د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

له جهاني نه پوښتنه ؟

رښتینی
28.05.2011

.

عبدالباری جهانی وایې :
سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه ‌ذاهده
په دې سرکښه ښار کې محرابونه بيګانه دي

ددې بند دواړه برخې ډیرې ناسمې او غلطي دې

لومړۍ : پرکوم تندي چې سجدې نه وې او دکوم تندې
څښتن چې له سجدو نه انکار کوې هغه په اسلامې
ټولنه کی بیلمازه انسان بلل کیږې یانی جهانی په خپله
خوله دبیلمازي اعتراف کړی دی !! او زه چې دلته دجهانی
په دی شعر څه خبرې کول غواړم او عنوان یې داسې ولیکم :
بېلمازه جهانی !

نودی به خپه شی او که څنګه ؟ داپوشتنه ده ته راجع ده او دی
یې باید ځواب کړي

دویم : جومات خپل اوبېګانه نشي کېدلی جومات وقفي شی دی
دمسلمانانو ګډ شی بلل کیږی هېڅوک یې دشخصي ګټې له پاره نشې
کارولی نوجهاني چې دکومی پلمی له کبله له سجدو انکار کوې هغه هم
بېخونده پلمه ده اوس نه پوهېږم دی به دي پوښتنوته کوم ځواب لري ؟!

الله المستعان


پتوال
28.05.2011

رښتينی صيب له شاعر سره يې داسې وانګېره چې د حقيقي واکمن تر څنګ نور ډير مجازي واکمنان او حاکمان هم شته
چې له محکومو اتباعو څخه د اطاعت سجدې غواړي ، ولې دا ښار د سرکښه پښتنو ښار دی، نه دغه مجازي خدايان مني او نه ئې
جوماتونه (اداري مرکزونه) او محرابونه ( زندانونه) ، دا هر څه يې د آزادۍ روحيې ته بيګانه دي !
دغه د سياسي قدرت خدايان يو وخت آرواښاد اجمل خټک هم په ورته توګه غندلي او ويلي دي چې :

[color=blue:c65cd9bf7d]يا ما کې څه ګناه ده چې له خلکو فرار غواړم
................................................ يا ستا خدايه خدايي راته څه ورانه غوندې ښکاري ![/color:c65cd9bf7d]


۰
29.05.2011

السلام علیکم
دا مجازي او حقیقي اصطلاحګاني کوم اسلامي جواز نه لري څوک چي په شریعت پوهیږي هغه هڅکله هم داسي جاهلانه خبره نه کوي خو جهاني به شاعر یا متشاعر وي خو خو فکر کوم چي په شریعت نه پوهیږي نو ځکه د نورو شاعرانو په تقلید سره داسي د اسلام نه لیري او کفري خبري کوي او شاید بیا يي په مجاز او حقیقت ځان ورنه خلاصوي.
دا اصطلاح ګاني کوم شرعي حیثیت نه لري او ټولي له یوه سره جاهلي او فلسفي نوعیت لري چي د پښتنو په ډیرو شاعرانو کي لیدل کیږي حتي د حمزه خان شینواري په شعر کي هم داسي د دهریت څرک ترسترګو کیده نو اوس خو به ورته خلک دمجاز پرتوګ ور اغوندي خو دی کفرصریح.
لکه هغه صیب هم یو ځاي کي واي:

زه له وخته ګیله نه کړم چي ښادي يي لما یوړه...خو کاروان مي دهمت او استقلال بیرته راستون کړه

نو له وخته ګیله کول او داسي انګیرل چي دا ښادي او غم ټول وخت راولي نو همدي ته دهریت واي اوس که ورته څوک دحقیقت او مجاز پرتوګ وراغوندي نو خپل کوښښ دي کوي خو دی بربنډ دهریت او الحاد.
نو همدا راز جهاني هم ښه بربنډ کفر غرولي نو په ځاي ددي چي په چونکي او چونانکي يي حل کړي نو توبه دي وباسي کنه نو کاريي خراب دي. والله اعلم باصواب
خو دومره وایم چي د پښتنو ډیرشاعران [ټول نه] په دین نه پوهیږي البته علم معاني اعني بدیع و بیان يي یاد وي او د بدیع او بیان له مخي يي شعر سم وي خو له عقیدوي اړخه بیخي کمزوری اوکله کله شین کفر هم وي لکه دا پورتني بیلکه د جهاني بيلماځه شعر.
د رښتوني صیب نه ډیره مننه ښي نقطي ته يي ګوته نیولي!

مومندا فغان


عادل عادل
29.05.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب کېدای شي د "مطلب شعر در بطن شاعر" له مخې د جهاني صاحب همداسې خیال وي لکه چې تاسو کښلی، خو ستونزه په بل ځای کې ده، هغه دا چې مونږ او عام لوستونکي د شاعر له ورته میراث څخه څه شی زده کولی شو؟

ایا هر څوک کولای شي د شاعر د شعر سرایی په مهال د هغه د احساس، احساس وکړای شي؟؟

شاعر نباید چې د الفاظو د تول پیروي وکړي، بلکه تر ټولو د مخه په دې سوچ وکړي چې زما له شعر څخه څه څیز زده کېدای شي، څه درس او څه پیغام خلکو ته رسولای شي. کنه ورته شعرونه دې شاعر خپل د یاددښت په کتابچه کې د عامو لوستونکو له نظره د تل لپاره پټ وساتي.

