د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په اسلام کې د جنګ او سولې نظام (١)

Tofan Khan
09.08.2011

لیک: الشیخ مصطفی السباعي ترجمه : سلطان محمود صلاح

د خپروونکي سریزه
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وآله وصحبه اجمعین. وبعد،
دا د دکتور مصطفی سباعي(رحمه الله) له هغو لیکچرونو نه یو لیکچر دی چې د اسلام او اهدافو په اړه یې د لبنان په علمي سیمینارونو کې وړاندې کړیدي او پر مختلفو پرګنو یې دومره ژوره اغیزه غورځولې ده، چې اسلام ته د علمي او اغیزمنې بلنې په ډګر کې یې نوی باب پرانیستی، او په غوڅه ویلی شو چې د دعوت دغه اسلوب پوهانو ته ډیر په زړه پورې و، د حق پلویانو خوښ کړ او مخلصو مؤمنانو په پوره اخلاص لبیک ورته ووایه.
دا د دکتور سباعي په اړه څه نوې او د حیرانتیا وړ خبره نه ده، هغه ددې څیړنو په ډګر کې ښه ځلیدلې، ځکه په اسلامي تشریع (شریعت پوهنه) کې یې د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي پوهنتون (ازهر) نه تر ټولو لوړه شهادتنامه (دکتورا) درلوده، د سوریې پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د اسلامي شریعت استاذ پاتې شوی او په شام کې د اخوان مسلمون مشر لارښود و او یو ځل یې د سوریې پارلمان د مرستیال پر چوکۍ هم کار کړیدی.
دکتور سباعي دغه لیکچر (په اسلام کې د سولې او جنګ نظام) د ۱۳۷۲ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په دریمه نیټه چې د ۱۹۵۳ م کال د اپریل له اوولسمې سره سمون خوري د بیروت په دار الایتام کې د جوړ شوي هغه اسلامي سیمینار په ترڅ کې وړاندې کړیدی چې د دارالایتام د مشرتابه پلاوي د ښځو د کمیټې له خوا رابلل شوی و، لیکچر د اوریدونکو پر زړونو دومره اغیزه وکړه چې غوڅ اکثریت یې چې د لوړو او مشهورو پوهنتونو استاذان وو، ددې غوښتونکي شول چې دغه په زړه پورې علمي بحث او څیړنه باید د ځانګړې رسالې په بڼه چاپ او وویشل شي، ځکه دداسې حقایقو درلودونکی دی چې حتی ډیر پوهان او روشنفکران ورنه بې خبره دي او د ډیرو هغو غلطیو او تیروتنو تصحیح او اصلاح پکې شوې چې له اسلامه لرې علمي او دیني ټولنو کې خورې دي.
همدې هیلې ته د درناوي په حکم مو ددې علمي لیکچر د چاپولو اراده وکړه، هلیه من یو پدې سره مو پدې زمانه کې چې د شر او جګړې توپانونو په ګرده نړۍ کې غم، ویره او ناهیلي خوره کړیده، د حق، علم او سولې خدمت کړی وي. خپروونکي
د مؤلف سریزه
بسم الله الرحمن الرحیم
ښاغلیو او آغلیو! عجیب او په زړه پورې تصادف راته ښکاري چې په داسې ورځ د سولې او جګړې په اړه د اسلام د دریځ په اړه خبرې درته کوم، چې سوریه پکې له خپلې خاورې نه د پردیو د وتلو جشن لمانځي، له سوریې نه د پردیو وتل ددې خاورې د بچیانو او شړل شویو نیواکګرو تر منځ د هغې نړوونکې جګړې پایله وه چې ډیر پکې مړه او بې کوره شول.نړۍ حیرانه او په ویره کې ده، د دوهمې نړیوالې جګړې د خاتمې خوشالي یې لا نمانځلې نه وه چې په نورو جبهاتو کې د داسې جګړو اور بل شو چې ولسونه او هیوادونه پکې وریتیږي، او لوی دولتونه پداسې حال کې د سولې خبرې او شعارونه زمزمه کوي چې یو له بل سره د وسلو په سیالۍ اخته دي او د وسلو داسې انبارونه یې جوړ کړیدي چې د نړۍ برخلیک یې په څو اتومي یا هایدروجني بمونو پورې تړلی چې دغه یا هغه هیواد یې پرې راوغورځوي .. پدې توګه پر ټولو خلکو د جګړې وریځې پرتې دي، که د جګړې اورونه، دودونه، بمونه او توپونه نه وي، ویرې، ترهې او پریشانۍ خو یې پر هر زړه وزرونه غوړولي دي.
