د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ننوتلی؟!!

-
05.08.2011

ټولو کمپیوټر پوهانو ته السلام علیکم!

تاسو ته به معلومه وي چې کله څوک خپل ایمیل خلاصوي نو په ټاکلي ځای کې ادرس او پاسورډ ولیکي او د (sign in) کلیک کولو څخه وروسته ایمیل پرانیستل شي.

که فکر مو کړی وي کله کله ستا ایمیل ادرس کمپیوټر د ځان سره حفظ کوي، ددې ګټه دا وي چې دوهم ځلي چې ته ایمیل خلاصوې نو د خپل ادرس د لومړني حرف د لیکلو وروسته تاته د مکمل ادرس وړاندیز وکړي، چې آیا همدا ادرس دې مطلب دی؟؟ نو خالي د ماوس کلیک پرې وکړه او ددې څخه خلاص یې چې بیا یې د سره ولیکې.

همدا سهولت په ټول افغان فورم کې هم شته، زه چې فورم ته راننوځم نو فقط (ک) ولیکم، لاندې یوه وړه کړکۍ خلاصه شي چې لیکل شوي وي (کلیوال)، زه پرې کلیک کړم او بیا پاسورډ ولیکم.

خو نن سخت حیران شوم. نن چې مې کله د نوم په کړکۍ کې ماوس خوشې کړ د (مومندافغان) نوم یې هم زما د نامه سره لیکلی وه، یعنې داسې یې راته ویل چې کلیوال دې مطلب دی او که مومند افغان؟؟؟

خو زه دا هم درته وایم چې زه نه د مومندافغان په نامه فورم ته ننوتلی یم او نه مې یې کوشش کړی. هو! نن چې کله راته کله کمپیوټر د مومندافغان د نامه وړاندیز وکړ نوما هم پرې کلیک کړ او خپل پاسورډ مې پرې ټرايي کړ خو رانه بچ شو. :lol:

نو اوس زه سخت حیران یم چې آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ته داخل شوی او که دا کومه تخنیکي ستونزه ده یا بل څه حساب دی؟؟

مومندافغانه یقین وکړه چې لا درنه وډار شوم، مخکې مې هم د خطر احساس درڅخه کاوه لکه په شخصي ایمیل کې چې مې درته ویلي او د آي پي په اړه پوښتنه مې درنه کړې، خو اوس دې لاپسې وډار کړم. هسې نه زه به د آي پي په غم کې یم او ته به مې د کمپیوټر د هر یو فایل څخه بیل بیل خبر یې.

هیله ده که چا سره یې جواب وي نه دې سپموي تر څو زما تشویش رفع شي.

[img:8621af2481]http://i53.tinypic.com/28h0sr7.jpg[/img:8621af2481]

خو دا یو ځل بیا په تاکید سره وایم چې زه نه په دې نامه اکاونټ لرم، نه په دې نامه فورم ته ننوتلی یم، او نه مې له دې وړاندې فورم ته دننوتلو کوشش کړی. [color=blue:8621af2481]زما تشویش هم په همدې خبره دی، چې ولې هیڅ په هیڅه د چپرهاري د اکاونټ وړاندیز ماته وشي؟؟؟[/color:8621af2481]

ستاسو د جواب په انتظار


khankharotai
05.08.2011

كليواله وروره
ګر چې زه دلته نوی نوی راغلی يم ، خو څنګه چې دلته ډېرې دلچسپې ليکنې کيږي ،
کوښښ کوم چې هيڅ يوه ليکنه را څخه پرته له لوستلو پاتې نشي
د مومند افغان له خبرو راته داسې ښکاري چې نوموړی له څلور حالتو خالي نه دی
يا خو ښه غټ هاکر دی
يا د د ښه غټ هاکر سره لېن ډېن لري
يا د ټول افغان د کومې څانګې مخفي مديريت په غاړه لري
او يا د خدای ولي دی
که د خدای ولي وي ، نو بنده ته دې ډېرې دعاوې کوي ، چې په ستونځو کې راګېر دی

