د موضوعګانو سرپاڼه

شخصي

فلسفي اندوال

ډاکتر وطنمل
17.01.2010

ډاکتر وطنمل :
............................................................................ فلسفي اندوال
........................................................................... د فلسفې تاريخ

فلسفه

انسان دخپل طبیعت او ماهیت له مخې له نورو ژوندیو موجوداتو څخه په توپیر یو اندوی موجود دی او خپل بدلونیز چاپیریال د اند او شننې په مرسته ځان ته روښانه کوي، څو هغه ته د خپل هدف او اړتیا سره سم بدلون ورکړي. د اند ټولګړې او ژوره بڼه حکمت،
کړنبزه پوهه او پوهنه ده او له آره له همدوی سره مینې ته فلسفه ویل شوې ده:
که څه هم فلسفي اندونه لومړی په مذهبي بڼه په لرغوني هند او چین کې منځته راغلي ،
خو تر ډ یره ځایه په سوچه بڼه فلسفه تر ټولو مخکې په لرغوني یونان کې رامنځته شوې
او له دې کبله یې نوم هم یوناني دی. فیلو په یوناني ژبه مینې او علاقې ته وایي او سوفي پوهه او حکمت بلل کیږي، نو فیلوـ سوفي د پوهې یا پوهنې او حکمت سره مینې ته وایی.
خودفلسفې تاریخ هم تاریخپوهنه او هم فلسفه ده او په دی ډول دوه دندې په لمن کې رانغاړي . دتاریخپوهنې په توګه مونږد تېراو اوسنیو فلسفي افکارو سره اشنا کوي او د اړوندو فیلسوفانو ژوند، آثاراو افکار اوله سرچینو سره مونږ ته راپیژني.

د فلسفې په توګه دهغې تاریخ بیا ریښتینې اونګه فلسفه ده، لکه څنګه چې ج . ف. و. هېګل وایي، فلسفه ً د اندیالونو(مفکورو) کومه بینظمه ټولګه نه ً، بلکې یو ژورانده انسان په هغې کې د حقیقت پلټنې د رښتینو او پیګیرو هڅو یوه لړۍ ویني چې په خپل منځدننه کې ارګانیک تړاو سره لري.

فلسفې ته نئه، لکه څنګه چې هېګل ، په تیره بیا خپله هغه انګیرله ًد پوهنو منځپانګیزه پای او خاتمه ً او نئه مستقیمأ ً ًپه تکامل کې سیستم ً ویلی شو چې ګنې فلسفه دې د انسان په ‌ذهن کې صرف د (عیني) اند (تفکر) او حقیقت یوه تدریجي اوپه مستقل ډول پراخیدونکې اوڅارئنه وي ، په کوم کې چې د هېګل په اند هر څه په سماندیزه او منظمه توګه داسې يو له بل سره پرله پسې تړلي اوسي چې سړی د تیروبرخو له مخې د راتلونکوبرخو وړاند وینه یا تصورهم کولی اوهرکله دا ویلی شي چې ګواکې اوس په فلسفه کې د څشي وخت او پوړۍ رارسیدلې، څه اړین دي او څشی یې اوس په منځدننه کې وده کوي.

همدا رنګه فلسفه نه د پلاتون (افلاطون) په اند بسنه کولی شي چې فلسفه یواځې د هستو یا عیني اندیالونو( مفکورو) پیژندنه بولي او نه هم په دې تعریف رالنډیدای شي چې ګواکې فلسفه د طبیعت، ټولنې او شعورد تکامل ټولګړي قوانین بیانوي. ځکه وروستی تعریف محدود او په دی یې بسنه کړې چې د هیګل د فلسفې یوجز(دیالېکتیک) راکاپي کړي او یواځې معنوي مخنخښه یې په مادي هغې ورواړوي.
نود فلسفې له تاریخ څخه دا تمه ګرانه ده، په دې اړه چې فلسفه څشی دی او له څشي څخه بحث کوي، یو ساده ، هر چاته د منلو وړا و ټولګړی تعریف وړاندې کړي. دا ځکه چې دهیڅ یوې بلې پوهنې اصل او ماهیت ، دنده او وظیفه د خپل تاریخ په بهیر کې له دومره تغیر او بدلون سره نه دي مخامخ شوي لکه څومره چې فلسفه ورسره مخامخ ده او وه .
فلسفه په دې ټولوتعریفونو سر بیر دوه بیلګونې لري چې : له یوې خوا فلسفه د پوهنود ټولګې سیستماتیکه نتیجه ګیري بلل کیږي او له بلې خوا ټولګړې دنده لري چې د پوهنو سره د محتوا او میتودولوژی له پلوه غبرګ او جوخت ګامونه پورته کړي.

سر بیره په دې فلسفه یواځې د تیوریکي مسایلوښوونه بلل او یا یواځې عملي ژوند او پرکتیک ته د هغې بیلول هم د هغې د دندې ا‌ډانه راتنګوي. نو فلسفه نئه په یو اړخیز ډول تیوریکي مسایل څیړي او نئه یواځې او یواځې د ژوند عملي ستونزې حلوي، بلکې په یوئه او عین وخت کې هڅه کوي چې:
د انسان د ذهني غوښتنو سره سم داسې یو ټولګړی نړ- لید (جهانبیني) او ژوند ـ لید رامنځته کړي چې له یوې خوا د ځانګړو پوهنو نتیجو ته له ضد او نقیض پرته په یوه سیستم کې توحید او انسجام ورکړي اوله بلې خوا د پیژندنې (معرفت ) په برخه کې هم تل د خپلواصولو او ځانګړو پوهنو د ټولګړومقدماتواو میتودونو تر منځ اړوند ونه روښانه کړي.

له دغې ټولګړې دندې څخه بیا بیلګړي فلسفي مسایل رامنځته کیږي چې حلول یې د فلسفې کار دی. د هغوی له جملې څخه ټولګړي مسایل په پنځه برخو ویشل کیږي چې له سماندپوهنې (منطق)، پیژند پوهنې (د معرفت تیوري) ، میتافېزیک، اخلاقپوهنې او ښکلا پوهنې څخه عبارت دي . له پیژندپوهنې پرته دغه ټول نور فلسفی علوم آن د پلاتون او ارېستو له وخته د فلسفې تلسټیزې پوهنڅانګې ګڼل کیدلې .

سماندپوهه او پیژندپوهه باید د خپل اصل اوتلسټ له مخې د پورتنیو پوهنڅانګومخسټه (مقدمه) اوسي. ځکه چې سماندپوهنه د هر پوهیزوال علمي اندښت (تفکر) څېریزې اساسي بڼې او قوانین څيړي. پیژند پوهنه ، چې د اېمانویل کانټ په وخت کې یې خپله کلاسیکه بڼه خپله کړه، له دې کبله مخسټه ده چې د پیژندنی امکان مطالعه کوي، په دې معنی چې پیژندنه اصلأ څنګه او په څه ډول منځته را تلای او د انسان معرفت څومره د باور وړیا تر کومو پولو پورې رسیدلی شي. په دې ډول دپیژندنې امکانات، د هغې اعتبار او حدود څېړل د پیژندپوهنې موضوع ده او هغه پېژندنې چې په نورو فلسفي پوهنڅانګو (لکه اېتیک ، اېستېتیک او مېتافزیک) کې تر سره کیږي هم د سماند پوهې او پیژند پوهې پورې اړاو تړا و نیسي.
خو دې د واړو پوهنڅانګود فلسفې په تاریخ کې تل دغه مخسټیزه(مقدماتي) دنده نه لرله ، ځکه چې دسماند پوهې تلسټ د ارېستو تېلیس ، خوبرعکس د پيژندپوهنې کلاسیکه بڼه
ډیره وروسته په ۱۸ پیړۍ کې د اېمانوئیل کانټ له خوا رامنخته شوه. نو لومړی د انسان میتافزیکي هڅه او اړتیا وه، چې په سترو مېتافېزیکي تخلیقاتو کې د هستۍ یا ًشتون او وجود ً وروستي بنسټونه ځانته معلومول غواړي . له همدغه ځایه څخه هم د سماند پوهنې او پیژند پوهنې او هم د اخلاقپوهنې او ښکلا پوهنې لومړنی اندیالونه او نظریات رامنځته شول.

