د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دمیړونو حقوق دي مراعت شي

۰
05.08.2011

السلام علیکم
دادي د نن ټکی اسیا نه راکاپي شوی خبر وګورۍ او خپلي تبصیري پري ولیکی:

دسعودي عرب دجدې ښاردپولیسواداري یوه احصائیه خپره کړې ده چې په کې ویل شوي دي چې هره میاشت له دوي سره ۱۴۵ داسي دوسیې ثبت کېږي چې په کې میړونه له خپلوښځوځخه په شکایت راځې دیادونې وړده چې په دوي کې زیاته برخه دهغوښځودي چې تازه یې واده شوي وي دوي پرمعمولي خبره په غصه کیږي اوپه خپل میړه پسي کوتک را اخلي دجدي پولیس وايې چې ډیر وخت دهمدغوجګړو لامل بیخي یوه عادي خبره وي لکه دسهارلمانځه ته دښځې راپاڅول سهارترډېره وخته له خوب ځخه منع کول اودناشتې اوډوډي دتیارولو غوښتنه .
دسعودي ورځپاڼه عرب نیوز لیکې چې همداکارډیري ځوانان دې ته اړباسي چې له غیرسعودي ښځوسره ودونه وکړي نوځکه سعودیان دمصر، اردن اوفلسطین له ښځوسره ودونه کوي . همدالامل دي چې ډیری سعودي ښځې يه خپلوکورونوکې ترپاخه عمرپورې دپیغلتوب شپې تیروي اودمیړه په موندلوکې ناکامه راغلي دي .دجدي پولیس وایې دایوازې هغه شمېرنه ده چې له دوي سره هره میاشت ثبتېږي خوحقیقت له دې نه څوچنده نورهم زیات دي اوډيری ځوانان که هرڅومره ډبول کېږي خودخپل حثیثیت له کبله خپله دوسیه نشي څرګندولای اوهرڅه په چوپه خوله پرځان تیروي اونه غواړي چې دکورله حاله یې دباندي خلګ خبر شي اوپه ده پورې وخاندي . د دائره المصالحه مشر مختاراحمد مولود وایې چې ماته یوه مظلوم مېړه راغلې اوخپل داستان یې داسي راته بیان کړ، چې ماخپله ښځه له ډېر ې مودي راهیسي هره ورځ ډبوي خوداهرڅه ماپه پټه خوله برداشت کړي دي اونه مې غوښتل چې دښځې له دغه عمل ځخه نورخلګ خبرکړم اوراپورې وخاندې، خوبرداشت مې هغه وخت جواب راکړچې کله مې خپلې ښځې دخسرګنۍ په مخکې راپسې له پښې نه سینډل وایستی اودډبولوپه هڅه کې مې شوه همدې کاردې مجبورکړم چې له خپلې دوسې نه تاسي خبرکړم ځکه چې ډیروشرمیدم اوبیخې مې نوردصبرکاسه راډکه شوه .یوبل ځوان وایې چې دواده په لومړي ورځ مې چې کله خپلې کور ودانې ته دلمانځه لپاره دپاڅېدلووویل نوله راپورته کیدوسره سم یې یوکلکه ځپېړه پرمخ باندې راته رسیدکړه . اوزه بیخي حیران پاتې شوم چې داله څنګه کارسره مخ شوم ، اومابیخې فکرهم نه کاوې چې یونوي زوم دې په لومړۍ ورځ له داسي عمل سره مخ شي . کارپوهان وایې چې دداسي کړنواصل لامل دجینکودتربیت پوهې کموالي اودمیړه له حقوقو ځخه ناخبری ده .
ندیم توخي
د نن ټکي اسیا د ویبسایټ نه په مننه

