tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د کليوال ستونزه حلول غواړي !

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> کمپیوتري مرستې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ډاکتر وطنمل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 جولاي   2002
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اګست   06, 2011 9:21 am    عنوان   : د کليوال ستونزه حلول غواړي ! Reply with quote

ښاغلی Admin صيب دې د کليوال دغه ستونزه ورحل کړي !

ټولو کمپیوټر پوهانو ته السلام علیکم!

تاسو ته به معلومه وي چې کله څوک خپل ایمیل خلاصوي نو په ټاکلي ځای کې ادرس او پاسورډ ولیکي او د (sign in) کلیک کولو څخه وروسته ایمیل پرانیستل شي.

که فکر مو کړی وي کله کله ستا ایمیل ادرس کمپیوټر د ځان سره حفظ کوي، ددې ګټه دا وي چې دوهم ځلي چې ته ایمیل خلاصوې نو د خپل ادرس د لومړني حرف د لیکلو وروسته تاته د مکمل ادرس وړاندیز وکړي، چې آیا همدا ادرس دې مطلب دی؟؟ نو خالي د ماوس کلیک پرې وکړه او ددې څخه خلاص یې چې بیا یې د سره ولیکې.

همدا سهولت په ټول افغان فورم کې هم شته، زه چې فورم ته راننوځم نو فقط (ک) ولیکم، لاندې یوه وړه کړکۍ خلاصه شي چې لیکل شوي وي (کلیوال)، زه پرې کلیک کړم او بیا پاسورډ ولیکم.

خو نن سخت حیران شوم. نن چې مې کله د نوم په کړکۍ کې ماوس خوشې کړ د (مومندافغان) نوم یې هم زما د نامه سره لیکلی وه، یعنې داسې یې راته ویل چې کلیوال دې مطلب دی او که مومند افغان؟؟؟

خو زه دا هم درته وایم چې زه نه د مومندافغان په نامه فورم ته ننوتلی یم او نه مې یې کوشش کړی. هو! نن چې کله راته کله کمپیوټر د مومندافغان د نامه وړاندیز وکړ نوما هم پرې کلیک کړ او خپل پاسورډ مې پرې ټرايي کړ خو رانه بچ شو.

نو اوس زه سخت حیران یم چې آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ته داخل شوی او که دا کومه تخنیکي ستونزه ده یا بل څه حساب دی؟؟

مومندافغانه یقین وکړه چې لا درنه وډار شوم، مخکې مې هم د خطر احساس درڅخه کاوه لکه په شخصي ایمیل کې چې مې درته ویلي او د آي پي په اړه پوښتنه مې درنه کړې، خو اوس دې لاپسې وډار کړم. هسې نه زه به د آي پي په غم کې یم او ته به مې د کمپیوټر د هر یو فایل څخه بیل بیل خبر یې.

هیله ده که چا سره یې جواب وي نه دې سپموي تر څو زما تشویش رفع شي.

خو دا یو ځل بیا په تاکید سره وایم چې زه نه په دې نامه اکاونټ لرم، نه په دې نامه فورم ته ننوتلی یم، او نه مې له دې وړاندې فورم ته دننوتلو کوشش کړی. زما تشویش هم په همدې خبره دی، چې ولې هیڅ په هیڅه د چپرهاري د اکاونټ وړاندیز ماته وشي؟؟؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اګست   06, 2011 12:16 pm    عنوان   : Re: د کليوال ستونزه حلول غواړي ! Reply with quote

بسم الله الرحمن الرحیم

اصلا دا کوم مشکل نه دی، که د بهر نه هم څوک ستاسې کمپیوټر ته داخل شي نو صرف ستاسې ډیټا ته لاسرسی لرلی شي، داسې نه شي کیدلاي چې هوبهو لکه ستاسو غوندې ستا د وینډوز یوزر اکاونټ خلاص کړي او بیا انټرنیټ براوزر خلاص کړي او هلته بیا یو ویب سایټ خلاص کړي، هو دا کار د نورو مختلفو لارو نه امکان لري خو په هغې صورت کې چې د هغه سره ستا د وینډوز د یورز اکاونټ پاسورډ وي. او یا په هغه صورت کې چې ستا په وینډوز کې یو خاص قسم سافټویر انسټال وي او د دواړو په همکارۍ سره دا کار وشي.