شعر که ښه وي نو ډېر د ثواب کار دی، خو که بد وي نو د ګناه په لحاظ ترې بدتره وینا بله شته نه.


larghonay laraway
29.05.2011

سلامونه!
ياره ماته خو جهاني شاعر نه ښکاري خو دا چې لسګونه کلونه ورسره د امريکاغږ راډيو سټيج ؤ او هره شپه يې په کې خپل شعرونه ويل نو که دومره فرصت د ارګ ملک الشعرا څمکني ته هم ورکړې تر جهاني به ډېر مشهور شي. نور نو باور وکړه که جهانی شاعر وي.
په همدغه بيت کې يې هم بلا منطقي غلطۍ دي. (سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه..)
نو تاسو فکر وکړئ چې سجدې پر تندي کېږي او که تندی پر ځمکه سجده کوي؟
بله دا چې وايي ناشناس ته چا ويلي وو چې عيسوي شوی دی نو هغه ورته ويلي وو زه مسلمان کله وم؟
جهاني خو د پرچميانو ځوانکی شاعر ؤ هغه خو هيڅکله هم د اسلام دعوه نه ده کړې او نه به تر اوسه چا په لمانځه ليدلی وي؟
ما خو ډېر زيات ليدلی خو په لمانځه نه !


پتوال
29.05.2011

رښتيني او لاروي ته سلامونه !
آيا جهاني په دې وروستيو دوه درې کلونو کې (لکه څنګه چې ما اورېدلي ) حج ته نه و تللی ؟ که تللی وي نو دا ستر کيفي انعطاف يا بدلون يې په پام کې
نه نيسئ او نه يې ارزښتوئ ، که څنګه ؟


-
29.05.2011

زه د جهاني نه دفاع نه کوم، هغه چې په هرنیت دا خبر کړي وي خدای ته معلوم دی او خپل جواب به ورکوي. خو د حقیقت او مجاز موضوع په بلاغت کې یوه له ډیرو مهمو موضوعاتو څخه ده، نو که داسې یو مخ ترې انکار کوو دا به فکر کوم هیچا ته د منلو وړ نه وي.
د جهاني زړه به الله ته معلوم وي چې آیا د سجدې او محراب څخه یې حقیقي معنی مراد ده او که مجازي؟، خو که ووایي چې زما ترې مجازي معنی مطلب ده، بیا پرې د نیوکې ځای نه پاتې کیږي. والله اعلم


۰
29.05.2011

السلام علیکم
کلیوال صیب دلته لږ خطاشوی يي حقیقت او او مجاز په بلاغت کي بیله معني لري او په شریعت کي بیله معني لري، هو په بلاغت کي که د یو شي حقیقي معنی وانه اخستله شي نو مجازي معنی يي واخستل شي نو دا په بلاغت کي جواز لري او یوه رنګینه پیدا کوي لکه د خپلي محبوبي تشبیه د سپوږمۍ سره د ورکولو لپاره یو شاعر خپله محبوبه راسا د سپوږمۍ په نوم مخاطبه کړي او وواي چي ,ای سپوږمۍ, نودلته يي خطاب خو سپوږمۍ ته وکړ چي یو حقیقي شی دي خو مراد یی ورنه خپله محبوبه وي نو مجاز شو.
خو بیا په دیني مسائلو کي داسي ندي پکار لکه دا متشاعران صیبان يي چي کوي توري ولونه ولونه زلفي،سپین مخ، سري شونډي ،توري سترګي او سروه قد یادوي بیا واي چي نه دا خو مجاز وو حقیقت کي زه د پیغمبر صفت کوم ،همدا راز د شرابو ښه بي دریغه صفت کوي اوورسره نشه هم یادوي خوبیا واي چي نه دي نه مراد مجاز دي نه حقیقت او الله ته ښه ښکنځلي وکړي بیا واي دا خو مناجات دي او ما مجاز ویلي دي لکه په قوالي کي چي دا مجاز لیدل کیږي .
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ
نو سجده الله لپاره کیږي که په مسجد کي وي که کورکي اوکه هرپاک ځاي کي او بیا خو مساجد وقف وي نو دي کي خو خپل او پردي نه وي!
اوچي هرڅوک وای چي نه دا حقیقت ندی مجاز دي نو دي ځاي کي مجاز جائز ندی

خلاصة: مجاز په علم لغت کي راځي او د بیان یو جز دی او په قرآن کریم کي هم ډیر ځاي راغلي دي خو هر هغه کلیمه چي ظاهرا يي معنی کفري او بده راځي روا ندی حرام دی لکه دي ځاي کي.
او هغه ځاي کي چي معني يي کفري نه وي نو بیا روا دی څه فرق نه کوي لکه قران کریم کي راځي اوجاء احدکم من الغائط اولامستم النساء
یعني چي کله تاسو د غټو متیازو کول نه راغلی او یا مو خپلي بي بي سره کورواله وکړه نو دلته د غائطو نه مراد غټي متیازي ندي بلکه غټو متیازو کول دي او هم د ښځو سره ټچ کول ندي بلکي کورواله دي نو دلته مجاز کاریدلی دی.
خو صوفیان او متشاعران يي هغه ځاي کي چي ناروا وي نو هم استعمالوي يي او واي چي دا مجاز دی نو دلته بیا حرام دی .
اوس دي سر خلاص شو کلیوال صیب!

مومندافغان


رښتینی
29.05.2011

.
له ټولو وروڼو نه دزړه له کومې مننه کوم خوشاله اوسئ

ښاغلی جهاني خو به خامخا مجاز مراد کوي ځکه که هرڅو لمونځ نه
کوي لکه لرغوني صاحب چې وېلې دي خوبیا هم دومره سورکاپرهم نه
دی چی په ډاګه به داسې انکارکوي خو زه اوموند صاحب یې په مجاز
کی هم نه يرېږدوځکه که فرضا دده مطلب مجاز وې اوداسې لکه پتوال
صاحب چې تشرېح کړی دی نو دهغه مطلب له پاره داسې ګناه ګارې لارې
غوره کول دڅه له پاره ؟!


