د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ډاکتران هم کافران شول؟؟؟

Salahudin Sapand
11.07.2011

سلامونه می ومنی!

که مو په یاد وی په ۲۵ جون ۲۰۱۱ په ۱۰ بجو د لوګر د ازری په ولسوالی کی په یو کلینک موتر بمب حمله وشوه چی ډیر زیاد بی ګناه ماشومان، ښځی او ناروغان په حق ورسیدل.

بیګاه شپه می یو میلمه لاره او د دی واقعی قصه یی راته وکړه ډیر می په افغانانو خوا بده شو حتی په افغانی چارواکو قصه داسی ووه:

کله چی د لوګر چارواکو ته د پیښی خبر راغی ټول په منډو شول چی د پیښی قربانیانو ته څنګه مرسته ورورسوی ترڅو دوی پړه وو نه شمیرل شی.

د امنیی قوماندان او د ولایتی شورا ریس په منډه منډه د ایتلافی قواوو مرکز ته ورغلل چی ګندی دوی هوای ترانسپورتی مرسته وکړی او له بلی خوا والی صیب په کابل کی خپل کوښیښونه پیل کړی وو او کله چی لوګر ته راورسیده هغه هم له خارجیانو مرسته وو غوښته مګر داسی یو ځواب یی ورکړی وو چی زه یی له شرمه دلته نشم لیکلی دلته دوی هلی زلی کوی او هلته ذخمیان د مرګ انتظار باسی یو څو کسان یی پاکستان ته اړول چی په لاری یی ځآنونه حق ته سپارلی وو او مسلح کسانو په لار کی ورته ویلی وو چی دا مرداری چیرته وړی....

بل آخره د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو د کابل څخه طیاری راورسیدلی او صرف د ولایتی شورا ریس یی له ځانه سره جګ کړ نور جورنالستان، داکتران او دواګانی په میدان پاتی شوی
هر جورنالست به داناری وهلی چی یو عکس می که پیدا کړ تر ۱۰۰ ډالر خرسیږی دا خو زمونږ په روزی کی لغته شو.

په هر صورت تاسی قضاوت وکړی چی په لسګونو خلک په وینو کی لت پت وی او ټولی رسنی ناری وهی چی د خدای لپاره په ازره کی داسی پیښه شوی لاری ټولی بندی دی صرف هوای ځواک کولای شی کمک وکړی او ورته له ۶ سعاتونو هغوته کمک ورورسیږی صرف هغه کسان چی ډیره وضعه یی خرابه وی انتقال او نور ذخمیان چی د درملی ځای یی کاملا ویجاړ شوی وی په ځای پاتی شی آیا د دی حکومت طرفداری وکړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

آیا په دی کلینیک کی ناست ډاکتران کفار وو او که ورته راغلی بی وسه کسان چی د ازری نه پرته په بل ځای کی د درملنی امکانات او وس نه درلود؟؟؟
زه خو ولله که پوه هیږم چی...؟؟


هوتک
18.07.2011

صلاح الدین صیب ددې پیښې اود ښځو دفورم یې سره څه؟
زه خو دې ولاکه په مطلب پوه شوی یم؟
‏‎ ‎


Kamil
18.07.2011

هوتکه خیر دی غلط شوی.
ده دا فکر کړې چی دا د طب او... فورم دی، خو په غلطۍ کی دی سوړې ته راننوتی.


عابد
04.08.2011

ماته هم ډیر افسوس دے


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more