زما باور دا دی چې د نړۍ نننۍ ستونزه نفسي یا روحي ستونزه ده، داسې ستونزه چې د لویو هیوادونو د مشرانو او د هغو شاوخوا ولاړو سیاستوالو او د هغوی تر امر او قومندې لاندې پرتو ولسونو په زړونو کې یې ځای نیولی دی ..
او روحي ستونزې بایدپه روحي فضا کې معالجه شي، او د پوهې خاوندان پدې پوهیږي چې عقیده د وګړو او ډلو په لارښوونه کې تر ټولو ستر روحي عامل بلل کیږي، له همدې ځایه دا حقیقت جوتیږي چې دین پدې زمانه کې ددې ناروغې نړۍ د درملنې تر ټولو اغیزمنه او ګټوره وسیله او وسله ده، یوازې دین کولی شي د وګړو، مشرانو او پرګنو په زړونو کې ډاډ، مینه او د تعاون احساس را ژوندی کړي ..
د سولې او جګړې په اړه د مسیحیت دریځ
د سیدنا عیسی علیه السلام او ورپسې د هغه د استازو او شاګردانو په ژوند د مسیحیت هڅه دا وه چې د جنګ او سولې ستونزه په روحي او اخلاقي درملنې سره معالجه کړي، له همدې لامله یې د مینې پیغام خوراوه، د مال او مادي ښکلا په اړه یې د زهد دريځ خپل کړی و او له هر هغه څه یې ډډه کوله چې د خلکو تر منځ د جنګ او دښمنۍ سبب کیږي. مسیح علیه السلام فرمایلي : «د سولې او سلام خوروونکي او جوړوونکي دې خوشحاله وي، ځکه د الله استازي بلل کیږي» او خپلو پیروانو ته یې داسې سپارښتنه کړې : «له خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ، کنځونکي مو ځانته رانژدې کړئ، درباندې په غصه شویو سره نیکي وکړئ او هغو ته ورلنډ شئ چې بد درسره کوي تر څو د هغه ذات استازي شئ چې په آسمانونو کې دی، ځکه هغه پر اشرارو او صالحانو ټولو لمر راخیژوي او پر ظالمانو او نیکانو ټولو باران ووروي» لدې نصیحت نه د مسیح علیه السلام هدف دا و چې سوله اوسلام خور او د حقد،کینې او دښمنۍ په څېر هغو عواملو مخه ونیول شي چې د وګړو او ولسونو تر منځ د جنګ او جګړو سبب کیږي.
خو سولې ته د بلنې په لار کې د مسیح علیه السلام دریځ د عبادتخانو د هغو واعظانو په څېر نه و چې یوه سترګه یې خلاصه او بله پټه وي، پدې نړۍ کې شته داسې کسان چې سوله او سلام یې نه خوښیږي، بلکې ژوند یې په ظلم، تیري او جګړو وي، د همدې ډلې په خلاف مسیح علیه السلام د جنګ اعلان کړی فرمایلي یې دي: «دا ګومان مه کوئ چې زه پدې ځمکه کې د سولې خورولو لپاره راغلی یم ، زه له تورې سره راغلی یم، زه په ځمکه کې اور بلوم، څوک چې پیسې لري توره دې پرې رانیسي او څوک یې چې نه لري، هغه دې خپلې جامې وپلوري او توره دې واخلي».
هلته چې وایي: «له خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ» مطلب یې د سولې هغه نظام ته بلنه ده چې ولسونه او پرګنې پکې اوسیږي، او دلته چې وایي: «توره دې واخلي» په واقع کې د هغو په خلاف د جنګ اعلان کوي چې د سولې فضا خرابوي، په ځمکه کې فساد خوروي او هڅه کوي پرګنې له عقیدوي آزادۍ، امنیت، مینې او دوستۍ نه محرومې کړي .. پدې توګه مسیح علیه السلام د جګړه غوښتونکو په خلاف د جنګ اعلان کړی او هغو ته یې د خوشحالۍ او سلامتیا زیری ورکړی چې نه په ځمکه کې د پراختیا او پر نورو د تسلط غوښتونکي دي او نه د فساد.

نور بیا......د ډیلی شهادت نه راکاپی شوه


پتوال
30.08.2011

ډيره ښه ليکنه ده ، خو ويل کيږي چې عيسی (ع) خپلې خبرې او احاديث نه لري، نو ترکومه چې يې موثقيت روښانه وي چې دا يا هغه خبره دده له شونډو
څخه اورېدل شوې نو هغه د انجيل پورې تړاو لري او د الله (ج) ، د انجيل ايتونه يا د الله (ج) خبرې دي او د انجيل په متن پورې محدود ې وګڼل شي .
يعنې دا پورته خبرې د عيسی (ع) نۀ ، بلکې الهي احکام وبلل شي او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more