ستاسو مومندافغان


وصيل پېروز
05.08.2011

ما فکر نه کاوی چي په يوه اسلامي هيواد کي دي مسلمانې مېرمنې دومره بې حيا او له شرمه تش کړنې ترسره کړې !!!
مګر دې راپور زه سخت حيران کړم او په دې حقيقت وپوهېدم چي په دې ټولنه کي لا هم ښځو ته د اسلام تعليم نه دی رسېدلی او که رسېدلی هم وي نو د دنيا عيش او عشرت ترې اخروي فکر هېر کړی او د خپلې دنيا له کبله غواړي پر نورو ځان لوړ وښيي يا په بله وينا د تکبر يو نوی ور يې پرانيستی دی چي پايله يې سخته زوروونکې ده .
دا چارې نه يوازي چي مېرمنو ته زيان رسوي بلکي سعودي ځوانان هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي ، هغوئ بايد له دې وروسته له هيواده بهر په ډېرو مصارفو سره نکاح وکړي ځکه هغوئ پوهېږي چي د هيواد په دننه کي يې د نکاح وروستۍ پایله اخ او ډب دی . :lol: :lol: :lol:


رښتینی
05.08.2011

مومند صاحب مننه خندوونکی اوپه عین وخت کې بوږنونکی خبردی
یودوه کاله مخکې په مصر کې هم د میړونو دحقوقو له پاره یوه ټولنه جوړه
شوه په عربي نړۍ کی داستونزې شته او زه وایم داستونزې به هرځای وې
دلته په سعودي کې مایوبل عجیب کارلیدلی دی هغه داسې چې کله کومه
ښځه څه وطیفه لرې اوښه تنخا اخلې نوله یوچاسره دواده له پاره یوشرط
کېږدی او هغه دا چې مېړه ته ووایې نفقه به زه برابروم خو امربه هم زما
چلیږی نو کور اونفقه ښځه برابروې او دکورنی مشره هم داوې نو داسپېرۀ
به ولې د خپلې بادارې ښځې په لاس نه وهل کيږي !


۰
05.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښه نو رښتیني صیب خوداسي ووایه چي سړی ښځي ته واده کیږي هااهاها
نو بیا خو باید چي داسي سړی وډبول شي لایق دډبولو دی او پریږده چي نور
يي لا هم وډبوي چي خپله نفقه هم په ښځه حواله کوي نو بیا خو د ډبولو شکایت حق هم نه لري او هو یو حق لري چي د نشوز دعوه وکړي هاهاهاها
نو بیا حکما من اهله وحکما من اهلها شي او د فراق فیصله يي صادره کړي.
ځکه هرڅه بالعکس دي که څنګه وصیل پیروز صیب تاسو پکي څه واي بي انصافي خوبه مي نه وي کړي؟!!.
مومندافغان


وصيل پېروز
06.08.2011

مومند افغان صاحب !
السلام عليکم
نه ! له تاسو خو د بې انصافۍ تمه نه شي کېدای ، دا نصاف پرېکړه مو کړې .


عادل عادل
14.08.2011

السلام علیکم

[quote:6033ec2cd6]دلته په سعودي کې مایوبل عجیب کارلیدلی دی هغه داسې چې کله کومه
ښځه څه وطیفه لرې اوښه تنخا اخلې نوله یوچاسره دواده له پاره یوشرط
کېږدی او هغه دا چې مېړه ته ووایې نفقه به زه برابروم خو امربه هم زما
چلیږی نو کور اونفقه ښځه برابروې او دکورنی مشره هم داوې نو داسپېرۀ
به ولې د خپلې بادارې ښځې په لاس نه وهل کيږي ![/quote:6033ec2cd6]

و دې ډول نکاح ته مسیار وایي، چې ښځه د مېړه سره تنها د کورواله او جنسي غریضې د رفع کولو په هدف واده کوي، او د مېړه نفقې او هېڅ څیز ته اړتیا نلري، حتی چې دا ډول میړونه د دوی سره په دایمي ډول په یوه کور کې هم نه اوسيژي، الا ماتشاء زوجته المسیاریة :) او جالبه خبره هم پکې داده چې دا ډول نکاح عیب هم ندی بلکه د اورېدو له مخې، د شرېعت جز ګڼل کیژي،،،،، نو زما سوال دادی چې زمونږ د ټولنې درنو علما کرامو ته څنګه ددې ډول نکاح پته نشته او یا دا چې تر اوسه یې، خدای مکړه، له مونږ عوامو څخه پټه ساتلې وي؟

هیله ده چې د مسیار په لغوي او اصطلاحي ماناوو به د دین عزتمند پوهان یو څه رڼا واچوي او هم یې د شرېعت له مخې مونږ ته روښانه کړي.