۰
29.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
رښتینی صیب ښه چاري!
الله په قران الکریم کي فرماي چي اعوذ بالله من الشیطان الرجیم : یا أيها الذين آمنوا لا تقولوا راعنا وقولوا انظرنا واسمعوا وللكافرين عذاب أليم } (البقرة:104)
ای مؤمنانو تاسو داسي مه واي چي راعنا (مونږ ته رافکر کړه) بلکي وواي چي انظرنا مونږ ته راوګوره دا راعنا کلمه هم دلته به مومنانو مجازا د انظرنا نه استعمالوله خو بیا ددي راعنا ظاهري معنی غلطه وه نو ځکه الله جل جلاله ورنه مؤمنان منع کړل او دا کلمه به یهودو استعمالوله خو په زړه کي به يي استهزاء وه او مؤمنانو به ددي لپاره استعمالوله چي ګوندي دا کوم تعظیم دی یا لږ ترلږه مجاز دی او مجاز خو روا دی نو ځکه يي استمالوله چي بیا ددي ظاهري بدي معنی له امله ورنه منع راغله .
نو خلاصه دا شوه چي هره کلمه او هرمجاز چي ظاهرا يي معنی بده وي په شرعي امورو کي روا نده او دلیل يي دا ایة دی او بیا چي الله ته منسوب وي نو داسي مجاز دي ورک شي او اور دي پري پوري شي خو سم حقیقت دي استعمال کړي کنه نو دا شاعرګوټي څه مجبور دی چي خامخا دي مجاز استعمالوي.
که ضرورت شو نو نوربیا

مومندافغان


پښتون.
29.05.2011

تاسو ولې د عبدالباری جهانې صیب نه دا پوښتنه نکوی چې د دی شعر معنا څرنګه ده او یا کیږی. داسی ښکاری چی تاسو بیا ټاپې په لاس کې نیولې دي.


۰
29.05.2011

السلام علیکم
پښتون صیب تاسي لکه چي درښتیني صیب لیکنه سمه نده کتلي!
مونږ وایو چي جهاني به يي خامخا معني داسي کوي چي زما تري دا مجازي خدایان مراد دي او سجدي مي هم ددوي اطاعت مراد دی.
خو مونږ ورسره همدا نه منو ،او وایو چي له همدي شي نه منع راغلي ده چي تاسو هغه خبره چي معني يي ظاهرا خرابه او بیا حقیقتا ښه وي مه استعمالوی لکه د راعنا نه چي منع راغلي .
او که جهانی يي معنی هم همداسي وکړی چي زه بیخي الله ته سجده نه کوم نو بیا خو دا اعتراض نشته ډیر داسي انسانان دي چي دا خبره کوي نو یو يي پکي جهاني هم درواخله خو مونږ ورسره په مجاز کي بحث دی.
اوس دي سر خلاص شو!
او دنورو ورونونه هم هیله کوم چي اول د رښتیني صیب لیکنه ښه ولولي نو بیا يي که کوم اشکال وي ورحل به يي کړو او چي ورونه یو یو راځي او نیمه لیکنه لولي او بیا اعتراض کوي نو بس همدا مو بیا بس دي نورفورمونه پاتي شوه!
که څنګه رښتینی صیب!

مومندافغان


پتوال
29.07.2011

د رښتيني صيب موخه اعلی او د تايېد وړده، په حقيقت کې بد ويل په حقيقت کې هم بد دي، که څه هم په مجاز کې ښه او يا مباح وي ،
دغه ښه او مباح والی يې هم مجازي وي نه حقيقي، ځکه چې مجاز په مجاز کې هم مجاز وي اود مجاز له کړۍ
څخه هېڅکله نشي راوتلای او نه په حقيقت بدلېلای شي . ما صرف تاسوته د شاعر اندتوګه په ګوته کړې ، نۀ د هغې سموالی !
جهاني زيات دغسې کوښښ کړی چې عقيدتمند لوستونکی حيران او فاسقان په خطوات الشيطان د کفر خواته ديکه کړي ، څو نعوذ بالله په اذهانو کې له دين څخه بې دينۍ ته ُ ُ انقلابي ُ ُ بدلون راولي .
خو داچې جهاني حج ته تللی و نو کلکه او پخه توبه به يې ويستلې وي،
که نه ددومره شيطاني ذهنيت سره يې څه ضرورت درلود چې حج ته لاړ شي ؟؟؟؟
نو کله چې الله يې وبخښي ، او هېڅوک نشي ويلای
چې نه يې بخښي ، نو بيا مونږ څه او څوک يو چې جهاني صيب به له حج وروسته هم ګناه کار بولو ، بلکې له خدايه ورته توفيق غواړو چې لا ډير حجونه وکړي
او نور د شيطان د دربار په ځای د الله تعالی په دربار کې خپله درجه لوړه کړي ! والسلام !


