د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

Network+ = Networking کمپیوټري شبکه پوهنه

م . ق
01.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

[u:7f55f0d796][b:7f55f0d796]Network+ Networking[/b:7f55f0d796][/u:7f55f0d796]:

لیکوال: غورځنګي قرآني / ننګرهاري
د نیټ ورکنګ او انټرنیټ متخصص

دبعضې ورونو د ګیلې مطابق چې زمونږ مسلکي پښتنو هم په پښتو کې د خپلو خلکو لپاره ډیر څه نه دي کړي نو دادی زه د انفارمیشن ټکنالوژۍ په برخه کې تاسو ته د یو اساسي شي په باره کې چې نیټ ورکنګ دی یو کتاب یا رساله لیکل غواړم چې دا به ټولو عوامو خواصو، مسلکي او غیرمسلکي ټولو ته برابره مفیده او اسان فهمه وي، په ځانګري توګه به هغو شاګردانو ته ډیره مفیده وي چې غواړی د نیټ ورک پلس (Network+)نړیوال انلاین سند ترلاسه کول غواړي همدارنګه به دا رساله د مایکروسافټ او سیسکو Cisco د نړیوالو سندونو((MCP, MCSE, MCTS,MCITP, CCNA ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

اول فصل: د نیټ ورک بنیادات Network Fundamentals

[u:7f55f0d796]نیټ ورکنګ :[/u:7f55f0d796]Networking
د نیټ ورک پوهنې او عملا یې پریکټس کولو ته نیټ ورکنګ وایې.

[u:7f55f0d796]نیټ ورک:[/u:7f55f0d796] Network چې په ساده الفاظو کې ورته د کمپیوټرونو شبکه ویلاﺉ شو.

تعریف: د دوه یا ډیرو کمپیوټرونو یو ګروپ چې په خپلو کې کنکټ وي ددې لپاره چې منابع سره شریک کړي لکه ډاټا، پرنټر، انټرنیټ کنکشن، اپلیکیشن سافټویرونه او یا نور هارډویرونه.

دلته منابع دوه قسمه دي یو سافټویري منابع دي او بل هارډویري منابع، سافټرویري منابع لکه پرنټر، سي ډي روم، موډم، نیټ ورک کارډ او داسې نور او سافټویري منابع لکه اپلیکیشن پروکرامونه، ډاټا یعنې فایلونه فولډرونه برابره خبره ده چې هرڅه په کې وي.
بیا د کمپوټرونو کنکشن هم دوه قسمه دی یو یې وایرډ یعني تاري او بل یې وایرلیس یعنې بې تاره دی.
چې پدې دواړو کې بیا مختلفې ټکنالوژیانې راغلي دي چې وروسته به یې ذکر راشي.

د نیټ ورک اقسام:

اول قسم: Local Area Network یعنې د منطقوي ساحې نیټ ورک چې په اختصار کې ورته LAN ویل کیږي.

تعریف: دا هغه نیټ ورک دی چې یوې خاصې وړې ساحې پورې محدود وي چې کم تعداد یې دوه کمپوټرونه دي چې په یوه کوټه، یو دفتر یا یو عمارت کې سره کنکټ وي، اکثر وختونه پدې نیټ ورک کې صرف د یو کلاس ایې پي IP او یو سبنټ Subnet استعمالیږي ( د IP او Subnet ذکر وروسته په مستقل فصل کې په تفصیلي توګه سره راځي).
په لومړي وختونو کې LAN د ډیرې مختصې ساحې پورې محدود وو چې صرف د ۱۸۵ میټرو پورې یې کار کولو او د ۳۰ څخه زیاتو کمپیوټرونو پکې کار نه کولو خو د نن ټکنالوژي د ډیر غټ LAN اجازه ورکوي په هغه صورت کې چې په نیټ ورک کې مختلف Switches او Routers ولګولی شي (ددې شیانو ذکر هم وروسته راځي)
خو پدې غټ LAN کې عملي مشرۍ ته ضرورت وي چې Network Administration ورته وایې، چې مشر کولاﺉ شي غټ نیټ ورک په وړو لاجیکل نیټ ورکونو تقسیم کړي، (لاجیکل نیټ ورکونه هغه نیټ ورک ته وایې چې د سویچونو او روټرونو په ذریعه د دوي IP او Subnet سره تقسیموي ،فزیکلي یعنې په جسمانې توګه نیټ ورک سره یو وي) دغه وړو لاجیکل نیټورکونو ته بیا ورک ګروپس Workgroups وایې، دغه نیټ ورکونه ددې لپاره وي چې ډیټا او ډیټا بیس د نیټ ورک ټولو یوزرانو یعنې استعمالوونکو ته مهیا کړي.

د لوکل ایریا نیټ ورک یو مثال:

[img:7f55f0d796]http://images.yourdictionary.com/images/computer/LAN2.GIF[/img:7f55f0d796]

دویم قسم یې MAN دی (Metropolitan Area Network )
دا نیټ ورک پخوا د یو مستقل نیټ ورک په حیث تدریس کیدلو خو صرف په تیوري یعنې نظریاتي درس کې یې وجود لرلو او په عملي جنبه کې موجود نه وو، اوس دغه نیټ ورک د غټو لینونو (LANs) په جمله کې راځي، اصلا دا یو داسې نیټ ورک دی د یو ملک په دننه کې مختلف ښارونه سره نښلوي.