زما څخه ياده اصطلاح کله هېره او کله هم ګډه شي، او د مسیار پر ځای يې مسماري نکاح نوموم چې بیا ناست ملګري راته خاندي او وایي چې ستاسو غلطي اګاهانه ده او مطلب مو د مسمار څخه مېخکي واده دی :)

محترم مشر لالا مومند صاحب!

زه خو وایم چې که دا ډول نکاح په رښتیا هم جایزه وي، نو د لورېینې له مخې درته وړاندیز کوم چې دا مبارکه ګیره دې په شامپو باندې ښه وځلوه او یو ښه جانانه او قلندري تصویر مو ګران حامد صاحب ته ولېږی، ګوندې وي چې چېرته مو په مسیاري نکاح کې مېخ یانې قلم ووهل شي :)


رښتینی
14.08.2011

عادل صاحب ما چې دکوم ډول نکاح یادونه کړې ده هغه مسیار نده
بلکې هغه دعادی نکاح بلکل عکس نکاح ده یعنی په عادي نکاح کې
تقییم دنارینه وې او میرمنی ته نفقه اوسکنې هم ورکوې او ما چې کوم ډول
نکاح یاده کړ ده په هغه کې تقییم دښځې په لاس کې وې او په میړه باندې
مصرف هم دا کوې شاید اوس خبره درته روښانه شوې وې

او مسیار خو بیله موضوع ده په هغه کې خو دنفقې اوسکنې خبره نه وې
هلته دنکاح ځینې شرطونه غیر ضروری ګرځول شوې وې او ښځه د نفقي
، سکني او قسم له شروطونه لاس په سر شوې وې او مسیار ځکه ورته وایې
چې په دې نکاح کې نارینه له میرمنې سره په عادې توګه نه اوسې بلکی په
محتلفو وختونوکې هغې ته ورځې یعنی المسیار له السیر نه ده

اصلا په دې نکاح کې دنکاح اساسې شرطونه شتون لرې لکه ایجاب او قبول
و شاهدان او د ولي شتون او مهر او موقته نکاح هم نده
خو ځینی نور مشکلات لرې نو ځکه خلک په ښه سترګه نه ورته ګورې او هغه دا چې
د متعارفی نکاح خلاف په دې کې د میرمنې سپکاوی وې


عادل عادل
14.08.2011

السلام علیکم

ډېره مننه حامد صاحب چې یو څه معلومات مو راکړل، که مهرباني وکړی او د مسیار نکاح ستونزې او مشکلات هم واضح کړی، او هم دا چې نوموړې ډول نکاح د ښاغلي عزتمند وصیل صیب په قول، د کومو اسنادو له مخې شرعي جواز لري؟ ،،،،، ایا د اربعه مذاهبو برخه ده او کنه د سلفیانو وروڼو یا بل کوم مکتب اجتهاد دی؟


