د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

پرمخ تګ

۰
29.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
د مومن مهاجر صیب د خبري په تأید باید ووایم چي سالم انتقاد د پرمختګ سبب دی.
ولي؟
ځکه: چي هرکله انتقاد وشي نو سړی دي ته اړ شي چي پلټنه [بحث] وکړي او چي کله په کوم اړونده موضوع کي بحث او پلټنه وشي نو حقایق منځ ته راځي او کله چي حقایق رابرسیره شي نو پرمختګ کیږي او که همداسي یو سړی پټي سترګي ناست وي نو څه به مخکي لاړ شي.
خو بیا دا پلټنه او بحث هم په خپل ځان کي اصول او شروط لري ، که چیري دا پلټنه ساینسي وي نو بیا د یو شي ماهیت او کیفیت او نوعیت د څرګندولو به موخه پلټنه کیږي مثلا ډاکټر د یومرض دواي ورکوي نو اول د ناروغ د ناروغۍ اعراض وعلایم ګوری او بیا ناروغي تشخیص کوي نو بیا ورته دواي هم تجویز کوي همدا رنګه یو فارمیسي یا د دوا جوړولو کمپنۍ میکروب باندي خپلي بیولوژیکي ازمویني کوي او دا نتیجه تري اخذ کوي چي دا مکروب په کومه هوا کي کومه درجه تودوخه کي او کوم چاپیریال کي وده کوي او بیا دا میکروب یا ویروس په کوم شي باندي له منځه ځي او هم يي مخه په کومه طریقه نیول کیږي نو دا شوه د یو ناروغۍ د درملني پلټنه.
همدا راز که یو څوک بیا د دیني مسألو پلټنه کوي نو د ساینس سره يي توپیر دا دی چي دیني مساءیل خوندي دي او څوک پکي له ځانه بل شی نشي ورګډولي بلکي د مسألي تطبیق به کوي چي دا مسأله په دین کي د کوم اصل سره توافق لري .
همدا راز که یو څوک بیا بیخي اتییست وي نو هڅ کوم دین ته ژمن نه وي نو باید له فروعو نه مخکي اصل کي پلټنه وکړي او تر هغه پلتنه او بحث وکړي ترڅو یو مقنعي نتیجي ته ورسیږي ، دالله جل جلاله په وجود کي پلتڼه وکړي او چي کله يي پدي یقین وشو چي ددي مخلوقاتو یو خالق او یو څارونکی شته نو بیا به د خالق به صفاتو کي غور کوي چي ښه نو بیا ددي دومره مخلوقاتو خالق باید څه قسم صفات ولري او بیا چي دا يي هم درک کړه نو د دین پیروان به شي او دالله جل جلاله رالیږلي اصول چي خپلو بندګانو ته يي د هغوي دژوند لپاره وضع کړي خپل کړي او پري عمل وکړي دي ته واي پرمختګ او داپرمختګ د پلټني او بحث په نتیجه کي منځ ته راځي چي دکامیابۍ یواځینۍ لیار ده.
دین هم باید یو سړی په پټو سترګو ونه مني او که يي ومني نو بیا هم ورباندي همداسي سترګي پټي نه کړي او د هري مسلي پوښتنه او بحث وکړي ترڅو حق ته ورسیږي ځکه په ادیانو کي هم ډیري مسلي ورټومبل شوي دي چي اصل دین سره کوم نزدیوالی نه لري نو باید هغه مسلي ولټولی شي کومي چي اصل دین دی نو بیا به سړی حق ته رسیدلی او پرمخ تللی وي.
نوربیا ان شاءالله
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more