دریم قسم WAN دی (Wide Area Network

جاري دی..........نور بیا

مننه او درنښت
ورور مو قرآني


م . ق
02.08.2011

د تیر پسې

[u:bd27af6635]دریم قسم WAN دی ( (Wide Area Network[/u:bd27af6635]

دا د ډیرې پراخې ساحې نیټ ورک دی چې په څو ملکونو یا لویو وچو باندې مشتمل وي، خپله انټرنیټ یو WAN دی چې له دې نظره بیا مونږ دې نیټ ورک ته نړیوال نیټ ورک ویلی شو چې د Inter Network معنی ده او لفظ د انټرنیټ هم د همدې دوه ټکو څخه په اختصاري ډول اغیستل شوی دی.
اکثره پوهانو دا نیټ ورک داسې تعریف کړی دی چې هر هغه نیټ ورک چې روټرونه او او دنړیوالې شبکې Public Network لنکونه استعمالوي هغه WAN دی.

پدې نیټ ورک کې د نښلولو لپاره اکثره د ټیلیفون لاین استعمالیږي همدارنګه فایبر اپټکس کیبلونه او د T1 او T3 په نوم یوه ټکنالوجی هم استعمالیږي چې ډیر سرعت لري، همدارنګه دا نیټ ورک د سیټیلایټ په ذریعه هم وصل کیږي.

د WAN سرعت نسبتا LAN ته کم وي، معمولا لین 100 Mbps یعنې ۱۰۰ ایم بي په یوه ثانیه کې استعمالوي، او WAN معمولا د 512 Kb څخه تر 10 Mb پورې په یوه ثانیه کې استعمالوي، دا یې اوسط سرعت دی، چې د دې څخه کم او زیات هم کیدلاي شي.

LAN اکثر نیم ډوپلکس Half Duplex استعمالوي او WAN بیا Full Duplex زیات استعمالوي.

Half Duplex: په یو وخت کې صرف د یو طرف نه تماس نیول کیږي او بل طرف د رارسیدو انتظار کوي چې د رارسیدو نه وروسته یې ځواب ورکوي یعنې په یو وخت د دواړو طرفونو څخه څه شی نشي لیږل کیدلاي لکه څرنګه چې د وایرلس مخابرو سستم دی.
Full Duplex: په یو وخت کې د دواړو طرفونو څخه کمیونیکیشن کیږي، دواړه طروفونه په یو وخت کې کولاي شي چې څه ولیږي او هم یې واخلي لکه د لاسي موبایل فونز سسټم.

[u:bd27af6635]د لاجیکل نیټ ورک اقسام:[/u:bd27af6635]

اول: Peer to Peer یا Workgroup

دا هغې نیټ ورک ته وایې چې ټول کمپیوټرونه پکې یو هومره صلاحیت او قدرت لري، مرکزي سسټم یا کنټرولر نه لري بلکه کمپیوټرونه په یوه سویه کولاي شي چې ډیټا د نورو سره شریکه کړي او په خپل سر یو بل سره رابطه ونیسي، پدا رنګه نیټ ورکونو کې ساده سرورونه Server هم استعمالیدلاي شي لکه د فایلونو د شریکولو لپاره فایل سرور File Server او د پرنټر شریکولو لپاره پرنټ سرور Print Server او یا لکه د انټرنیټ شیر کولو لپاره ICS Internet Connection Sharing هم کولاي شي.

دویم: Server and Client / Domain and Workstation

Server: هر هغه قدرتمند کمپیوټر ته وایې چې نورو کمپیوټرونو ته منابع Resources او خدمات وړاندې کوي، دا رنګه کمپوټرونه معمولا د نورو کمپیوټرونو نه غټ او ډیر قدرتمند وي چې صلاحیت او ظرفیت یې هم زیات وي، دې کمپیوټرونو ته خپلې ځانګړې وینډوز ګانې راځي چې سرور وینډوز Server Windows ورته وایې لکه Server Microsoft Windows 2000 ، Microsoft Windows 2003 Sever او Microsoft Windows 2008 Sever .

همدارنګه نور اپرټنګ سسټمونه هم شته چې نیټ ورک اپریټڼګ سسټم Network Operation System ورته وایې چې پدې کې د مایکروسافت سرور وینډوزګانو نه علاوه غټ رول د لاینکس Linux دی همدارنګه Unix ، Macintosh ، Novel او داسې نور اپریټنګ سسټمونه.