وصيل پېروز
06.08.2011

سلامونه او نېکي هيلې
رښتني صاحب يوه ډېره په زړه پوري موضوع مطرح کړې ده ، دا موضوع ما ته له ډېر وخت راهيسي ډېره زړه وړونکې وه او په دې لړ کي مي ډېری داسي اشعار تر نظر تېر شوي چي د نقد وړ وو او د مومند صاحب خبره ډېره پر ځای ده چي د اکثرو پښتنو شاعرانو په شعرونو کي ډېري عقيدوي تېروتنې شته ، يووخت ما هم په همدې موخه يوه ليکنه کړې وه څو زموږ پښتانه شاعران دې ټکو ته متوجې شو اوس چي تاسو ورته زمينه مساعده کړې نو له تاسو سره يې همدلته شريکوم :
المزمل ته يوه کتنه
د پښتو د پرمختګ لپاره له ډېر وخت راهيسي د پښتنو ليکوالو او شاعرانو له لوري ګڼ ګامونه اخيستل شوي او يا هم اخيستل کېږي ، هغوئ د خپلې ژبې د بډاينې لپاره ژباړه ، ليکنه او شاعري ډېره ارزښتمنه ګڼي او په دې لار کي پورته کېدوونکو ګامونو ته د قدر په سترګو کتل کېږي .
مګر که هر څومره د پښتو ژبې غېږه په ليکنو ، ژباړو او شعري ټولګو ښکلې کېږي خو دا يوه خبره پکي ډېره ضروري ده چي که په هره ژبه کي په هر فن کي يو څه ليکل کېږي نو بايد په معياري او فني ډول وشي ، ځکه معيار او فنيتوب دوه هغه شيان دي چي هر کار او يا هم هرې ليکنې ته ښکلا ، رنګ ، حيثيت او اعتبار بخښي .
( المزمل ) هم د پښتو شاعري په برخه کي د حمدونو او نعتونو پر څانګه د ګڼو شاعرانو د شعرونو ټولګه ده ، هر شاعر له خپل فکر ، استعداد او زيار سره سم د الله او رسول په ستاينه کي څه کښلي چي د هر يوه نعت يا هم حمد ځای پر ځای خپل مقام لري .
( المزمل ) چي (۲۷۹) مخونه لري په ډېر ښکلي ډيزاين ، پر اعلی ډول کاغذ او له يوې ډيري غوره پښتۍ سره د چاپ په ګېڼه پسولل شوی دی .
لکه وړاندي چي مي وويل دا د ګڼو شاعرانو د شعرونو يوه مجموعه ده چي د ښاغلي نعیم افغان په زيار او هاند راټول شوي او تقريباً د سلو (۹۹) شاعرانو شعري کلامونه يې پکي خوندي کړي دي ، د زياتې ستاينې ځای خو لا دادی چي له سره تر پايه د راوړو شعرونو مدار پر يوه شي راڅرخي هغه د نړۍ د پالونکي ذات او هغه استازي (محمد صلی الله عليه وسلم ) ستاينه ده چي نړۍ ته يې د رڼا په راوړلو يوه ابدي نېکمرغي پرېښودله .
د کتاب تر چاپ وړاندي ښاغلي افغان نوموړی کتاب ما ته د املايي غلطيو د سمون په هدف راکړ ، ما هم له خپل وس او زيار سره سم د کتاب د اصلاح په دې برخه کي ګډون وکړ ، مګر کله چي کتاب تر چاپ وروسته زما لاس ته راغی له لومړي سره مي يې مطالعه پيل کړه او د ښکلو شعرونو په تحسين کي به مي د خپل ضمير په پټ ږغ د هغوئ ستاينه په ماشاء الله او جزاک الله خيرا الفاظو کوله ، که څه هم ښه شی د یوې ښې ستاينې وړ دي مګر د مطالعې په دوران کي د نېکو احساساتو ظهور او دې ته ورته کلمې ويل غوره برېښي .
د کتاب د کتنې پر مهال مي په کتاب کي د ستاينې ډېر ځايونه تر سترګو شول د بېلګي په توګه به يو څو نمونې ولولو.
ښاغلی اجمل اند په شعر کي د قام اوسنی حالت داسي انځوروي :
ژوند مي ستا تر نامه زار دی پيغمبره !
خو يو درد مي پر زړه بار دی پيغمبره !

چي نه ستا نه د مولا رضا پکې ده
قام روان پر داسي لار دی پيغمبره!
يا هم د ښاغلي اند له مناجات څخه :
دومره ډېري وېري مي د زړه له خونې وباسه
دې سينه کي نور د ټينګ ايمان راته راوبښه

داسي يو اميد چي مي دې ستړي ژوند ته رنګ ورکړي
خدايه ! يو سپېڅلی شان ارمان راته را وبښه
ښاغلی اند غواړي د يو الهي ډاډ او اطمنان په تر لاسه کولو د خپل ژوند هغه ستړی تګلوری بدل کړي چي نه يوازي دده بلکي د ټولو زړونه يې له غمه شنه ګرزولي ، ښاغلي اند همدې حقيقت ته د يو لړ موثرو الفاظو په مټ داسي قوت ورکړی چي نه يوازي توجو جلبوي بلکي د خپلې ځاني ښکلا له کبله په ذهن کي ډېر ژر ځای نيسي .
ښاغلي دروېش بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اتباع په اړه داسي کاږي :
د محمد پر قدم ما ايښود قدم راغلمه
خدايه ! وم تاته را روان او دايم سم راغلمه
ګواکي ښاغلی دروېش غواړي ووايي چي که څوک الهي نژدېکت غواړي ، غواړي په الهي دربار کي د يو څه په سترګه ورته وکتل شي او يا هم په خوله د محمد صلی الله عليه وسلم د مينې او محبت چيغې وهي نو د هغوئ لپاره اړينه ده چي د محمد پر قدم په قدم ايښودلو ځان الله جل جلاله ته ورسوي يا په بل عبارت د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم راوړی دين (قرآن او حديث) خپله تګلاره کړي .
قرآن د همدې مقصد په بيانولو وايي :
مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ (النساء : ۸۰)
يعني چا چي د رسول پيروي وکړه ګواکي د الله پيروي يې وکړه .
يا هم :
په سپينو ستورو يې بدل شي د زړه تور داغونه
کله چي ستا روښانه نوم د چا تر لبه رسي