۰
15.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی عادل صیب له لوریني نه مومننه چي پرما مو لورولي ده .
خو چونکي دا د جیدي موضوعګانو خونه ده نو زه هم ټوکه نشم لیکلی کنه نو داسي مي درته لیکل چي:
ورورجانه! زما خو یو اندازه مشکل حل دی او هسي نه هم پښتني میرمني دومره پرتکلفه ژوند نه لري .
فرهاد د خپلي محبوبي شیریني لپاره لوي غر سوری کاوه ترڅو تري د شیرني باغ ته اوبه وتړي نو اوس خو د پښتنو میرمني او محبوبي دومره سخت شرطونه نلري خو یو د بخمل قمیص او دوه دري ګزه چرمه به غواړي او یا زیات نه زیات لاهوري بنګړي به غواړي نو دومره خو هم کمزوري نه یم چي دا شرط يي هم نشم پوره کولای او عربو ته پسي ځم هاهاهاهاها
خو وروره دا نکاح بیا هغه چاته ډیره مفیده ده چي د پلار لمسیان په اوبو لاهو کوي او یا ټوله شپه خوبونه ګوري چي تعبیر ته يي هم بیا خلک حیران وي [استاذ رباني] هاهاهاها
نو ښه نو ګرانه زما ضرورت رفع دی او په هغه چا مي لوریږي چي ۲۷ کالو په عمر کي هم ټکي ټکي هاهاهاهاها
بي ادبي دي معاف وي ټوکه نه خو هسي یوه نمونه مي وړاندي کړه چي که دا د ټوکو خونه واي نو داسي مي لیکل خو اوس څه نه وایم عادل صیب وار تیر کړ او زما ځواب د ټوکو خوني ته پاتي شو دلته ناجایز دي.
بي ادبي دي معاف وي

مومندافغان


عادل عادل
15.08.2011

السلام علیکم

مومند صیب په خدای چې د افغان پتمنو ثاني که په ټوله نړی کې وي، زما یې د ټکریو پیڅکو ته سلام دی، او چې دوی مو ونه بښي خدای ج به مو هم ونه بښي.

هغه حدیث شریف څنګه دی چې وایي بهترین د تاسو بهتره ستاسو و خپل اهل ته دی، الله ج دې مونږ هر یو و خپل اهل بیت ته بهترین او په دوی باندې مهربانه او بسیا وګرزوي،،،، ربنا حبلنا من ازواجنا و ذریاتنا قره: اعین و جعلنا للمتقین اماما،،،، آمین یارب العلمین

د سیر او مسیار په اړه بس ټوکه وه، چې سیخه شي نو بیا ځای نه ګوري، زمونږ ګستاخیانې به بښی،،،، باقي درځه چې د ټوکو خونې ته ځو :)


رښتینی
16.08.2011

عادل صاحب تاسو ډیره ښه خبر کړې ده باور وکړه چې
زه کله دنورو ملتونو حالات وینم او په تیره بیا دازدواجي ژوند
په باره کې نو پښتنې خوندې داسې راته ښکارې لکه ملایکې
اودعربو حالات خو ډیر بیخونده دې بلکې دلته چې کومو افغانانو
ډیر وختونه تیرکړې دې دهغوی اولادونه هم بیخونده دې

دلته زموږ یوه ملګرې یوه افغانی وکړه اوس یې کال پوره شو خو لا په محکمو
کې سره ګرځې هغه طلاق غواړې دی افغانیت نیولی دی طلاق نه ورکوې دی خو
خیر ورپېښه وه زموږ یې مازغه راشنه کړل :)


عادل عادل
16.08.2011

السلام علیکم

ګران ورور حامد صاحب

زه ټولو هغو ځوانانو ته د خیر دوعاوې کوم چې په لږ تعلیم یا جهاندیدګی سره، د خپل ټبر په پتمنو خیال نه راوړي، او چې خپلې اېډیالې سره واده وکړي نو تازه په تازه یې خوږه خو شپې وروسته یې دردونکې خواري پیل شي.

او رښتیا حامد صیب که مهرباني وکړی ومونږ ته د خپل مدني حالت په اړه مالومات راکړی :)


وزیري
17.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

یو زه کم ومه، دا دی زه هم راورسیدم. یاره! بی شکه او بی شبهی چی د میړه د حقوقو ورکولو له اړخه پښتني ښځی جنتی دی جنتی.
پاتی شوه د عربانو خبره، عرب اوس تش په نامه لکه د جلااباد عربان دی. دوی به تر هغه اصلی عرب نشی ترڅو یی چی یهود او نصارا له جزیرة العرب نه نوی باسلی او لونګي یی نه وی په سر کړی.

د ښځو صفت ډیر مه کوی چی بیا مو سرته خیژی. :wink:

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more