البته د رېنـېسانس له پيل څخه راهیسې د ځانګړو پوهنو د پرمحتګ سره بیلابېلې فلسفي څانګې منځته راغلې لکه :
د طبیعت یا طبیعي پوهنوفلسفه ، د ذ ‌هني پوهنویا تاریخ ـ او کلتور فلسفه، فلسفي انتروپولوژي یا د انسان فلسفه . دغه راز ددین یا مذ‌هب دفلسفې، د ارزښتونوفلسفې ، د شمیرپوهنې د فلسفې ، د ژبې فلبسفې ، د روزنې فلسفې، دهنرفلسفې ،د دولت د فلسفې،د حقوقود فلسفې ، ټولنېزې فلسفې ، د اقتصادفلسفې اود تخنیک د فلسفې په نامه هم بیله بیله فلسفي څاګه او دېسّيپلین منځته راغی.

لنډه داچې فلسفه که له خپلې هرې څانګې څخه پیل شوې اوپه هرڅومره فلسفي څانګو ویشل شوې ده ، په ټوله کې بیا هم فلسفه دانسان له یوه ټولګړي ژوند لید او نړۍلید پرته بل شی نه ده.

خو که چیرې دامنو چې له فلسفې څخه هغه وخت په بشپړ پوهیزي ( مفهوم ) او معنی خبرې کولای شو چې هڅه یې د اندیالونو( نظریاتو) په عقلي استدلال درول اوپه یوه سیستماتیک اړوند کې سره د هغوی راوستل وي او همدارنګه د دلایلو سماندیزه بڼه او د پیژند نې د امکاناتو اړین شرایط هم ور سره څیړي، نوبیا فلسفه په ټوله کې ښايي د اروپایي ، په تیره بیا د لرغوني یوناني اند اندنې لاسته راوړنه وبلل شي .

............................................................................... لرغونې یونانۍ فلسفه


د لرغونې یوناني فلسفې سکالودمیتافزیک، اخلاقپوهنې ، سماندپوهنې ، پیژندپوهنې او ښکلا پوهنې مسایل وو.
خو یوناني اندنه (تفکر) پر دغو ټولو پنځه واړو سکالوګانو یوشان بوخته نه وه، بلکې لومړی د میتافزیک او اخلاقپوهنې او بیا د سماندپوهنې مسایلو ته بیلګړې پامځیرنه (توجه) کیدله، په داسې حال کې چې پیژندپوهنه به یواځې داړونده سکالو په تړاو څیړل کیده اود یوې ځانګړې څانګې په ډول لا نه وه منځ ته راغلې . ورته حال د یونان ښکلاپوهنې هم درلود.
یوناني اند و اندنه د طبیعت د فلسفي مطالعو په جامه کې لومړی دمیتافریکي مسایلو په څیړلوپیل کړی او هغه پوښتنې یې څیړلي چې پخپئله دطبیعت له مطالعې څخه راپورته کیدلې.
موخه داوه چې :

۱ـ طبیعت په خپئله بڼه، لکه څنګه چې سړی ورسره مخ کیږي، له عقیدوي مقدماتو پرته د طبیعي علتونو(آرتاړو) له مخې روښانه کړي( کسمولوژیک مسایل).

۲ـ د طبیعي نړۍ د هستۍ وروستي بنسڼونه او په دې توګه د ټولو شیونو، پیښو او موجوداتو تلپاتې ګډ اصل او بنسټ وڅېړي( اونتولوژیک مسایل).

خو په دې کې به ټولو فیلسوفانو طبیعت د یوه ډول مخسټونو (مقدماتو) سره مطالعه کاوه، اوهغه داو چې :
ددوی په اند په حسي کتنوکې د بهرنۍ انځور شوې نړۍ تنوع په یو واحد اصل او بنسټ ولاړه ده.او دغه مخینه د حسي انځورونو، حسي اخیستنو ،موندنو او پیژندنو (حسي معرفت) په وړاندې د اندنې یا تفکر له خوا رامنځته کیږي او دا څرګندوي چې د طبیعت رښتینې پیژندنه باید په لومړۍ درجه کې د عقلي پیژندنې پربنسټ ولاړه وي ، نه د حسي معرفت، نوپایله دا چې له آره باید حسي پیژندنه دعقلی معرفت تابع اوسي ، نه برعکس !

له سُکراتېس (سقراط) نه مخکې فلسفه

الف ـ کسمولو ژیک پړاو

لومړنۍ فلسفي پوړۍ:

د طبیعت له اسطوريي انځورونې څخه علمي- فلسفي پیژندنې ته لیږداو

د لویدیځ د فلسفې لومړی پړاو له هغه لېږداو څخه چې د طبیعت یا کسموس په اړه له اسطوریي (افسانوي ) انځوروئنو څخه علمي- فلسفي شننو ته، چې لا په سطحي
توګه کېدلې پیل کیږي.
کټ مټ لکه څنګه چې د ځمکې مخ لومړي په اوبو پټ و او هغه وخت چې اوبه کمېدې او په شا تللې، کراره کراره ترې د ځینو خینو ډنډونو له شتون سره ټاپوګان او لویې وچې راپورته کیدلې، په همدې ډول د شپږمې میلاد - مخکې پیړۍ د ساده بوده انسان چاپیریاله نړۍ او د هغه خپل ماهیت او څرنګوالی هم د اسطوریي تصوراتو قشر نیولی او پوښلی وچې له ډیر وختیزواټن څخه وروسته، څومره چې هغه د اندیزځواک (عقل) له خوا څېړل کیده او روښانه کیده، ورو ورو هومره دانسان له شعور څخه د اسطوريي انځورونو بړستن هم له ځینو استثناو سره سره را ټولیدله.
مهمه داوه چې د لومړی ځل له پاره له اسطوريي اند اندنې څخه تنقیدي اند او اندنې او حقیقت پلټنې ته له لیږدونې سره بی کچې مینه او لیوالتیا راویښه شوه چې موخه یې دوه هڅې وې:
ـ یو دا چې :
د شیونو، موجوداتو او واقعبتونو د اسې کټ مټ تثبیتول چې له عقیدوي مختاړو(مقدماتو) پرته په خپل ‌ذات کې چې څنګه وي، همغسې مطالعه شي،یوه نسبي خوبریالۍ هڅه وه. خوڅنګه چې په هر لیږداوکې دمخکینی پړاو یو لړ پاتې شوني موجود وي، نو ځیني

تلسئټیزمفهومونه لکه (د تالس) اوبه، (د انګسیمندر) اپایرون او ( د اېمانویل کانټ)
اپرېيوري یا شی پخپله ( شی والی مطلق ) اوداسې نورو مخینو اسطوريي سرچینه لرله۰
ـ دویم داچې :
تر وروستیوامکاناتو پورې باید په دقیقه او بشپړه توګه واقعیتونه روښانه شي، وڅېړل شي او و پیژندل شي.