داوېره نه شته چي لمن به شي خالي د (دروېش)
ستا پېرزوينه داسي ده چي همېشه به رسي
همداراز د ښاغلي حماد يوه له حقيقته ډکه وينا :
جاه او جلال د پيغمبر په هسي شان وو څرګند
په تش کاته به يې سپوږمۍ هم له مداره وته

په ګلابي رخسار کي راوړه تجله د توحيد
د هربودا زړه لړزيده ساه له زناره وته
ښاغلي جهاني د حجة الوداع خطبه شعري قاموس ته په اچولو د يوه رښتني استازي هغه کلام په ډېرو خوږو او زړه ته تېرېدونکو الفاظو داسي انځور کړې چي تر مطالعې وروسته په هر غمجن کي زړه کي خوښي پرېږدي او هر ويده ضمير د اسلام له پيغام او حقوقو خبروي ، يوه بېلګه به يې ولولو :
دا بل وصيت مي دی د ښځې په نوم
د اښايسته رنګين مخلوق د سبحان
ښځه د کور ښځه د ژوند زينت ده
ښځه ناموس دی ښځه مور د انسان
ښځه ښايسته لکه د ګلو ګېډۍ
ورکړی رنګ د جنتونو باغبان
ښځې له غېږي دي تر ګور ملګري
د غم ښادۍ د کور او اور ملګري
يا هم دا :
د حق مشال ويله خلکو ! واورئ
د حق په مخ کي انسانان دي يو شان
عرب ، عجم که په رنګ تور که سپين دي
په ترازو کي د يزدان دي يو شان
دلته د اتحاد ، ورورولۍ او اخوت فلسفې ته نغوته شوې او ټول مسلمانان پر يوه شي اتحاد او يووالي ته رابلل شوي يعني حبل الله چي کتاب او سنت دی ، مګر ښاغلي جهاني دا حقيقت د يو شعري کلام په بڼه وړاندي کړی چي دې لورته په دعوت او بلنه کي د خلکو پر زړونو غوره اثر پرې ايستلای شي .
له غرېوه رجزيه ترانې وايي
په سپين ډګر ولاړ نبي فرمايي
عباسه ! غږ دي وکړه په ملګرو
په مخ راځئ! په شا تېښته نه ښايي
دا د ښاغلي قاري عبدالستار سعيد د شعري کلام يوه وړه ټوټه ده چي اصل کلام يې د حنين د غزا د حالاتو پر اظهار راڅرخي ، د شاعر سعيد له شعرونو د شعري حسناتو له جملې دا يوه وړه بېلګه ده .
په هر څه کي دا يو منل شوی اصل دی چي د ښه او بد متضادې مادې سره پرتله کېږي او يا هم په يو شي يا هم يوه ليکنه کي دواړو ته ګوته نيول کېږي ، دا کار زموږ په سيمو کي د يو نېک احساس له مخې کېږي چي زما په اند هدف او مقصد يې يوازي اصلاح او رشد وي .
همدې اصل ته په پام سره (المزمل) هم د همدې لړۍ يوه کړۍ کېدای شي ، د کتاب د کتنې په دوران کي هغه نکات چي بايد نه وای راوړل شوي او يا هم اوس د نقد وړ دي ، په لاندي توګه بيانېږي :
(۱) د حلول فلسفه .
(۲) موضوعي احاديث .
(۴) يو شمېر نوربې بنسټه روايات .
غواړم اوس دا هرڅه په جلا جلا ډول وڅېړم څو خلک د داسي غير اسلامي او غير شرعي شيانو له زیان ، تاوان او نقصان څخه خبر شي او هر يو د حقيقت په رڼا کي د هدايت نور تر لاسه کړي .
[color=cyan:f8f70af904] لومړی :- حلول [/color:f8f70af904]
په ډېرو شعرونو کي دا دواړه شيان په کثرت موندل کېږي ، د بېلګي په توګه :
که دي منصور ته څه ويلي نه وه
څنګه يې ستا په مخ کي ځان وليدی
ځکه يې چيغه د حق پورته کړله
چي آيينه کي يې يزدان وليدی
ياهم دا :
واړه ستا دلټون شور دی د رنګونو په سراب کي
څوک دي اوري له ربابه څوک دي ګوري په ګلاب کي
څوک د طور پر سر لاهو شول ستا د حسن په ګرداب کي
منصور تا د ځان په پاڼه ، ملادي لولي په کتاب کي
دلته د منصور منصور له يادونې مراد حسين بن منصور حلاج دی چي په ايران کي زېږېدلی او نېکه يې يو فارسي وو ، وروسته يې پلار مسلمان شو ، نوموړی د کوفې او بصرې ترمنځ په واسط ښار کي چي دحجاج بن يوسف له لوري يې د بنسټ ډبره ښودل شوې ستر شوی او بغداد ته يې هم تګ او راتګ ثابت دی او په (۳۱۰ هـ) کي په بغداد کي ووژل شو.
د نوموړي د وژنې لامل همداد حلول عقيده وه ، کله چي د هغه وخت علماؤ د ده دا غير اسلامي عقيده وليدله نو دده پر وژنې يې فتواوې صادرې کړې او په پايله کي يې دی له ژوند څخه خلاص شو.
داچي حلول څه ته وايي ، له اسلام سره څومره اړخ لګوي ، په اسلامي ټولنه کي يې څرنګه پلويان وموندل؟ دا بحث په لنډو داسي څېړلای شو.
حلول د صوفيانو په اند هغه مرتبه ده چي يو څوک د خپل زړه هنداره دومره پاکه کړي چي الله جل جلاله په خپله د ده په جسم کي داخلېږي يا هم حلول پکي کوي .
يو صوفي عبدالکريم جيلي (مړينه ۸۲۰ هـ) ددې مرتبې حالات داسي بيانوي :
" بيا هغه رب زما له لوري په ماکي ځای پر ځای شو دا عوض ډېر غوره وو، بلکي بعينه زه وم ، هغه زه وو او زه دی وم ، وجود يو وو چي هيڅ بېلوونکی نه وو ، زه له هغه سره په ده کي پاتي شوم زموږ له منځ څخه توپير والووت او زما ماضي او مضارع يوه شوه . " (انسان کامل ص ۱۰۸)
د دې عقيدې څرک په عيسايانو او هندوستان کي هم ليدل کېږي مګر دلته يې بحث ځکه نه شو کولای چي د مضمون د لا اوږدېدا سبب ګرزي .
داچي دې عقيدې مسلمانې ټولنې ته څرنګه سرايت وکړ اصل لامل يې عبدالله بن سبا يهودي وو ، لکه څرنګه چي يهودانو د مسلمانانو په وړاندي د جګړې په ډګر کي ماتي خوړلې وه نو د انتقام اخيستلو په نېت يې جعلي ايمانونه راوړل او د اسلام په مسلمه او ثابته عقيده کي يې انحرافات راوستل .
عبدالله بن سبا هم د همدې کتار سرلاری دی ، نوموړی ديمن د صنعاء ښار اوسېدوونکی وو چي د عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کي يې په ښکاره ايمان راوړی وو ، هماغه وخت هم نوموړي له مکې او مدينې لرې په کوفه ، بصره او مصر کي په پټ ډول خلک خپلې باطلې نظريې ته رابلل ، کله چي يې حالات برابر وليدل د عثمان غني رضی الله عنه پر خلاف يې د بغاوت د بيرغ په اوچتولو د خپلې محرفانه عقيدې په وړاندي پراته خنډونه لرې کړل .
ده د اسلام پر جسم دوه وارونه وکړل او د همدې مقصد د حصول لپاره يې علی رضی الله عنه د يو اتل يا هيرو په توګه استعمال کړ.
(۱) نويو عجمو مسلمانانو ته يې دا نظريه ورکړه چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د خپلوۍ لرلو له کبله علی رضی الله عنه د خلافت وړ وو او تېرو درو خليفه ګانو دده حق ورڅخه اخيستی وو ، هغوۍ د نوې مسلمانۍ له کبله په دين کي بشپړ معلومات نه لرل او د نړۍ ميراثي اصل ته په کتلو به د ده په جال کي پرېوتل .
(۲) لکه څرنګه چي اسلامي ټولنې ته د دروېشۍ په جامه کي راغلی وو له همدې کبله د ظاهر او باطن تر منځ په توپير کولو يې هغوئ ته د شريعت او طريقت رموز ويل چي په وسيله يې د هغوئ په ذهنونو کي د طريقت د دين له ځانه جوړ کړي اصول داخلول ، همداراز به يې علی رضی الله عنه د الهي ذات مظهر ګاڼی او ويل به يې چي الله حلول پکي کړی دی . نعوذ بالله
په هر حال د نوموړي له معتقدينو يوه ډله جوړه شوه او يو ځل يې په ډاګه خپله نظريه څرګنده کړه چي علی رضی الله عنه هم ترې خبر شو ،په دې لړ کي يې هغوئ درې ځله راوبلل او له خپلې عقيدې د پرشاتګ غوښتنه يې ترې وکړه اخير يې پايله دا راووته چي دا ټول اويا کسان علی رضی الله عنه په اور وسوځول .