مننه


۰
06.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عبدالوکیل صیب زه کوم هایکر نه یم باور وکړه چي په ټول افغان کي هم پدي کاپي کولو او عکس لګولو نه پوهیږم اود کمپیوټر سره هڅ بلد نه یم فقط دا لیکني پري کولی شم نور مي نه هارډویر کړي اونه سافټویر حتي مکروسافت افس مي هم ندی کړي بلکي د کمپیوټر هڅ پروګرام مي ندی کړي نو زه به ستاسو اکانټ څنګه استعمال کړم اوبیا څه ضرورت لرم چي داسي وکړم.
او بیا خو نو وروره تاسو یوه IP هم نه استعمالوۍ خو کله مو یوه IP وي او کله هم بله ، داسي معلومیږي چي کومه مکتبّة کي به یاستۍ او ډیر کمپیوټرونه درسره دي کله یو او کله بیا بل استعمالوۍ نو ستاسو IP به څوک څه کشف کړي.
بیاخو زه په افغانستان او یا پاکستان کي یم او ته کوم عربي هیواد چي غالبا سعودي اویا به کوم بل هیواد مصر ،دبۍ او یا کوم بل وي نو زه څنګه درتلاي شم.
او بیا خو تاسو په یو نوم لیکني هم نه کوی خوپه ډیرو نومونو باندي لیکني کوۍ نو زه به ستاسو کوم نوم کشف کړم.
او هو داسي کیدی شيل چي تاسو زما نوم مومندافغان لیکلی وي په غلطۍ کي نو دا کیدی شي بله کومه لار خو يي زه هم نه وینم.
او وروره دي نه هم مطمین شه چي زه ګوندي کوم هایکر یم او یا کوم اډمین یم او یا د کوم اډمین سره لار لرم .
د ip باره کي مي د اسد مومند ،سادات ،قریش او حتی عادل عادل صیب سره هم داسي ګپه لګوله او که هغه نور اوس نشته نو عادل صیب خو يي شاهد دی
خو په هرتقدیر تاسو مطمین اوسۍ ستاسو اکاونټ مي ندی استعمال کړی ښه!
او ګوره که ولي نه یم نو خالي هم نه یم عبدالوکیله وروره ته خپل ځان نه رامعرفي کوي هسي نه دواړه یو سړی یو اعني مومندافغان او کلیوال دواړه یو وي ههاهاهاهاها
مومندافغان+ کلیوال


Kamil
06.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مولانا کلیوال صیب
که موزیلا فریفوکس استعمالوې نو بیا ستا له کمپیوټر نه هیڅوک هم نه دی ننوتلی ځکه په فایرفوکس کی یو مشکل دی چی که چاته یو شخصي پیغام ولېږی نو بیا په ننوتنه کی د هغه نوم هم راځي او دا ځکه کله چی ته غواړی یو کس ته شخصي پیغام ولېږی نو د هغه نوم به یوه بیله کړکۍ کی خلاص کړی او له هماعه حایه یی انتخاب کړی، له هغی ورسته خپله د هغه نوم به ننوتنه کی راځي.
لکه ما م.وصیل پېروز ته شخصی پیغام لېږلی و او اوی چی هر وخت په هغه حای کی کلیک کړم نو اول د هغه نوم راځي.
چپرهاری ستا کمپیوټر ته نه دی ننوتی بلکی تا عغه ته شخصي پیغام استولی دی.
او فکر کوم چی اوس مو یارانه په شخصی پیغامو کی شروع کړې.


۰
06.08.2011

السلام علیکم
ښه شو کامل وروره چي تاسو هم تصدیق وکړ همداسي ده کلیوال صیب ماسره شخصي پیغام کي اړیکي نیولي وي نو داکار پري شوي دی.
کلیوال هسي په هسي تشویش اخستي که په کوم بل چا يي شک واي خو بیا هم خیر خو زما خو کمپیوټر ندی زده نو په ما ولي داسي د غټ هایکر شک کوي یره نووووو.
بس څه به ووایم خو ښه شوه چي تاسو تصدیق وکړ اوس نو نور حق نه لري.

مومندافغان


-
06.08.2011

یاره کامل صاحب که راسره نږدې وی نو نن مې ستا لپاره سپیشل روژه ماتی تیاراوه.
بالکل زه همدغه څه بلا ده مزیلا ده که ګوګل کروم دی، استعمالوم. او چپرهاري ته مې شخصي پیغام هم لیږلی وه. او ستا خبره مې نن لا زړه ته کوزه شوه چې رښتیني صاحب ته مې هم شخصي پیغام لیږلی وه نو اوس چې مې ولیدل چې د رښتیني نوم یې په لیست کې اضافه کړی وه.

کامل صاحب خدای دې د غمونو وساته چې زما تشویش دې رفع کړ. کنه زه خو لګیا وم هارډیسک مې فارمټاوه او داسې مې انګیرلې وه چې یره د چپرهاري نه دې د کمپیوټر یو فایل هم نه دی پټ. :)

یو ځل بیا مننه


۰
06.08.2011

ښه وشو کلیوال صیب چي ستونځه دي حل شوه کنه ما سره نزدي وو دښمني اعلان کړي هسي نه هم دښمندار يي دا یوه زما دي هم درپکي واي خو ماته مشکل وو چي په دي ټول انقلاب کي مي ځان روغ وساته او اخر کي په دښمنۍ واوړم او هغه هم د کلیوال سره :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more