کله چې د حقیقت پوښتنه مطرح شوه ، نو د میتوس(اسطورو ) او لوګوس(پوهې، فلسفې
اندښت) ترمنځ شخړه پیل او لوګوس دا په غاړه واخيسیته چې د خیالبڼـنې په رامنځته شونوکې د حقیقت کچه وارزوي. ارېستوتیلیس رښتيا ويلي چې اسطوره پوهنه نه ده، ځکه هغې به صرف لومړني عقیدوي مسایل له ثبوت پرته په دودیزه توګه له یوه نسل نه بل ته لېږدول، خو لوګوس یا فلسفي پوهه د نوموړي په وینا « د ثبوتونو پر بنسټ خبرې کوي » او له دې امله ترې سړی د رښتینې قناعت تمه کولی شي. نو د فلسفې مېتود د شک او تردید په راپورته کولو او د ثبوت اواستدلال په وړاندې کولو سره له اسطورو څخه بیلیږي! سره له دې دا بیلتون له یوې اندتوګې څخه بلې ته لېږداو دی او د یوه لیږداو
په ډول ځینې اسطوريي آرونه د اټکلونو له لارې د فلسفې د ځینو اصولي پوهبزونو په رغوئنه کې بی برخې نه دې پاتې شوي، چې لا اوس هم د تاریخي شننو سکالو ګرځي.

په جسمي او فکري څانګو د کار، او په طبقو د ټولنې له وېش څخه وړاندې اسطورې
د ټولنې معنوي پانګه وه چې د ‌لییز ژوند فرد فرد غړي به له تنقیدي اند پرته په ړنده توګه صرف د باورپه مټ خپلولې اوهضمولې!

ددې پر ځای فلسفه هغه وخت منځ ته راغله، کله چې دغه لاندې درېګوني شرایط پوره شول، یعنې ، هغه وخت چې :
۱ ــ د انسان د کار په مولدیت کې دومره زیاتوالی راغی چې د ورځني ژوند د ساتلو د اړتیا له بسیا کولو سربیره زیاتي ( اضافه ) تولید لومړی ممکن اوبیا رامنځته شو. او کله چې :

۲ــ د کار دهمدې زیاتي تولید د بی مجرا خپلولو یا زبیښاک په تلسټ(بنسټ) ټولنه د زبیښل کیدونکو او زبیښاکګرو پرطبقو وویشل شوه او په دې توګه لومړنۍ طبقاتي ټولنه رامنځته شوه .

۳ ــ کله چې د طبقاتي ویش د وروساتړو (پايلو) په توګه جسمي او فکري کارهم یو له یل څخه بیل شول : جسمي کار دزبېښلوطبقوبرخلیک پاتې شو او اندیز کار د زبیښاکګرو یا ممتازو طبقو په امتیاز واوښت !

دغه شرایط ددې سبب شول چې د لوګوس او اسطورو ترمنځ هم شخړه پیل شي. په دې شخړه کې سره له دې چې د فلسفې د مصري سرچینودځینو اسطوريي جرړواغیز لا په مطلق ډول له منځه نه و تللې ، لوګوس (یا فلسفې) بی له دې چې د پیژندپوهنې کوم معیارهم په لاس ولري، په زغرده سره ګامونه اوچت کړل او دومره پرمخ لاړ چې د اوڅارې نړۍ آن وروستنی آرسټ او تلسټ ته رسیدلی بریښېده (۱: م ۲۲ :نیستل).

مونږ له سکراتېس(معرب: سقراط) نه مخکې د نړۍ په اړه د یو واحد انديال(نظر) د رامنځته کولو له پاره د لرغونو یوناني فیلسوفانود هلو ځلو پایلې داسې رالنډولی شو:

ــ په نړۍ کۍ د برڅیرنې بینظمۍ او ګڼ رنګۍ (تنوع ) لاندې یو نظم ، وحدت اوتلپایه
ثبات وجود لري.

ــ نوموړی ثبات د نړۍ د هغه سوچه او یواځیني آرتوکي په بنسټ ولاړ دی چې نړۍ ترې
رامنځته شوې (یا جوړه شوې) ده.

ــ د غه تلسټیز ارتوکی د ګردیځ (کسموس) له شتون سره یوشی دی او له طبیعت څخه
بهریا پورته نور آرتاړي (علتونه) نه لري.

- ــ دغه طبیعي آرتاړي انسان پخپئله په اندیزه(عقلي ) توګه څېړلی، شنلی اوځان ته روښانه کولی شي

په دې ډول د لرغوني یونان د لومړنیو(طبیعت څیړونکو) فیلسوفانولکه تالېس، انـَګسیمندر او انـَګسـيمېـنېـس هڅې په دې راټولې وې ، څو دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړي چې د نړۍ آر او تلسټ څشي دی او له کوم ډول ثابت آرتوکي څخه جوړه شوې ده؟


ډاکتر وطنمل
10.08.2011

........................................................................................................... ۱ - تـالـېس
................................................................................................................Thales

تالېس په اټکل ۶۲۴ مخزوکړي کال کې د لرغونی یونان د کوچنۍ اسیا په مهم سوداګریز ښار میلېت کې، چې اوس د ترکیې پورې تړاو لري ، زېږیدلی و. دغه ښار ده او دده دوه ځایناستو اندوالو اناکسیمندر او اناکسيمېـنېـس ته هغه نوم ورکړچې مونږ یې د يونان لومړنی اندوال یا دطبیعت میلېتوال فیلسوفانو بولو.