(فتح الباري ۲ / ۲۳۸)
امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحيح البخاري کي دا پېښه د کتاب استتابة المرتدين په بحث کي راوړې او هغوئ ته يې د زنادقه وو لفظ استعمال کړی ، بيا يې د عباس رضی الله عنه دا خبره هم را اخيستې چي که زه د علی رضی الله عنه پر ځای وای ما به د سوځولو پر ځای وژلي وای .
تر دې پېښي وروسته د حلول عقيده درلودونکي نور هم پر خپله باطله عقيده ټينګ شول او ويل به يې چي (لايعذب بالنار الا رب النار ) معنا دا چي د اور رب په اور سزا ورکوي لکه څرنګه چي علی رضی الله عنه هم داسي کړي نو دا پر دې دلالت کوي چي دی هماغه رب دی .
د عبدالله بن سبا دا عقيده د ده د پلويانو په مټ کيسانيه ، قرامطيه ، باطنيه او نصيريه ته ننوتله . حسين بن منصور حلاج د دې عقيدې د سر لاري په توګه منل کېږي . تر ده وړاندي هم ځینو صوفيانو دا عقیده درلودله مګر پټه يې ساتله ، حلاج دا عقيده درلودله چي الله حلول پکي کړی دی يا هم په ده کي دننه ننوتلی دی .
له همدې کبله يې د انا الحق ناره وکړه او نوموړی په دې هم ښه پوهېدی چي دده دا عقيده د مسلمانانو د متفقې عقيدې خلاف ده ، په دې اړه يې لانديني شعرونه د يادونې دي :
عقد الخلائق فی الاله عقائد – وانا اعتقدت جميع ما اعتقدوا
د الله په اړه د خلکو ډېري عقيدې دي او زه ټولي منم .
کفرت بدين الله والکفر واجب – لدی وعند المسلمين قبيح
زه د الله په دين کفر کوم او دا زما لپاره واجب دی که څه هم مسلمانان يې بد ګڼي .
د حلاج لانديني شعرونه ډېر مشهور دي :
سبحان من اظهرنا سوته – سر سنا لاهوته المثاقب
هغه ذات پاک دی چاچي خپل ناسوت (حسين بن منصور حلاج) د خپل لاهوت ثاقب د ځلا راز کړ او څرګند يې کړ.
ثم بدأ فی خلقه ظاهراً – فی صورة الاکل والشارب
بيا هغه په خپل مخلوق کي د يو خوړونکي او څښونکي په توګه ښکاره شو.
حتی لقد عاينه خلقه – کلحظة الحاجب بالحاجب
تر دې چي مخلوق داسي وليد لکه يو ليدونکی چي بل ليدونکی ويني .
(تاریخ بغداد للخطيب بغدادي ۸ / ۱۲۹)
حسين بن منصور حلاج له کفر څخه د ارتداد او کفر ټاپه په خپله پر ځان لګولې . تر پوهېدو وروسته چي بيا هم کله پر خپله عقيده ټينګ شو نو په (۳۰۹ هـ) د ذی القعدې پر (۲۴) چي له (۹۱۴ م) سره سمون خوري د المقتدر بالله له لوري په بغداد کي ووژل شو او د دې رب مړی تر سوځولو وروسته درياب ته په ډالۍ کي ورکول شو.
له دومره ستر جرم سره سره صوفيانو دی پر حق ګڼلی او دده وژونکي يې د باطلې لارې پيروان بللي .
وايي :
روا باشد انا الحق از درختی – چرا نه بود روا از نيک بختی
يعني که له يوې ونې د انا الحق چيغه سيي کېږي نو له يوه نېکمرغه څرنګه نه سيي کېږي؟.
ګواکي د صوفيانو په اند له دين څخه ارتداد او کفر کوم جرم نه دی بلکي د حلاج فعل عين توحيد دی ، بيا هم که يې جرم کړی وي نو د توحيد اصل راز يې ولي څرګندکړ؟. يو شاعر داخبره په شعري رمز کي داسي تشرېح کوي :
من باح بالسرکان القتل شيمته – بين الرجال ولم يؤخذ له ثار
کوم څوک چي راز څرګند کړي له قتل پرته يې پایله څه کېدای شي او دداسي خلکو بدل هم نه شي اخيستل کېدای .
دا د منصور او هغې عقيدې پټ راز وو چي ډیری وخت يې زموږ ليکوال او شاعران په خپلو ليکنو او شعرونو کي د يو حسن صفت او يا هم يوې غوره کړنې په توګه يادوي او دا اعتقاد لري چي ګواکي منصور پر حق وو او څه چي يې ويل او يا يې کول دا هم د رب العرش يو ځانګړی فضل وو چي پر ده باندي شوی وو.
هر د عقل څښتن مسلمان د نوموړي له دې اشعارو فهمولای شي چي دا عقيده له اسلام سره څومره اړخ لګوي او زموږ د دين ثابت اساسات کتاب اوسنت دې عقيدې ته په کوم نظر ګوري؟.
[color=cyan:f8f70af904] دويم :- موضوعي احاديث [/color:f8f70af904]
په کتاب کي چي تر ډېره بريده بل کوم بې حقيقته شي ته د حقيقت جامه ور اغوستل کېږي هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدح او صفت کي بې ځايه غلو او په يو شمېر داسي براهينو استدلال دی چي د اسلامي ليدلوري له نظره سيي نه ګڼل کېږي ، د مثال په توګه به د شعر همداسي يوه ټوټه ولولو :
چي مځکې اسمانونه خدای د ده په روی پيدا کړو
نو ځکه دی عرب ، عجم منلی محمد
يا دا :
کلام الله عطا عطا و محمد لره دی
لولاک لولاک سرود سرا ومحمد لره دی
له سده لوړ حال د اسری ومحمد لره دی
يا چي وايي :
خدای ورکړی ستر انعام تاج لولاک وو
تر قدم لاندي يې عرش واړه افلاک وو
په دې شعرونو کي د پام وړ ځای د (لولاک لما خلقت الافلاک) حديث دی ، خلک يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ستاينې او صفت په موخه ډېر استعمالوي مګر حقيقت دادی چي دا حديث نه بلکي يو له ځانه جوړه شوې خبره ده چي په زور د حديثو پر ذخيره ور تپل کېږي .
(۱) د حديث مفهوم د قرآن خلاف دی ځکه قرآن د مخلوق د خلقت مقصد داسي بيانوي :
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (الذاريات : ۵۶)
د ايت مفهوم داسي دی چي د انسانانو او پيريانانو خلقت د عبادت لپاره شوی دی ، يعني دا خبره په ډاګه ترې څرګنديږي چي د مخلوق د خلقت روی رسول الله صلی الله عليه وسلم نه بلکي يو الهي هدف وو چي په ايت کي ورته اشاره شوې .
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
(الطلاق : ۱۲)
ژباړه : الله هغه دی چي اووه اسمانونه يې پيدا کړل او همداسي ځمکه په هغو کي د الله حکم نازلېږي څو تاسو وپوهېږئ چي الله پر هرڅه قادر دی .
دلته هم د اسمانونو او ځمکې خلقت په صاف ډول بیان شوی او مقصد ته يې هم نغوته شوې .
(۲) د حديث په عربي الفاظو کي ګرامري غلطۍ ليدل کېږي چي له يوه فصيح عرب څخه دا ډول تېروتنه يوه ناشونې خبره ده او بيا په تېره له يوه نبي څخه چي قوم د الله لوري ته رابولي او کوم څوک چي په يوه فصيحه عربي ټولنه کي لوی شوي وي زما په اند هغه به په داسي يوه عربي جمله پسي په هټ هټ وخاندي .
د مثال په توګه افلاک په عربي ژبه کي اسمانونو ته نه ويل کېږي بلکي افلاک جمع د فلک ده چي د يو شي مدار ته ويل کېږي او استعمال يې په قرآن کي هم شوی .
(۳) دا حديث پر حديثي اصولو برابر نه دی ، هغه اصول چي يو حديث ته دا قوت ورکوي څو د صحيح په توګه ومنل شي مګر په دې حديث کي دا قوت نه شته يعني حديث هغه سند نه لری چي په وسيله يې دا ثابته شي چي په رښتيا هم دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی .
د موضوعي او ضعيفو احادیثو په دوام کي د شعر لاندينۍ ټوټه هم همداسي يوه ضعيف حديث ته اشاره کوي :
په نبيانو کي تر ټولو اول ته يې
اخير شوی دي پر دې نړۍ اظهار دی

