يې له دوی سره پريښودلې صرف په دهقاني کلخوزونو کې يې
تنظيم کړې ! برعکس د سترو زميندارانو ځمکې يې په دولتي ملکيت واړولې او د زراعت په کارګري سوخوزونو کې يې تنظيم کړې .


Sangar Watan
05.09.2011

محترم احمد بلال صيب سلاموه،

که مهرباني وکړئ وواياست چې عدنان اوکتر (هارون یحیی) څوک او نوموړې مقاله تاسو له کومې ژبې نه اړولېده؟


ahmad bilal
06.09.2011

هارون یحیی د عدنان اوکتر قلمي نوم ده، هارون یحیی د ترکی په مشهور او ښایسته ښار انقره کی په ۱۹۵۶ کال دی دنیا ته سترګی پرانیزلی دي، او خپل لومړنی زده کړه یې په ممارسنان او بیا خپلې عالی زده کړی یې د استنبول پوهنتون څخه وکړی.

هارون یحیی د هغه څو کسانو څخه ده چا چی خپل ټول ژوند د قرآن تحقیق ته وقف کړی ده، هغه نه یواځي په قرآن باندی تحقیق کړی بلکی د سائنس هغه غلطی دعووئ یې هم غلطی ثابتی کړی کوم چی ډارؤن د دروغجنو ثبوتو په پرتله صحیح کړی وي!!!

هارون یحیی خپل دغه قلمی نوم د دوو پیغمبرانو د نومونو له وجی ایښودلی ده چا چی د حق لیاری او د جهالت خلاف جهاد کړی ؤ او د خدای اصل پیغام یې خپرؤه، حضرت هارون ع او حضرت یحیی ع.

هارون یحیی تر اوسه پوری ۲۵۰ څخه زیات کتابونه لیکلی کوم چی د دنیا په مختلفو ۳۰ ژبو ژباړل شوی دی

د هارون یحیی تر ټولو غټ کارونه د ډاروئن درواغجنه نظریه د قرآن او حدیث له مخه غلطه ښودل، د ماده پرستانو،کمونستانو، فاشستانو، فري ماسیون خلاف (یهودیانو) خلاف کتابونه لیکلې دي... او د قرآن معجزی معجزې یې په دې سائینسي دوره کې ښودلې دي!!!!

په لنډو ټکو کې هارون یحیی د ماده پرستانو، کمونستانو، نازیانو، فاشستانو، ملا ورماته کړېده، ځکه د هغه په آند د دوي پسی شا او د دې شاته تر ټولو زیات محرک نظریه ډاروینزیم ده، هم هغه باندې د هارون یحیی تر ټولو زیات تحقیق کړیده....

لاندې یې ويپ پاڼۍ دي، تاسو یې کتلی شئ.....
http://www.harunyahya.com

په دې لاندې ويپ پاڼه کې یې د ویپ پاڼو لیست ده، تقریباً ۱۲۰ څخه زیاتې ویپ پاڼۍ لري...
http://www.harunyahya.com/en.m_website_index.php

په لاندې ویپ پاڼه کې یې تاسو د کتابونو لیست کتلی شئ....
http://www.harunyahya.net/V2/Lang/en/Pg/WorkList/Work/Book/

----------------------------------------
کمونستانو خلاف د هغه کتات ambushing communism
ده، خو هغه تقریباً ۱۵۰ څخه زیاتۍ پاڼې دي.... زه یې د ډاکومنټري ټیکسټ راژباړم...
ځکه دا په یو حساب د دې کتاب اختصار ده، او ویپ پاڼو کې خلګ همدومره وړوکۍ څیز ګوري..... تقریباً ۳۰ صحفی دي....
دا په انګریزې کی ده....

نور بیا.....


ahmad bilal
22.10.2011

د کمونیزم خونړۍ تاریخ، دویمه برخه!

د دغې لیکنې په لومړي پړاو کې موږ د د کمونیزم مفکورې د پيدایښت او ودې په هکله خبرې وکړې. لکه څرنګه چې موږ ولیدل څومره چې هغوي دا ادعا ګانې وکړې چې هغوي به نړۍ ته آمن، او مساوات راولي خو په حقیقت کې د مارکس او اینګلز نظریې یوازې وینه توینه او مرګونه راوستل(!). کله چې د ډاروین ارتقايي نظریه کمونیزم په خپل سائنسي اساسو کې واخستله نو کمونیزم ډیر په تیزې خپور شو او په روس کې یې خپل لومړۍ انقلاب ولید. لینن چې کله د اقتدار په څوکۍ کیښناست، د چا په لاس کې چې د دغه انقلاب واګي ول، نو د خپلې مطلق الحکمرانۍ له وجهې په روسیه کې خوف، تشدد خور کړ.

نن موږ تاریخ ته دا راښایي چې د لینن په زړه کې د خپلو دښمنانو لپاره د نرمې هیڅ ځاې هم نه وه او هغه خپل مخالفین په زرهاو شمیره یا د آسیرې په شکنجه کې او یا د ټوپک په شپیلې مرګ سره مخامخ کړي و. او مخکې موږ په دغه هم پوهیږو چې د هغه یو څو غلطې پالیسیانو چې کوم قهد راوسته د هغه له وجهې ۵ ملیونه انسانانو د خپلو خپلو ژوندونو سره خدای پاماني کړې وه، کوم چې به تاریخ کې د کمونیزم ستر جنایت او خونړۍ تاریخ یادیږي.