دتالیس د ژوند په اړه ډیر مالومات نشته، خودا خبره لا ژوندۍپاتې ده چې نوموړي د یوې سوداګرې کورنۍ پورې تړاو درلوداوپه سیاسي مسایلو کې یې هم د پوهې او هوښیارتیا نوم ګټلی و. هغه د لرغوني یونان له ۷ نامتو هوښیارانو له ډلې څخه لومړی اوتر ټولو نامتو اندوال (متفکر) شمېرل کیده.
یو شمیر پندونه او ځینو پوښتنو ته ژور انده ځوابونه هم د نوموړي په نامه مشهوردي لکه: « خپل ځان وپیژنه!» ، تر ټولو نیکمرغه انسان هغه څوک دی، چې د روغتیا، لوی زړه او رښتیني تعلیماتو خاوند وي . تر ټولو ستونزمن کارد ځان پیژندل او تر ټولو آسانه بل ته مشورې ورکول دي. دا هم ده ویلي چې « له هر چا څخه هوښیار وخت او زمان دی، چې هر څه په ډاګه کوي»
تالیس ډیر سفرونه کړي خوپه مصر کې زیات پاتې شوی. ده دلرغوني مصرد سفر په موده کې په شمیر پوهنه، هندسه او ستور پوهنه کې لوی لاس وموند. خو دده په اړه یونانیانو ډیرې کیسې هم لیکلي چې دا هرڅه دده دخپلو څیړنونتیجې بولي .مثلأ وايي نوموړي وړاندوینه کړې وه چې په مصر کې به د ۵۸۵ مخزوګړې کا ل دمۍ د میاشتې په ۲۸ نېټه لمر تندر ونیسي، کومه چې سمه راوخته او د لمرنیونې آرتاړی (علت) یې هم سم په ځمکه باندې د سپوږمۍ د سیورې غورځېدل ښودلی و. البته نوموړې نېټه د تالېس د ژوند په اړه یواځینۍ تثبیت شوې نېټه هم ده.
همدارنګه ویل کیږي چې تالېس د اهرامونو د لوړوالي د معلومولو له پاره دسیوري له مخې یوه عملي لارتوګه (طریقه ) راویستلې وه :
د هغه نسبت په تلسټ چې هر جسم یې د ورځې په هرټاکلي وخت کې د خپل سیوري سره لري، هغه د اهرامونو د سیوري له طول څخه د اړونده هرم ارتفاع هم په لاس راوړله:
د ساري په توګه که چیرې د ورځې يه یوه ټاکلې شېبه کې د سړي د لاسډانګ ( عصا) سیوری د هغه دوه چنده وي، په همدغه شېبه کې د اهرام سیوری هم د اهرام دوه چنده دی، نو که د سیوري اوږودوالی اندازه شي د اهرام لوړوالی به هم دخپل اندازه شوي سیوري له نیمایی سره برابرلاس ته راشي.
دغه راز ویل کیږي دا هندسي قانون، چې په هر نیغ زاویه درې ګوډیزي (قایم الزاویه مثلث) کې دنیغېزاویې د څنګ څنډو د مربع ګانو ټولګه د مخامخې څنډې(وتر) د مربع سره برابره ده، لومړی تالېس پیژندلی(کشف کړی) و، چې ثبوت یې وروسته بیا پېتا ګوراس (مُعَـرب: فیثاغورث) وړاندې کړ. خو هندسه چې په عملي توګه څومره په مصر کې داهرامونو د جوړولو په تخنیک او د نیل له تغیانونو وروسته د نامعلومو ځمکو د بیا ویشلو په لړ کې پرمخ تللې وه، لیرې ښکاري چې دغه ډول موندنې اوکشفیات دې نګه د تالیس خپلې لاسته راوړنې وي.

همدارنګه د نیل سیند له تغیانونو سره جوخت ددغه سیند ډب کونکو سیلیود لګیدنې د بهیر له څیړنې څخه تالیس دې نتیجې ته ورسید چې د نوموړو سیلیو لګیدل د لومړۍ پېښې یا طغیان آرتاړی وبولي۰
دلته له دوه رښتینو پیښو له مطالعه کولو څخه د یوې ناسمې نتیجې اخیستل دومره د پام وړ تیروتنه نه ده، په علمي څیړنو کې دغسې تیروتنې تر اوسه هم پېښېږي، مهم د لته د لومړي ځل له پاره د دغې طبیعي پبېښې (طغیان) د روښانه کولو له پاره د مصري اسطورپه خلاف د طبیعي آرتاړي پلټنه ده.
که څه هم پلاتون دده په اړه لیکي چې یو ماښام تالیس په مصر کې د ستورو په مطالعه کې اسمان ته کتل او په اندئنه- شننه کې ډوب روان و چې ناڅاپه په یوه کوهي کې ولوید، نو د ښار یوې شوخې پیغلوټې چې دا پېښه یې له نږدې څارله په کړس کړس و پورې وخندل او په ملنډو یې ورته وویل : کا کا مې شې ، ته نو د اسمان ستوري څنګه پلټې چې په ځمکه لا د ښپو لاندې لاره دې هم نه پیژنې ؟

خو د ارېستو په وینا تالیس د فلسفې پلار دی او د نړۍ د آرښې(لاتین... )، اصل او پرینسیپ په لټه کې یې اوبه دنړۍ د آرسټ په توګه تثبیت کړې دي:

« د لومړنیو فیلسوفانو له ډلې څخه زیاتروهغو به ماديز آرتوکی د ټولو شتونو (موجوداتو) آرسټ ( اصل ، پرینسیپ) ګاڼه۰۰۰خو ددغسې یوئه آرسټ د څومره والي او څرنګوالي یا کم اوکیف په اړه ټول په یوئه اند اواند نه نه وو. تالېس ددغسې فلسفې د تلسټ ايښودونکی په توګه هغه آرسټ اوبه بولي»۰
ارېستو وايي « هغه لیدل ، چې د هرشي غذا لنده ده... او سربیبره په دې... د ټولو شيانو تخمونه لندبل طبیعت لري، خو اوبه د لندبل طبیعت اصل دی» او زیاتوي څنګه چې طبیعت د ژوند سره په لاینفک ډول تړلي ګڼل کېده، نو تالېس هم اوبه د ټول طبیعت حامل ګڼلې. (ارېستو:۱،۶۱)
لنډه داچې نوموړي طبیعت او طبیعي پیښې څېړلې او له خپلو لیدنو کتنو او تجربوڅخه یې ټولګړې نتیجې راویستلې. د حیواناتو، مرغانو، نباتاتوله ژوند ، اوبو او مایعاتو، مقناطیس د راښکون ، هوا او ستورواو نورو طبیعي حرکتونو، تغیراتو او بدلونو له څېړنو څخه دا نتېجه واخیسته چې د طبیعت هېڅ یو جز اوبرخه بی ژونده او بی اروا نه ده(۰۰۰۰ هیلو څېیزم).
دډیرو څېړونکو په اند تالیس په دې توګه د لومړی ځل له پاره فلسفي اند او اندښت رامنځته کوي، کوم چې :

الف ــ اسطورېزه اندتوګه په شا تنبوي او طبیعي پېښې په اندیز ډول روښانه کوي

ب ــ دنړۍ په ځلځلیزه ډیرډولنګ کې یو طبیعي وحدت لټوي، او

ج ــ په طبیعت کې د یو قانونمن علیت د پیژندنې اړیزی(سبب) ګرځي .

په بیلابیلو اټکلونو کې چې تالیس ولې او څنګه اوبه د شتونې نړۍ آرسټ او آرتوکې بللی، له اندیزو شننو سره سره اسطوريي آرونه هم ددې خبرې اړیز ګڼل کیږي. مثلأ هومیر اوکیا نوس (مُعَرب: اوقیانوس) د هرشي پلار بللی و . تالېس د سیند- کڅو کلتورونو لکه مصر او بابل اسطورې هم پېژندلې. د عبریانو په شمول ددغوسیمو د ولسونو په کلتورکې اوبو تل یوتلسټیز رول درلود. نه یوناني اسطورود منځپانګې له مخې دومره فسلفي مختاړي لرل اونه یوناني اند له علمي او ژبني مختاړو له پلوه دومره شتمن و چې د مصر او بابل له هغو سره دې سیالي وکړی. نوله شک پرته تالیس هم د مصر او بابل له اسطورو او هم د هغوی له نورو علمي سیرچینو څخه
ګټه پورته کړې ده.

خو د اوبو اسطوره ښايي له دې کبله د تالېس له پاره د غوراوي وړګرځېدلې وي چې
ګواکې کولی شي د

د اند اندنې دغه غوښتنې او پوښتې بسیا او مثبت ځواب ور کاندي .د هغه په اند اوبه د ټولوشتاندواوموجوداتو د آرسټیز اصل په توګه باید دوه شرطونه پوره کړي :

۱ ـ باید ژوند تغذیه کړي او ویې وساتي، ځکه تالیس ټول طبیعت یو ژوندی
ارګانیزم بولي او « وایي نړۍ اروا لري». لکه چې وویل شوو د فلسفې په دغه لرغون پېر کې لا د ژوندۍ نړۍ او غیرارګا نیکو توکوتر منځ توپیرنه کیده.