ستا د نوم په روی حضرت ادم معاف شو
څومره لوړ مقام درکړی کردګار دی
د شعر له دې ټوټې هغه له ځانه جوړ شوي حديث ته اشاره ده چي امام بيهقي په دلائل النبوة کي راوړی او وايي چي کله له ادم علیه السلام څخه خطا وشوه نو ويې ويل :
يارب ! انی اسئلک بحق محمد الا ما غفرت لی .
يعني اې ربه ! د محمد په روی مي معاف کړه ! .
دا حديث که له يوې خوا د کتاب او سنت له سالمو ، ثابتو او صحيحو احکامو او نصوصو خلاف ده نو له بل پلوه د سند له پلوه هم دومره سېک پکي نه شته چي د ثابتو نصوصو مقابله وکړای شي او يا هم د يو صحيح حديث په توګه ومنل شي .
د حديث په سند کي عبدالرحمن بن زید بن اسلم دی چي محدثينو ضعيف ګڼلی دی . په خپله امام حاکم په الضعفاء کي دا راوي ضعيف ګڼلی . امام ابن تيميه رحمه الله پر دې خبره ډېره حيراني ښودلې چي امام حاکم دا روايت څرنګه نقل کړی په داسي حال کي چي ده په خپله په ( المدخل الی معرفة الصحيح من السقيم ) نومي کتاب کي عبدالرحمن بن زيد بن اسلم په دې تورن کړی چي له خپل پلار څخه موضوعي احاديث نقلوي .
نوموړی د امام احمد بن حنبل ، ابو زرعه ، ابو حاتم ، نسايي او دارقطني له لوري ضعيف بلل شوی ، ابو حاتم بن حبان وايي : نوموړی په ناخبرۍ کي حديث اړوی را اړوي او بيايي بيانوي ، د ده ډېری حديث داسي دي چي مرسل حديث يې مرفوع کړي او موقوف يې مسند کړي له همدې کبله د ده د حديثو د پرېښودلو پرېکړه وشوه .
په لنډو دومره ويلای شو چي د دې حديث پر متن او سند دواړو هیڅ اعتبار نه شي کېدای ، د همدې بې اعتبارۍ پر بنسټ دا حديث د دې وړ نه شو پاتي چي لا هم د يو صحيح حديث په توګه ورته وکتل شي او بيا بيا په شعرونو او ليکنو کي د يو دليل په ډول راوړل شي .
[color=cyan:f8f70af904]درېيم :- يو شمېر نور بې بنسټه روايات [/color:f8f70af904]
همداراز د کتاب په ځينو شعرونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم زوکړه داسي انځور شوې او يا هم غواړي داسي وښيي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زوکړي پر وخت داسي پېښي شوې چي نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتي شوې د مثال په توګه :
مړه شوې وه د فارس ها زرکلنه آتشکده
پيدا د هر ابليس سترګو کي نم وو هغه ورځ