خو له دغو څخه زیات خونړۍ تاریخ د یو بل مطلق العنان حکمران په مرسته ولیکل شو، چا چې د خپلو ظلمونو او وینې توینې له وجهې لینن شاته پریښود، یو د تاریخ تر ټولو ستر قاتل!

په دغه څپر کې به موږ د ستالین د نظام قتلونو، ظلمونو او ورسره د ډاروینیزم هم جاج اخلو، ځکه همدغه دواړو په انساني مهذبه نړۍ د تباهې وریځې خپرې کړې وې.

د راغونډونې یا د اشتراکي تشدد(The violence of collectivization):

سټالین د لینن په مرګ قدرت ته ورسید، او په راروانو دیرشو کلنو کې يې په سویت یونین باندې په زوره، په خوف، وهل ټکولو حکومت وکړ. هغه په هغه وخت کې تقریباً د څلویښتو ملیونو قتلونو ذمه وار ؤ.

سټالین خپل لومړني کلونه د خپلۍ څوکۍ په ټینګولې کې تیر کړل، هغه په دې هم وتوانید ترڅو ټرټسکي د خپلې مخۍ څخه لیرې کړي، کوم یې چې ستر رقیب وه، وروسته یې ونیوه او بیا يې له وطن څخه وشړه.

په ۱۹۲۹ء کې لینن خپله پالیسي اعلان نافذ کړه چې د راغونډونې یا اشتراکي (Collectivization)
په نوم یادیدله. د لینن د ځمکو قومي کولو تجربه لا نیمايي عملي کړای شوی وه او اوس هم داسې روسي زمینداران ول چې هغوي به خپله ځمکه پخپله کرله او هم به یې خپل پیداوار پخپله بازار کې پلوره. د همدې راغونډونې یا اشتراکي
(Collectivization)
تګلارۍ باندې سټالین غوښتل ترڅو د لینن اخستل شوې اقدام ترسره کړي، او له زمیندارو څخه ټولی ځمکۍ واخلي او له دې نه پس زمینداران نور د ریاست په نوم پیداوار وکړي.

د راغونډونې یا اشتراکي (Collectivization) پالیسي د پروپاګندو فلمونو څخه شروع کړای شوه، د تراکتورونو سره د سټالین د انځور لپاره خاص انداز، سټالین رول به پکې داسې و څوګ به چې د روسیه زراعت د یو نوي سحر په لور بوځي. روسي زمینداران یې په دې فلمونو کې د کارل مارکس د انځورو مخۍ ته د کمونیزم په جشن ښودل او حتی دوي به د خوشحالۍ څخه ورته نڅا ګانې هم کولې.

خو حقیقت بیا له دغه هر څه څخه مختلف و.

په ۱۹۳۰ء کې د زمیندارانو پیداوار راټول کړای شو، سری لښکرۍ د یو بل پسې د هر زمیندار د خفیه او پټ پیداوار به په خپله قبضه کې اخستل. بعضې زمینداران به په دې وتوانیدل تر څو خپل پیداوار پټ وساتي خو د کمونستي ګوند آفسرانو د زمیندارانو هر ځای لټوه او بیا به یې بلاخره هغه پټ او خفیه ځایونه هم پیدا کړل ،کوم ځای به چې زمیندارانو خپل پيداوار پټ ایښودلۍ و، کمونستي آفسرانو د زمینداراو پیداوار او پیداواري زراعتي آلۍ هم په خپله قبضه کې واخستلې او بلاخره يې دهقانان د نشته خوراک او نشته آلو سره پریښودل!!!

بلاخره هغه تباهي چې لینن د کمونیزم لپاره مفیده ښودلې وه، قحطي، بیا سر راپورته کړ. یوازې په یوکرائن کې ۶ ملیونه خلګ د قحطۍ څخه په دوو کلنو کې متاثره شول. ۲ ملیونه خلګ په کازقستان کې مړه شول، او ۱ ملیونه په شمالي قفقاز کې ، ماشومان چې د قحطۍ او لوږۍ له وجهۍ پوستکۍ او هډوکي پاتي شوي و، مړه شول.

-----------------------------------------------------------
نور بیا
-----------------------------------------------------------
مرګ پر کمونستانو، چا چې افغانستان کې د تباهۍ او وحشت لومړۍ خښته کیښوده!


Arjumand
02.01.2015

وروره، په ولس باندې د طالبانو ظلم، دسته جمعې جزا ورکول، په بمومونو کې د ولسي خلکو الوزول، د سرونو غوڅول، د اسلام او جهاد په نامه بدعت کول، په اسلامي امت باندې د خوارجو د جنګ تحمیلول، د حکومت دبې کفایتۍ، او ناوړه کارونو سره هيڅ ډول اړیکې نلري. [url=http://www.testking.co.uk/CCIE-training.html]CCIE braindumps[/url]

تاسې واياست، تر څو چې جنګ دوام لري، طالبان به همدغسې کفري اعمال سرته رسوي. دا جنګ خو هم طالبانو کوي، نه بل څوک. دوی دې جنګ ودروي، لاړ دې شي د افغان ولس سره دې ګډ حکومت جوړ کړي او بیا دې د حکومت د بې کفایتۍ مخه ونیسي. په الله دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more