۲ ــ باید د طبیعت د یواځیني اصل اوتلسټ په توګه د هر حرکت او بدلون تلسټیز آرتاړی هم ولري .

د وروستني معیار په اړه هم د تالېس اند په دې څیړنه ولاړ بریښي چې اوبه هم ژر بدلیدنکې او هم ژر خوځیدونکې دي. اوبه یواځینی توکی دی چې درې اګریګات
( بهیدونکی، تپ یا غاز او کنګل ) حالتونو ته یې ادلون بدلون د چا له سترګو پټ نه و. سر بیره يه دې اوبه له ټولو اجسامو څخه خوځنده توکی دی او ژر د هر ځای اوهر لوښي شکل غوره کوي، د سیندونو او سمندرونوپرله پسې بهیدل ، خوځښت او بدلون هم تالیس له پامه نشو غورځولی.
خو دا حقیقت چې دې شنونکی اندتوګې ته لیږداو د اوبو له مصري اسطورې څخه صورت نیولی ، له دېنه هم په ډاګه کیږي چې وايي د تالېس له انده په دغه « بهیدونکی آرتوکې کې سر تاسره یو خدايي ځواک شته، چې هغه ته حرکت ورکوي» (۱،۶۲). نوموړی دغه خوځنده او خوځونکی ځواک د ژوند سرچینه یا اروا بلله :
« تالیس خدای د نړۍ روح، کاینات روح لرونکي او له خدایانو ډک بولي»،(۱،۶۲):
څنګه چې لومړنی آرتوکی دایمي، تلپایه او اروا لرونکی دی، نو باید یواځې خدايي آرولري « اوځینې وايي چې اروا د کایناتو سره خلط ده، نو ښايي له دې کبله نوموړي هم په دې باور موندلی وي چې هر شی له خدایانو ډک دي».

تالیس له یوېخوا د شته شیونواوپېښو څیړنې پر خدايي شخص باندې له ګروهې څخه بیلوي اوله بلې خوا طبیعت له خدایانو ډک بولي ، نوځکه له مصري او بابل له اسطوریې سرچینې څخه لوګوس ته د لیږداو په هڅه کې دغه خدایۍ اصل د بی شخصه طبیعت په توګه پېژني (هیلوڅئیزم ...).

نوکه څه هم د تالیس دا غوراوی، چې اوبه د نړۍ« لومړنی آرسټ » دی، له شک پرته یوه اسطوريي مخسټه لري، اوبه د طبیعت د یوئه داخلي عنصر په توګه د نړۍ آرسټ او تلسټ ګڼل تالیس ته د اندیزې شننې اوامپپرکې څیړنې لارپرانیستله اونوموړي پخپله په دغه لاره مخکښ ګامونه پورته کړل۰

دلته تالیس په حقیقت کې له دوه لارو سره مخ و، یوه دودیزه لاروه چې طیعي آوڅارنې د خدای د شخص پورې تړي او په دین یا مذهب انجامیږي.

دویمه لارد اسطوروپر ځای د عیني فزیکي څیړنې لار ده چې په پوهنه انجامیږي.

طبیعت اوطبیعي پېښې هلته تثبيتیږي چې د روښانه کولو له پاره یې له ټولګړو (عامو)
اوپه تجربه تکراریدونکوپېښو(قانونمندیو) سره تړاو ورکړل شي . ددې برعکس بیا مصنوعي او جوړه شوې نړۍ یا تصنعي پېښې دي، چې د روښانه کولو له پاره یې د جوړونکی او صانع په اراده باندې ډډه لګول کیږي. دودیزې اسطوريي باورتوګې دغه الټرناتیف ماډل د طبیعت او طبیعي پېښو د تشرېح له پآره کاروه، په کوم ماډل کې چې طبیعت او طبیعي پېښې هډو تثبیت کیدلی نشي.
څنګه چې نړۍ د شتونود ټولګې په توګه تل او پرله پسې په تغیر او بدلونکې ده، نوتالیس داسې اندل چې دغه بهیرباید بو پیل ولري. د تغیر او بدلون نوموړي بهیرد روښانه کولو په موخه تالېس داسې یوه فرضیه رامنځته کړه چې د نومړي بهیر تر مخه نړۍ یو لومړني . ثابت ، ساده نامرکب آریز حالت درلود، چې له هغه څخه د نړۍ د تغیر او بدلون بهیر پیل شوی دی.
له شک پرته د نړۍ د بهیر د روښانه کولوله پاره نه دتالیس دغه فرضیه اونه هم د روښانه کولو بهیر پخپله بریالی تمام شو، خود تالیس دا هڅه چې د نړۍ تولګړی تلسټ
را ولټوي او طبیعي پوهنوته په ورته توګه د هغې له مخې د نړۍ بهیر روښانه کړي،
د طبیعت ډېراړخنګ له طبیعت - پرته آرچینو څخه رابیل کړي او د لومړي ځل له پاره هغه پخپله د طبیعت په داخل کې د یو څه د بدلونونو په توګه د عِـلـّـیت پلټنې او
ا مپریکې څیړنې سکالو وګرځوي!
دغه اندتوګه ، نه د هغې نتیجې ، تالیس ته د طبیعت د لومړي فیلسوف مقام ورکوي،
ځکه دا د نړۍ د وحدت اندیال دي چې تالیس پرې ټینګار کوي اوهغه څه لټوي چې د ځلځلنو، حس کیدونکو او طبیعی شتاندو د ډیراړخنګ ترشا د نړۍ د ثابت او واحد ماهیت په توګه نغښتی وي. دنړۍ د وحدت لټونه تلپایه ده، په هر کلتورکې لیدل کیږي، هم په فلسفه اوهم پوهنه کې یو مخکښ اندیال جوړوي. تالیس دلومړی ځل له پاره دغه اندیال له عقیدوي-اسطوريي خیالاتوڅخه د طبیعي امپیریک چاپېریال ته لیږدوي اود طبیعت د یوه داخلي عنصر پورې یې تړي.
په دې توګه هغه د لومړی ځل له پاره د ځانپسې فیلسوفانو مخه په بشپړ ډول د طبیعت څیړنې ته راوګرځوله !


ډاکتر وطنمل
10.08.2011

.....................................................٢. انَکسيمندر
....................................................Anaximander

انکسيمندر له ٦١٠ - ٥٤٦ مخزوکړي کال پورې ژوند کړی . څوک يې د تالېس شاګرد او څوک يې تش دوست ګڼي . دا انګيرنې ښايي په يونانۍ فلسفه کې د تاريخي تسلسل د ښودلو په موخه شوې وي . ډاډمنه خبره داده چې نوموړي له تالېس سره پيژندګلوي او تماسونه درلودل!
دتاليس په څېر له انګسيمندر څخه هم کوم ليکلی اثر نه دی پاتې شوی او په اړه يې يواځې د خولې په ويناو او نکلونو ډډه لګول شوې ده!
Periphyses يا (( د طبيعت په اړه)) د انکسيمندر يواځينی اٍثر دی چې صرف همدغه سرليک - بوله د سکالو نوم ترې پاتې او ساتل شوی دی .