پوهېږې په کعبه کي بتان ولي راګذار شول؟
لېږلی خالق زېری د صنم وو هغه ورځ
یا :
د مېلاد په شپه انوار پر مکه اوري
په رنګين رنګين ماښام کي ځلا ستا ده

د کسرا ماڼۍ له شرمه راچپه سوه
لګېدلې پرې د حسن ځلا ستا ده
په دې دواړو شعرونو کي داسي ښکاره شوې چي ګواکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت پر مهال داسي خارق العادة پېښي شوې چي وړاندي يې ساری نه وو ليدل شوی ، خو حقيقت دادی چي د داسي پېښو ثبوت په کوم صحيح لاسوند سره نه شي کېدای مګر نه پوهېږم چي خلکو دې سرچپه حقيقت ته په کوم دليل او کوم سند د حقيقت بڼه ورکړې؟.
د وروستيو خبرو په توګه ويلای شم چي که د کتاب منځ پانګه د عدل په تله وتلل شي نو پايله به يې دا راووزي چي هم مثبت دی او هم منفي ، په کتاب کي که له يوې خوا ګڼ موضوعي روايات او د حلول د عقيدې ستاينه موندل کېږي نو له بل پلوه پکي د شعري ښکلا اثار هم شته او ورسره په څنګ کي په ثابتو نصوصو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ستاينه هم ، يا په بل عبارت ځينو شاعرانو د خپل ځانګړي مهارت په مټ د وړانګې ذرو ته پايښت ورکړی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more