تاسو د خپل انټرنیټ براوزر حافظه مکمله پاکه کړﺉ او یا په وینډوز کې بل یوزر اکاونټ جوړ کړﺉ، د هغې نه وروسته وګورﺉ چې داسې کار به بیا نه کیږي، ددې خبرې مطلب دادی چې خپله یو کس د وینډوز په همدغه خاص یوزر اکاونټ مثلا د احمد په نوم یوزر باندې وینډوز ته ننوتلی دی او هلته یې دغه ویبسایټ خلاص کړی دی او د هغې نه وروسته یې یا د مومندافغان په نوم د بلې ID جوړلو هڅه کړې ده او یایې پدغه نوم د ننوتلو هڅه کړې ده.

په درناوۍ
قرآني

ډاکتر وطنمل ليکلي:
ښاغلی Admin صيب دې د کليوال دغه ستونزه ورحل کړي !

ټولو کمپیوټر پوهانو ته السلام علیکم!

تاسو ته به معلومه وي چې کله څوک خپل ایمیل خلاصوي نو په ټاکلي ځای کې ادرس او پاسورډ ولیکي او د (sign in) کلیک کولو څخه وروسته ایمیل پرانیستل شي.

که فکر مو کړی وي کله کله ستا ایمیل ادرس کمپیوټر د ځان سره حفظ کوي، ددې ګټه دا وي چې دوهم ځلي چې ته ایمیل خلاصوې نو د خپل ادرس د لومړني حرف د لیکلو وروسته تاته د مکمل ادرس وړاندیز وکړي، چې آیا همدا ادرس دې مطلب دی؟؟ نو خالي د ماوس کلیک پرې وکړه او ددې څخه خلاص یې چې بیا یې د سره ولیکې.

همدا سهولت په ټول افغان فورم کې هم شته، زه چې فورم ته راننوځم نو فقط (ک) ولیکم، لاندې یوه وړه کړکۍ خلاصه شي چې لیکل شوي وي (کلیوال)، زه پرې کلیک کړم او بیا پاسورډ ولیکم.

خو نن سخت حیران شوم. نن چې مې کله د نوم په کړکۍ کې ماوس خوشې کړ د (مومندافغان) نوم یې هم زما د نامه سره لیکلی وه، یعنې داسې یې راته ویل چې کلیوال دې مطلب دی او که مومند افغان؟؟؟

خو زه دا هم درته وایم چې زه نه د مومندافغان په نامه فورم ته ننوتلی یم او نه مې یې کوشش کړی. هو! نن چې کله راته کله کمپیوټر د مومندافغان د نامه وړاندیز وکړ نوما هم پرې کلیک کړ او خپل پاسورډ مې پرې ټرايي کړ خو رانه بچ شو.

نو اوس زه سخت حیران یم چې آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ته داخل شوی او که دا کومه تخنیکي ستونزه ده یا بل څه حساب دی؟؟

مومندافغانه یقین وکړه چې لا درنه وډار شوم، مخکې مې هم د خطر احساس درڅخه کاوه لکه په شخصي ایمیل کې چې مې درته ویلي او د آي پي په اړه پوښتنه مې درنه کړې، خو اوس دې لاپسې وډار کړم. هسې نه زه به د آي پي په غم کې یم او ته به مې د کمپیوټر د هر یو فایل څخه بیل بیل خبر یې.

هیله ده که چا سره یې جواب وي نه دې سپموي تر څو زما تشویش رفع شي.

خو دا یو ځل بیا په تاکید سره وایم چې زه نه په دې نامه اکاونټ لرم، نه په دې نامه فورم ته ننوتلی یم، او نه مې له دې وړاندې فورم ته دننوتلو کوشش کړی. زما تشویش هم په همدې خبره دی، چې ولې هیڅ په هیڅه د چپرهاري د اکاونټ وړاندیز ماته وشي؟؟؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
lnj19800



دغړيتوب نېټه: 27 اګست   2011
ليکنې: 2

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   28, 2011 4:43 am    عنوان   : How to rip dvd to avi Reply with quote

How to rip DVD to AVI video format? Is there any way you can convert dvd movie to avi playable on Windows Media Player and other Media Players? Free download the Holeesoft DVD Ripper, it is just the tool you need. With this DVD Converter, you can easily convert dvd to avi with high conversion speed.
Due to friendly user interface of Holeesoft DVD Ripper, you can finish the converting with only several clicks.
Step1: Click “” to load Video
Step2: Click “” to set the output profile
Step3: Click “” to starting converting
Now free download the Holeesoft DVD Ripper to start converting the DVD video, you will find it helpful and easy to use.
Download DVD Ripper
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> کمپیوتري مرستې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.