پدې کمپیوټرونو کې بیا په یو وخت کې مختلف سرورونه جوړیدلاي شي، لکه Domain Controller چې ددې په واسطه یو Domain جوړیږي، Domain هغه نیټ ورک دی چې ټول کمپیوټرونه په یو مرکز راغونډ وي، پدغه مرکزي سیسټم کې ټول کمپیوټرونه داخله اخلي او بیا ددغې کمپیوټر نه مختلف پروګرامونه یا نور منابع اخلي، لکه ډیټا بیس، د ایمیل او ویب سهولیات او داسې نور چې دغه مرکزي کمپوټر ته Domain Controller ویل کیږي او دغه کنټرولر کولاي شي چې په ټولو کمپیوټرونو پابندیانې ولګوي او یا ورته بعضې اجازې ورکړي، چې Restrictions او Permissions ورته ویل کیږي.
هغه کمپیوټرونه چې د دغه مرکزي سرور نه سهولیات او منابع اخلي هغې ته Clients یا Workstations ویل کیږي خو دلته د کلاینټس او ورکسټیشنز تر مینڅ یو څه توپیر موجود دی ورکسټیشنز صرف هغه کمپیوټرې دي چې هلته د یو یوزر په واسطه د سرور منابع استخدام کیږي یعنې یو یوزر د خپل کمپیوټر نه سرور ته داخلیږي او کار کوي، خو client هر هغه device یعنې هارډویر اوزارو ته وایې چې د سرور نه دیو خدمت غوښتنه کوي لکه پرنټر، سویچ، فایر وال او داسې نور ډیوایسونه ، نو ورک سټیشن خاص دی خو کلاینټ عام دی، هر ورک سټیشن کلاینټ دی خو هر کلاینټ ورک سټیشن نه دی.

Domain Controller د ډومین جوړولو او ډومین کنټرولو لپاره دی، دلته بیا نور هم ډیر سرورونه دي چې کیدلاي شي په همدې ډومین کنټرولر کې جوړ شي او یا بیل جوړ شي خو د همدغې ډومین برخه وي، لکه DHCP Server هغه سرور چې نورو کمپیوټرونو ته په اتوماتیکه توګه IP ورکوي، همدارنګه فایل سرور چې د ټول نیټ ورک فایلونه همدلته ذخیره وي او ددې ځاي څخه یې ټول کمپیوټرونه اخلي او کیږدي. په همدې ترتیب پرنټ سرور، ډیټابیس سرور، ویب سرور، میل سرور د انټرنیت د امنیت سرور او داسې نور چې د مایکروسافټ په نصابونو MCSE کې شامل دي.

Host : د نیټ ورک مربوط هر هغه ډیوایس ته وایې چې د TCP/IP پروټوکول په واسطه یوه IP استعمالوي، چې ددې ذکر به د TCP/IP پروټوکول په برخه کې راشي. دلته مو ځکه مختصرا ذکر کړو چې بعضې خلک په Host او Client کې فرق نشي کولاي.

مننه او درنښت

جاري دی...........


م . ق
20.08.2011

[quote:c91024e422="كليوال"]غورځنګي صیب ډیره ښه لړۍ دې شروع کړې خدای دې توفیق کړي چې پسې ویې غځوې.

او خدای دې وکړي چې په راتلونکو برخو کې نوي نوي معلومات راسره شریک کړې داپورتني شیان دې زما لپاره زاړه وه او ټول مې له مخکې زده وه (ټوکه ده چې اوس په ما راباندې نکړې). :)

اوس به بیا مومند افغان صیب وايي چې د کلي د حاجي په شان په چل چل کې خپل شنګ راښیې. :D[/quote:c91024e422]
دا چې تاسو فیډ بیک رانه کړو بلکه برعکس مو زما دا کار زاړه معلومات وبلل نو زه هم خپلې نورې لیکنې دلته نه پیسټ کوم بلکه یو ضخیم کتاب به ترینه جوړ کړم او بیا به یې وپلورم، داسې نوي او اپډیټډ معلومات به دې لیدلي وو چې مایکروسافټ، سیسکو او سایبکس یې روزانه انلاین خپروي خو صبر دې ونه کړو، افغانان نه د خدمت کولو لایق دي او نه د بل د خدمت قدر پیژني.


جهانګیر خان
20.08.2011

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
غورځنګې خانه د یو کلیوال لپاره تاسو له دی فایده منه معلوماته مونږه ټول مه بی برخې کوه.
[quote:95dd32f10d="كليوال"]غورځنګي صیب ډیره ښه لړۍ دې شروع کړې خدای دې توفیق کړي چې پسې ویې غځوې. :[/quote:95dd32f10d]دا خو یې بده خبره نده کړی.
[quote:95dd32f10d="كليوال"]
او خدای دې وکړي چې په راتلونکو برخو کې نوي نوي معلومات راسره شریک کړې :[/quote:95dd32f10d] خدای دې وکړي .زه هم ستاسو د نوي معلوماتو په هیله یم.
[quote:95dd32f10d="كليوال"]
داپورتني شیان دې زما لپاره زاړه وه او ټول مې له مخکې زده وه ([color=green:95dd32f10d][size=24:95dd32f10d]ټوکه ده چې اوس په ما راباندې نکړې[/size:95dd32f10d][/color:95dd32f10d]). :) :[/quote:95dd32f10d]
خپله پوهیږي چې ټوکه ده.
نو په ټوکه څه خپګان.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more