نوموړي هم د تاليس په څېر په سياسي ژوندانه کې تل کوانده ونډه درلودله . له پېښليکيزه لاسوند پرته ويل کيږي چې د تور سمندر ګي په غاړه د اپولېنيا د ښارګوټې د تلسټ ډبره هم دۀ ايښې وه . دۀ به هغو کړنيزو چارو ته ډير پام اړاوۀ چې له پوهنيزو هغو سره به يې تړاو درلود . دځينو په وينا د لمر ساعت هم ګواکې انکسيمندر اختراع کړی، خو سمه يې دومره ده چې دلمر ساعت دلومړي ځل له پآره ښايي دۀ يونان ته ليږدولی او هلته يې ترويج کړی وي، ځکه له نه مخکې د بابل هستوګنو د لمر ساعت کاراوه!
د انکسيمندر په لاسته راوړنو کې جغرافيوي هغه ډيرې مهمې دي :
د نړۍ لومړۍ جغرافيوي نقشه انکسيمندر کښلې وه، چې نيمګړتياوې په کې د سفري رېپوټونو او ځينو اسطوريي ًمعلوماتو ً په وځله سکينده شوې وې .
سر بېره په دې نوموړی لومړنی اندوال دی چې د ګرديځ ( کوزموس) دپيدايښت
تاريخ يې وليکه چې د نګه فزيکي څېړنو، اېمپيريکو کتنو او عقلي شننو په تلسټ ولاړ و.
دۀ دلومړي ځل له پاره د ځمکې دريځ وټاکه او هغه يې له کوم تلسټ پرته په آزاده فضا کې خوځېدونکې وبلله !
ددۀ به اند د ځمکې پر مخ ژوي هم لومړی په اوبو کې پيدا او وروسته بيا وچې ته راکوچيدلي دي .
انکسيمندر ځمکه د داسې سېلندر په شکل تصور کړې وه چې قطر ( استوا يي برخه ؟) يې له طول څخه ٣ برابره زيات دی .
د انګسيمندر په اند ځمکه په فضا کې واقع او شاوخوا ترې داسې دايروي کړۍ
کړۍ راتاوې دي چې اورينه منځپانګه لري . په دې کړيو کې غټ او واړه سوري شته، چې د کړيو اورينه منځپانګه ترې مونږ ته د لمر، سپوږمۍ ، ستورو يا کهکشان په ډول ځليدونکي ښکاري!
دنوموړو کړيو قطرونه بيا د ځمکې د قطر په پرتله د ٩ له ضريب سره د
١: ٢ : ٣ : ٤ .... په تناسب يعنې (٩) : ( ١٨) : ( ٢٧) : ( ٣٦).... برابر ه د ځمکې له قطر څخه زيات طول لري . څنګه چې دده په اند ځمکه د هرې کړۍ د بيلابيلې نقطو سره مساوي واټن لري، نو په دې ډول ځمکه د ټول ګرديځ په منځتون (مرکز) کې ځاي نيوی (موقعيت) لري او ټول ستوري د ګرديځ له مرکز ځمکې څخه په همدغه تناسب او واټنونو سره ليرې پراته دي ( دا له شک پرته د جيوسنتريزم لومړنۍ فلسفي تيوري ده) . ده فکر کاوۀ چې ستوري د لمر او سپوږمۍ په پرتله
ځمکې ته نږدې دي خو د لږې رڼا او لنډ قطر له کبله مونږ ته ليرې ښکاري .
په دې ډول انکسيمندر دځمکې د تلسټ پوښتنه چې د د تاليس راهيسې لاينحل پاتې وه ځواب کړه . تاليس ويل چې ځمکه د اوبو(سمندر) په سر پرته ده، خو داچې اوبه په څشي ولاړې دي او هغه اساس بيا په څشي او هغه په څشي او څشي او څشي .... ولاړ دی، ديوې نه ختميدونکې پوښتنې په توګه لاينحل پاتې وه !
د تاليس په فرضيه کې همدارنګه د ستورو د دريځ له بدلون سره دګرديځ انډول او توازن ساتل ممکن نه وو، خو د انکسيمندر د فرض کړو (ارَ ټ ډوله ) څرخونو له مخې ممکنه شوه چې د ګرديځ توازن ثابت پاتې شي . د نوموړي دا هڅه
په ډاګه کوي چې غواړي د سکالو حل د يوې تيوري په چوکاټ کې وړاندې کړي .
ځکه نو دده اندتوګه د ځلنو او ځلځلنو (پديدو) سره د مخ کيدو يا حسي پيژندني له کچې څخه وځي او د عقلي شنني يا نګه اندنې په اساس ولاړه ده!

په فلسفه کې هم انکسيمندر له تاليس څخه يو ګام پورته ږدي :

کله چې سړی نړۍ په ټوله کې مطالعه کوي ، نو د نړۍ ټولوالی او کُليت د حسي ادراک له وسې څخه بهر پاتې کيږي او نشي کولی نړۍ تر وروستي حدودو پورې په حسي توګه درک کاندي . دا ددې اړيزی ګرځي چې انسان د نړۍ د کليت په اړه اند نه پيل او دوه تلسټيزې پوښتنې مطرح او ځواب ته يې خپل ځير پام (توجه) راوګرځوي :
يوه د نړۍ د اصل، تلسټ او آريز حالت ( آرښې ) په اړه سيتماتيکه پوښتنه ده ، چې دنړۍ اصل او ثابت آرتوکی څشی دی، کوم چې پخپله تغير او بدلون نه خوري خو متغيره او بدلون موندونکې نړۍ ترې منځته راغلې او منځته راځي . دا يوه انټولوژيکه پوښتنه ده .
دويمه پوښتنه د نړۍ د څرنګوالي يا نظام د رامنځته کيدنې او د هغه د سرچينې په باب کوزمو ژنيکه پوښتنه ده ، چې د نړۍ نظام له انتولوژيک آر او آرښې څخه څرنګه منځته راغلی او يا راځي .
انکسيمندر دا دواړه پوښتنې يوه له بلې سره تړي او د يوۀ واحد اساس له مخې يې ځوابوي . د سيستماتيکي کارتوګې په خلاف انسان په عمل کې له دويمې سره تر لومړۍ پوښتنې مخکې مخامخ کيږي او کسموژنيکه پوښتنه له انتوژينکې څخه مخکې مطرح کوي .
انګسيمندرهم د کسموژنيکې پوښتنې په اړه چې د نړۍ نظام څرنګه منځته راغلی، له څشي څخه يې سرچينه اخيستې فکر کاوۀ چې نړۍ د يوې تلپايه او خوځنده هستۍ په توګه شتون درلود چې دئ ورته آپايرون وايي . له هغې څخه لومړی يوه نطفه رابېله شوه او د همدې رابېلېدو په نتيجه کې ترې سړښت او تودوخه ( د اضدادو په توګه) وزيږېدل . په داسې حال کې سړښت د اوبو د رامنځته کيدلو اړيزی (سبب) شو، له تودوخې څخه چې د جوړېدونکي کوزموس د څنډو په لورې خوځېدله د اور يوه ساحه روغه شوه چې دځمکې د شاوخوا فضا او هوا څخه د يوه پوښ يا شخولي په ډول راتاوه شوه . د اور د ساحې او ځمکني سمندر د سړو اوبو ترمنځ تضاد ددې سبب شو چې اوبه ورور تبخير شي او د ځمکې مخ په وچيدو شي، تر څو چې لويې وچې يې رامنځته کړې . له بلې خوا نوموړی تضاد ددې اور د ساحې د ماتيدو سبب شو، چې د ځمکې پر شاوخوا ترې اورينې کړۍ منځته راغلې . ددې کړيو شاو خوا هوا نيولې ده .
لکه مخکې چې وويل شوو د انکسيمندر په اند ددغو کړيو له سوريو څخه اورينه کتله مونږ ته د لمر ، سپوږمۍ ، ستورو اوکهکشانونو په څېر ښکاري !
دغه فرضيه وايي نوموړي سوري په منظمه توګه د ټاکلي وخت له پاره بنديږي او په منظمه دوراني توګه د لمر نيونې او سپوږمۍ نيونې ( خسوف او کسوف ) د تکرار سبب ګرځي .
انکسيمندر په سپوږمۍ کې د بدلون راتلل (دمياشتې د قوس بشپړېدل او کمېدل) هم د نوموړې اورينې کړۍ د تدريجي بندېدلو او پرانيستلو په تلسټ روښانه بولي .
نوموړی د ځمکې په مخ د حلزون د کورونو ، کشپکاسو او ځينو حشرو
د سکلټونو له مطالعې او څيړنې څخه دې نظريې (اندڅارنې) ته ورسېد چې ټول ژوي لومړی په اوبو کې پيدا شوي، وروسته وچې ته کوچېدلي او په وچه يې اول اغزن او خنډين پوستکي غوره کړي دي چې وروسته يې په تدريجي ډول بيرته له لاسه ورکړي دي .
د انکسمندر په باور انسان هم لومړی د نهنګ ( وال کب ) په خېټه کې پيدا شوی او بيا وچې ته کوچېدلی دی . د ده په اند دا ځکه چې هر ژوندی شتوني له اوبو څخه
نشئت موندلی دی . د ده دغه اندتوګه د تکامل تيوري نه، خو د هغې د ځينو مخينو په اړه يې زړور اټکلونه بللی شو .

د انتو ژيني په برخه کې د انکسيمندر فلسفي اندنه د ډير پام وړ ده :
انتوژينکه پوښتنه د نړۍ د آر، آرتل او تلسټ په اړه ده چې نړۍ له څشي څخه منځته راغلې، اصل او پرينسيب يا آرښې يې څشی ده يا له څشي څخه جوړه جوړه شوې ده ؟ د نړۍ د آرښې په اړه دا پوښتنه د يونان لومړنيو فيلسوفانوپه ډله کې انکسيمندر هم مطرح کړې، خو هغه د نړۍ آرښې د تاليس په څير لندبل عنصر ( اوبه ) نه ګڼي او وايي چې نه يواځې اوبه، بلکې اور، هوا ، خاوره او هېڅ امپېريک توکی نشي کولی د نړۍ د آرښې او تلسټ په توګه ومنل شي :
ځکه هر امپريک توکي د کميت له مخې محدود او د کيفيت له مخې معلوم او معيين وي . هغه شی چې د حسي درک له مخې محدود او معيين دي يو پر بل غوره نۀ، بلکې په دې اړه سره برابر دي، نو يو د بل اساس ، تلسټ يا آرښې نشي ګرځېدلی . نو که هر معين او محدود امپريک موجود لکه اوبه، خاوره، هوا ، اور او داسې بل ته ددې امتياز ورکړو چې دنورو له پاره يې آرښې او تلسټ وټاکو، دا به دنورو ټولو ( د برابرۍ) په حق ظلم او تيری وي . دئ وايي :
وايي :
مونږ حق نه لرو د اوبو، خاورې، هوا په څير له مساوي امپريکو توکو له ډلې څخه يويې په خپله خوښه په نورو غوره وگڼو اوکه هر يو
په مساوي توګه د نړۍ اساس ټاکو، نو د خپلو کمي او کيفي توپيرونو سره چې يو يې له بل سره لري ، د نړۍ يو واحد اصل او آرتل ترې په لاس نه راځي!
لذا هغه څه ( ماده، اصل او اساس ) چې د نړۍ آر ، آرتل يا آرښې ګڼل کيږي د انکسيمندر په اند د کميت له مخې نامحدود
او د کيفيت له مخې نامعيين او بلا کيف دی او هغه ته د آپايرون ( نامحدود او بلا کيف) نوم ورکوي .
ارېستو هم آپايرون په کمي نامحدويت ژباړلی او د انکسيمندر په اند يې د ټولو موجوداتو د پيدايښت ، امحا،تغير او بدلون ثابت او تلپايه
تلسټ ګڼلي چې په اند يې اپايرون د وخت او زمان له چوکاټ څخه آزاد او مستقل دی . ارستو وايي د انکسيمندر اپايرون نه مرګ لري نه پيل او پای،
خو د هرشي او هر څه د برخليک ټاکونکی دی ! په دې توګه د انکسيمندر د اپايرون په اړه د ارېستوتېلېس دغه انګيرنه د يو ډول خدايي قدرت
ستاينتاړو ته ورنږدې کيږي ( S.45).
د آپايرون په ويوني کې آ- د نفې په معنی دی او پايرون د محدود او معين په معنی ، نو آ پايرون دنړۍ نامعين او نامحدود اصل ، آر، آرسټ ، تلسټ او آرتل
ته وايي !
انکسيمندر وايي :
ُ ُ ُ د شتونو موجوداتو آرتل آ- پايرون دی ، له څشي څخه چې موجودات منځ ته راځي په اړينه توګه بېرته په همغې کې محوه کيږي ، ځکه هغوی د وخت
له نظام سره سم يو د بل په وړاندې دخپلې بې نياوۍ د سکيندې هڅه کوي . ُ ُ
(٢،٤٠)
د يوناني فلسفې دا لومړنۍ جمله چې تر ننه پورې په خپله بڼه رارسېدلې ، له ګُنګترينو جملو څخه شمېرل کيږي چې تر ټولو زياتې
انګيرنې او تفسيرونه يې راپورته کړي دي . انکسيمندر د نوموړې جملې په دويمه برخه کې دغه ګنګوالې نور هم اوج ته رسوي چې وايي :
ُ ُ شتوني موجودات په يوه داسې جبر کې ښکېل دی چې په اړينه توګه پيرته د هغوی د امحا سبب ګرځيُ ُ .

ښايي له شتونو موجوداتو څخه مشخص موجودات نه،
بلکې د يخنۍ او تودوخې هغه آريز کيفيتونه مطلب وي چې په آ پايرون کې سره نه و بيل شوي، خو د کسموژيني په بهير کې له اپايرون څخه
راوتي او يو د بل په ضد کيفيتونويا يخنۍ او تودوخې اوښتي دي .ولې انکسيمندر د يخنۍ او تودوخې په ځای په مشخص ډول د سمندر او اور پوهيزي کارولي دي .
نو داسې بريښي چې هغه څه چې شتوني موجودات ترې رامنځته کيږي آپايرون نه ، بلکې هغه سوبستانڅ ډوله آريز کيفيتونه ترې مطلب وي
چې هر يو يې د خپل ضد يا نقيض په قيمت رامنځته کيږي يعنې : يخني له تودوخې ، اور له اوبو څخه او برعکس ډول هم رامنحته کيږي .
خو له جبر او اړينتيا څخه مطلب دلته د عصري طبيعي علومو د قانون او قانونمندۍ په مفهوم جبر او اړينتيا نه،بلکې يو ډول اخلاقي
يا حقوقي پوهيزي دي ، ځکه د انکسيمندر په اند يخني او تودوخه له آپايرون څخه د رابيلېدلو سره سم په اضدادو اوړي او يو
د بل په قيمت د خپل شتون او موجويت له پاره هڅه او مبارزه کوي ، نو په دې کې تيری او ُ ُ بي عدالتي ُ ُ هم خوندي ده، چې
په اړينه توګه بايد تل په خپله سزا ورسيږي . ددې تيري او بېعدالتۍ سزا د وخت له له نظام سره سم د تيري کونکي اړخ امحا ده .يعنې
له يوۀ ټاکلي وخت او مودې وروسته بايد هر لندبل د وچوالي وجود ته ، لکه سمندر وچې ته چې پخوا يې لاندې کړې وه
بيرته ځای خوشې کړي .نتيجه داچې نړۍ د انکسيمندر په اند له يو ډول متجانسې او په کمي توګه نامحدودې مادې څخه
د تفکيک کوموندنې په پايله کې منځته راغلې او يو سيستم جوړوي چې پرله پسې بدلون او تغير خوري ، داځکه چې يوۀ متوازن
حالت ته د رسيدو هڅه کوي خو هېڅکله ورته
رسېدلای نشي خو تغيرات او بدلونونه زيږولی شي . انګسيمندر د تالندې او برېښنا پيښه د توازن ته د هڅې يو مثال ګڼي او وايي
دغه وخت په ورېځ کې نوراني هيوا ښکېل او بنده پاتې وي، د ورېځې د چاودنې په ترڅ کې ترې چې د دتغير او بدلون يوه پېښه ده نور
او د چاودنې غږ خپريږي . په دې ډول هر تغير او بدلون د خپلو داخلي عواملو او بهرني شرايطو په مټ رامنځته کيږي .
د انکسيمندر په دې طرحه کې نړۍ نور داسې نه تصور کېدله چې ګواکې د لرغوني يونانيانو خدايانو جوړه کړې، بلکې په اړينه توګه له
خپلې آرښې (= آپايرون)څخه رامنځته شوې او د خپلو شامله اجزاو د زور ځواک د تناسب
له مخې په پيريزه ( دوراني ) توګه په کې تغيرات رامنځته کيږي او د هر (مړ او ژوندي ) موجود شتون په کې دايمي نه ، بلکې موقتي دی .


ډاکتر وطنمل
10.08.2011

......................................................................٣- آ ناکسيمېنېس
........................................................................... Anaximenes

انکسيمېنېس له آ ناکسيمندر وروسته په دويم نسل پورې تړاو لري . دئ هم په طبيعي علومو کې لکه ستورپېژندنه (استرونومي) ،
هواپېژندنه (ميترولوژي ) او ګرديز پيژندندنه ( کاسمولوژي) لوی لاس درلود . خو دا چې په دايروي مدارونو د سشتورو
له حرکت څخه يې انکار کاوۀ د اناکسيمندر په پرتله يې د نړۍ انځور يې يو ګام په شا تګ بلل کيږي : د نوموړي په اند لمر ، ستوري
او سپوږمۍ ټول په نيمدايروي مدارونو درومي او بيا له افق لاندې په سيخه ليکه
(قطر) باندې بيرته د لومړنۍ نقطې په لوري راستنيږي .
خو له بلې خوا دۀ د اناکسيمندر د ستورو د کړيو فرضيه پرېښوده او باور يې نه درلود چې ګواکې ستوري له لمر او سپوږمۍ څخه مونږ ته نږدې
ځاي نيوی (موقعيت) لري . د آناکسيمېنېس په اند لمر يو مستقل ځلېدونکی جسم دی او له ځانه رڼا لري خو سپوږمۍ او ستوري صرف د لمر
رڼا منعکسوي . په دې ډول دۀ د خپل مختللي ( اناکسيمندر) يوې تيروتنې ته سمون ورکړ . اناکسيمېنېس هم لکه مختللي يې استورې
ردولې او په خپلو څېړنو يې تکيه کوله ، خو ده هم تالېس ته په ورته توګه ځمکه د کاغذ پاڼې په شان يو نری قشر بالۀ چې د اوبو پر ځای يې
په هوا تکيه کړې او هلته د سيلۍ پواسطه حرکت کوي .د اناکسيمېنېس دغه طرحه هم د آناکسيمندر له هغې طرحې څخه يو ګام
په شا تګ دی ، چې ټول کوزموس يې د قواو د توازن له مخې تل ثابت او مقاوم بالۀ .

آښې یا د نړۍ اصل او اساس د نوموړي د فلسفي څېړنو په محراق کې ځای نیولی و، خو ده د نړۍ له پاره سوچه
اندیز (مېتافزیکی) اصل رداوه او په کیفي ډول یو معلوم او معین امپېریک آرتوکی لکه هوا یې د نړۍ اصل او اساس
وباله چې ډېر یې دغه ګام هم یو په شا تګ بولي ده فکر کاوه چې هوا داسې آرتوکی یا عنصر دی چې کیفي
نامعینتوب یې نامحدوده بڼه نه لري او هوا هغه ماده ده چې د انکسیمندر آپایرون کیفي نامحدودیت ته یې مفهوم
ډیر نږدې کيږي او کیفیت یې به نسبي توګه نامین دی :
انکسيمېنېس غوښتل روښانه کړي چې دکیفیت له مخې نسبتاً نامعینې آرښې یعنې هوا څخه د کیفیت له مخې
معلوم اومعین موجودات څنګه منځته راغلي او راځي :
ده وښودله چې د هوا له انقباض او تراکم څخه سړښت او له انبسا‌ط
او پراختیاڅخه یې تودوخه منځته راځي.
یعنې د هوا له انقباض څخه لومړی مایع (اوبه) او بیا د تراکم او انقباض په غځولو سره په جامد کنګل اوړي ، خو د
انبساط او پراختیا په صورت کې هوا په اور بدلیږي . په دې توګه د انکسيمېنېس مفکوره له آرښې څخه د موجوداتو
پیدایښت ته د یوه قانونمندانه بیدایښت بڼه وربښي چې بر اساس یې د مایع، جامد او غاز تر منځ توپیر یواځې
د هغوی له کثافت یا ګڼوالی څخه منځته راځي چې د تودوخې له درجې سره تړاو لري !
انکزیمېنېس وایی : که مونږ د تنفس هوا به وازه خوله له خولې څخه وباسو نو توده وې ، خو که په راټوله خوله او ترینګلو
شونډو هوا وباسو یخه او سړه وی .

څنګه چې انکسیمېنېس کیفی توبیرونه لکه سوړ او تود، لوند او وچ به کمٌی توپیرونو یا کثافت بورې وتړل، نو داسې
فکر یز کاوه چې د هوا به مفهوم کې یې هغه ماده موندلې ده چې هم په امپریکه توګه شتون او موجودیت لري ،
هم د فورم، کمٌیت او کیفیت له اړخه آپایرون ته ورته تقریباً نامحدوده او نامعینه ده او هم ټول موجودات
د هوا له ادلون بدلون ( انقباض او انبساط) څخه منځ ته راغلي او منځ ته راځي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more